غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

دننګرهار ویرجنه پیښه دکرزی دسفرلومړنۍ لاسته راوړنه !!!

له الاماره نه په مننه  

یره شپه یوځلې بیا افغانستان ته دسولې ،ترقۍ اونیکمرغۍ په نوم راغلیو مدعیانو دننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د "رباط" په کلی کې پر هغو خلګو چې ریبل شوی غنم یې د تریشر په واسطه پاکول راکټونه وویشتل چې له امله یې دیارلس (13) تنه بیوزله اوستومانه کروندګر په شهادت ورسیدل .

تردې خونړۍ پیښې تقریبا یوه نیمه اونۍ مخکې همدغو  سوله ایزومدعیانودهمدغې ولسوالۍ دنظره آباد په کلی کې دپارلمان دوکیلې دکورپه شمول په څونوروکورونو چاپه واچوله چې دیوه تن په وژلوبرسیره یې یوزیات شمیر  نورولسی وګړی په خپلوکورنوکې ووهل اودکورسامانونه یې ورځینې غلاکړل.

د دغو دواړوخونړیوپیښو په غبرګون کې دسیمې ځوریدلی اوسیدونکی له وژل شویو کسانوسره دکابل جلال آباد لویې لارې ته راووتل  اومرګ په امریکا ،مرګ په کرزی ویلویې  خپلو ویرجنو زړونوته تسلی ورکړه . 

ترکومه  ځایه چې دنومړې زړه دردوونکې تکراری پیښې په اړه خبره  د بیواکواوپردی پالو چارواکوپه غبرګون پوری ده  نوهغوﺉ ته خوهمدغه  یوه پلمه اوکړنه پاتې ده چې  دمعلومې پیښې په اړه دپلټنولپاره پلاوی سیمې ته ولیږی اودهماغوپلټونوپه ترڅ کې لاس ته راغلې پایلې بیاهمداسې داهمال  اوفراموشۍ  په ډیران کې ورخطاکړی.

دیرغلګرو امریکایانو په لاس دننګرهار دسره رود د۱۳ تنو بیوزله  کروندګرو دشهادت دغه مظلومانه  پیښه په داسې حال کې  رامنځته کیږی چې تردې یوه ورځ وړاندې   په واشنګټن کې  دکرزی اواوباما ترمنځ  په افغانستان کې دولسی خلګو دتلفاتو دمخنیوی  په اړه  تودې اودکرزی په اصطلاح زغرده خبرې هم وشوې  ، خو دکرزی دزغردو خبرو پایله داشوه چې  امریکایی ځناورو دخبروپه  لومړۍ شپه   په  یوې  ولسوالۍ کې ۱۳ تنه  بزګران  ووژل  دهغو ولسی بیوزلانوخولاشمیر ندی مالوم چې په کندوز،غزنی هلمند اوکندهارکې  له مخالفینوسره دتړاوپه تور په دې دریو څلوروشپوکې وژل شوی  .

کرزی چې  له امریکایی کورنیوسره دغمشریکی په نیت   دامریکاپه ویرجنیا ایالت کې  د ارلینګټن هدیرې ته په افغانستان کې دوژل شویو عسکرو هدیرې ته ورځی اوهالته په داسې حال کې چې په همدغو وژل شویو عسکرو تر امریکایې رابرت ګیتس اومایک مولن ځان ډیرخپه بولی دهغوﺉ په قبرونودګلانو ګیدۍ ږدی، دهمدغو وژل شویو عسکرو له کورنیو اویادهغوﺉ له پوځی چارواکوڅخه  ددې پوښتنې جرأت نشی کولای چې  ورته ووایی چې تاسو ولی زمونږ بیوزله ولسی وګړی داسې په بیرحمۍ شهیدانوۍ؟

که څه هم چې ولسمشر کرزی دنرم زړه څښتن دی اوڅوځلې یې دامریکایانوله لوری دولسی افغانانو په وژل کیدو اوښکې توﺉ کړې  مګرهغه په خپل ولس دخواخوږۍ اوزړه سوی  اوښکې نه بلکې دامریکایی بدماشانوپه مقابل کې په خپلې بیوسۍ باندې دناهیلۍ اومایوسۍ ترخې اوښکې دې چې دایم الوقت  د ده ګریوان لوند ساتلی دی.

په هرصورت  پښتنانه متل کوی چې پک مې لیدونو نه ترمرکنډۍ پوری !  بیغیرتی ،بی ننګی ،پردی پالنه خو هم یوسرحد لری ،خودیرغلګرو امریکایانوپه مقابل کې دکرزی اودهغه ګوډاګۍ ادارې دټولوپوځی اوسیاسی چارواکو بیغیرتی او سپیتانه خوولا نوره ترمرکنډۍ څه چې تر.....نې هم ورتیره شوله.

ولس مشر کرزی چې دخپلې نه کلنې واکمنۍ په دورې کې افغان غیور اواتل ولس ته دبیواکې ،پردی پالنې ، بی مروتی اوبی ننګې کوم ویاړ!!! پری ایښی هغه دده لپاره داسې اختصاصی ریکارډ دی چې باید په نړیواله کچه دده ښاغلی په نوم دثبتونوپه کتاب کې ثبت شی .

اوداهم دده د(۹)کلنې واکمنۍ هغه  یواځنۍ لاسته راوړنه ده چې باید هم دی اوهم دده دګوډاګی حکومت پردی پال چارواکی ورباندې وویاړی!!!

دکرزی په سرکی چاودنه شوی(ګالبریت)

( له بینوانه په مننه) 

کرزی چی دخارجی قواوو په ملتیا له نامعلومه ځایه دطالبا نو داسلامی امارت په وړاندی دخپلی جاسوسی غژ پورته کړ اوددغه نیواکګرو قوتونو په اوژو دقدرت په ګدی کښیناست اوملت ته یی غوړی غوړی وعدی ورکړی ددغه عسکرو دخوښی لپاره هرڅه وکړل کله به چی دغه نیواکګرو پوځونو خپل عملیات پرمخ بیول نو څنګ ته به کرزی دچیلنج شکنځا کی دطالبانو ترعنوان لاندی د ولس په ادرس ورخوشی کولی ددی په ترڅ کی به یی کله دطالبانو تعداد پنځو س تنه اوکله هم له دی کم هم ښوده ،کرزی لدی لاری غوښتل چی په جګړه کی ددغه نارواپوځونومورال قوی وساتی اوپه دی خبرویی ددوی سره خواخوژی اوددوی تشویق کاوه.

ددغه اته کلن درب غوبل په دوران کی دماشومانو ، سپین سرواوتورسرو، سپین روبو په ګډون مسجدونوهم شهادت جامونه نوش کړل پردی سربیره مودخوښۍ مراسم اودعیدونو ورځی هم په غم بدلی شوی خو کرزی اواداری یی یو ځلی هم داسی حرکت ونکړ چی هغه دی ددوی داسلامیت،افغانیت اویا انسانیت څرګندونه وکړی ولی علاوه پردی ته ولس په سترګوورننوتل چی ترهګروته ځای مه ورکوی که نه وو داحالت به مو وی .

داجریا ن راروان وو تردی چی دنیو اک په داڅو وروستیو کلونو کی پروژه بدله شوه اودیو ه افغان دوژلو بیه دوه لکه افغانی وټاکل شوه او په ډیره سپین سترګی به د ولس مشر لخوا اویاهم دهغه دکوم بل ورته اشیا لخوا ورکول کیدلی دافغان وژنی په اړه هیچاهم دانه ویل چی دا انسان مری اوکه کوم ژوی .

همداسی وژنه روانه وه د انتخاباتو ډرامه  تیره شوه چاچی شه تمثیل وکړ هغه بیاهم کرزی وپیژندل شو خو دتمثیل معیار یی بیاهم ګونګ پاتی شو هیڅو ک په دی ونه پوهید ل له سیاسیونو نیولی بیا ترعامیونو پوری له ټولو لوری ورک شو خو کرزی په خورا چالاکی او اوښو احساساتوځان ملت ته وشود خوداچی څو میاشتی لانه وی تیری بیا دواشینټن لیډرانو یوه بله لوبه پیل کړه چی داځل هم ددغه لو بی هیرو خوارکی کرزی وو، مکاری امریکا دپیریانی کرزی په خو له دااتنخابات له ستونزو ډک وبلل اودستونزواصلی لامل یی بهرنی وګړی وبلل اوسفارتونه یی هم وښودل حتی دمورمړی پیټر ګالبریټ نوم یی هم واخیست .

کرزی ډیر احساساتی وو ورپسی کندهارته لاړ غوښتل یی چی ملت خطا باسی هلته یی هم  دسیاسیونو په وینا  ناموزونه خبری وکړی چی ظاهرا په دغه دوو جریانونو کی امریکا خواشینی څرګنده کړه اودنړیوالو دتیرایستلو لپاره یی بهرنو چارووزارت یو تت غبرګون هم وښود خو کرزی داخپله ازادی وبلله او له وسله والویی هم دا رنګه ازادی وغوښتله اوخپل تیر کلونه یی لکه څنګه  چی حقیقت وو اوده. ځان اوخپله اداره مزدوره اوغلامان وبلل پاته شوه دګالبریت خوارکی خبره هغه ته په دی اړه چی دا نزاکتونه امریکا په لاره اچولی نه امریکا اونه بل چا معلومات ورکړی وو نو په ډیر جرات یی دخپلو کړنو څخه ددفاع په خاطر دمطبوعاتو ډکر ته راودانګل اوکرزی ته یی داحساساتی اود دماغی توازن نه درلودونکی انسان نسبت وکړ چی په عام ډول افغانان له داسی سړی ګیله نه کوی دګالبریت خبره هوبه هو دامعنی لری چی دکرزی په سرکی چاودنه شوی افغانان دغه خبره په خپله ټولنه کی هغه چاته استعمالوی چی هغه هیڅ خپل دریځ نه لری دهرچا ډول ته ګډوی اوهغه دچا خبره دبل چا لوډسپیکروی .

احمدحسان