غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

ټورنټوسن ( کاناډا ):وخت د افغانستان د پریښودلو دی

 له بینوانه په مننه 

لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۰۹/۳/۱۵

دا چی صدراعظم دا منی چی دغه جنګ نه سی ګټل کېدای ، نو کاناډایی پوځیان هلته نور څه کوی ؟ 

خورا ډېر وخت یې ونیو چی صدراعظم سټیفن هارپر باالاخره اعتراف وکړ چی د افغانستان دا جګړه نه سی ګټل کېدای . هو ، تر هیڅ خو همدا ناوخته هم ښه دی . هارپر بیا هم ځکه د ستاینی وړ دی چی حقیقت یې ومانه او کاناډایانو ته یې رښتیا وویل .
که دا جنګ نسی ګټل کېدای ، نو بیا ولی د کاناډایی پوځیانو ژوند چټی د خطر سره مخامخ دی ؟ دا چی همدا شعار هلته د افغانستان پر دېوالونو لیکلی  ، نو ولی لا نور هم ځانونه د دې خطر په خوله کی ورکوو ؟ ولسمشر بارک اوباما هم چی غواړی نور ۳۰۰۰۰ پوځیان افغانستان ته ولیږی ، باید له ځانه همدا پوښتنی وکړی .
موږ باید له ځانو سره هلته په سپکو وسلو د هغو غرنیو قبایلی خلکو پر ضد د دې زیاتېدونکی خونړۍ جګړې په هکله فکر  وکړو چی هره ورځ څلیرویشت ساعته د امریکایی ځواک تر درنو بم وریو ، جټ او هلیکوپترونو ، توپ لرونکو اې سی ۱۳۰ نومو الوتکو ، وژونکو بې پیلوټه طیارو او د  درنو توپونو تر مهلکو حملو لاندی شپې سبا کوی . آیا موږ په رښتیا هم د هغو خلکو ټینګ عزم ازمویو چی هغسی غونچه ای بمونه تحمل کوی چی په زرګونو تېره ټوټې او هغسی سپین فاسفورس لری چی تر هډوکو  پوری ټولی غوښی سوځوی او داسی توَښ تنفس کوی چی سږی څیری کوی او بدنونه ټوټه ټوټه کوی ؟ آیا د کاناډا لخوا به د شوروی ساخته هلیکوپترونو او اسرایًلی ساخته بې پیلوټه طیارو استعمال د افغانانو زړونه وګټی ؟

زموږ پروپاګنډ پر  دغو پښتنی قبایلیانو باندی د « تروریسټو طالبانو » ټاپه وهی . خو هغوی ځانونه هغه جنګیالی بولی چی د لویدیځو ځواکونو او د دوی د محلی کمونیسټو ، تاجکو او ازبکو ملګرو پر ضد جنګیږی . د القاعده څو سوه غړی ډېر مخکی لا محوه سوی دی .

زموږ دا احمقانه ادعاګانی چی وایو افغانستان مو د ښځو د ساتنی په غرض نیولی ، په اصل کی د لویدیځ تر واک لاندی د افغانی ښځمنو د پرله پسې بدی ورځی په توګه منل کیږی . یو برتانوﺉ تازه راپور وایی چی په هندوستان کی هر کال یو لک ( سل زره ) ښځی د خپلو هغو  کورنی سامان آلاتو له درکه چی د خپل میړه کور ته یې ورسره راوړی ، ژوندۍ سوَځل کیږی . چی داسی ده ، نو موږ باید هند ته هم خپل پوځونه ولیږو ؟

صرف لومړنی ګام ـ
د دې خبری منل چی امریکا او ناټو افغان مقاومت د تسلیمولو په غرض نسی ماتولای ، صرف لومړنی ګام دی . نو دا چی موږ یې نه سو ګټلای ، غوره دا ده چی کاناډایی پوځیان په خپلو اډو کی پاته سی ، خپلی یرغلیزه ګزمې ودروی ، او د طالبانو پر ملاتړو او ملکی خلکو حملې بندی کړی . د ناټو نور غړی هم باید کټ مټ همدا کار وکړی . ورپسې ګام دا دی چی باید پوه سو چی جګړې د دې لپاره نه وی چی یوازی خپل دښمنان ووژنی ، بلکی هغه  د سیاسی هدفونو په غرض راپیلیږی .

په کابل کی د امریکې لخوا د کرزی نصب کړی رژیم سیاسی مشروعیت نه لری او کوم احترام یا وفاداری نه ورته کیږی . هغه په فساد او ستر مخدره ییز کاروبار کی ډوب دی . د اوباما اداره په دې تکل کی ده چی کوم نوﺉ ګوډاګی کښېنوی ، خو هیڅ یو داسی څوک به و نه مومی چی تر بیچاره کرزی دې ښه کار وکړی . یو ګوډاګی هیڅکله هم د ملی مشر په توګه نسی راتلای .

تر هغه لا بده هم دا چی هلته کابل دوری هوری لاس او پښې اچوی او طالبان او د هغوی ملګری په تعرضی حالت کی دی ، مګر په ګاونډ یعنی پاکستان کی بیا پیښی د هیبتناک او ناوړه حالت څخه یو غمجن حال ته تلونکی دی . لویدیځ په افغانستان کی د پاکستانی پوځ ، هوایی اډو ، استخباراتو او لوژستیکی اډانې د ملاتړ څخه پرته جنګ پر مخ نه سی بېولای . د دې معنا دا ده چی په اسلام آباد کی یو داسی حکومت لازم دی چی امریکایی غوښتنو ته ځواب ویونکی وی او خپل پوځ واشنګټن ته په کرایه ورکړی .
خو پاکستان همدا اوس په یوه سیاسی ګډوډۍ کی رانغښتی دی . امریکا د پخوانی بې اعتباره دیکتاتور پرویز مشرف تر بې واکۍ وروسته د بینظیر بوټو د میړه او د پاکستان د خلکو د ګوند د مشر آصف علی زرداری په واکمنېدو سره نور نو آرام سو . د هغه  د ګرانښت درجه نن ډیره کښته ده .

زرداری په دې وروستیو کی د پاکستان فاسده ستره محکمه استعمال کړه تر څو په خورا دیموکراتیک ډول د پاکستان د ټاکل سوی مخالف ګوند مشر یعنی د مسلم لیګ ګوند رهبر نواز شریف د صدراعظم کېدو څخه راوګرځوی . د نواز شریف ورور شهباز هم د پاکستان د غټ ترین ایالت پنجاب د لوی وزیر له دندی څخه د محکمې لخوا ایسته کړای سو .

د زرداری د دې دیکتاتوریزه اقدام پر ضد له تشدده ډکی مظاهرې  پاکستان  ښوروی . دا به د حیرانۍ وړ وی چی کرکجن زرداری چی د فساد تر لویو تورونو لاندی دی ، په زوره پر قدرت پاته سی . خو نواز شریف هم په خپلو نږدې کسانو کی ډېر قوت لری . پوځ یعنی د پاکستان یو بل حکومت مفلیسۍ او سیاسی بې نظمۍ ته د هېواد ورشیوه کېدل په ډیره اندیښنه سره څاری .

په جنوبی آسیا کی د امریکا او ناټو پوځی بخت په افغانستان او پاکستان دواړو کی په سیاسی لوشو کی قرار لری . د امریکا هغه پلان چی غواړی د پاکستان په صوبه سرحد کی قبایل وسلوال کړی ، ضرور نور ډیر تشدد او بشپړ بې نظمی پسی رامنځته کوی . ناټو چی په دې سیمه کی کومه ستراتیژیکی ګټه نه لری ، به هله د تمیز څښتن وی چی د دې ایشېدونکی ورانی ورانۍ څخه خپل پوځونه وباسی . پای

امتناع عساکر مسلمان فرانسوی ازحضور درافغانستان

امتناع عساکر مسلمان فرانسوی ازحضور درافغانستان

 

رهبر حزب مسلمانان فرانسه گفت بعقیده او حضور سربازان مسلمان فرانسوی در جنگ افغانستان محمل قانونی ندارد و این حزب تنها حزبی است که از خود داری آنان از شرکت کردن در جنگ افغانستان حمایت کرده است.

محمد ناصر لطرش تاکید کرد جنگ نیروهای خارجی با فرماندهی آمریکا در افغانستان جنگ فرانسه نیست و حضور سربازان از جمله سربازان مسلمان فرانسوی در این جنگ فاقد محمل قانونی است.

وی در این مورد که اخیرا یک تعداد از سربازان مسلمان فرانسوی از رفتن به افغانستان برای جنگ با مسلمانان سر باز زده‌اند گفت : حزب مسلمانان فرانسه تنها حزبی است که از این نظامیان مسلمان فرانسوی برای نرفتن به جنگ در افغانستان حمایت کرده است؛ چرا که از نظر ما این جنگ ، جنگ سارکوزی برای دنباله روی از سیاست‌های بوش بوده است.

به گفته لطرش ارتش فرانسه تا این زمان از تمدید قرار داد یکی از این افراد خودداری کرده است.

وی در مورد اعزام نیروهای نظامی فرانسه به مناطق مختلف با اشاره به لزوم فرق قایل نشدن بین نیروهای نظامی برای اعزام به مناطق خارج از فرانسه گفت : "فرانسه در مورد عرصه‌های حضور نیروهای فرانسوی بین

 

انان   فرق می‌گذارد و از حضور نیروهای مسلمان درقا

لب فینول(نیروهای سازمان ملل در لبنان) برای اعزام به جنوب لبنان جلوگیری کرده است و از این امر تعدادی زیادی مطلع نیستند."

وی افزود : این سیاست اختلاف‌گذاری در اعزام به این دلیل است که در لبنان ، درطرف مقابل این نیروها ، نیروهای اسراییل قرار دارند.      لطرش گفت: همچنان

 اهداف حمله غرب به کشور مسلمان افغانستان که بعد از یازده سپتامبر صورت گرفت ، مبهم است و غربی‌ها سیاست‌های مختلفی را در مقابل کشورهای همسایه نیز اتحاذ کرده اند.

وی افزود حزب او بر این عقیده است که کشورهای غربی قبل از انکه نیرو اعزام کنند ، باید در مورد سیاست در حال اجرا در افغانستان نتیجه‌گیری کنند.

ماه گذشته یک عضو مسلمان نیروهای نظامی فرانسوی که از رفتن به افغانستان و شرکت در جنگ فرانسه در این کشور مسلمان خودداری کرده بودند از کار برکنار شد.

قرارداد این نظامی که جمعی واحدهای زرهی نیروی زمینی ارتش فرانسه در منطقه مور مولون بود بعد از تحمل ۴روز بازداشت لغو شد.

به گزارش ایرنا بنا بر اعلام منابع فرانسوی ، پادگان این منطقه با دو نفر مسلمان دیگر که در ابتدا حاضر نبودند به افغانستان اعزام شوند گفت و گو و آنان را راضی کرده بود که به محل تعیین شده بروند که یکی دیگر از مسلمانان از اعزام خودداری کرده است .
"گئی تئسه" رئیس ستاد مشترک ارتش فرانسه برای جلوگیری از ادامه اینگونه نافرمانی‌ها اعلام کرده بود که تعداد این موارد بسیار کم است. وی تاکید کرد که از نظر او این نیروها باید متعهد به خدمت باشند و نه انتخاب دشمن دولت فرانسه در تابستان امسال و در همگامی با سیاستهای جنگ‌طلبانه جورج بوش تصمیم گرفت برای کمک به جنگ‌های آمریکا در افغانستان نیروهای بیشتری را به آن کشور بفرستد.

این تصمیم واکنشهای تندی را تا حد استیضاح دولت توسط حزب مخالف بدنبال داشت. چند هفته پیش نیز گروه طالبان با تهدید فرانسه خواستار خروج نیروهای این کشور از افغانستان شده بود.

برپایه نظر سنجی‌ها ، مردم فرانسه مخالف حضور نیروهای کشورشان در افغانستان و خواستار بازگرداندن این نیروها به فرانسه هستند.

این روزها می‌توان در گوشه و کنار پاریس برچسبهایی را که محتوای آنها اعتراض به حضور نیروهای فرانسوی در جنگ افغانستان یا طرح سوال در مورد ضرورت آن است مشاهده کرد.

فرانسه بیش از ۳۳۰۰نیرو در افغانستان و کشورهای همسایه دارد که تاکنون ١۱۸نفر از آنان کشته شده‌اند.

دنباله روی نیکلا سارکوزی از سیاستهای نظامی آمریکا و نقش افرینی زیر فرماندهی نظامیان آمریکایی در ناتو مغایر با مواضع انتخاباتی وی بشمار می رود و با اعتراض جناحهای رقیب او روبرو شده است.

اواوس د امپریالیزم هدیره !!؟

اواوس د امپریالیزم هدیره !!؟

 ابومحمد( نیازى )                                                       

افغانستان یو داسی هیواد دى چې تل یى د هر وخت ښکیلاګر او غاصب هیواد په مخ څپیړه ورکړى اوپخپل ګرداب کې یې د ډیرو مستبدو امپراطوریودخلاصون بیړۍ ډوبې کړی او غرقی کړی دی   که داد سکندر رومى ، چنګیزخان ، هلاکوخان او  پیرنګیانوتیری وو او یا هم دپخوانی شوروی اتحاد ماتى نه منوونکې سره امپراطوری وه چې دې  هرې یوې  ته یې دسر په کاسه کې اوبه ورکړی او  د یرغل نه وروسته له دومره  سخت مقاوت سره لاس او ګریوان شوی چې بیاد خپلو وژل شویو لښکرو د جنازو او تابوتو نو په وړلو ستړى شوی دې .

 دوه  لسیزې  مخکی همدلته دهمدی میړنې قام له لاسه   د سوسیالیزم په تابوت د تل لپاره میخ ټکوهل شو او د افغانستان په غرنی هیواد کې یې دومره درانده  تلفات ولیدل  چې ترننه پورې  یې میندی په شناختو ویرنې او مرثیی وایې  او د افغانانو په لاس د خپلو وژل شویو اولادونو په حال اوښکې تویوې،  اوس چې زړو امپریالستانو یا دصلیب دمثلث پیروانو دخپلی زړی  ارتجاع له مخې پر افغانستان پراخه هجوم راوړى او نږدې څلورڅلویښت لویو فوځې اواقتصادى هیوادونو په ګډه دافغانستان خپلواکی ننګولی ده   لیرى نده چې ددى زبیښاکګرو زور  ډیر ژر   اوبه شې او داځل افغانستان د امپریالیزم د مړینى هدیره شى.

داسی بریښې چې د امریکا متحده ایالات به هم دخپل پخوانې حریف (پخوانی شورورى اتحاد  )غوندې وشړیږی ،  په دوه پنځوس خپلواکو ایالتونو به  وویشل شی او د نړیوال غرور څلی  به یې راونړیږی  . ښایى لامل یې  افغانستان  کې دیوه داسی اتل قام هستوګنه وې چې د اسلام په دین کلک ولاړ او ددې  عقیدې د دښمنانو سره هر ډول دښمنۍ ته چمتو وى او هم دافغانستان طبعی غرنى جوړښت او سوق الجیشې موقعیت  د بهرنیانو دیرغلونو د ماتیدا لپاره پاخه دلیلونه کیداى شى .

 وایې  چې کله خداى جل جلاله کوم ظالم حکومت ته په قهر شی نو د افغانانو سره یى جګړی ته کیباسی نو هلته وې چې په وینو لړلی او تابوت کې اچول شوی یې خپلو هیوادونو ته راوړی ، دا  تشى لاپی شاپی  یا هسی بې دلیله مدعى نده بلکې د تاریخ وقایع او حوادث په ډاګه د داسې څیړنو  تائید او تاکید  کوې او پخپله دلویدیځ یرغلګر مشران یې هم  نن  داووه کلنې  چوپتیا څخه  وروسته منی، چې پدې  وروستیوکې د امریکانوې مشرتابه بارک اوباما او دکاناډادلومړی وزیر سټیفین هارپر مطبوعاتی څرګندونی یى ډاګیز لاسوندونه دی .

تور پوستی اوباما له  PSP تلویزیونی کانال سره او سټیفین هارپر د  CNN تلویزیون سره خپلو مرکو کې په ډاګه وویل چې دا  فغانانو تاریخ د ډغرو وهلو او د یرغلګرو د ماتې تاریخ دى او په دوئ هیڅکله پردى راج نشې حاکم کیداى چې باید تیورسنان  د نوې ستراتیژۍ دجوړولو پروخت ددې هیواد د تاریخ قدامت  له پامه ونه غورځوی .

دا هغه اظهارات دې چې د اسلامى امت د قاتل(( بش))  پر ماضی لعنت وایې او هغه ته دا پیغام ورکوی چې پدى خاوره ستا جنګی تمرینات او فوځی مانوری ستا دفوځ له   انتحار پرته بله معنى او مفهوم نه ورکوی او هغه جګړه چې ستا دافکارو پدیده ده   د امریکا د انحلال سره مترادفه ده.

  له شک پرته د اوباما هغه پریکړه  چې راتلونکې کې  به ( ۱۷۰۰۰)  نور عسکر افغانستان ته  استوی ښایې د هغه غلطۍ یو نا سم تکرار وې   چې جبران به یې ناشونى وې  یاهم دامریکا د پخوانى مشر بل کلنټن په وینا داکار به اوباما ته له افغانستان څخه ویتنام جوړ کړی خو  د اوباما له وروستیو  څرګندونو څخه  داسې ښکاری چې د نورو اضافى عسکرو استول ښایې داو باما پریکنده دریځ نه بلکې د پنټاګون پریکړه وې او پرده په زوره  تپل شوی  وی  ځکه  دده  وروستۍ څرګندونې  ورسره هیڅ اړخ نه لګوی خوچې دادهر چا تصمیم وې وې به وړاندوینې داسې دی چې سږ کال به دتیر هغی په تناسب دلویدیځو عسکرو دمړو دتابوتونو ډیرکاروانونه دواشنګټن اوبروکسل دشیش محلونوعطرینه فضاء په خوسااوکریهو بویونوبدبویه شې او پخپله به دسپینې ماڼۍ واکداران په خپله غلطۍ وپوهیږې  .

د((کوریر))  په  نامه یوی اطریشی ورځپاڼی د فبروی په (۱۵) نیټه یوه څیړنه کړی چې همدا نکتی یې  پکى راسپړلی اودایې  د لویدیځ تیروتنه  او لویدیځوال یې دروسانونه هم   ډیر ناپوهان  بللې دې ( کوریر)  لیکلی چې افغانستان داسې  یوه مسله نده چې لویدیځ هیوادو نه به وکولاى شې  چې دغه مسله حل کړى د پیښ لیک ( تاریخ )  د شواهدو په هینداره کې   دا هیواد داسی  ځلول شوى او څیړل شوى  چې دا  د امپریالیزم هدیره ده چې دا اوس یې امریکا او ناټو د شکست په واټ کې ودرولی دی ، کوریر ټینګار کوی چې افغانستان د امپرایالیزم په قبرستان  اوښتى او د شوروی  او انګلیس نه وروسته د امریکا وار دى ، کوریر لیکى چې همدا اوس دافغانستان  په سلو کې اویا برخی%۷۰ ۱۰۰خاوره د ﺇسلامې ﺇمارت  چی مشری یې ملامحمدعمرمجاهدکوی په لاس کې ده او د افغانستان خلک پدې حالاتو کې د دیموکراسۍ فکر ذهن کى نه راوړې او(( اکانومیسټ ))مشهوره لویدیځه مجله خو په ډاګه د فبرورى په (۱۹)  نولسمه نیټه ولیکل چې افغانسان کې د برى تعریف هره میاشت یوه یوه خانه راکمیږی، د انګلیسی شبکی میډل ایست او نلاین په څیړنیز یادښت کې کاږى چې د امریکا د امپراطورۍ د وران سر ته رسیدلى که امریکا دغیر رسمی امپراطورۍ څخه په شا نشې او ........... دغورور له عمله ځان خلاص نکړی او عاجزی ونکړی دغه رښتونى اور یا لیستیک فاکتونه او واقعیتونه به تروخت دمخه ډیر ژر راپیښ او رامینځ ته شى په دى توګه د((ټورټورنس)) ورځپاڼی لیکوال ( مارګولیس ) وایې چې د ۱۹۷۹ – ۱۹۸۹  کلونو ترمینځ روسانو یو میلیون افغانان ووژل  ګورباچوف د لیکوال په باور د(( نیلسن ماندیلا)) سره  برابر دى، لیکوال زیاتوی چې ګورباچوف په جرﺃت سره خپله ماتې ومنله او له افغانستان نه یې خپل عسکر وایستل د لیکوال له نظره بارک اوباما هم باید له ګورباچوف څخه عقل زده کړى او د افغانستان جګړه دې تم  کړى او دمجاهدینو سره دې خبری وکړی خو برعکس اوباما لوړه کړى چې دا اته کلن جنګ چې په ۶۲دوه شپیته بیلونه ډالره تمام شوى نور هم پسى توند کړى، د نورو اضافى عسکرو استول اوباما له عراقه  را ډیروى ،خو پنټاګون په عراق کې تم کیږی، مارګولیس وایې چې د اوباما موخه دطالبانو ترمینځ نفاق اچول او دمجاهدینو ماتول دې خو دا نسخه ځکه ناچله ده  چې د یوولسم ستمبر پیښه په جرمنې او هسپانیه کې طرح شوى وه  خو پر افغانستان باندى حملی نیویارک ، واشنگټن ، لندن او ماډرید کې طرح شوی وی د مګړۍ هم افغانستان کې د پخوانۍ شوروې  افسران امریکاته همدلته د ماتیدو خبردارى ورکوى، او هم سپینه ماڼۍ د افغانستان لپاره کومه معقوله سیاسی ،منطقی ، ستراتیژی په څرګندو الفاظو نشى وئیلاى دوئ دافغانانو د ایل کیدو لپاره د زور او تزویر لاری چاری لټوی .

 پدى توګه دسیمى نورو کارپوهانو بروکسل او سپینی ماڼۍ ته مشوره ورکړې چې دافغانستان سره دى د کوم کوچنې ماشوم په څیر حرکات ونکړی او ندې دا هیواد د نورو هیوادونو په تله وتلل شى ځکه  دا هیواد او خلک یى د ډیرو سترو طاقتونو دنسکوریدو شاهدان دی او اوس ددی وخت په رارسیدو دى چې د سوسیالیزم څخه راوروسته دامپریالیزم پر مړتابوت هم د تل لپاره میخ ټکوهل شی او د تلپاتی مرګانى خوب په قبر کې ویده شى .

درسنیو له تحلیلونواوپدی وروستیوکې  داوباما له  څرګندونو څخه  دا برداشت کولاى شو چې د اوبا ماخپل سیاست دا دى چې داسلامی امارت سره دروغی لاره خپله کړی لکه دروان کال   دمارچ اوومه  نیټه چې  نوموړې دنیویارک ټایمز سره په یو ځانګړی  مرکه کې وویل چې سپینه ماڼۍ چمتو ده چې  د ده په ﺇصطلاح دمنځلارو طالبانو سره   د خبرو میز ته کښینې او هم یې له خپلو فوځیانو څخه غوښتې چې طالبان خبروته راوبولې .....دنوموړی دیو ډول پالیسۍ استازیتوب کوې  خو د پنټاګون ستراتیژی بیا داسې نده بلکې پنټاګون   فوځی ناکام سیاست پر مخ بوځی او دعراق  خوبونه افغانستان کې وینې چې په څرګنده څیړونکیوته  دامریکایانو دسیاستونو دتوپیر او ژور اختلاف پاخه ثبوتونه په لاس ورکوی   او ښایې د ااختلاف نظر به هم  دکرملین او کې جې بې په څیر    اسلامی امت ته د ښو پایلو درلودونکى وى او لرى به  نوې چې دسپینې ماڼۍ او بروکسل واکمنان د کرملین په برخلیک اخته شې او دافغانستان دهضمولو پرځاى یې له غاصبی خیټی څخه دوه پنځوس خپلواک هیوادونهﺇستفراق شې ، داسی نښی نښانې اوس ښکاره شوی چې   افغانستان به د لویدیځوالو قبرستان او د امپریالیزم د منفوری مفکوری مړه جسدو  نه پکې ښخ کړاى شې .