غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

دځواک دډېرښت فارموله ناکامه بریښی .

دځواک دډېرښت فارموله ناکامه بریښی .  

  کابو۳میاشتې وړاندې په تېرمارچ کې دامریکانوی منتخب ولسمشربارک اوباما دافغانستان لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه .

داوباما په تګلاره کې عمده ټکی په افغانستان کې دفوځی ځواک اونظامی شتون  پراختیاوه چې له مخې به یې ۲۱زره نورعسکردبې شمېره جنګی چورلکوالوتکواوزغره والووسائلوپه بدرګه دې هیوادته استول کېدل .

اوباماترانتخابېدووړاندې په خپلوټاکنیزومنډوترړوکې امریکایی اولس ته داتمه ورکړې وه چې نوموړی به دامریکاپه بهرنۍ پالیسۍ کې بنسټیز بدلون راولی دعراق اوافغانستان دلانجودعاجل حل لپاره به کوټلی ګامونه  واخلی ترڅودجګړئیز مالی مصرف په راکمېدوپه امریکایی مالیه ورکونکوبوج کم شی .

خونوموړی دسپینې ماڼۍ له تصرف څخه ۲میاشتې وروسته دافغانستان دلانجې دحل لپاره یوه داسې فارموله وړاندې کړه چې په لومړۍ ورځ یې لا دبریالیتوب په اړه شکونه موجودوه  په داسې حال کې چې له تېروڅوکلنوتجربووروسته دنړیوالونظرخاوندانوپه دې اجماع راغلې وه چې دافغانستان موضوع نظامی حل نلری امریکایی ولسمشریوځل بیادنظامی ځواک په ډېرښت ټینګاروکړ .

دکابل بی واکه رژیم هم ددې ستراتېژۍ هرکلی وکړاوپه ډېره سادګۍ یې  فکرکاوه چې په دې سره به دمجاهدینودفعالیت ساحې محدودې شی اوپه بریدونه کې به یې دپاموړکمښت راشی  دهمدې اټکل له مخې دوی امریکایانوته دپلازمېنې کابل ګاونډی ولایتونه لوګر اومیدان وردګ ورپه نښه کړل ترڅوهمدلته دلومړنیوځواکونو په میشتیدنې سره لومړی دپلازمېنې امنیت خوندی شی .

دغه رازدنوې ستراتېژۍ له مخې څوفوځی کنډکونه دقندهار اوهلمندولایتونوته ولېږل شول ترڅوله هوائی ملاتړڅخه په استفادې په دې سیموکې دمجاهدینوفعالیتونه مهارکړی .

داوبامادځواکونودډېرښت دفارمولې پایلوته داډېره موده دټولوکورنیواوبهرنیوکتونکوسترګې وې چې څه نتائج به له ځانه سره ولری خواوس کرارکرارددې ستراتېژۍ دناکانۍ په  اړه شکونه په یقین بدلیږی ددې ستراتېژۍ ۳ میاشتې تېریږی دځواکونودډېرښت پروګرام نږد ې پای ته رسېدلی اوزرګونه تنه نوی سرتېری لاله وړاندې په خپلوعملیاتوبوخت شوی خودنتائجوپه اړه یې یولوړپوړی امریکایی جنرال پېټرېیس وایی چې داڅوورځې وړاندې یې له ۸کلونوراهیسې په افغانستان کې ترټولوسخته اونۍ تېره  کړې  نوموړی ویلی چې ځواکونه یې په دې اونۍ کې ۴۰۰ځله تروسلوالوحملولاندې راغلی چې درانه تلفات یې هم له ځانه سره لرل .

بل خوادلوګراووردګوولایتونه چې دځواکونودډېرښت دستراتېژۍ لومړنۍ آزمایشګاه وه سږکال دامریکایی ځواکونولپاره تروروستۍ کچې خطرناکې سیمې بلل کیږی  تېرکال به نږدې په اونۍ  کې یوځل دلوګرله ولایت څخه دامریکایانودتلفاتوراپورورکول کېده خوسږکال دااندازه ورځنۍ کچې ته راټیټه شوېده په میدان وردګوکې دټوپ ددښتې دلویې امریکایی قرارګاه تاسیس یوازې مجاهدینوته دمیزایلواوهاوان دعملیاتویوغوره هدف په لاس ورکړی څواوونۍ وړاندې دهمدې قرارګاه دنویوځواکونو لخوا دچک اوخوات درې په غرنیوسیموکې عملیاتوددې سیمې مجاهدینوته فرصت ورکړ چې دښمن ته په مخامخ اوانفجاری بریدونوکې په لومړی ځل درانه تلفات واړوی .

دغه رازکندهار اوهلمند چې له  یوې میاشتې راپدې خوا په کې په جیټ الوتکوسمبال نویوامریکایی ځواکونوعملیات پیل کړی دکرزی  درژیم دکورنیوچارودوزیر په قول دافغانستان د۴هغوولایتونوله جملې څخه دی چې په تېره اوونۍ کې ترټولوډېربریدونه په کې شوی .

دامریکایی پلیو ځواکونودډېرښت سره ددښمن عملیات اوهوائی بمبارونه هم زیات شوی چې ډېرځله یې ملکی تلفات له ځانه سره درلودلی دې اود ی کړنودیرغلګروپه وړاندې اولسی قهر اوعمومی  نفرت راپارولی چې دابیاهغه څه دی چې دامریکایانوپه خپل اعتراف په افغانستان کې ددوی دبریالیتوب چانس په اوبولاهو کولای شی پورتنی حقائق په ډاګه کوی چې په جګړه ټینګاراودځواکونوزیاتوالی نشی کولای د افغانستان کړکېچ ته دحل لوری ومومی بلکې برعکس ددې جګړې اوږدوالی هم دامریکا اوهم دافغانستان اوسیمې لپاره  ناوړه پایلې له ځانه سره درلودلی شی دافغانستان اسلامی امارت په دی باوردی چی که د اوباماپه مشرۍ امریکایی اداره  په رښتیاددې لانجې دحل په لټه کې وی بایددحل په یوه معقولانه اوعملی لارغور وکړی  لانجه په لانجو نه حل کیږی اونه دځواک زیاتوالی په افغانستان غوندی هیواد کې فوځی برلاسی تضمینولای شی امریکایی سیاستوالو کلونووړاندې په ویتنام کې دځواک په استعمال ټینګارکاوه خوپه پای کې ددې ناسنجول شوې پالیسۍ پایلې ډېرې ترخې او درنې ورته تمامې شوې .

که چېرې په رښتیادلانجې حل مطلوب وی نو بیایولړتېرېدنواوشاتګونوته اړتیاده زمونږباوردې چې په افغانستان کې دجګړې اوږدوالی نه دافغانستان اونه دامریکېداولس لپاره کوم په زړه پورې ارمغان درلودلی شی .

دامریکې ددې دفاع وزیروایی دنده یې له دې امله ترخه اوناوړه ده چې هره ورځ ځوان امریکایی  عسکرپه افغانستان کې یوې مرګونې جګړې ته استوی دایوه ډېره غیرموجهه خبره ده له یوې خوا پینتګان په افغانستان کې دجګړې اوربل کړی اوله بلې خواپه دې اورکې په سوزېدونکوباندې دپینتګان مشراوښکې تویوی که په رښتیاامریکایی پالیسی جوړونکی دخپلوفوځیانوپه بې هدفه وینې تویېدوباندې خواشینې وی نوردې ددې پیل کړې بې هدفه جګړې په اړه له سره فکر وکړی ترڅویې دخپل اولس هیلوته ځواب ویلی وی .

اوس داخبره دنړۍ په سطحه یوه مسلم حقیقت بلل کیږی چې دافغانستان شخړه له نظامی لارې دحل وړنه ده امریکایان بایدله افغان اولس سره دنورزورازمایلونامعقوله تګلاره تعقیب نکړی اوددې رنځېدلی اولس هیلوته په احترام قایل شی .

دافغانستان اسلامی امارت له نن څخه ۸کاله وړاندې دلانجوپه سوله یزحل ټینګارکاوه اوله یرغل وړاندېې داپیغام دامریکایی چارواکوترغوږورسولی وه خوهغه مهال امریکایی چارواکی دنامعلومودلایلوله وجې دخبرومیزته نه کېناستل همدارنګه دافغانستان اسلامی امارت په بار بارخبردارئ ورکړچی دقواووډیرښت به جګړه پراخه اوتلفات ډیرکړی خودامریکا اواتلاف  په ګټه به کوم مثبت بدلون رانه ولی چی هم  هغسی وشول اوکیږی په هر حال اوس چې دافغانستان تېرو۸کلونوجریاناتودوی له ډېروحقایقوخبرکړل بایدله دې آګاهی څخه اعظمی ګټه پورته کړی .

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد