غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

دننګرهار ویرجنه پیښه دکرزی دسفرلومړنۍ لاسته راوړنه !!!

له الاماره نه په مننه  

یره شپه یوځلې بیا افغانستان ته دسولې ،ترقۍ اونیکمرغۍ په نوم راغلیو مدعیانو دننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د "رباط" په کلی کې پر هغو خلګو چې ریبل شوی غنم یې د تریشر په واسطه پاکول راکټونه وویشتل چې له امله یې دیارلس (13) تنه بیوزله اوستومانه کروندګر په شهادت ورسیدل .

تردې خونړۍ پیښې تقریبا یوه نیمه اونۍ مخکې همدغو  سوله ایزومدعیانودهمدغې ولسوالۍ دنظره آباد په کلی کې دپارلمان دوکیلې دکورپه شمول په څونوروکورونو چاپه واچوله چې دیوه تن په وژلوبرسیره یې یوزیات شمیر  نورولسی وګړی په خپلوکورنوکې ووهل اودکورسامانونه یې ورځینې غلاکړل.

د دغو دواړوخونړیوپیښو په غبرګون کې دسیمې ځوریدلی اوسیدونکی له وژل شویو کسانوسره دکابل جلال آباد لویې لارې ته راووتل  اومرګ په امریکا ،مرګ په کرزی ویلویې  خپلو ویرجنو زړونوته تسلی ورکړه . 

ترکومه  ځایه چې دنومړې زړه دردوونکې تکراری پیښې په اړه خبره  د بیواکواوپردی پالو چارواکوپه غبرګون پوری ده  نوهغوﺉ ته خوهمدغه  یوه پلمه اوکړنه پاتې ده چې  دمعلومې پیښې په اړه دپلټنولپاره پلاوی سیمې ته ولیږی اودهماغوپلټونوپه ترڅ کې لاس ته راغلې پایلې بیاهمداسې داهمال  اوفراموشۍ  په ډیران کې ورخطاکړی.

دیرغلګرو امریکایانو په لاس دننګرهار دسره رود د۱۳ تنو بیوزله  کروندګرو دشهادت دغه مظلومانه  پیښه په داسې حال کې  رامنځته کیږی چې تردې یوه ورځ وړاندې   په واشنګټن کې  دکرزی اواوباما ترمنځ  په افغانستان کې دولسی خلګو دتلفاتو دمخنیوی  په اړه  تودې اودکرزی په اصطلاح زغرده خبرې هم وشوې  ، خو دکرزی دزغردو خبرو پایله داشوه چې  امریکایی ځناورو دخبروپه  لومړۍ شپه   په  یوې  ولسوالۍ کې ۱۳ تنه  بزګران  ووژل  دهغو ولسی بیوزلانوخولاشمیر ندی مالوم چې په کندوز،غزنی هلمند اوکندهارکې  له مخالفینوسره دتړاوپه تور په دې دریو څلوروشپوکې وژل شوی  .

کرزی چې  له امریکایی کورنیوسره دغمشریکی په نیت   دامریکاپه ویرجنیا ایالت کې  د ارلینګټن هدیرې ته په افغانستان کې دوژل شویو عسکرو هدیرې ته ورځی اوهالته په داسې حال کې چې په همدغو وژل شویو عسکرو تر امریکایې رابرت ګیتس اومایک مولن ځان ډیرخپه بولی دهغوﺉ په قبرونودګلانو ګیدۍ ږدی، دهمدغو وژل شویو عسکرو له کورنیو اویادهغوﺉ له پوځی چارواکوڅخه  ددې پوښتنې جرأت نشی کولای چې  ورته ووایی چې تاسو ولی زمونږ بیوزله ولسی وګړی داسې په بیرحمۍ شهیدانوۍ؟

که څه هم چې ولسمشر کرزی دنرم زړه څښتن دی اوڅوځلې یې دامریکایانوله لوری دولسی افغانانو په وژل کیدو اوښکې توﺉ کړې  مګرهغه په خپل ولس دخواخوږۍ اوزړه سوی  اوښکې نه بلکې دامریکایی بدماشانوپه مقابل کې په خپلې بیوسۍ باندې دناهیلۍ اومایوسۍ ترخې اوښکې دې چې دایم الوقت  د ده ګریوان لوند ساتلی دی.

په هرصورت  پښتنانه متل کوی چې پک مې لیدونو نه ترمرکنډۍ پوری !  بیغیرتی ،بی ننګی ،پردی پالنه خو هم یوسرحد لری ،خودیرغلګرو امریکایانوپه مقابل کې دکرزی اودهغه ګوډاګۍ ادارې دټولوپوځی اوسیاسی چارواکو بیغیرتی او سپیتانه خوولا نوره ترمرکنډۍ څه چې تر.....نې هم ورتیره شوله.

ولس مشر کرزی چې دخپلې نه کلنې واکمنۍ په دورې کې افغان غیور اواتل ولس ته دبیواکې ،پردی پالنې ، بی مروتی اوبی ننګې کوم ویاړ!!! پری ایښی هغه دده لپاره داسې اختصاصی ریکارډ دی چې باید په نړیواله کچه دده ښاغلی په نوم دثبتونوپه کتاب کې ثبت شی .

اوداهم دده د(۹)کلنې واکمنۍ هغه  یواځنۍ لاسته راوړنه ده چې باید هم دی اوهم دده دګوډاګی حکومت پردی پال چارواکی ورباندې وویاړی!!!

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد