غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

سپنتا د متعصب رهین په څېره کې

رهین ته ګورئلویه څارنوالی د رهین او سپنتا په چوپړ کې

قربان دې شم ولسمشره چې لږه متره درکې پیدا شوه. رهین چې له ازله خدای بدبخته پیدا کړی د ملی نهادونو، مؤسسو، ادارو، د ملی شخصیتونو او په تېره د پښتنو سره یې دښمنی له وړوکوالی نه په زړه کې ټوکېدلې چې کله ناکله یې له تعصبه دغه ډکه دښمنی د ملی ورځپاڼو او ویبپاڼو سره تبارز وکړی او د قانونی عدلی مرجع له خوا پرې ګوزار وکړی. د محکمې په زور یې بندې کړی او خپل ایرانی باداران او د شمال ټلوالې اتلان پرې خوشاله کړی. نوځکه خو یې یوځل د بېنوا پاڼې سره خپله عقده او بیا یې د سرنوشت ورځپاڼې سره ښکاره کړه او په دواړه ځل یې عدلی ارګان لویه څارنوالی د خپلې عقدې او تعصب ښکار کړه.
لویه څارنوالی باید خپل صلاحیت وخپل ځای وپېژنی. دا د ټول هېواد په کچه د عدلی ارګانونو څخه یو عدلی ارګان دی داسې نه چې د رهین وسپنتا او د شمال ټلوالې په چوپړ کې شپه او ورځ استخدام وی.
داسې برېښی چې ښاغلی سپنتا دا ځل د فهیم غوندې د رهین متعصب د ناولو موخو ښکار شوی. هلته یې د مولانا مارشال د مړینې په پلمه د بېنوا پر پاڼې بندیز ولګولو او دا ځل یې سپنتا د هغه د ورور د خبر په پلمه چې د ده نوم ورسره راغلی وو د سرنوشت ورځپاڼې مسوول او چلوونکی ښاغلی وحیدی د ۲۸ ساعتو لپاره په توقیف کې وساته.
سپنتا دلیل نیسی چې د ده نوم یې ولې د ده د ورور په قضیه کې لیکلی او وایی چې ((جرم فردی دی)). نو د خپل نوم په خپرولو یې وحیدی د اته ویشت ساعتو لپاره د څارنوالۍ په حکم په توقیف کې وساته. خو د نوموړی دا هېر دی او یا لکه چې نوموړی هېڅ د قران په ارشاد نه پوهېږی چې ((وانذر عشیرتک الاقربین)). ورور یې چې په هرات کې د ده له موقفه ناوړه ګټه پورته کوی، نو دومره نه شی کولای چې خپل ورور ته ووایی چې ((زما له  موقفه ناوړه ګټه مه پورته کوه)).  فکر کوم چې په زړه کې به یې بد هم نه راځی چې وذلک اضعف الایمان.
د ایرانی اخوندانو څادری او پنځوس زره ډالره یې د ریا او ځانښوونې په پار نه اخېستل چې بیا به مې ګوندې نوم بد شی او نورو غربی دوستانو ته به بدنام شم، خو له بل اړخه بیا د رهین متعصب لپاره د ایرانی اخوندانو د خوشالولو لپاره د وحیدی غوندې شخصیتونه له خپل موقف نه په ناوړه استفادې سره د څارنوالۍ په حکم په توقیف کې ساتی، نو بیا خیر دی او باک نشته.
دا خو هماغه سپنتا دی چې کله وزیر شو، ویې ویل چې زه به په وزارت، بهرنیو سفارتونو او نماینده ګیو اصلاحات راولم، خو هېڅ یې ونه کړل. ان تر دې چې خلک په بهرنیو سفارتونو کې په پښتو ویلو ووهل شول او اوس خو د ملی امنیت مشاور هم دی. خدای خبر چې څه خیرنې عقدې او ناڅپړلې غوټې به یې لا په زړه کې همداسې ناسپړلې پاتې وی.
رهین چې د مارشال صاحب د مرګ په خبر یې له بېنوا پاڼې سره خپله کینه او عقده ښکاره کړه، نو اوس ولې د دغه مولانا مارشال په هکله څه نه وایی چې ایران ته د افغانی سوداګرو د تېلو د خلاصون په موخه تللی وو او هغوی ورته د خپلو جوړو شوو وسلو څخه د خپل ساخت یو ایرانی ساخت ټوپک په لاس ورکړ او رارخصت یې کړ چې په حقیقت کې ښه ملنډې یې پرې وهلی دی، خو که مارشال صاحب مې پوه شی. مارشال صاحب چې راغی، نو د دروغو پوڼۍ یې والوځولې چې دا دی تېل به راخلاص شی، خو ولې سوداګر لا هماغسې له ستونزوه سره لاس وګرېوان دی، نو اوس به دغه سیّد څه کوی؟ په کار خو دا ده چې څارنوالی دوی محاکمې ته راکش کړی چې ولې یې دروغ وویل او ولې یې پر ایرانی چارواکیو پرده واچوله. ان تر دې چې د ناټو مشر ورخلاصه کړه چې موږ ترې ګټه نه پورته کوو، خو ایرانی چارواکی دې د خلکو تېل راخلاص کړی. د مخدوم خپل ضمیر او وجدان په دې اړه څه وایی؟ ده خو سیّدان په شرمونو وشرمول که خدای دی په شرمونو وشرموی لکه چې دا شرمولی یې دی.
په پای کې له ولسمشر څخه مننه کوم چې د کابینې په پرونۍ غونډه کې پر رهین او سپنتا کلکه غوسه وکړه او دواړو ته یې امر وکړ، چې : ((نور نو داسې ناقانونه کړنې بندې کړی او ژر تر ژره دې د سرنوشت ورځپاڼې مسول مدیر له توقیف څخه آزاد کړی)).
په پای کې له ښاغلی سپنتا څخه په خورا درناوۍ کېږی چې د ځان قدر وپېژنی او د متعصب ایرانی تالېڅټی سیّد مخدوم رهین د ناولو موخو ښکار نه شی. دا ازلی ازار ګټلی دی. د ازار ګټلو او د متعصبو له دوستۍ نه لېرې لېرې ګرځه.
پسر نوح با بدان بنشست  بی راه شد
خاندان نبوتش ګم شد
یا دا چې :
صحبت صالح ترا صالح کند
صحبت طالح ترا طالح کند
په درنښت

سیدحسین پاچا