غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

اواوس د امپریالیزم هدیره !!؟

اواوس د امپریالیزم هدیره !!؟

 ابومحمد( نیازى )                                                       

افغانستان یو داسی هیواد دى چې تل یى د هر وخت ښکیلاګر او غاصب هیواد په مخ څپیړه ورکړى اوپخپل ګرداب کې یې د ډیرو مستبدو امپراطوریودخلاصون بیړۍ ډوبې کړی او غرقی کړی دی   که داد سکندر رومى ، چنګیزخان ، هلاکوخان او  پیرنګیانوتیری وو او یا هم دپخوانی شوروی اتحاد ماتى نه منوونکې سره امپراطوری وه چې دې  هرې یوې  ته یې دسر په کاسه کې اوبه ورکړی او  د یرغل نه وروسته له دومره  سخت مقاوت سره لاس او ګریوان شوی چې بیاد خپلو وژل شویو لښکرو د جنازو او تابوتو نو په وړلو ستړى شوی دې .

 دوه  لسیزې  مخکی همدلته دهمدی میړنې قام له لاسه   د سوسیالیزم په تابوت د تل لپاره میخ ټکوهل شو او د افغانستان په غرنی هیواد کې یې دومره درانده  تلفات ولیدل  چې ترننه پورې  یې میندی په شناختو ویرنې او مرثیی وایې  او د افغانانو په لاس د خپلو وژل شویو اولادونو په حال اوښکې تویوې،  اوس چې زړو امپریالستانو یا دصلیب دمثلث پیروانو دخپلی زړی  ارتجاع له مخې پر افغانستان پراخه هجوم راوړى او نږدې څلورڅلویښت لویو فوځې اواقتصادى هیوادونو په ګډه دافغانستان خپلواکی ننګولی ده   لیرى نده چې ددى زبیښاکګرو زور  ډیر ژر   اوبه شې او داځل افغانستان د امپریالیزم د مړینى هدیره شى.

داسی بریښې چې د امریکا متحده ایالات به هم دخپل پخوانې حریف (پخوانی شورورى اتحاد  )غوندې وشړیږی ،  په دوه پنځوس خپلواکو ایالتونو به  وویشل شی او د نړیوال غرور څلی  به یې راونړیږی  . ښایى لامل یې  افغانستان  کې دیوه داسی اتل قام هستوګنه وې چې د اسلام په دین کلک ولاړ او ددې  عقیدې د دښمنانو سره هر ډول دښمنۍ ته چمتو وى او هم دافغانستان طبعی غرنى جوړښت او سوق الجیشې موقعیت  د بهرنیانو دیرغلونو د ماتیدا لپاره پاخه دلیلونه کیداى شى .

 وایې  چې کله خداى جل جلاله کوم ظالم حکومت ته په قهر شی نو د افغانانو سره یى جګړی ته کیباسی نو هلته وې چې په وینو لړلی او تابوت کې اچول شوی یې خپلو هیوادونو ته راوړی ، دا  تشى لاپی شاپی  یا هسی بې دلیله مدعى نده بلکې د تاریخ وقایع او حوادث په ډاګه د داسې څیړنو  تائید او تاکید  کوې او پخپله دلویدیځ یرغلګر مشران یې هم  نن  داووه کلنې  چوپتیا څخه  وروسته منی، چې پدې  وروستیوکې د امریکانوې مشرتابه بارک اوباما او دکاناډادلومړی وزیر سټیفین هارپر مطبوعاتی څرګندونی یى ډاګیز لاسوندونه دی .

تور پوستی اوباما له  PSP تلویزیونی کانال سره او سټیفین هارپر د  CNN تلویزیون سره خپلو مرکو کې په ډاګه وویل چې دا  فغانانو تاریخ د ډغرو وهلو او د یرغلګرو د ماتې تاریخ دى او په دوئ هیڅکله پردى راج نشې حاکم کیداى چې باید تیورسنان  د نوې ستراتیژۍ دجوړولو پروخت ددې هیواد د تاریخ قدامت  له پامه ونه غورځوی .

دا هغه اظهارات دې چې د اسلامى امت د قاتل(( بش))  پر ماضی لعنت وایې او هغه ته دا پیغام ورکوی چې پدى خاوره ستا جنګی تمرینات او فوځی مانوری ستا دفوځ له   انتحار پرته بله معنى او مفهوم نه ورکوی او هغه جګړه چې ستا دافکارو پدیده ده   د امریکا د انحلال سره مترادفه ده.

  له شک پرته د اوباما هغه پریکړه  چې راتلونکې کې  به ( ۱۷۰۰۰)  نور عسکر افغانستان ته  استوی ښایې د هغه غلطۍ یو نا سم تکرار وې   چې جبران به یې ناشونى وې  یاهم دامریکا د پخوانى مشر بل کلنټن په وینا داکار به اوباما ته له افغانستان څخه ویتنام جوړ کړی خو  د اوباما له وروستیو  څرګندونو څخه  داسې ښکاری چې د نورو اضافى عسکرو استول ښایې داو باما پریکنده دریځ نه بلکې د پنټاګون پریکړه وې او پرده په زوره  تپل شوی  وی  ځکه  دده  وروستۍ څرګندونې  ورسره هیڅ اړخ نه لګوی خوچې دادهر چا تصمیم وې وې به وړاندوینې داسې دی چې سږ کال به دتیر هغی په تناسب دلویدیځو عسکرو دمړو دتابوتونو ډیرکاروانونه دواشنګټن اوبروکسل دشیش محلونوعطرینه فضاء په خوسااوکریهو بویونوبدبویه شې او پخپله به دسپینې ماڼۍ واکداران په خپله غلطۍ وپوهیږې  .

د((کوریر))  په  نامه یوی اطریشی ورځپاڼی د فبروی په (۱۵) نیټه یوه څیړنه کړی چې همدا نکتی یې  پکى راسپړلی اودایې  د لویدیځ تیروتنه  او لویدیځوال یې دروسانونه هم   ډیر ناپوهان  بللې دې ( کوریر)  لیکلی چې افغانستان داسې  یوه مسله نده چې لویدیځ هیوادو نه به وکولاى شې  چې دغه مسله حل کړى د پیښ لیک ( تاریخ )  د شواهدو په هینداره کې   دا هیواد داسی  ځلول شوى او څیړل شوى  چې دا  د امپریالیزم هدیره ده چې دا اوس یې امریکا او ناټو د شکست په واټ کې ودرولی دی ، کوریر ټینګار کوی چې افغانستان د امپرایالیزم په قبرستان  اوښتى او د شوروی  او انګلیس نه وروسته د امریکا وار دى ، کوریر لیکى چې همدا اوس دافغانستان  په سلو کې اویا برخی%۷۰ ۱۰۰خاوره د ﺇسلامې ﺇمارت  چی مشری یې ملامحمدعمرمجاهدکوی په لاس کې ده او د افغانستان خلک پدې حالاتو کې د دیموکراسۍ فکر ذهن کى نه راوړې او(( اکانومیسټ ))مشهوره لویدیځه مجله خو په ډاګه د فبرورى په (۱۹)  نولسمه نیټه ولیکل چې افغانسان کې د برى تعریف هره میاشت یوه یوه خانه راکمیږی، د انګلیسی شبکی میډل ایست او نلاین په څیړنیز یادښت کې کاږى چې د امریکا د امپراطورۍ د وران سر ته رسیدلى که امریکا دغیر رسمی امپراطورۍ څخه په شا نشې او ........... دغورور له عمله ځان خلاص نکړی او عاجزی ونکړی دغه رښتونى اور یا لیستیک فاکتونه او واقعیتونه به تروخت دمخه ډیر ژر راپیښ او رامینځ ته شى په دى توګه د((ټورټورنس)) ورځپاڼی لیکوال ( مارګولیس ) وایې چې د ۱۹۷۹ – ۱۹۸۹  کلونو ترمینځ روسانو یو میلیون افغانان ووژل  ګورباچوف د لیکوال په باور د(( نیلسن ماندیلا)) سره  برابر دى، لیکوال زیاتوی چې ګورباچوف په جرﺃت سره خپله ماتې ومنله او له افغانستان نه یې خپل عسکر وایستل د لیکوال له نظره بارک اوباما هم باید له ګورباچوف څخه عقل زده کړى او د افغانستان جګړه دې تم  کړى او دمجاهدینو سره دې خبری وکړی خو برعکس اوباما لوړه کړى چې دا اته کلن جنګ چې په ۶۲دوه شپیته بیلونه ډالره تمام شوى نور هم پسى توند کړى، د نورو اضافى عسکرو استول اوباما له عراقه  را ډیروى ،خو پنټاګون په عراق کې تم کیږی، مارګولیس وایې چې د اوباما موخه دطالبانو ترمینځ نفاق اچول او دمجاهدینو ماتول دې خو دا نسخه ځکه ناچله ده  چې د یوولسم ستمبر پیښه په جرمنې او هسپانیه کې طرح شوى وه  خو پر افغانستان باندى حملی نیویارک ، واشنگټن ، لندن او ماډرید کې طرح شوی وی د مګړۍ هم افغانستان کې د پخوانۍ شوروې  افسران امریکاته همدلته د ماتیدو خبردارى ورکوى، او هم سپینه ماڼۍ د افغانستان لپاره کومه معقوله سیاسی ،منطقی ، ستراتیژی په څرګندو الفاظو نشى وئیلاى دوئ دافغانانو د ایل کیدو لپاره د زور او تزویر لاری چاری لټوی .

 پدى توګه دسیمى نورو کارپوهانو بروکسل او سپینی ماڼۍ ته مشوره ورکړې چې دافغانستان سره دى د کوم کوچنې ماشوم په څیر حرکات ونکړی او ندې دا هیواد د نورو هیوادونو په تله وتلل شى ځکه  دا هیواد او خلک یى د ډیرو سترو طاقتونو دنسکوریدو شاهدان دی او اوس ددی وخت په رارسیدو دى چې د سوسیالیزم څخه راوروسته دامپریالیزم پر مړتابوت هم د تل لپاره میخ ټکوهل شی او د تلپاتی مرګانى خوب په قبر کې ویده شى .

درسنیو له تحلیلونواوپدی وروستیوکې  داوباما له  څرګندونو څخه  دا برداشت کولاى شو چې د اوبا ماخپل سیاست دا دى چې داسلامی امارت سره دروغی لاره خپله کړی لکه دروان کال   دمارچ اوومه  نیټه چې  نوموړې دنیویارک ټایمز سره په یو ځانګړی  مرکه کې وویل چې سپینه ماڼۍ چمتو ده چې  د ده په ﺇصطلاح دمنځلارو طالبانو سره   د خبرو میز ته کښینې او هم یې له خپلو فوځیانو څخه غوښتې چې طالبان خبروته راوبولې .....دنوموړی دیو ډول پالیسۍ استازیتوب کوې  خو د پنټاګون ستراتیژی بیا داسې نده بلکې پنټاګون   فوځی ناکام سیاست پر مخ بوځی او دعراق  خوبونه افغانستان کې وینې چې په څرګنده څیړونکیوته  دامریکایانو دسیاستونو دتوپیر او ژور اختلاف پاخه ثبوتونه په لاس ورکوی   او ښایې د ااختلاف نظر به هم  دکرملین او کې جې بې په څیر    اسلامی امت ته د ښو پایلو درلودونکى وى او لرى به  نوې چې دسپینې ماڼۍ او بروکسل واکمنان د کرملین په برخلیک اخته شې او دافغانستان دهضمولو پرځاى یې له غاصبی خیټی څخه دوه پنځوس خپلواک هیوادونهﺇستفراق شې ، داسی نښی نښانې اوس ښکاره شوی چې   افغانستان به د لویدیځوالو قبرستان او د امپریالیزم د منفوری مفکوری مړه جسدو  نه پکې ښخ کړاى شې .

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد