غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

جګړه ساتی د سوله ساتو په نوم

جګړه ساتی د سوله ساتو په  نوم

 

سید شاه سقیم

  له پرلپسې  څو ساعتونو بې بریښنا تېرولو وروسته چې څنګه هم د کوټې په مېنځ کې لګېدلى ګروپ ناڅاپی روښانه شو د لیونی غوندې  می په کمپیوټر ورمنډه کړه . د لګېدلو په تڼۍ می یې زور ور وکړ تر څو روښانه شو. ها خوا پروت د ټلېفون مزى می ورپسې ژر ژر په دې موخه وتاړه چې انټرڼیټ ورباندې کنیکڼت کړم .

له  وروستیو پېښو څخه د ځان خبرولو د پاره می تر ټولو لومړى  د پژاواک خبری اژانس وېب پاڼې ته سر ورښکاره کړ .

له څو شیبې ځنډ وروسته وېب پاڼه خلاصه شوه خو چې سترګې می پرې ولګېدې ورېږدېدم تر سترګومی  ناڅاپه اوښکې توى شوې او د یو نااشنا درد احساس می وکړ .

هو د وېب پاڼې پر لومړی مخ په لومړی سر کې د یو بېګناه ، سپېڅلی ، مینناک ماشوم عکس وو . چې له څنګه یې لیکل شوی وو .

((امریکایی ځواکونو د ملی اردو دیوه افسر دکورنۍ پنځه غړی
ووژل ))

لاندې یې لیکلی وو چې په وژل شویو کسانو کې یو د اوو شپو ماشوم هم شامل دى .

له دې خبرو سره می نورد راپور ویلو توان په ځان کې وونه لید . هسې د تش کالبوت غوندې د کمپیوټر مخ ته کښېناستم . زړه می غوښتل تر څو د یاهو مسینجر له لارې پر لیکه شم او له چا څخه د چیټینګ په مرسته د پېښې په اړه نور مالومات واخلم خو په مغزو د زیات فشار له امله را څخه د خپلې ای ډی شیفرهم هېر غوندې شو . او همداسې لاس تر زنې د کمپیوټر مخ ته ناست وم .

سترګې می د راپور په سرلیک کې ښخې وې .

د خیال  اسمان می ځان  په ډول ډول وېرونکیو ورېځو کې پټ کړاو زړه می د ناهیلو کفن په سر راکش کړ .

اخېر سوله دې ته وایی ؟؟؟؟؟

ایا اوس امریکا زمونږ د هېواد د اوو شپو سپیڅلى ماشوم هم ترهګر بولی او وژل یې ځانته روا ګڼی .؟؟؟؟

زمونږ هغه مېندې چې د کور په دروازه کې د کور د سړی ټوخى واوری لا په اوومه کوټه ننوزی اوس د امریکا یی ځواکونه دا خبره رښتیا ده چې دغو ښځو په پردیو امریکایانو باندې ډزې وکړی ؟؟؟؟؟؟؟

که څه هم دغه وخت غرمه وه خو زړه می د نامېندۍ تورو لوخړو داسې په غېږ کې نیولى وو چې په کوټه کې رڼا ورځ راته توره تروږمۍ ښکاره شوه .

له کله نه می د کمپیوټر سره راشه درشه پیل شوې په دې نږدې وخت کې دا دویم ځل دى چې د راپور په لېدلو می له سترګو بې اختیاره اوښکې روانې شی .

تر دې وړاندې د رحمان بابا په مزار کې د بمی چاودنو راپور ژړولى وم او اوس  دغه راپور چې پکې د بابا د اووشپو لمسى د ترهګر په نوم شهید کړاى شو .

وروسته له ډېره وخته می ذهنی کش مکش څه کم غوندې شو د بشپړ راپور لپاره می د راپور په سر لیک کلیک وکړ .

په راپور کې ویل شوی وو چې په وژل شویو کسانو کې په دغه بې ګناه ماشوم سربېره یوه ښځه چې هغه هم ښوونکې وه ، اتلس کلنه نجلۍ چې د لېسې زدکوونکې وه  او دوه تنه نارینه هم وژل شوی

د خبر په زیاتو لوستلو می لا پسې د زړه درد ډېرېده .

لاندې بیا د امریکایی ځواکونو د ویاند خبرې وې

هغه ویلی وو چې دغه عملیات یې د قوی استخباراتی  راپور وروسته ترسره کړی دی . په لومړی سر کې پرې وسلوالو ډزې وکړې او بیا دوى په ځوابی ډزو کې  څلور تنه وسلوال ووژل چې هغه هم د حقانی د ډلې وو .

د راپور له لوستلو وروسته می لا سترګې وچې نه وې چې د لېونی غوندې  را څخه بېواکه وخندل شول . 

دې ته وایی سوله !
دې ته  وایی رښتیا !
دې ته وایی سوله ساتی .. !
او دې ته وایی زمونږ د راتلونکی تت ژوند څراغونه .

په داسې سوله خودی سر له همدا ننه اور پورې شی چې زما د هېواد هغه ماشوم چې لا یې د مور شیدې په مړه ګېډه نه وی رودلى ترهګر شی او  په داسې بېرحمۍ وژل کېږی .

د اوو شپو د ماشوم پلار کېداى شی خپل زوى لیدلى هم نه وو . چې دسولې پتنګانو یې ورباندې دیدن د حضر ( ع ) دیدن کړ 

د سولې دغه ټېکدران چې د اسمان له هاغه سره یې پایڅې رانغښتې او وایی تاسو ته سوله راولو . تاسو به هم له  دې وروسته زمونږ غوندې په ډیموکراسۍ کې ژوند تېروۍ همدې ته سوله وایی .

سوله دا ده چې زمونږ په ورا باندې بمونه وولی ؟ زمونږ د ښوونځی ښځینه ښوونکې او زدکوونکې په ټوپک وولی ؟

د سولې دغه فرښتې بیا خپله ملامتی هم نه منی او په سپینو سترګو کې وایی چې څلور وسلوال طالبان مو وژلی دی .

په پېښکې د دوو تنو وژل کېدل به لا یو څه د سړی زړه ته ولوېږی چې وژل شوی کسان به د حقانی د ډلې وو خو دغه دوې ښځې او د اوو شپو ماشوم هم د حقانی د ډلې وو . ؟؟؟؟

او بیا دا چې د ملی اردو د یو افسر کورنۍ د حقانی ډله وه ؟؟؟؟؟

په دې هېواد کې چې د ملی اردو د یو افسر د کور غړی هم د ترهګرپه په نوم وژل کېږی نو د هغو طالبانو به څه حال وی چې امریکا یې په منځلارو کې لا نه شمېری  او توند لارې یې بولی .له هغوى سره امریکا خبری لا څه کوی سلام اچول هم ترهګری بولی 

زما په خیال دوى فکر کړى دى چې  د دېرشو کالو غمیزو به د افغانانو ماغزه خراب کړی وی او اوس چې ورته مونږ هر څه وایو منی به یې .

هو مونږ مجبور یو چې منو به یې .
ډېر مجبور .

ځکه

چې مونږ په لوى لاس د هغه پیر لاسنیوى کړى کوم چې  خپله د سلو غلو یار دى .