غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

روح لرونکی ډالر د وحشت په مار کېټ کې

 له بینوا نه په مننه 

د  ۱۳۷۳ یم کال د جدی میاشت وه. د کابل د ښار زړه او ورنژدې سیمی د مسعودیانو، خلیلیانو، سیافیانو، دوستمیانو او د حکمتیار د جنګیالیو د لاسه د ډول ډول د وسلو تر اورلاندی وی. څښتن تعالی ته به کره شمېره معلومه وی  چې په هغه درې ورځنی وحشت کې چې مسعود، سیاف او ربانی  د کوڅه واکۍ نه د ښار واکۍ په خاطر دوستمیان او اسلامی حزب یې له ښاره او د هغه له څنډو وشړل، څومره کوچنیان، ځوانان، زاړه او زړې به د دوی د هوس قربانی شوی وی.

د وحشت په دوهم سهار چې راجګ شوو ومولېدل چې زموږ کلی د مسعود  د امپراتورۍ  برخه ګرځېدلې وه. ل لنګ (اصل الدین) چې تر پرونه یې د اسلامی حزب وسله په اوږه وه  نن یې د نظار شورا او د پخوا په څېر شخ شخ ګرځېده. یو کلیوال ورته وویل: "عجیبه کار ده، پرون یې پرضد جنګېدلې  اونن یې ملاتړکوی . څنګه یې داسې ژر پر تاسو اتبار وکړ." ل لنګ چې په وړه ژبه خبرې کوی  پدی ټکو یې ځواب ورغبرک کړ:" بچې! موږ دالل یو دالل(ډالر)، په هر رژیم کې چلیږوو." نوموړی پخوا د ډاکترنجیب د رژیم په ملاتړ د اردو او څارندوی د مختلفو قطعاتو سربېره د  دوستمیانو او ورته ملېشه یې  قوماندانانو وسلې اوږې ته پورته اوکوزې کړی دی.                                                                                       

ځینې وخت د عادی نالوستی کلیوال خبره دکاڼی کرښه ګرځی. اصل الدین چې په دولسوکالو کې ایله آته  ټولګی لوستی دی. خو د هېواد روان سیاسی ناورین پدې پوهولې: د هر وطن او ولس پلورونکې نه که څوک ملاتړ وکړی هاغه که د هر قام، ژبې او عقېدی لرونکې وی څه خبره نده هره شېبه، هر وخت یې د سترګو تور کېدای شی او پدې باور دی چې هر مریې، پردی پال او بې ضمیره انسان نه دایمی دوست لری او نه دوښمن خویوازې دایمی ګټی لری.

ل لنګ او هغوی ته ورته کسان یوازې په هر رژیم کې چلیږی، لېکن مشران یې د نړۍ وال د وحشت په ټولو مارکیټو (انسان تښتونی، وطن پلورنې، مخدره توکیو، د وسلو او لرغونیوآثارو قاچاق) کې ډیر تود بازار لری. ممکن هر وطن او ولس پال افغان له ځان نه وپوښتی چې ولې دا کسان ډالری څېرې سوی او څنګه یې نړۍ وال مارکیت ته لاره پیداکړه؟

۱: زما په ان خو ډالر پدې وجه نړۍ واله بااتباره سکه شوی چې امریکایان  له خپل وطن او ولس سره د بې کچې لېونۍ مینې په لرلو د کوپړیو او مټو په زور د مغز په اوبه کولو او د خولو په تویولو د شپې او ورځې د نه ستړې کېدونکی زیار په اساس د عصری او پر مختللی تخنیک خاوندان شول، دنړۍ د هرهېواد په پرتله یې ډیر اعلی با کیفیته او کمېته صنعتی او زرعتی تولېدات تولېد کړل او کوی یې نو ځکه یې نړۍ وال سوداګریز مارکیټ انحصار او هم یې د سرو زرو پشتوانه  تر ټولو ډېره‌ رانیولې ده. نو په همدې وجه ډالر نړۍ وال پولی واحد ګرځیدلې.

روح لرونکی ډالر د هغو په سر چپه ډول نړۍ وال شوی. لومړی خو دا نا چله سه پولۍ  د جګړو نه پخوا د خپلوانو او ګاونډیو نه بغیر نور چا نه پېژندل، د ۱۳۵۷ کال د غوایې د ۷ مې خونړی سېلاب د    دوی کرغېړنې  څېرې  ومښلې، د مظلومو افغانانو په سر وینو یې جل او بل او د هېواد د تباهۍ په څپو یې د پېژندل شوو افغان دښمنو پښو کې وغوزه ول. بیا دا په وینو سینګار شوی څېری د ځان غوښتنې، ځان پالنې او د مزو چړچو په خاطر د پردیو په قومانده او وسله د وطن او ولس پلورنې ډګر ته راودانګل، چېرته چې تلای شوه هلته یې په خوله نارې وهلی او هلته چې نشوای تلاې د خپل انځور، پتې له کروکولم سره ( سوانح ) واستولی چې موږ افغانان (پښتانه) وژنو او افغانستان پلورو. پدې ډول د ګاونډیو، سیمې اونړۍ د هیوادو څارګرو شبکو وپېژندل او ډالر یې پرې واورول او اوره وی یې.  دوې د ملی شعوراو ملی آرمان د وژلو،  له افغان او افغانستان سره د دښمنی او پردیو ته د غلامی په کمال ډالری څېرې شوی.                                                                                     

۲: نړۍ وال مارکیټ ته لار موندل : سړه جګړه ډېره توده وه، شرق او غرب د خپل د سیمه ﺉز نفوس د پراخه ولو په خاطر یو له بل سره ښکر په ښکر وه، د زور ازمایلو ډګر یې زموږ هېواد شوی وه. د وطن پلورنې او  افغان وژنې بازار د اوس په شان ګرم وه. کیڼ اړخی له شورویانو سره په معامله کې او ښی اړخی له پاکستان، ایران، عربو او غربیانوسره. نړۍ وال غاصبینو د پښتو متل مطابق کړنه وکړه "که غواړی چې د خره خاوند بی خره کړی نو یوه ټنګه ور زیاته کړه." لومړی روسانو دا نوښت وکړ مسعود، ربانی، اسمعیل چې دپاکستان، امریکا او عربی هېوادو څارګرو شبکو د شورویانو په ضد پېرلی وه. کې جې بې د هغو په پرتله د ډېرو ډالرو د ورکولو سربېره د هېواد  د سیاسی واک سپارنې په ژمنه راخپل کړل. په ۱۹۸۸ کال کې د کرملن واکمنو ملا ربانی مسکو ته دعوت او د یو ولسمشر په څېر یې تود هرکلی وکړ. بیا درې کاله وروسته روسانو د کړی ژمنې سره سم د واک په ګدۍ کېنول. ځلور کاله یې د بادار د پیسو او وسلو په زور یې  د وحشت تورې دورې دوام وموند. د کابل له تېښتې وروسته یې دتاجکستان په کولاب کې دروسانو په نظامی آډه کې واړول. پوره شپږکاله هغوې پخپله هر اړ خیزه انرژی د هغو بې شومو کا لبوتو ته ساه پوه کړه. د ۲۰۰۱ وم کال د سپتمبرد پېښې په پلمه بوش د افغانستان د اشغال پریکړه وکړه، هغه د روسانو د تجرو بې نه په استفادې سره د وحشت د مارکېټ په  متاع داوطلبی وکړه. د سی آې اې دپخوانې کارکونې ګېری  په لاس یې هغو ته  د ډالرو د ډبیو د ورکولو سربېره د کابل د واک د دوباره ورسپارلو مبارکی هم ورکړه .

محقق ،خلیلی او محسنی پدې چېتو او چمبولو ټنګو چې  د مندروړ په بازار کې یو خورد املوک ڼه پری پېرېدل د ایرانی نشنلستو ملایانو په مالی ملا تړ د پام وړ کرنسۍ او د وحشت د مار کېټ معیار  شوی. امریکا  او ایران چې له دېرشو کالو راهېسی پیشې او موږګ دی، څومره چې د دې دواړو هېوادو سیاسی، اقتصادی مذهبی  او نړۍ وال لرې لید سره واټن لری، برعکس هغومره په افغان وژنه او افغانستان ورانونه کې سره نژدې او ګډ هدف لری. امریکایانو په اصطلاح د ترهګرۍ ضد جګړې  په پلمه دا ایرانې کرنسۍ دنړۍ وال د وحشت مار کیټ ته د خپل د هېواد د ملی ګټو د دفاع په موخه یې  دننه کړی پدی ډول نړۍ والې شوی.                                                                 ګلاب زوی او عولومی  دواړه د  د وخت د پوځ غړی وه. د خپل د هېواد د ساتنې او د افغان ولس د هوساینې لپاره سوګند کړی وه. خو له بده مرغه سوګند او ملی ارمان یې پر کې جې بې وپلوره. د وطن او ولس غلیمان او د سو سیل امپریا لیزم د ګټود ساتلو او خوره ولو، وفادار ساتونکې وګرځېدل. هومره چې مجنون  د خپلې لیلا په لیدو خندېږی، د اونۍ، میاشتی وږی او تږی د ډوډۍ او اوبو په موندو  خوښیږی، او سیندونه د واورې او باران په اوریدو مستیږی نوموړی ورته د امریکا په غندلو خندان، خوښ او مستېدل. پوره ۱۴ کاله د روسانو د ملی ګټو په خاطر د خپل هېواد او خلکو په وړاندی وجنګیدل، هاغه پوځی رتبې باید چې دوې په شلو کالو کې ترلاسه کړې وی نوموړو په شلو میاشتو کې واخستې. د بوش لخوا د هېواد له اشغال نه وروسته سې آی اې د روسانو په خوښه یو له مسکو نه او بل له هالند نه کابل ته وغوښتل د پارلمان غړی یې کړل. اوس د روسانو په شان د امریکایانو د ګټو سپاهیان هم دی.                                                                               په پاکستان کې د ۱۹۸۴ یم کال د امریکې سفېر کرزی داسې تعریفه وی. هره ورځ به د افغا ن مجاهدینو قوماندانان ماته راتلل د نورو مرستو ترڅنګ به یې د روسانو د هوایې ځواک پرضد د سټنګر د راکټو غوښتنه په تکرار سره کوله، یوه ورځ ساتونکې مې د ورټکولو نه وروسته راننوت وی ویل:"  چې یو ځوان غواړی له تاسره وګوری. " ځواب مې ورکړ اجازه ورکړه. ځوان راننوت د روغبړ نه وروسته یې وویل:" زه غواړم چې تاسی د افغانانو په رواج، کولتور او تاریخ پوه کړم."  ډېر ځنډ مو خبرې سره وکړی. دا ځوان به کله کله راته. پدې ډول زما او د هغه خوږه ملګری شوه. دا ښکلی ځوان حامد کرزی وه.۱ تاریخ دا شاهدی وایې چې امریکایې څارګرو ۱۷ کاله د بن غوڼډی نه پخوا کرزی ‌ذره ذره  چک کړی او د امریکا ملی ګټو ته یې د هغه وفاداری ثابته کړی وه. نوموړی د بن د غونډی په وخت کې د امریکایې سرتېرو ترڅنګ د هېواد د اشغال په خاطر په اورزګان کې دیسانت شو، د همدې چوپړ په وجه د وحشت د مارکېټ د ټېکه دارانو (امریکا، روس، ایران، هند، پاکستان) په تول پوره او برابر وخوت نو ځکه یې د ټولو ملی خاینانو مشر وټاکه پدې ډول د وحشت د مار کېټ وتلې څېره شوه .                                                   د روان ع کال په پیل کې چې امریکایې حکومتی چارواکو له کرزی نه مخ واړه وه اوسپکې سپوری یې پسې وویلې. د واشنګتن پوست او نیویارک ټایمزر ورځپانو ور پسې ولیکل  چی دکرزی حکومت په فساد کې ککړ، بې کفایته او بې مسولیته اداره ده، د مخ په وړاندې پرځای پر شا ځی. کرزی د تخت د ساتلو په خاطر د آفغانانو په وینو د کرملن دواکمنو ککړه لمن ونیوله اوباما ته یې په تړلو شونډو وویل که تاسو تکیه رانه لری کوی په روسانو یې کوم.                                                         

دغو افغان پاورونکو پدې دېرشو کالو کې په وار وار د یوی ټنګې د زیاتېدو په بدل کې لوری ګرځولی پخوانی بادار ته شا او نوې ته یې مخه کړی. په پاړسی کې وایې:" مرا سیب بتی  از درخت بید." د دوې دنیا یې عیش اوعشرت پکار دی  داکه هندو، نصارا او که ګبر ورکوی باک یې نشته.            ترهغه چې ولس همداسی نالوستی، بې کماله او وزګاره وی، خپل انسانی لوړ مقام او پښتنی غرور یو شان  د نورو هغو په پرتله برابر ونه ګڼی، پخپل دماغی او فزیکی قوت باندې تکیه ونکړی، د ژوند چارې د تقدیر پر ځای په تدبیر او د بل چا پر ځای پخپل لاس کې وانخلی، دوست او دښمن ونه پېژنی، د نن پر ځای د سبا فکر ونه کړی له شکه پرته دا لوږه،تنده، بې کوری او حقارت به مو تر غاړې وی، دنړۍ وال وحشت پانګه وال به مو کله د اشرار، کمونست او کله د طالب او القایدې په نامه وژنی. څنکه چې دا ۳۰ کاله یې د هېواد سیاسی او اقتصادی واګې دې ډالری څېروته سپارلی، د سطرنج د دانو په شان یې وړاندې وروسته کوې دالړۍ به همداسی پسی غزیږی. بلجیم      ۱۸/۵/۰۰۰۹

محمد نقیب   

انتخابات که یوه بله تیرایستنه ؟

انتخابات که یوه بله تیرایستنه ؟

 

په   افغا نستان دامریکایی اشغال اونیواک اته کاله تیریږی مومن باتور خوتش لاس    افغان اولس دا اته کاله کیږی چې دنړی دجابرواستعمارګرورحم اوکرم ته پاته دی

په دې تیرواتو کلونو کې هیڅ دا سې شیطانی لوبه او‌‌‌‌ډرامه نه وه چې په دې اولس ترسره نه  شوه دامنیت ساتنې اوهمکارۍ په نامه یې ځمکنی تمامیت سلب اوخپلواکی ترې لوټ شوه دولسواکۍ ترشعارلاندې سوچه غربی سکولریزم پرې تحمیل شو دحکومت اوزعامت مزی یې هغوغرب زده له دین اووطن ناخبروته په لاس کې ورکړل شو چې له امریکایی فرمان اوډالری حق الزحمې نه پرته نورهیڅ هم نه پیژنی .

نړی والوصلیبی یرغلګرودهغوی کورنیولاسپوڅو دتش په نامه ملل متحدپه  ملتیالومړی څوکاله افغان اولس په بیلابیلوجرګوا وجعلی  غونډوبوخت وساته   بیایې دراواردې شوې دیموکراسۍ دیوه اصل په توګه دولسمشرۍ اوشوراګانوټا  کنې  پرې تحمیل کړې .

خوله د ې ټولوغولوونکولوبوسره سره هیوادوالوولیدل چې واک اوځواک بیاهم دهغه  چاپه انحصارکې پاته شو څوک چې دیرغلګرودغلامۍ په چم ښه بلداودپینټګان  په کاڼی پوره ختل .

له انتخاباتووروسته هم موږولیدل چې دپارلمان اودکابینې په ګډون داجرائیه قوې په ټولوکلیدی څوکیو جنایتکاران اوباشان غرب پالی اوسیاسی سودابازان ناست وه چې له تیرودیرشو کلوراهیسې یې هربهرنی یرغل ته هرکلی ویلی داقتداردلاسته راوړلولپاره  یې  له هیڅ ډول معاملې مخ ندی اړولی اوله هرډول سیاسی جریان اوحالاتوسره د چال چلندمنافقانه استعدادلری .

هغوی چې په افغان اولس کې یې ملاتړ په نشت حساب وه بیاهم داولس په رایوکامیاب وبلل شول اوددوی په اصطلاح دشفافو ټاکنو له لارې یې شوراګانوته لاره پیداکړه .

له دې څخه په ښکاره توګه رامعلومه شوه چی ددیموکراسۍ داصل ترشعارلاندې تېرې ټاکنې هسې یوه غولوونکې اوتېرایستونکې ډرامه وه ترڅوظاهرا اولس ته په نظرکې ورکړل شی چې دادی دمشرتابه دټاکلواختیارتاسو ته وسپارل شو .ګنې په دې خوبه اوس هردعقل څښتن پوه شوی وی چې اصلی انتخابات دچاله خواچېرې اود کومومعیارونوله مخې ترسره شول .

دڅوکلونوپه تېرېدودادی اوس یوځل بیا دولسمشرۍ اوولایتی شوراګانوله پاره د ټاکنوګنګوسې پیل شوې . په داسې حال کې چې افغانستان امریکایی اولس مشر اوباما دخپلې نوې ستراتیژۍ د تطبیق ډګربللی اودنژدې دیرشوزروکومکی سرتیرودرالیږلولپاره تیاری نیسی دغه راز دهیوادپه لراوبرکې بهرنی ځمکنی اوهوائی حضور مخ په زیاتېدودی  دکابل چارواکی اوپه ځان غولولوروږدی سیاستوال داولس دنمایندګۍ دټاکنوخوبونه وینی اوپه افغان اولس غږکوی چې دټاکنوله لارې خپل برخلیک په خپله وټاکی .له دې څخه داسې ښکاری چې دغوپردیپالولاهم دافغان اولس له تیرایستلو اودوکه کولولاس نده اخیستی اویوځل بیانیت لری دخپلوبهرنیوبادارانوپه مشوره داولس سترګوته خاورې وروشیندی اود ټاکنوپه عنوانولویوغلام زعامت پرې تحمیل اوده امریکایی اشغال دوام ته دجوازسندترلاسه کړی هغه څه چې یوازې یوه سوچه غربی فارموله او داولس دتیرایستلویوه بله تجربه ورته ویلی شو .

چېرته چې دچاژونداومال په خپل واک کې نه وی اوهره شېبه دبمباراوچاپه ماریوله خطرسره ځان مخ کیدونکی ګڼی چېرته چې داولس دخپلواکۍ غږ دچورلکوتر ځوږلاندې خاموش پاته وی چېرې چې ټوله حکومتی اداره په بیه اخیستل شوی وی اوولسمشریې هم دیوه قانونی سنددتوشیح کو لوځانی اختیارنه لری هلته به څوک څنګه دخپلواکۍ یادخپلواکوټاکنو بې ځایه تمه وکړای شی لکه څنګه چې عام افغانان باورلری زمونږله انده داټاکنې هم دیرغلګرودهغودروغجنواوتېرایستونکوسیاسی چلبازیودلړۍ یوه کړۍ ده چې په  تېروڅوکلونوکې یې مونږپایلې اونتائج لیدلی چې تنها وتنهاداولس بوختول اوداشغال دوام دی .

لکه څنګه چې دبادرکه افغان اولس په استازیتوب داسلامی امارت دسیاسی چارو کمیسون په یوه اعلامیه کې څوورځې وړاندې په ډاګه کړه چې افغانان دې دتېرپه څېر له دې ټاکنوڅخه نه دخیرتمه لری اونه دې په کښې ګډون کوی ځکه لکه چې ښکاره ده په ټاکنوکې برخه اخیستل به یوازې دبهرنیانوددې دروغجن پروګرام تائیداودوخت ضیا ع وی له دې پرته ده دهیڅ دینی اوملی مصلحت امیدنه شی ترې کېدای .

داخبره له احتماله وتلې چه  پدې ټاکنو کی به داو لس دخوښې کوم څوک بری ترلاسه کړی ځکه امرېکائی مطبو عات اوسیاسی صاحب نظران وار له مخه لاداسی اشارې ورکوی چه دټاکنو ګټونکی به څوک وی دغه راز دی دټاکنو کورنی اوبهرنی پلانوونکی او لدې لارې واک ته لېوال اشخاص هم داخوب نه وینی چه ګوندی پدې سره به افغان مجاهد اولس تېرباسی اوخپل واک به پرې ومنی افغان اولس ترهغه ډېرسیاسی درک وفراست لری چه دوی یې اټکل کوی او داستعمار ټول چمونه اودوه مخۍ ورمعلومې دی استعمار نشی کولای په داډول کاغذی پروسو دنړۍ یو ویښ حساس او متعهد ملت  داستقلال او سیاسی خپلواک قیادت  له ارمانه منصرف کړی۰

                         پای

عبدالروف  حکمت