غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

خنجر، که داوباماد فوځی ستراتیږى په تابوت ورستى میخ ؟!

 

 

شاوخوادوه اونۍ کیږی چې دامریکا، ناټواودکابل ادارګۍ داجیرې اردوپه ګډون نیږدې دولس زرو تنواشغالګرولښکرودهلمندولایت په مربوطاتوکې ددغې غیرتمنې سیمې دمیړنی ولس په خلاف ستراوپراخ فوځی عملیات پیل کړی دی اودیرغلګرودغه عملیات ځکه دپام وړدی ، چې دوى خپله وایی چې دادامریکایانولپاره د(ویتنام )اوانګریزانولپاره د(فاکلند) له جګړوورسته مهم عملیات اومجهزه ستره  جګړه ده

له بل پلوه ،ښایی دهلمندجګړه لدې امله هم یرغلګروته اهمیت ولری چې دامریکاولسمشرى ته داوباما، له راتګ  اوبیادهغه دفوځی ستراتیږى له اعلان ورسته دا، په افغانستان کې لوی فوځی عملیات دی چې ترسره کیږی

که ددغوعملیاتوڅرنګوالى  اوتردې دمه یې پایلی په لنډه توګه وڅیړو، چې دویتنام اوفاکلند، له جګړې ستره اومجهزه جګړه ، دهلمندپه دښتوکې کوم سرحدته رسیدلی  اوخنجرڅومره دخپل ځان په ګټه کارترسره کړى،نو له شک پرته جوتیږی چې لوى اوتواناخداى (ج) اشغالګرسره له ټول جنګی غرور، دبدبې ، مسلسلوتبلیغاتواودټولې نوې فوځی ستراتیږى سره داسې رسوااووشرمول ، چې کوکی اوناری یې ان دامریکااولندن په ښارونواوکوڅوکې واوریدل شوی  ، خپل ولسونه ورپسې راووتل چې دوى نه افغانستان غواړی ، نه یې جګړه اونه یې هم پټې اوښکاره ګټې ،بلکې خپل زامن اوفوځیان غواړی چې ژرترژره دې له افغانستانه راوویستل شی.  

دامریکااولندن خلک به ولې په مظاهرولاس نه پورې کوی ، چې له یوې خوادمجاهدواوښکارزنوطالبانو مخامخ جګړې ، ناڅاپی بریدونو،  کمینونواودسرک دغاړې  کارنده ماینونوپه دوو اونیوکې لسګونه الوتکې ددوی دوژل شووځامنواوځوانانوله جسدنواوتابوتونوډکې ورولیږلې  اوله بلې خوادهلمنددلویواوپلنودښتوپه سوزنده ګرمی کی نیږدې ۱۰۰۰تنه ددوى نازولی ! فوځیان بې خوده اوجل ووهل !!

 

که څه هم وړمه ورځ خپله اوبامااوله هغه وړاندې دبرتانیاددفاع وزیرومنله چې دخنجرپه نوم عملیات یې په هغه طرزاومسیرپرمخ نه ولاړل  لکه  چې دوى  یې توقع اوهیله لرله ،ځکه چې په وینایې طالبان له نوواوعجیبوتکتیکونوڅخه کاراخلی ، ثابت په یوځاى کې سنګرنه جوړوی اوپه یوشپه کې ځوځایه ځانونه تقسیموی اوبیابیا بریدونه کوی!   ،خوبیابه هم امریکااوبرتانیاحوصله اوزغم له لاسه نه ورکوی

دکتونکوله نظره دهلمندپه روانه جګړه کې دامریکایانواوبرتانویانوفاحش اوڅرګندشکست ، درنوتلفاتو,بې کچې زیانونواوددوئ ترټولوقوی اومجهزی قوی ماتیدلو په ډاګه کړه چې دیرغل اوزورمیچنوته هیڅکله هم افغانانونه سر ایښى اونه به یې هم کیږدی ، خودادوخت لوى طاغوت دى چې بیاهم دافغانانوپه وړاندې له ناکامواودفن شووتکتیکونوڅخه کاراخلی اوفکرکوی چې په وحشت اوبربریت به افغانان تسلیم اومات کړی ، خودوى بایدپه یادولری چې ټول افغانان دکابل اجیرې ادارې دچلونکواوګوډاګیانوپه څیرضمیرفروشه اوبې وجدانه ندی ، دلته اوس هم داسې ننګیالی افغانان شته چې دخپل ټول کوراوعیال قربانى ته له یوې مخی تیاریږی خوداسلام ، دین ، پیغمبر، اورغنده ملی عنعناتوپه سریوه لحظه هم معاملې اوبې غیرتی منلوته نه دی چمتو!!

نوداوبامااودنوې فوځی ستراتیږى ، جوړونکی اوپلی کونکی دې ، دافغانانودغیرت اوشهامت لنډجاج په هلمندکې وګوری چې څنګه یې په تش لاس په امریکاسربیره د۴۶هیوادونولښکرواولوى ایتلاف ته دسرپه کاسه کې اوبه ورکړی ،طالب ، مجاهد، بزګر، سپینږیری ،ښځی او ماشومان اوحتى موسم یې ټول په یومټ په اورمیږووهی اوعبرتناک درس ورکوی دافغانستان اسلامی امارت یوځل بیا دعالقدرامیرامؤمنین هغه خبر ه چی اته کاله وړاندی یې یرغلګروته له کابل نه دشریعت غږراډیوله لاری وکړه وریادوه چی تاسو په خپلو پر مخ تللیووسلومه مغروره کیږی ځکه وسلی مرګونه کولای سی خودمرګونومخه نسی نیولای اوس هم خپل دریځ ورته روښانه کووچی ستاسوپر مخ تللی وسلی ستاسودمرګ ژوبلی مخه نسی نیولای دقوتونو په ډیریدواودجنګ په پراخیدوهیڅ هم نشئ تر لاسه کولای اونه هم دمجاهدولس له قهره خوندی کیدای شی اوس هم وخت شته چی دسر ټمبګئ اونامعقولی ستراتژی دپلی کولوپر ځای دخپلوقوتوداستلوپه معقوله لار غوراوعمل وکړی

 اوىاهم په خلاصوغوږونوواوورې چې دهلمندجګړه به انشاالله تعالى ستاسې ورستى جګړه ، اوداوبامادپړسول شوی  استراتیږى  په تابوت ورستى میخ وی چې مجاهدین به یې پرې ټک وهی !!      انشاالله تعالی

رسنۍ اوقلموال باییدخپل رسالت اداکړی !

 

په افغانستان کې ددیمکراسى ترشعارلاندې هر، جرم ، فساداوخلاف ورزیوته دجوازلارجوړه شوی اوهرڅه  ترهمدغې تذویرې نارې لاندې پټ ساتل کیږی ، اوپه تاسف سره باییدووایوچې ددغې لویی نارواپه خدمت کې تربل هرچاپه افغانستان کې په ډیرتعدادکې خبری سرچینې اورسنۍ که څه هم په ټنډه یې دناپیلتوب مهرونه لګیدلی مصروفی دی ،

ددې پرځاى چې دغه رسنۍ اوسرچینې پیښې اوحقایق دخپل رسالت اومسئولیت له مخې سمې منعکسې اوخلکوته یې کټ مټ ورسوی ، ځینې یې برعکس تحریف پکې کوی اوهغومره یې خپرول اورسول غواړی چې په افغانستان کې ددیمکراسى دډنډ ه مارانو خوښه  اودهغوى دمصلحتونو ایجاب کوی  !!

مونږ به لدې ګیلې تیرشوچې دافغانستان داسلامی امارت دمجاهدینودبریاووخبرونه چې خپله دناټوفوځی قومندانان اوغربی مشهورې رسنۍ یې درکاډترکچې بولی اووایی چې په اوونۍ کې پردوى له ۳۱۳نه ډیرې مرګانۍ حملې اوبریدونه طالبان ترسره کوی اوله هیبته یې عسکرټول سربداله اودجنون حالت ته  ګرځیدلی ، خوپه افغانستان کې رسنۍ اوچلیدونکی میډیاترخپلې وسې  په دغوحقایقوسکوت اویاهڅه کوی چې  پوره اوپه جالب اندازخپاره نشی  ،

 که ددغې میډیاچلونکی داوایی چې امریکایی قومندانان اویاددوى په اشاره دکابل ادارې اجیراستخبارات یې غوږونه تاووی اولکه دارواښادروحانی اوورته ځینوحق ویونکوژورنالیستانوپه برخلیک یې اخته کوی چې ولی داسلامی امارت دویندویانو له خولی خبرونه رااخلى اوخپروى یې !! ولې دغه ترتهدیداویادډالری مکافاتو په چوپړکې یوشمیرپرتې خبری رسنۍ خولږ ترلږه  داکولاى شی چې دعام ولس کړاوونه اوپرې روان  مظالم وخت په وخت بې له کوم ډاراویرې خپاره اونشرکړی ، فکرکووچې په دې برخه کې به دغورسنیو، خبریالانواوقلموالوته دامریکایانودګواښ اوتهدیدچاړه هم ډیره تیزه اوویرونکی نه وی  

دمثال په توګه که په افغانستان کې میډیا، دهغه افغان لس کلن ماشوم (جاوید) په حق کې چې دا (۷) کاله امریکایانود ګوانتاناموپه قفسونوکې ترشکنجواوزجرلاندې نیولی ، په اړه یې صرف حقایق نړۍ ته خپاره کړی واى  ، چې دغه ماشوم په کوم جرم اوکومه ګناه په دومره کم عمر کې ونیول شواوان ګوانتاناموته ورسول شو اوپه دې اړه یې دکورنۍ ، موراوپلارفریادونه اوناری اویادعاموافغانانو غبرګونونه دنړۍ اذهانوته رسول شوې واى ، ایادغه ماشوم به امریکایانودخپل شرم اورسوایی له وجې نه ووراخلاص کړى ؟  اویابه لږ ترلږه دامریکایانودادعوه په نړیواله کچه  باطله نه واى ګرځیدلې چې امریکایان دخپلومذمومواونیواکګروموخوپه وړاندې هیڅ بشری عاطفه اوترحم نه پیژنی اوتنکی ماشومان هم ترخپل وحشت اوبربریت لاندې نیسی !

په همدې توګه دبې شمیره ډیرونوروامریکایی وحشتونوپه وړاندې چې افغان ولس په تیرو۸کلونوکې وزغمل اویایې زغمی ، ترډیره بریده افغانی میډیاخاموشه ،او افغان مشهورلیکوالان سکوت دی، نه پرې دزړه له اخلاصه قوی لیکنې اومقالې لیکی ،او نه هم پرې خبریالانوکومه ورځ یواحتجاج وکړچې ولې یې په مخ کې امریکایان پولی اوخنډونه جوړوی اوداصلی حقایقونشراوتمثیل ته یې نه پریږدی

دافغانستان اسلامی امارت په هیوادکې چلیدونکی اوددوى په ژبه ناپیلې ! میډیااورسنۍ مخاطبوی چې دهیوادلوړو ګټو دفاع ، ددینی اوملی ارزښتونوساتنه  اودملت له ځګرویو اوغوښتنوسره همغږی لوى اودایمی اصالت اوویاړدى اودبهرنیانوګټې اونفعې خوندې کول تلپاتى پیغوراوخورالنډی شیبې اومنزل لری

 

 

دځواک دډېرښت فارموله ناکامه بریښی .

دځواک دډېرښت فارموله ناکامه بریښی .  

  کابو۳میاشتې وړاندې په تېرمارچ کې دامریکانوی منتخب ولسمشربارک اوباما دافغانستان لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه .

داوباما په تګلاره کې عمده ټکی په افغانستان کې دفوځی ځواک اونظامی شتون  پراختیاوه چې له مخې به یې ۲۱زره نورعسکردبې شمېره جنګی چورلکوالوتکواوزغره والووسائلوپه بدرګه دې هیوادته استول کېدل .

اوباماترانتخابېدووړاندې په خپلوټاکنیزومنډوترړوکې امریکایی اولس ته داتمه ورکړې وه چې نوموړی به دامریکاپه بهرنۍ پالیسۍ کې بنسټیز بدلون راولی دعراق اوافغانستان دلانجودعاجل حل لپاره به کوټلی ګامونه  واخلی ترڅودجګړئیز مالی مصرف په راکمېدوپه امریکایی مالیه ورکونکوبوج کم شی .

خونوموړی دسپینې ماڼۍ له تصرف څخه ۲میاشتې وروسته دافغانستان دلانجې دحل لپاره یوه داسې فارموله وړاندې کړه چې په لومړۍ ورځ یې لا دبریالیتوب په اړه شکونه موجودوه  په داسې حال کې چې له تېروڅوکلنوتجربووروسته دنړیوالونظرخاوندانوپه دې اجماع راغلې وه چې دافغانستان موضوع نظامی حل نلری امریکایی ولسمشریوځل بیادنظامی ځواک په ډېرښت ټینګاروکړ .

دکابل بی واکه رژیم هم ددې ستراتېژۍ هرکلی وکړاوپه ډېره سادګۍ یې  فکرکاوه چې په دې سره به دمجاهدینودفعالیت ساحې محدودې شی اوپه بریدونه کې به یې دپاموړکمښت راشی  دهمدې اټکل له مخې دوی امریکایانوته دپلازمېنې کابل ګاونډی ولایتونه لوګر اومیدان وردګ ورپه نښه کړل ترڅوهمدلته دلومړنیوځواکونو په میشتیدنې سره لومړی دپلازمېنې امنیت خوندی شی .

دغه رازدنوې ستراتېژۍ له مخې څوفوځی کنډکونه دقندهار اوهلمندولایتونوته ولېږل شول ترڅوله هوائی ملاتړڅخه په استفادې په دې سیموکې دمجاهدینوفعالیتونه مهارکړی .

داوبامادځواکونودډېرښت دفارمولې پایلوته داډېره موده دټولوکورنیواوبهرنیوکتونکوسترګې وې چې څه نتائج به له ځانه سره ولری خواوس کرارکرارددې ستراتېژۍ دناکانۍ په  اړه شکونه په یقین بدلیږی ددې ستراتېژۍ ۳ میاشتې تېریږی دځواکونودډېرښت پروګرام نږد ې پای ته رسېدلی اوزرګونه تنه نوی سرتېری لاله وړاندې په خپلوعملیاتوبوخت شوی خودنتائجوپه اړه یې یولوړپوړی امریکایی جنرال پېټرېیس وایی چې داڅوورځې وړاندې یې له ۸کلونوراهیسې په افغانستان کې ترټولوسخته اونۍ تېره  کړې  نوموړی ویلی چې ځواکونه یې په دې اونۍ کې ۴۰۰ځله تروسلوالوحملولاندې راغلی چې درانه تلفات یې هم له ځانه سره لرل .

بل خوادلوګراووردګوولایتونه چې دځواکونودډېرښت دستراتېژۍ لومړنۍ آزمایشګاه وه سږکال دامریکایی ځواکونولپاره تروروستۍ کچې خطرناکې سیمې بلل کیږی  تېرکال به نږدې په اونۍ  کې یوځل دلوګرله ولایت څخه دامریکایانودتلفاتوراپورورکول کېده خوسږکال دااندازه ورځنۍ کچې ته راټیټه شوېده په میدان وردګوکې دټوپ ددښتې دلویې امریکایی قرارګاه تاسیس یوازې مجاهدینوته دمیزایلواوهاوان دعملیاتویوغوره هدف په لاس ورکړی څواوونۍ وړاندې دهمدې قرارګاه دنویوځواکونو لخوا دچک اوخوات درې په غرنیوسیموکې عملیاتوددې سیمې مجاهدینوته فرصت ورکړ چې دښمن ته په مخامخ اوانفجاری بریدونوکې په لومړی ځل درانه تلفات واړوی .

دغه رازکندهار اوهلمند چې له  یوې میاشتې راپدې خوا په کې په جیټ الوتکوسمبال نویوامریکایی ځواکونوعملیات پیل کړی دکرزی  درژیم دکورنیوچارودوزیر په قول دافغانستان د۴هغوولایتونوله جملې څخه دی چې په تېره اوونۍ کې ترټولوډېربریدونه په کې شوی .

دامریکایی پلیو ځواکونودډېرښت سره ددښمن عملیات اوهوائی بمبارونه هم زیات شوی چې ډېرځله یې ملکی تلفات له ځانه سره درلودلی دې اود ی کړنودیرغلګروپه وړاندې اولسی قهر اوعمومی  نفرت راپارولی چې دابیاهغه څه دی چې دامریکایانوپه خپل اعتراف په افغانستان کې ددوی دبریالیتوب چانس په اوبولاهو کولای شی پورتنی حقائق په ډاګه کوی چې په جګړه ټینګاراودځواکونوزیاتوالی نشی کولای د افغانستان کړکېچ ته دحل لوری ومومی بلکې برعکس ددې جګړې اوږدوالی هم دامریکا اوهم دافغانستان اوسیمې لپاره  ناوړه پایلې له ځانه سره درلودلی شی دافغانستان اسلامی امارت په دی باوردی چی که د اوباماپه مشرۍ امریکایی اداره  په رښتیاددې لانجې دحل په لټه کې وی بایددحل په یوه معقولانه اوعملی لارغور وکړی  لانجه په لانجو نه حل کیږی اونه دځواک زیاتوالی په افغانستان غوندی هیواد کې فوځی برلاسی تضمینولای شی امریکایی سیاستوالو کلونووړاندې په ویتنام کې دځواک په استعمال ټینګارکاوه خوپه پای کې ددې ناسنجول شوې پالیسۍ پایلې ډېرې ترخې او درنې ورته تمامې شوې .

که چېرې په رښتیادلانجې حل مطلوب وی نو بیایولړتېرېدنواوشاتګونوته اړتیاده زمونږباوردې چې په افغانستان کې دجګړې اوږدوالی نه دافغانستان اونه دامریکېداولس لپاره کوم په زړه پورې ارمغان درلودلی شی .

دامریکې ددې دفاع وزیروایی دنده یې له دې امله ترخه اوناوړه ده چې هره ورځ ځوان امریکایی  عسکرپه افغانستان کې یوې مرګونې جګړې ته استوی دایوه ډېره غیرموجهه خبره ده له یوې خوا پینتګان په افغانستان کې دجګړې اوربل کړی اوله بلې خواپه دې اورکې په سوزېدونکوباندې دپینتګان مشراوښکې تویوی که په رښتیاامریکایی پالیسی جوړونکی دخپلوفوځیانوپه بې هدفه وینې تویېدوباندې خواشینې وی نوردې ددې پیل کړې بې هدفه جګړې په اړه له سره فکر وکړی ترڅویې دخپل اولس هیلوته ځواب ویلی وی .

اوس داخبره دنړۍ په سطحه یوه مسلم حقیقت بلل کیږی چې دافغانستان شخړه له نظامی لارې دحل وړنه ده امریکایان بایدله افغان اولس سره دنورزورازمایلونامعقوله تګلاره تعقیب نکړی اوددې رنځېدلی اولس هیلوته په احترام قایل شی .

دافغانستان اسلامی امارت له نن څخه ۸کاله وړاندې دلانجوپه سوله یزحل ټینګارکاوه اوله یرغل وړاندېې داپیغام دامریکایی چارواکوترغوږورسولی وه خوهغه مهال امریکایی چارواکی دنامعلومودلایلوله وجې دخبرومیزته نه کېناستل همدارنګه دافغانستان اسلامی امارت په بار بارخبردارئ ورکړچی دقواووډیرښت به جګړه پراخه اوتلفات ډیرکړی خودامریکا اواتلاف  په ګټه به کوم مثبت بدلون رانه ولی چی هم  هغسی وشول اوکیږی په هر حال اوس چې دافغانستان تېرو۸کلونوجریاناتودوی له ډېروحقایقوخبرکړل بایدله دې آګاهی څخه اعظمی ګټه پورته کړی .