غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

دکانګریس په غونډه کې دجنرال پټریوس بی حالی په افغانستان کې دامری

 

د افغانانو بریالی جهاداوپه هغه کې دمجاهدینوله لوری پرمختللیوتکتیکونو د پنتاګون د آزمویل شویوجنرالانونه  لوری ورک کړ.  او بالاخره خبره دیته راورسیده  چې په افغانستان کې د امریکې د عسکرو عمومی قوماندان جنرال مکرسټال  سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړ چې که نوی پوځ را ونه لیږئ نو د افغانستان جګړه بایللې وبولئ.

ددې په ځواب کې ،  د امریکې ولس مشر اوباما  د 2009 کال ددسمبر په میاشت کې د نیویارک د ښار د ویست پواینټ په پوهنځی کې د یوې وینا په ترڅ کې نویې استراتژی اعلان او وعده یې وکړه چې افغانستان ته به نور دیرش زره  عسکر ولیږی.  ده ویل چې دغه اضافی عسکر به په افغانستان کې د جګړې لوری بدل کړی اودوئ ته به بشپړ بری ورپه برخه کړی.    ددې خبرې د په اثبات رسولو  لپاره،  پنځلس زره امریکایې، لس زره انګریزی او شل زره افغان ګوډاګیو عسکرو  د روان کال د فبروری په میاشت کې د هلمند  د مارجې په وړه سیمه  باندې  حمله وکړه.

دغه د نویې ستراتژی امتحانی برید وو. دوئ غوښتل چې په مارجه کې به د امریکې په تول برابر امنیت او حکومت را مینځ ته کړی. اود همدی مقصد لپاره یې له  جرمنی نه تیار ولسوال هم راوارد کړ خو ترننه پوری یې هلته نه امنیت راوست او نه حکومت.  نن هم په مارجه کې مجاهدین روزانه امریکایانو ته دومره تلفات وراړوی لکه څومره   چې  د حملې په پیل کې  وراړول.

پنتاګون  چې په مارجه کې خپله عسکری زورآزموینه  اوله هغې نه رامنځ ته شوی ماتم ولیدو،  نواوس دقندهار عملیاتو ته  زړه نشی ښه کولاى  تر دې چې  اوس یې د عملیاتو نوم بلکل  بدل کړى  اودپوځی عملیاتو په ځای یې د ثبات او سولې د تحکیم نوم ورکړى دى؛  دا ځکه چې که دپوځی عملیاتو نوم ورکړی او بیا د مارجې په شان ناکامه شی،  نو  ښکاره خبره ده چې د پنتاګون لپاره به په نړیواله سطحه د  رسوایې او د نویې ستراتژی د فاتحی په معنا وی.

اوباما غواړی  چې د راتلونکې دسمبر په  میاشت کې ،  د نویې استراتیژی په هکله  نویې کتنه وکړی او وګوری چې کومې لاسته راوړنې لری خو ددفاع وزیر رابرټ ګیټس  او  د امریکې د پوځ د مرکزی قوماندی مشر جنرال پتریس له دې کار نه پښې سپکوی او وایی  چې تر دسمبره پوری به په میدان کې څه ونلرو.

له (9) کلنوپوځی هلوځلومتعددو استراتیژیو، بشری اومالی ملاماتوونکو تاوانونو نه  وروسته اخیر خبره دیته ورسیده چې دافغانستان په هکله دکانګریس په استماعیه غونډه کې  دپوښتونوپه مهال دامریکې  ترټولو وتلی جنرال  ډیویډ پټریس  بی سده  اودبیرته  راپه سد کیدولپاره پوره نیم ساعت  له دغو جنجالی پوښتنو  ځوابولوڅخه بهرته ویستل شو.

که څه هم چې جنرال پټریوس دخپلې بی سدۍ لامل  دسهارنۍ نه خوړل پلمه کړل

خو دومره غذایی خوارځواکې خو مخکې چا  په امریکا کې نه لیدلې اونه یې هم په هکله څه اوریدلی ول چې دمرکزی قوماندې مشرجنرال دې  دمشرانو دجرګې دمیزپه سر د لوږې له امله بی هوشه شی اوهغه هم د افغانستان دجګړې  په هکله د سوال او ځواب  په وخت کې.

دافغانستان دجګړې په اړه دسپینې ماڼۍټولی تګلارې  همداسې  ناکامې دی  ,هغوئ په دې اعتراف کوی چې د دوئ له خوامنځته راغلې اداره  ،په اداری فساد،بی امنیتی  او دنشه یی توکوپه قاچاق کې  مستقیم لاس لری  .

پنتاګون ادعا کوی چې د افغانستان  په پوځ او پولیسو د کال شپږ ملیارده ډالر لګوی او د دې ترڅنګ  دا اعتراف  هم کوی چې دغو مصارفو او هڅو  هیڅ نتیجه نه ده ورکړی ؛ځکه په سلوکې نوی پولیس بیسواده دی، اداری فساد اوج ته رسیدلى،  صاحب منصبان د عسکرو تنخوایې پټوی  او عسکر یې بیا  خپل بوټان او راشن خرڅوی.

اوپه ډیرومواردوکې پولیس په دولتی  موټرونوکې له یو ځای نه بل ځای ته قاچاق وړی . پخپله د امریکې د بهرنیو چارو وزیره  هیلری کلنټن په دې خبره اعتراف  لری چې افغانستان یو مافیایې دولت دی.  همد اراز په پنتاګون کې پراخ اداری فساد  ریښې کړې دی. یوازی په افغانستان کې د یولکو نه زیات قراردادیان دی. یعنی د هر عسکر په سر  یو قراردادی .  اکثر قراردادیا ن  لوی پانګوال او د پنتاګون متقاعد جنرالان دی چې ترلاسه شوی قراردادونه د  ملیونونو ډالرو  په ګټه لاس په لاس خرڅوی.

د ملګروملتونو د یوه رپوټ په اساس،  په افغانستان کې په سلوکې پنځه اتیا ډالر بیرته بهرنیو هیوادونو ته ځی خو قرضې یې د افغانستان په بیوزله  ولس پوری  لیکل کېږی.

له بله پلوه ، څو ورځې مخکی د روسی صدراعظم  امریکا  او ناټو تورن کړل چې  د هیروینو او افیونو په مخنیوی کې لازمی هڅې نه کوی  دوئ د افیونو کروندې پریښی او روسی ته د هیروئینو مخه  نه نیسی.

کتونکې وایې چې امریکایان قصدا دغه کار کوی ترڅو روسان په ټولنیز او اقتصادی ډول فلج کړی  .

دغه حالات ښیې چې امریکا  په نړیواله سطحه  هم په عسکری او هم په  سیاسی ډګرونو کې خپل اعتبار بایللى  او ورو، ورو په افغانستان کې په هغه لوری روانه ده چې  ډیر مغروره یرغلګران  په دی تاریخی ټاټوبی کې  په هغه سرنوشت  اخته شوی دی.  خو د دې هرڅه باوجود د پنتاګون جنرالان  بیاهم وایې چې په افغانستان کې ابتکار زمونږ په لاس کې اوهالته روان حالات زمونږپه ګټه دی .

هغه څه چې په افغانستان کې  دعینی واقعیتونوله مخې جریان لری هغه دادې چې د تیرو دریومیاشتوهره ورځ  خپله دامریکایانوپه اعتراف  دهغوئ دعسکرولپاره یوه تربلې مرګونی ورځ وی  چې له امله یې ددوئ د اعتراف  په آساس دوژل شویو بهرنیوپوځیانوشمیره تر۳۰۰ اوښتې ،په سلګونونقلیه  اوپوځی وسایط یې تخریب اوپه لس ګونو پوځی اواستکشافی الوتکې یې دمجاهدینو له لوری راغورځیدلې .

یواځی  جنرال پتریوس دی چې  دافغانستان  دعینی واقعیتونوپه هنداره کې یې  دخپلو پوځیانو مستقبل  ارزولی؛

اودغه ارزونه یې په عملی توګه دسنادجرګې دغونډې په مهال په خپلې بی حالۍ سره تشریح کړه ،دکانګریس په استماعیه غونډه کې  دکانفرانس دمیزپه سردپتریوس  بی سده کیدلو هم دسپینې ماڼۍ  اوهم دکانګریس چارواکوته په خاموشانه ژبه ډیرې هغه پوښتنې ځواب  کړلې چې دوئ یې داوریدلو لیواله وو؛ دریغه  چې هغوئ  هم دجنرال پتریوس په څیر په مسؤلانه توګه له دغه څرګند ځواب څخه  دخپل  ولس په ګټه کار اخیستی وای...

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد