غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

دتاریخی افغانستان ظالمانه اشغال دڅه له پاره ؟

 


ای محکومولرو بر افغانانو ، هر چیری چی یاست ،  

 دهیواد 


  د خپلواکۍ په خاطر داشغال پر ضد لاسونه سره  ورکړئ 


کاندید اکاډمیسن م . ظاهر افق (لراوبر)


۱۱ـــ ۹ ـــ ۲۰۰۹


ب۰ دتاریخی افغانستان ظالمانه اشغال دڅه له پاره ؟


افغانستان په تاریخی او ستراتیژیکی لحاظ دډیر پخوا څخه لا اهمیت درلود چی اوس یی همدغه اهمیت په مراتبو زیات شوی دی ۰ دهیواد جګ جګ غرونه همیشه دغلیم په مقابل کی دډیرو قوی سپرو نو په څیر او دپامیر لوړه سطحه دنړیوال بام دیوی ستری برخی په حیث دتل له پاره ددښمنانو او بیګانکانو په زړ و نوکی هیبتونه او دهیواد دسترا تیژیکو سیمو په شان یی خپل عضمت پوره ساتلی دی ۰


نوموړی جهانی بام نه یوازی آسیایی مهمی  برخی تر خپل حضور لاندی لری بلکه یولړ نوری سیمی یی هم تر خپلی فضالاندی وروستلی دی ۰ نو دهمدغه واقعیت له مخی دجهان جګړه مار ان او استعمار ی تجاوز کارانو تل هڅه کړې چی دخپلو هدفونو او مځکو داشغالولو له پاره نوموړی ډول سیمی ځکه خپلی کړی څو د ښمن یی تر لاندی ښورونه خوری  ۰ پر نوموړی اساس استعماری خاصتأ امریکایی  ـــ انګلیسی  تجاوز ګران بیله دافغانی ولسونو داجازې او بیله دهغوی دخبرو لو نن ورځ په هیواد کی په لسګونو پټی او  ښکاره داسی اډی لری چی دخپلو خارجی او داخلی دښمنانو په مقابل کی یی تنطیم کړی دی ۰


دنوموړو ستراتیژیکو هدفونو په باب دا هم ویل کیږی چی دپامیر پر لوړو سطحو باندی ډول ډول درنې وسلی داسی ځای پر ځای شوی دی چی دچین ، روسیی او مرکزی آسیا او افغانی سیمی  په  هروخت کی کیدای شی چی تر جنګی مرمیو لاندی شی ۰ البته ، نوموړی نارواعملونه هغه وخت انجام شول چی امریکا یی ــ انګلیسی واکدارانو په دې وروستیو کلونو کی ـــ  میدان چغالی ولید ــــ نو یی دانګریز انو دتیرو تاریخی ماتو په نظر کې نیولو سره دناټو په نامه خپل نوی او زاړه هیوادونه په ځان پسې ورکش او دــــ۴۶ ــــ هیوادونو دفوجونو څخه اضافه یی دچیلی غوندی هیوادونوڅخه یی    هم لښکریان په کرایه واخستل اوپه ټولو یی پر غریب خو قهرمان هیواد افغانستان غیر انسانی اود شرمه ډکی حملې پیل کړې ۰


دادی چی نن یی دهیواد ، په خاصه توګه ، پر پښتنی سیمو وحشتونه زیات او دآزاد و پښتنو په سوات سیمه کی یی کتلوی داسی مرګونه پیل کړل چی په زرګونو پښتانه یی ووژل او تر میلیون یی زیات هم اوار ه او بی ځایه کړل ۰ دغه تاریخی جنایت د ـــ اوباما ــــ او ـــــ زرداری ــــ ددوی دنوی مزدور، سره په هغه موافقه انجام شو چی دوه بیلیو نه ډالره به یی په دولتی جیبونو کی ورلویږی ، البته ، دغه درشوت ورکولو عادت یی نوی هم نه دی ۰ دلته داستعمار ګرانو په سرکی یی ـــــ اوباما ــــ هدف دادی چی دهمدغه ډول رشوتونو او جنایتونو له مخی به لروبر افغانان دخپلی آزادۍ غوښتنی څخه راوګرځوی  !


 


۲ -  پر هیواد دتجاوز ګرانو دحملې او تجاوز بل مهم هدف دهغوطبیعی ثروتونو چور او چپاول دی کوم چی یی وختی لا په نظر کی نیولی دی ۰ هیواد چی  په خپلو جګو جګو غرونو او پراخو دښتو کی ډیر غنی معدنونه ، تیل او ګاز ، ډول ډول قیمتی  ډبری او مختلیف ارزښتمن ثروتونه لکه یورانیم لری ، نویی دتصاحب له پاره هغه تاریخی دښمنان او تجاوز ګران پرراپورته شوی کومو چی دنړۍ په ډیرو سیمو کی زیات خلک او بیچاره ولسو دنوموړو شومو هدفونو په خاطر په بی رحمی سره وژنی او بې کوره کړی دی ۰


۳ ۰  ښاغلیو لو ستونکو ته دی څرګنده وی چه انتقام اخستل یوازی په قبایلی او ملیتی ټو لنو کی رواج نه لری ، بلکه په اصطلاح به پرمختلیفو هیوادونو کی هم دانتقام اخستلو عادت نه دی ورک شوی ۰


انګریزانو چی درې واره دافغانانو له لاسه شرمناکی ماتی خوړلی دی ، نو یی دادی دخپلو امریکایی او کانا ډایی لمسیانو او واکدارانو په نژدیو مرستو سره دهغه جنایتونو رهبری پر غاړه اخستی  ده چی ۱۱ـــ۹ په غیر انسانی دسیسی سره راپی او تقریبأ دــــ۴۶ ــــ هیوادونو په واسطه یی ادامه موندلې ده ۰ په نوموړو هیوادونوکی ځینی اجیرنیول شوی او یا هم په درواغو دچور او چپاول په مالو نوکی شریک ګڼل شوی دی ۰


باید څرګنده شی چی دامپریالستی  استعماری عقیدی همداده چی په خاصه توګه لر وبر افغانا ن چی تل یې دخارجی دښمنانو دتیریو مخنیوی کړی ، او اوس یې هم ددوی دتجاوز نو په مقابل کی ټینګ سنګر ونه جوړ کړی دی ، بایدکمزوره اوناتوانه کړل شی ، خو د ــــ ۲۱ ــــ پیړی دغیر انسانی غلامیو تناونه په غاړه کی ورواچوی او ټوله سیمه په خپلو شومو منګولو کی ونیسی ۰


البته ، بی مفهومه پلمه یې داچی دآسیا په زړه کی طالبان دامریکا دګټو په مقابل کی خطر دی ۰ ـــ ده کجا درختها کجا ؟ ـــــ مخکی له دی چی دلیکنی یوه لنډه نتیجه اعلان کړ ولازمه ده چی دګلی په توګه دتیری پیړی د پینځو سومو څخه تر اویایمو کلونو پوری دهیواد سیاسی جنبش ، هغو مبارزینو او مشرانو ته یادونه وکړم چی دنوموړی زمانی مقطع سیاسی مبارزین چی تل به یی دامپریالیزم او دهغوی دتجاوز اتو پر ضد نارې سورې وهلې ، اوس څه شول ، چی هیڅ ږغ یی نه راپورته کیږی ۰ داخبره بیاهم هغو مشرانو او کدرونوته متوجه ده چی دولسونوبه ورته امید ونه وه ، او نن ورځ یې په خارج کی رنګینی ځالۍ جوړ کړی ، دآرامۍ خو دغلامۍ ژوند بی نصیب کړی دی ۰ دغلامۍ ژوند یی ځکه بولم چی په زړه کی یی ښایی ډیری خبری وروګرزی خو تر خولو یی هیڅ  نه راوزی ۰ داهم ځکه چی ښایی ، ددوی په عقیده ، له هیواده څخه به یی دیپورت کړی ؛ یا به  یی دکارکولو او ولفیر له پیسو څخه محروم او یابه  یو تعداد دهاګ غیر عادلانه محکمی ته معرفی کړی ۰ په دی حساب ، نو یقینأ چی زموږ دوطن هغه شپی او ورخی دی مبارکی وی چی هم مو مظاهری او اعتصابونه کول او هم مو پر خپل قانونی وخت خپل منظم معاشونه ، چی مستحق وو، اخستل ، او هیچاله وطنه څخه ځکه نه شو وایستلای چی هم مو وطن خپل او هم موزندانونه خپل وه ۰


نن په ډیر احترام دنوموړوی سیاسی زمانی کین لاس او ښی لاس مبارزینوته وړاندیز کیږی چی دوطن دآزادۍ او خپلواکۍ په خاطر دافغانانو په نامه تیر مخالفتونه ، چی دبیګانګانو دتحریک او مداخلو نتیجه هم وه ، پر خپل ځای پریږدی او دخپل واحد هدف په خاطر په یوه واقعی او انقلابی سنګر کی دتجاوز ګرانو او امپر یالست استعمار چیانو په مقابل کی داستقلال دګټلو له پاره لاسونه سره ورکړی او یو وار بیا دخپلو نیکه ګانو په شان بیګانګانو او دښمنانو ته دتاریخی  او عبرت درس پر څنګ خپل تیر برم وروښی ۰


 


نتیجه :


په دی خبره دی هیوادوال پوه وی چی دغلامۍ اواشغال په دوران کی به هیڅ صورت دآزادۍ او خپلواکۍ وده او انکشاف نه راځی او نه هم په ټول بشری تاریخ کی راغلی دی ۰ کله چی یوه ټولنه دمریتوب په ځنځیر ونو تړلی وی ، نو یی ټولنیز و د ه هم نه لیدل کیږی مګر دبادارانو پر لاس دهغوی په ګټه ۰ اوس نو ای محکومو لروبر افغانانو ، هر ځای چی یاست ، دوطن دخپلواکۍ په خاطر دناټو ظالمانه او وحشی اشغال پر ضد لاسونه سره ورکړئ او ټولنه دواقعی ډموکراسۍ ، ټولنیز عدالت ، سراسر ی سولی په وړاندی رهبری کړی ۰


دټولنی ټول اجتماعی سازمانونه ،او ګوندونه ، اجتماعی او قومی ټولنی باید داسی لاسونه سره ورکړی ، چی ټول قومی ، سیمه یز ، مذهبی ، ژبنی او داسی نور اختلافونه چی همیشه یی دښمنان په شدت کی لاس وهی ، اضافه ځای ونه لری او دیوه کلک افغانی یووالی په چوکاټ کی خپل ملی ارمان ته ورسیږۍ دادی هم زموږ ته څرګنده وی چی ټول امریکایی او اروپایی واکداران هڅه کوی ځانونه سکالرو بولی ، خو په واقعیت کی سخت داسی عیسویت کوی چی عمده دښمن یی داسلام مقدس دین بللی ، څووس یی کیږی مسلمانان او پښتانه افغانان دتروریست په نامه وژنی او دخرابیو کندوته یی پوری وهی ۰


موږ لر وبر افغانان باید دغه ډول واقعی خبری همیشه په نظر کی ولرو او ددښمنانو په هغو درواغو نو او چالونو بازی ونه خورو چی تقریبأ نیمه پیړۍ یی راباندی چلولی دی ۰


په پای کی دخپلواکۍ ، سولی او پر مختګ په لور !

  کاندید اکاډمیسن م . ظاهر افق