عامه محافظت که عامه دښمنی
له ریان ټکی نه په مننه
امریکایان او ورسره راغلی بهرنیان چی له کله راغلی دی، تر ننه یی دافغانستان لپاره کوم مثبت کار لیدل شوى نه دى، راتلل یی په زور او تذویر ، پاته کیدل یی ظلم او زور، برخورد یی دخلکو دین ، عنعناتو او ملی ګټو په خلاف ؤ. هغه کسان یی خپل کړل چی ملت او خلکو رد کړی او قى کړی وو، هغه کسان یی دښمنان وګڼل چی په طبقاتی او قومی ،سمتی او تاریخی لحاظ ددی هیواد ساتونکی وو.
اوس چی دټولو زړونه یی بدکړی دی،دملی اردو او ملی پولیسو په نوم یی په ملت کی خپل منځی دښمنې راپیدا کړه ، نه یی امنیت راوست او نه سوکالی؛ خو همدا بی وزله یی مړینی ته وتړل...
نن بیا دمحافظت عامه په پروګرام کې غواړی، خلک تر خپل منځ یو له بل سره دښمنان کړی. کلی په کلی او قوم په قوم یی سره وجنګوی او که څوک داکار ونکړی، په وازه خوله ورته وایی موږبه تاسو دمخالفینو په صف کې وګڼو.
دمیدان وردک په سیمه کې چی غلام محمد ونکړاى شواى خلک دی پروګرام ته قانع کړی، په غونډه کی، دجنرال رازق له لوری په ډاګه وویل شول :بیا به موخیر نه وی ...
امریکایان به نه پوهیږی چی په زورکلى نه جوړیږی. دوردګو سیمه دحفیظ الله امین په وخت کې دهزارګانو دځپلو لپاره وسلواله شوه،خو دی خلکو هغه وسله دکمونیست حکومت په مقابل کې استعمال کړه.
داځل هم داخلک او نور افغانان دا وسله ممکن نه واخلی ، هوښیاران په دې چی ددې پایله کورنۍ جګړه او دښمنې ده او بی تجربی خلک له هغې ویری چی په داسی وسلو خلکو خپل سرونه وبایلل ...
داتجربه روسانووکړه ، نننى دوستم دهغوى له همداسی وسله والو څخه دى چی له خپل وحشت سره ، سره چی له ملت سره یی وکړ بیا هم دملت لورى ونیو او دکمونیست حکومت په خلاف ودرید.روسانو هم په ملت کې دښمنی پیدا کول، دوروستنۍ حربی په څیر وکاروله ، خو دوى هم سرپکښې وخوړ.
امریکایان هم نن داوبو ځک ته لاس اچول کوی، دافغانستان امنیت چی له دومره بهرنیانو ،ملی اردو، ملی پولیسو او نورو استخباراتی شبکو سره خوندی نشو ، ناشونى برېښی چی په داسی پروګرامونو دی خوندی او خلک دی له امریکا او دهغوى له انډیوالانو خوښ شی .دا اودې ته ورته پروګرامونه ، د امریکایانو ماتی ، وارخطائی او ویره ښیې، داچی په همدې عبثو پروګرامونو وخت تیروی، ځانونه او افغانان نور هم دخطر کندو ته رسوی، غوره داده څو په مثبتو مسائلو فکر وکړی ، نن خو یوازی مجاهدین دی چی وسله واله مقابله کوی،که خلک وسلی اخیستلو ته مجبوریږی، نو بیا به داخلک په دی کلیو کې نه وی، هغوى به توره بوړه ، تورګان ،ګربت ،صافی غر ، شاهی کوټ او.. خپل هستوګن ځایونه وګرځوی...
وخت دا راغلى دى چی له روسانو یی زده کړی . هغوى دځان دخلاصون لپاره جینوا ته پناه یوړه او لاره یی وموندله ، وتل یی اعلان کړل او لاړل، امریکایان دې هم یوځاى ته پناه یوسی چی دوتلو ابرومنده لاره ومومی، نه داچی دابی وزله ملت دخپلو ګټو دساتلو لپاره په دښمنې اخته او نور هم وځپی.
لیکوال:حمید الله برهان
له بینوا نه په مننه
د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د ګوتو په شمیر اونۍ پاتې دی.
دغې سیالۍ ته د ګډون لپاره تر اوسه د یو شمیر کاندیدانو رسماْ خپله کاندیداتوری اعلام کړی خو ځینی یې غواړی په چل او ول سره خپل کمپاینونه اوس پر مخ بوزی او خپله کاندیداتوری وروسته اعلام کړی.
افغان ولس د هر بل وخت په پرتله اوس په دې پوه شوی چې څرنګه کولای شی خپل ملی زعیم غوره کړی او د کومو صفاتو درلودونکی کس د دوی د ولسمشرۍ لپاره مناسب دی.
له حامد کرزی نیولی بیا تر اشرف غنی احمدزی، انوارالحق احدی زلمی خلیل زاد او حتی زما په څیر بی سرپناه رمضان بشردوست پوری په دې لټه کې دی چې د ارګ ماڼۍ ته ځانونه ورسوی خو لیکن دغه لوړ مقام ته د رسیدو لپاره باید عاقلانه تدابیر ونیول شوی او هغه لاری چاری ولټول شی چې کاندید صایب بیا د خلکو د خندا وړ و نه ګرځی داسی خندان لکه چې نن په غزنی ولایت کې په زلمی خلیلزاد باندی وشوه.
د زلمی خلیل زاد په پلوی یو شمیر کسانو چې مشری عزیز هوتک کوله په غزنی ولایت کې د افغانستان له فرهنګی او دینی جوړښت څخه په پوره بی خبرۍ کې نن داسی یوه ډنډوره په ځان ودروله چې د غزنی تاریخی ښار به یې هیڅ کله هم هیره نه کړی.
اصلی خبره خو دا وه چې نن د حمل میاشتې په ۱۳ مه نیټه د افغانی الاصله امریکایی زلمی خلیل زاد یو شمییر څوکۍ طلبو ملګرو د هغه په ملاتړ غونډه جوړوله خو دغه بیچاره ګان خپلې دغې موخې ته له رسیدو دمخه هغه د ننګرهار د غونډې د کوربانو په څیر نا امیده شول په ننګرهار کې هم څه موده وړاندی له خلیلزاد او د هغه له امریکایی رنګه پلویانو سره ورته سلوک شوی وو.
په ننګرهار کې هم کله چې د خلیلزاد او ګل آغا شیرزی پلویانو په ګډه د خلیلزاد ملاتړ غونډه جوړه کړه نو خلک پرې ور توی شول او غونډه یې له خاورو سره خاوری کړه او هر څه یې په خپله افغانی جذبه ور درهم برهم کړل.
اوس په غزنی کې هم د زلمی خلیلزاد پلویانو غوښتل ورته غونډه جوړه کړی خو دا یې هیر کړی وو چې په ننګرهار کې ورسره څه وشول چې په غزنی کې به نه کیږی ننۍ دغه غونډه د غزنی د بزازۍ بازار د ستاره هوټل مخامخ د خیام په نامه هوټل کې د جوړویدو په درشل کې وه چې په سلګونو تنه د غزنی قهرجن او په وطن او فرهنګ مین وطنوال پرې ور توی شول او د غونډی بهیر یې ګډ وډ کړ د غزنی اوسیدونکو وښوده چې دوی څومره له خلیلزاد سره مینه لری؟
هغه مینه چې د بوټونو، کاڼو او بوتلو په ویشتلو یې اظهار وشو.
د غزنی ښاریان د افغانستان د پکتیا او ننګرهار ولایتونو د با احساسه وروڼو په څیر نن هغسې د پریدو دوکه نه شی منلای او د خپلو سپیڅلو احساساتو له مخې یې دا قضاوت عادلانه وباله چې د خلیلزاد په څیر د خرڅو شویو کسانو د جال ښکار ونه ګرځی.
د غزنی ښار دغو معترضو ښاریانو د خیام هوټل په دننه کې د ګوتو په شمیر د راغونډو شویو کسانو د حمایت کونکی غونډې مخه ونیوله پر هوټل یې برید وکړ، کړکۍ یې ور ماتې کړی او په هوټل یې د کاڼو او ډبرو ګزارونه وکړل.
ښاغلی خلیلزاد!
زمونږ هیوادوال ستاسو په هغو کار کردګیو چې په افغانستان کې د امریکې سفیر واست ښه خبر دی.
ستاسو د ناکامو پلانونو او مشورو پایلې دې چې تر اوسه زمونږ خلک په بدبختۍ کې سوځی او هره ورځ د افغانستان حالت د تیری ورځی په تیریدو خرابیږی.
ته باید په دې پوه شی چې د غزنی په څیر د هر ولایت خلګ په افغانستان کې ستا له څیرې کرکه لری او نه غواړی چې ته د دوی ولسمشر شی.
لومړی خو تاسو جناب عالی ته افغان نه ویل کیږی دا ځکه چې د امریکې د دولت په لوړو څوکیو مو کار کړی او د امریکې د اساسی قانون له مخې په دغو څوکیو هغه کس د کارکولو حق لری چې پوره امریکایی او د امریکې د ګټو ساتونکی او پالونکی وی.
نو که چیرته تاسو امریکایی یاست نو څرنګه کولای شی چې د خورو اوبی وزلو افغانانو په زخمونو مرهم کیږدۍ.
د خلیلزاد پر وړاندی د غزنی د خلکو ننۍ غبرګون د ننګرهار د خلکو د غبرګونونو سلسله ده چې همداسی به روانه وی.
ښاغلی خلیلزاد باید په دې پوه شی چې نور نو تر دې ځان سپک نه کړی او د غزنی والو دا غبرګون دا په ډاګه کوی چې افغانان د هغه له څیرې کرکه لری او په خپل سیاست بحیر کې د هغه ګډون نه شی منلای.
د افغانستان خوار ملت چې له څو لسیزو را پدې خوا د بیلا بیلو سیاسی لوبو ښکار ګرځیدلی دا ځل یې خلګ نه غواړی د خلیل زاد په څیر خلګ یې پر برخلیک لوبی وکړی او همدا یې لامل وو چې د غزنی با احساسه ولس نن د هغه دکمپاین مخه ونیوله او عالی جناب ته یې دا ور په ګوتو کړه چې نور نو په افغانستان کې دغسی کسانو ته ځای نه شته .
ښاغلی خلیلزاد باید د افغانانو احساسات له پام څخه و نه غورځوی او که چیرته بیا هم ټاکنیز کمپاینونه وکړی نو د غزنې د خلکو احساساتو ته د بیلګی په توګه په کتو سره دا ویلای شو چې له سختو غبرګونونو سره به مخ شی.
د واباما نوی ستراتیژی
خبره هغه خوالفاظ جدا،جدا
له ریان ټکی نه په مننه
حقیقت خو دادى چی د امریکا چارواکی،په تیره پخوانى اولس مشر، په تیری اواخلاقی چوکاټونو په ماتولوکی، د جنون حالت ته رسیدلی ؤ.بوش په خپله دوره او دریوکلونو په موده کښی، په دوو اسلامی هیوادونو رډبډ برید وکړ. په دی لاره کی یی د هیڅ شی پروا ونکړه،نه یی ددین قداست وساته،نه یی عنعنه مراعات کړه،نه یی اخلاق ومنل او...
داپه رښتیا سره لیونتوب و خو انګیزه او لامل یی مشخص نه شو چی ایا د امریکا حرص، حماقت او غرور ؤ او که دسپتمبر پیښی یی اعصاب ورته خراب کړی وو. د بوش په تلو او د اوباما په راتلو د نړیوالو، په تیره اسلامی هیوادونو ډیره هیله وه چی داجنون به مهارشی. امریکا به جنګی لاره پریږدی، د صلح او روغی لاره به خپله کړی،خپل رسوخ به بیرته اعاده کړی ، د ملت له اوږو به د جنګ پیټى لری کړی، د جنازو اوجسدونو په ځاى به د ژوندو عسکرو د ورتللو کاروانونه ووینی .خوهغسی ونشول،هغه خرک او هغه درک .هغه د بوش پالسی وه او ده ،خو الفاظ بدل شول .د اوباما په نوی ستراتیژی کښی څو ټکی شته چی دبوش پلان ته ورته او یا تر هغه هم منفی ښکاری .
١- د استقلال مسئله : د بوش په وخت کښی هم افغانستان اشغال شوی ؤ، دجرمنی له غونډی ترنننی انتخاباتو پوری، هیڅ هم داسی نه وو چی استقلال پکښی ښکاره شی، خو بیا هم په ښکاره ځینی تشریفاتی کارونه داسی وو چی ګواکی په افغانستان کی یوه اداره شته چی په اداری کارونوکی استقلال لری . په نظامی برخه کی په څرګنده حاکمیت پردى و،بمباری کیدلی،خلک نیول کیدل،زندانونه جوړیدل او ډکیدل خو حکومتی اداره تر کارونو وروسته خبریدله .
اوباما په دی نوی ستراتیژی کی هغه اداری تشریفاتی استقلال هم تری واخست . ځکه په کابل کی یی د امریکا سفارت هم نظامی کړ. دلته پخوانی قومندان یی سفیر وټاکه چی د افغانستان ملکی کارونه هم په نظامی قومانده اجراء شی.
له اولس زره پوځیانو سره، څلور زره مسلکی مشاورین هم را لیږی چی دا به ټول په افغانی ادارو کښی د روسانو په څیر واکمن مشاورین وی . نو افغانی چارواکو ته به پرته له امر منلو نور څه پاته نه وی.
٢- د ستراتیژی طرح سرچپه ده . اصلا دا ستراتیژی باید د افغانستان د حکومت له لوری جوړه شوی او د پارلمان له لوری تائید شوی وای . تمویل او تقویه یی امریکایانو کړی وای. ځکه دا د افغانستان لپاره وه. د افغانستان په اړتیاوو،تربهرنیانوکورنی ښه پوهیږی . که خبره د سیمی په تیره د پاکستان وی هم دا ښه وه چی پاکستان د خپلو ستونزو د حل لپاره خپله ستراتیژی در لودلاى خو اوس دواړو هیوادونو ته د اشغال شویو هیوادنو په څیر، امریکا ستراتیژی جوړوی .
٣- هیله دا وه چی د اوباما پالیسی به د جنګ په ځاى د صلح وی خو د نورو عسکرو په را استولو،پاکستان په حساب کتاب ګواښلو،د امریکا د متحد، انګلستان دا خبره چی په پاکستان کښی د نظامی فعالیت حمایه کوی،هغه څه دی چی نتایج به یی تر اوس هم خراب او بد وی .
٤- دا مبهمه خبره ده چی دا ستراتیژی به څومره له کاغذ څخه ځمکی ته شی او د عملی کولو څومره چانس به ولری؟ ځکه که دا خبره وڅیړو چی اوباما غواړی د افغانستان اردو او پولیس، ددی اوسنی شمیر دوه برابره زیات کړی .دا به د ډالرو او وسایلو په حساب امکان ولری، خو افراد به له کومه کوی .
اوس دانه چی په اردو کښی څوک شاملیدلو ته زړه نه ښه کوی، بلکی هغوى تښتی، هغوى د څو ډالرو په وړاندی نه له ملت سره جګړه کوی او نه د وسله والو په مقابل کښی د بریالیتوب احساس کولاى شی . وینو چی کله یو ځاى کله بل ځاى، مجاهدینو ته تسلمیږی او یا هم په بهرنی ځواکونو خپل ټوپک ورګرځوی .تیر وخت په غزنی کښی ددوی ترمنځ سخته جګړه وشوه چی د بهرنیانو تر وژلو وروسته، دداخلی افرادو دوی پوستی بمبارد شوی ، په لس ګونو افغانی پوځیان ووژل شول او جسدونه یی تر سمنګانو پوری ورسیدل.
په تیره اونۍ کښی هم یو افغان پوځی دوه تنه بهرنیان ووژل او بیا یی خپل ځان هم وواژه.
دا هر څه ددی نښه ده چی د امریکایانو په موجودیت کښی چی مقابله اوجهاد ورسره توجیه کیدلاى شی، افغانان په امنیتی تشکیل کښی حاضر نه دی چی کار وکړی او که یی کوی نو بیا به د امریکایانو لپاره یو سردرد جوړیږی ...
٥- اوباما په یو بل اړخ کښی هم غولیدلى دى . ددی ستراتیژی تر ټولو اړخونو به دا ورته ګټور وه چی له افغانستان څخه د امریکایی پوځیانو دوتلو نیټه یی اعلان کړی واى . هغه ته اوس هم د افغانانو طبیعت معلوم شوى نه دى چی له بهرنیانو سره جوړه کولاى نشی. هغه خپل دوستان نه ګڼی،د هغوى ښه ځان ته بد بولی .که یی څوک نه منی یوه سروی دی وکړی او په دیموکراتیکه پروسه دی دا درک معلوم کړی چی دلته بهرنیان د ډیرلګښت اوتلفاتوله زغملو سره، سره په خلکو کی ورسره څومره نفرت او کرکه ده .
که رښتیا امریکایان غواړی او د فغانستان مسئلی ته د حل لاره پیدا کوی،نو دوى دی ووزی، دا څه ستونزی چی دی ،ټولی د بهرنیانو د موجودیت زیږنده دی .
خو دا ویل هم ضرور دی چی نن خو ٤١- ٦١ هیوادونه په نظامی اواقتصادی لحاظ په افغانستان کښی دخیل دی، که د نړۍ ټول هیوادونه هم مداخله وکړی ،په زور بریالی کیدل ورته "خیالست و محال است وجنون ".
که یی نه منی انګریزان او روسان دی ور وغږوی .نن خو مسئله ډیره مغلقه ځکه ده چی د امریکایانو معامله له هغو غرونو سره ده چی تر اوسه یی په سر باندی بهرنیانو لاره جوړه کړی نه ده او هغه هم دډیورند ددواړو لورو له خلکو سره چی په تاریخ کی زور ته تسلیم شوی نه دی .