غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

دغه رنګه جرګې کمونیستانوهم جوړې کړې وی !؟

( له الاماره نه په مننه)

دهیڅ شک اوترددځاى نشته چې افغانستان د جرگو هېواد دى. او افغانانوډیرځله خپلې ستونزې او لانجې د جرگې له لارې حل کړی. اوترکومه ځایه چې هغه جرګې    دهیوادلوړومصالحواودینی  ارزښتونوساتنې اودفاع ته وفادار ې وی اوافغانی اسلافو په خپل ( افغانی ) ابتکاردایرولې اوپردى  اجنډااوفرمایش ته یې پکې په هیڅ ډول ځاى نه ورکاوو، نتیجې او پایلې یې هم درنې ، اغیزمنې  ، تاریخی  اوافغانانوته دمنلووړوی  

 

خو له تیرودا څو لسیزې راهیسې چې جرگو یوازې شعاری ، فرمایشی  اوسمبولیک  حیثیت غوره کړى . پدې ماناچې  نه پکې اهل کسان راټول شوی او نه د هېوادوالو په خوښه دغه جرگې دایرې شوی،نوځکه افغانی جرګوته سخت زیان اوښتی اوله بده مرغه ان  حیثیت اوماهیت ته یې کلکې  ضربې  اوړیدلی

دافغانانوله دغه ستراوتاریخی  مصدر  اواصل نه  کمونستانوهم دخپلواجیرورژیمونو پروخت  استفاده جویی کړی  ، ببرک کارمل اوداکترنجیب  په دې موخه دلویوعنعنوی جرګودجوړولوهڅې  ترسره کړی ترڅود روسانو په خلاف افغان جهادسره وویشی ، دروسانویرغل په مثبت ډول توجیه کړی اودروسانوپه تکیه ولاړوګوډاګیورژیمونوته افغانی رنګ اوشکل ورکړی ،  خو روسان او د هغوى گوډاگیان په خپله دې دسیسه کې ناکام ، هیڅ یې هم ترلاسه نکړاى شول ، جهادنورشدت پیداکړ اودوى یوپه بل پسې  دسقوط اوتاریخی رسوایی لورته ډیرپه چټکتیاورسیدل

دامریکاپه مشری  دصلیبی قواووله  اشغال نه وروسته هم  لکه دببرک کارمل اونجیب په څیرڅو جرگې جوړې شوې، چې نوم یې د افغانی جرگو ؤ. خو په اساس کې د پردو لخوا په بهر کې جوړې او ناکامه شوې، لاامل یې داوه چې دغوجرګوکوم افغانی صبغه اوځواک نه لاره اونه هم دهیواددلوړوګټودتحقق په موخه جوړی شوې وی ، بلکې هغه دامریکایانواوبهرنیانوضرورتونه ووچې کوشش یې کاوه ترڅودافغانستان له  اشغال نه دڅه مودې لپاره دافغانانوذهنیت بل لورته واړوی  اودکابل ګوډاګى ادارې چلښت ته افغانی اعتمادجلب اوجذب کړی !

دا دى اوس بیا دغه ډول هڅه روانه ده دسولی جرګې ترنامه لاندې امریکایان غواړی ترڅو د خارجیانو په خلاف د اولس له منځ نه راولاړ شوى مقاومت کمزورى کړی او د جهاد او مقاومت صف کې درز پیدا کړی

خو فکر نه کوو، چې دا جرگه هم  خپل هدف ته ورسیږی. دا په څو دلایلو! لومړى دا چې جرگه کې د ملت اصلی او حقیقی استازی چې اولس یې پخپله دې جرگې ته ورولیږی وجود نه لری. دوهم دا چې دغه جرگه د خارجی ځواکونو د سیاسی، نظامی او اقتصادی فشار لاندې دایره شوې ده. دریم دا چې د کرزی اداره او د جرگې غړی د پریکړو د تطبیقولو ځواک او وس نه لری.ځکه   افغانان او نړۍ په دې پوهیږی چې که په دغه جرگه کې فرضا پریکړه وشی، چې بهرنی ځواکونه دې له افغانستان څخه بې قیده او بې شرطه ووځی نه د کرزی حکومت دغه فیصله تطبیقولى شی او نه د جرگې غړی؛ نو د داسې جرگې د دایرولو به څه گټه وی. یوازې د خلکو د تیر ایستلو د وخت د ضایع کولو اود جرگې  تاریخی اهمیت ته  له سپکاوی اوګوزار پرته بله کومه نتیجه او مانانلری !

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد