غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

ددجال جزیره

 

 له حضرت انس = روایت دى چې رسول الله 0 فرمایلی : هرښارته به دجال ځی پرته دمدینې اومکې څخه ! ددې ددواړو دروازوکې به پرښتې لیکه ولاړې وی اوساتنه به یې کوی ! بیابه مدینه کې دزلزلې جټکې محسوسې شی ! ( په دې سره ) به الله ' هرمنافق اومشرک تن دمدینې څخه بېرون کړی  [ بخاری شریف حدیث 1818 ]

دحضرت ابوهریرة = څخه روایت دى چې رسول الله 0 فرمایلی : دجال به دختیځ لور څخه راشی ! غواړی به چې پرمدینه قبضه وکړی ، داحد غره په شاکې به واړوی ! په یوه روایت کې دی چې په جرف ( سیمه ) کې به تم شی نوپرښتې به یې مخ دشام لورته وګرځوی [ بخاری مسلم حدیث 1379- 2943]  

حضرت فاطمه بنت قیس رض وایی ! چې مادرسول الله 0 لمونځ وکړ زه دمېرمنو په صف کې وم چې په دې رسول الله 0 موسکى غوندې شو  اوممبر ته پورته شو بیایې وفرمایل : تاسوته معلومه ده چې ماتاسې ولې راټول کړئ ؟ صحابه وو وویل : په دې الله ' اودهغه رسول 0 ښه پوهیږی ! رسول الله 0 وفرمایل سوګند په الله تاسې مې دکوم ترغیب او ډارولو لپاره نه یې راټول کړی البته ددې لپاره مې جمع کړئ چې یوتن عیسایی ( تمیم داری ) راغلى اوهغه اسلام قبول کړى ، هغه ددجال خبره هم هغه خبره کوله کومه چې ماتاسې ته کوله ! هغه ماته وویل : چې هغه ددېرشو کسانو سره یوځاى په یوه کښتۍ کې سپورو ! چې هغه تریوې میاشتې پورې دسمندر دڅپو په منځ کې ننوتې وه ! بیادغرب لورته په یوه جزیره کې ودریده ! مونږ چې هغه جزیرې ته ننوتو نو ګورو چې یوه په ویښتانو کې پټه څېره ده چې دمخ اوشا څخه نه پېژندل کیږی ( تمیم داری ) وایی ترې ومو پوښتل : ته څوک یې هغه وویل زه '' جساسه '' یم ترې مووپوښتل دجساسه مطلب ؟ هغه وویل تاسې مندرکې دناست تن ته ورشی هغه تاسې لېدل غواړی حضرت تمیم وایی : کله چې هغه ددویم سړی یادونه وکړه نو مونږ دا ډار محسوس کړ چې داشیطان دى ، خو مونږ ژر مندرته ننوتو مونږ ولېدل چې هلته عظیم الجثه انسان دى ، دهغه لاسونه دغاړې پورې کلک تړل شوی ! هغه په زنځیرونو کې بند دى ! مونږ ترې وپوښتل ته څوک یې ؟ هغه وویل : تاسوته زما په اړه خبر درکړل شوى ، تاسې ووایاست چې تاسې څوک یاست ؟ مونږ ورته وویل : مونږ عرب یو ، په کښتۍ کې سپاره وو دیوې میاشتې راهیسې دسمندر دڅپو په منځ کې وو ! دسمندر پرلپسې څپو مونږ په دې جزیرې کې وغورځولو ! مونږ چې جزیرې ته ننوتونو په ګڼو وېښتانو کې پټه یوه څېره مو ولېده هغې خپل نوم جساسه وښود او ستا لورته یې راولېږلو ، مونږ ډېر ژر ستالورته راغلو او وډار شو چې ته شیطان یې .

هغه پوښتنه وکړه دبیسان ( داردن ښار دى ) خرما وو په اړه خبرې لرئ ؟ مونږ وپوښتل دکومې خبرې پوښتل غواړې هغه وویل هلته خرماوې مېوه نیسی ! مونږ په اثبات کې ځواب ورکړ هغه وویل : چې یووخت به راځی چې هغه به میوه ( خرماوې ) نه نیسی .

بیا هغه وویل : دطبر بحیرې په باب راته خبر راکړئ ! مونږ وویل : دهغې په اړه کوم خبر درکړو ؟ هغه وویل : په هغه کې اوبه شته ؟ مونږ وویل چې په هغه یې اوبه ډېرې دی ! هغه وویل : یو وخت به راځی چې دهغې اوبه به وچې شی ! بیا هغه وپوښتل : دامانت دار پیغمبر خبر څنګه ده ؟ مونږ ورته ویل : هغه په مکه کې پیداشوى اویثرب ته راغلى .

هغه وویل : ایا عربو له هغه سره جنګونه وکړل ؟ مونږ په اثبات کې ځواب ورکړ ! هغه وویل : هغه ( نبی )  له هغوى ( عربو ) سره څه ډول سلوک وکړ ؟

مونږ ورته وویل هغه په خپلو نږدې عربو باندې غلبه  موندلې ، اوټولو دهغه اطاعت قبول کړى .

هغه وویل : آیا رښتیا هم داسې وشول ؟

مونږ وویل : هو !  هم داسې وشول ! هغه وویل د هغوى لپاره ښه داده چې دهغه ( رسول )  اطاعت قبول کړی ! زه تاسوته خبردرکوم چې زه مسیح '' دجال '' یم نږدې ده چې ماته دڅرګندېدو اجازه راکړل شی ! بیابه زه راوځم او دځمکې دوره به کوم او څلوېښت ورځو کې دننه دننه به ټولو کلیوته ننوزم پرته دمکې اومدینې څخه زه ددې دواړوته دننوتو څخه محروم کړل شوى یم اوزچې هرکله په دواړوکې کوم یوه ته ننوزم نویوه پرښته توره په لاس زما مخه نیسی ! اود دواړو دساتنې لپاره پرښتې ولاړې وی .

حضرت فاطمه بنت قیس رض وایی : رسول الله 0 په خپله مبارکه امساباندې ممبر ووهلو او ویې فرمایل : داپاکه ده! داپاکه ده ! داپاکه ده ! یعنی مدینه آیا ما تاسوته داهرڅه نه و ښودلی ؟

خلکو وویل : هو !

رسول الله 0 وفرمایل ماته دتمیم داری داخبره خوښه شوه چې دده خبرې دهغې پشان دې کومه چې ما تاسوته ددجال په باره کې دمکې اومدینې په باره کې ښودلې .

[ مسلم ، الفتن واشراط الساعة ]

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد