غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

کرزیه مبارک شه په نادعلی کې ۱۲ عام وګړی ووژل شول (‌بینوا)

د دې څخه وړاندې چې د مارجې عملیات پیل شی نو ناټو او افغانې خوارکی اردو تل داسې ډنډورې غږولې چې دوی به په یادو عملیاتو کې د ملکی وګړو د ځان ساتنه کوی او تل به دوی ساتی او حتی ناټو خو ویل چې د دوی موخه دې سمیې ته د یوې سالمې ادارې او بیا رغونې ور وستل دی چې د دوی سالمه اداره او بیا رغونه خو ټولو افغانانو ته معلومه ده چې دوی څنګه بیا رغونه کوی او دوی څنګه یوه سالمه اداره رامنځ ته کوی او دا به ټولو افغانانو ته جوته وی چې دوی دلته د څه لپاره راغلی دی ایا د بیا رغونې لپاره که د بیا وژنې لپاره.خو په هر حال هغه متل دی چې وایی(اګر غم نداری بز بخر) که چیرې د افغانستان په کوم ګوټ کې لږ کراری وی او څوک نه وی ځورول شوی نو دوی دستی ور مخه کړی او د دین پتنګان هم ووایی چې مونږ په سیمه کې هرډول مقاومت ته چمتو یو چې د دې اخطارونو سره سم دوی هم یوه میاشت مخکې د دې نارې پیل کړی چې مونږ ځو سیمې ته ترڅو وسله وال اورپکی وځپو.هوکې وسله وال اورپکی خو اول وی نه که وی هم ډیر وړاندې د دې سیمې څخه بلې سیمې ته کډه شی او هلته په ارامه خوبونه کوی. او خوارکی افغانان وی څوک یې له ډاره کډه کوی او څوک چې پیسې نه لری نو بیا پراته وی او د نادعلی په څیر چې په یو کور کې دولس تنه ووژل شول بیا د دې ظالمو ځواکونو لخوا په ډیره بې رحمی ووژل شی او دوی یوازې تشه بخښنه ووغواړی یو خو د خدای تعالی دوی په دې تشه بخښنه تباه کړی........... اوس نو ولسمشر کرزیه چیرې یې او څه کوی تاخو ویلی وو چې په دې عملیاتو کې د ملکی وګړو ژوند ته باید پاملرنه ووشی او بل داچې د دې عملیاتو قومنده خو هم تا ورکړې وه قومندان صیب یې ته یې .... اوس به د نادعلی د دولس تنو شهیدانو برخلیک څنګه کیږی مونږ لا د سالنګ اوښکې پاکې کړی نه دی او داده تا او ستا دوستانو بیا د دې ځوریدلی اولس پر مخ بله څپیړه ورکړه ایا دا اولس د دې لپاره پیدا شوی چې همداسې ووژل شی او قاتلان یې یوازې بخښنه ووغواړی؟ایا دا قوم کوم ساتونکی او سم مشر نه لری ترڅو د دوی حق ووغواړی؟دا چې دولت د بیا رغونې او سم ژوند څخه خبرې کوی ایا که دوی داسې سم ژوند خلکو ته راولی نو دا به خلک به په ریښتینی ډول د حکومت سره یوځای شی اوس نو د ولسمشر او د ده د دوستانو دې ته ورته چارې به د دوی په وینا ډیر خلک وسله وال اورپکی کړی ځکه د بلا نه د تیښتې څخه د بلا سره مبارزه ښه ده.هوکې په نادعلی کې دا دولس کسان په داسې حال کې وژل کیږی چې نن په تاریخ کې د افغانانو لپاره د ویاړ ورځه ده ځکه په همدې ورځ یې زمونږ یو بل دوست پخوانی روسی استعمار ته هم ماتې ورکړې وه او له خدایه دې ظالمانو ته هم د همداسې ورځې انتظار کوم ترڅو یې ولمانځو.ځکه دوی هغه مار ته ور ته دی کوم چې په لستوڼی کې یې ګرم کړې او بیا دا تا ووچیچی.او بله پوښتنه مې داده چې د دې عملیاتو قومنده خو د افغان خوارکیو ځواکونو په غاړه نو څنګه بهرنیو بې د دوی د اجازې څخه په ملکی افغانانو راکټونه را وه اورول؟.خو په هرحال هغه وایی چې ږیره زما واک یې د ملا دا خبره ډیره سمه ده او نن صبا دا خبره ډیره ریښتونې ده.خو زه یوازې د افغان دولت او بهرنیانو هغو څخه غوښتنه کوم چې د خدای په خاطر دې ملکی افغانان نه وژنی ځکه نور دا اولس د دې توان نه لری چې تل ووژل شی او مونږ یې اوښکې ورپاکې کړو ستاسو د بیا رغونې او سمې ادارې څخه توبه یوازې په کراره مو پریږدی ځکه مونږ د سړک څخه سولې ته اړتیا لرو او د خدای په خاطر زمونږ په خپل لاس جوړه شوې سوله تاسې مه را نا امنه کوی.
د طالب وسله والو څخه مې دا غوښتنه ده چې اوس خو تاسې خپلې جګړې ته دا شعار ورکړی دی چې ګواکې د استعمار په وړاندې جګړه کوی نو تاسو هم د خدای په خاطر د داسې ځایونو څخه ووزی په کومو ځایونو کې چې د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې ګواښ ډیر وی ځکه کیدای شی ستاسو او د دولت او بهرنیانو په دې کړونو تاریخ وروسته قضاوت وکړی او زه هیڅ کله هم نه غواړم چې زمونږ په تاریخ کې د ویاړ د پاڼو څخه د شرمنده ګی پاڼې ډیرې ډکې شی.