غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

ملی ټلواله د افغانستان له سیاسی ډګر څخه په تیښته ده؟

ملی ټلواله د افغانستان له سیاسی ډګر څخه په تیښته  ده؟

له بینوا نه په مننهمیرویس جلالزی


په افغانستان کې، د حامد  کرزی  د  تر تولو ځواکمن مخالف  سیاسی  اتحاد(ملی  ټلواله)پاشل کیدل خپل وروستی پړاو ته  رسیدلی دی.په تیره  یوه میاشت کې د جبهې دوه عمده  او له  نفوظ څخه ډکی سیاسی څیرې  هر یو  مارشال  محمدقسیم فهیم او بدنامه جنګ سالار  عبدالرشیددوستم د  دغې څپ څپاندې جبهې  له  پیکرڅخه  جلا شول او راتلونکو  ټاکنو په اړه یې خپل دریځونه د جبهې له واحد  دریځ څخه  بیل بیل اعلام کړل.هغوی راتلونکو ټاکنو ته  ځانګړی کړنلاری لری  او  ورسره ځانګړی اهداف.

((مارشال فهیم له کرزی سره اړخ  لګوی؟))

مارشال فهیم د اپریل  میاشتې  په شپاړسمه نیټه نیغ  په نیغه وروسته  له هغه له  جبهې سره  خپلی حزبی اړیکی پرې کړې چې دغې جبهې د شمالی ایتلاف  د  وژل شوی مشر  احمدشاه مسعود نژدی ملګری او د  کرزی د حکومت د  بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټرعبدالله عبدالله ولسمشریزو ټاکنو ته د خپل  نوماند په توګه  وټاکل.په  اصل کې د فهیم  دغه  دریځ د ټلوالی  له بنیادی اصولو او ژمنو سره په ټکر کې  واقع شو.مارشال فهیم وویل چې د ډاکټر  عبدالله عبدالله  له  کاندیداتورۍ سره  نه  دی،  نه  احمدضیامسعود او نه  هم جنرال دوستم  موافق  دی.د مجاهدینو د  لومړیو کرښو  دغه قوماندان په دغو نیغو خبرو سربیره  له خپل زاړه  یار (حامدکرزی) سره د هغه  په ټاکنیزو کمپاینونو کې د مرستې ټټر  ته هم سوکان ورکړل.مارشال فهیم اوس په دې باور دی او دا وایې  چې جبهې  باید په  یو بل  کاندید فکر کړی وای داسی کاندید له  که  حامدکرزی چې د افغانانو پراخ  ملاتړ ورسره دی.
 
((
محمد  محقق ،  دوستم له  ټلوالی څخه"جلا" کړ))

د جبهې د ټوکټوکیدا بل لامل د دغې  ټلوالې  د ازبکانو او شعیه  هزاره ګانو مشرانو نوی ایتلاف دی.د جنرال دوستم په پخوانۍ مشری او د نورالله  سادات په اوسنۍ مشری  د جنبش  ملی اسلامی ګوند او د محمد محقق په مشرۍ حزب وحدت  اسلامی افغانستان  هم  راتلونکو ټاکنو کې د خپل نوم آند د بریالی  توب لپاره ایتلاف جوړ کړ  او دغه دوه  تنظیمونه  نور نو د ټلوالی  سره یوه موخه  نه لری بلکې لارې یې بیلی، موخی یې بیلی او هڅی یې بیلی دی.د  تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ محمد محقق  او دوستم به  د  ولسمشرۍ  د ماڼۍ" ارگ " له اوسنی واکدار یعنی حامد کرزی څخه په راتلونکو ټاکنو کې ملاتړ وکړی.
 
محمد محقق د مجاهدینو د بریالی توب د اولسم کال د تجلیل له  مراسمو څو ورځی دمخه په خپله یوه  غونډه کې  د  کرزی د لوډسپیکرپه توګه رول ولوباوه  او په خپلو خبرو کې یې څو څو ځله د  حامد کرزی ملاتړ وکړ.زما په اند له  ملی ټلوالی څخه د مارشال  فهیم،  محمد محقق او جنرال دوستم  وتل به چې یو یې په تاجک  بلاک، بل یې  په ازبک  بلاک  او دریم یې هم په هزار بلاک پوری تړلی دی،  وکولای شی چې د  جبهې په دننه کې د هرې ورځی په تیریدو د زهرو د غړپ په څیر د ناروغۍ او مرګ فضا حاکمه  کړی.ښایې دغه مثلث ایتلاف  د جبهې د ړنګیدو وروستۍ او بریالۍ  هڅه وی.

((د مصطفی کاظمی مړینه او پر ټلوالې یې اغیزه))


د ولسې جرګې  مړ  شوی غړی سیدمصطفی  کاظمی یو له هغو کسانو څخه وو چې د ملی ټلوالی د بنسټ په ایښودلو او دغه بنیاد ته یې د مرستو په را جلبولو کې پوره ونډه لرله.له دې  څخه سترګی نه شو پتولای چې کاظمی د ایران له دولت سره نژدې اړیکی لرلی اود ایران دولت هم د ملی ټلوالی په جوړولو کې مهم رول درولود.کله  چې کاظمی نه وو وژل شوی نو د ولومړی ځل لپاره یې د  ۲۰۰۷کال د مارچې میاشتې  په ۱۳مه نیټه د جبهې  تر جوړیدو وروسته له  خبریالانو سره وکتل او د  جبهې د جوړښت او موخو په اړه یې ورته  معلومات ورکړل.جبه داسی نه وه  چې یوازی د ایران ملاتړ یې له ځان سره درلود.په دغه جبه  کې پخوانی  کمونیستان، مجاهدین، د شاهی خاندان  کسان، تیکنوکراتان او یو شمیر  د اوسنی حکومت عالی رتبه  چارواکی هم غړی ول.د بیلا بیلو فرقو دغه یاد شوی کسان په یوه ډول نه په یو ډول یا له غربی  ا یا هم له یو شمیر شرقی هیوادونو سره اړیکی لری او د هغوی له خوا اوس هم ملاتړ کیږی.داسی رپوټونه شته  کله چې مصطفی کاظمی په یوه ترهګریز  برید  کې د بغلان په ولایت کې ووژل شو له هغه وروسته د جبهې په مشرتابه کړۍ کې  لانجې را پورته شوی ، ټلواله له  مالی اړخ  څخه هم له  ستونزو سره  مخ شوه او ایرانی  چارواکو دا پیش بینی کړی وه  چې که چیرته  کاظمی  نه وی نو دغه ستونزی  متصوری  دی چې همداسی هم  وشول.د کاظمی تر مړینې  وروسته  جبهې  خپل لومړی دریځ له لاسه ورکړ او یو ډول انرشی  پکې حکم  فرما شوه.یو پر بل د ملې ټلوالی د غړو باور کم شو او یو بل ته سره غله شول.

د ملی ټلوالی کورنۍ کړکیچ
((
د ټلوالی  د پاشل کیدو خوځښت))

د  جبهې  دوهم  کورنۍ کړکیچ له دغې ټلوالی څخه د شاهی کورنۍ د مقتدر غړی مصطفی  ظاهر تدریجی لری والی دی.کله چې په ۲۰۰۸  کال  کې  ظاهرشاه ومړ نو مصطفی ظاهر د  شاهی کورنۍ د مشر وارث په توګه پاتی شو په داسی حال کې  چې نوموړی هم د ټلوالی غړی توب درلود.نوموړی د  ظاهر  شاه له  مړینی وروسته  له  ټلوالی  څخه  په  نیغه توګه نه خو په یوه  نه په یوه بهانه ځان  جلا کړ.د ۲۰۰۹ کال یعنی روان کال په سر کې له ملی جبهې  څخه د شاهی کورنۍ د تیکنوکراتانو  جلا والی  هم   د لمر  په شان روښانه شو.
  
د ملی جبهې د پاشل  کیدو دریم پړاو د شاهی کورنۍ له غړو وروسته له جبهې  څخه د یو شمیر کمونیست پلوه څیرو بیلوالی  وو.د بینوا ویب سایت محترمو لوستونکو حزب دیموکراتیک خلق افغانستان غړی هم  د ملی  ټلوالی په جوړښت کې شامل ول.حبیب منګل هغه کس وو چې د حزب دیموکراتیک  خلق  افغانستان غړی توب یې درلود  او د جبهې  له جوړیدو سره له  دغې جبهې  سره یو ځای  شوی وو خو اوس نوموړی  ولسمشریزو ټاکنو ته نوم آند دی.د حبیب  منګل  له دغه کړنی داسی ښکاری چې یو شمیر پخوانی کمونستان چې د جبهې  په ترکیب  کې  ول اوس سوکه سوکه له دغې ټلوالی واټن نیسی او ترینه په وتلو دی.

خو اوس دا روښانه  خبره ده چې د ملی ټلوالی له  مینځه  تګ خپلو وروستیو پړاونو ته رسیدلی دی.ډ ټلوالی خپل منځی شخړی، د نظرونو توپیر او د موخو بیلوالی هغه څه دی چې د جبهې د اصولو سره په ټکر کې واقع شوی او د هرې  ورځی په تیریدو د جبهې  غړی یو له بل څخه واټن  نیسی.ملی جبهه د  حامدکرزی د حکومت پر وړاندی د مخالفو سیاسی ډلو وروستی هغه  ګډ خوځښت وو چې په ۲۰۰۷  کال  کې  پیل  شو خو د دوو کلونو په تیریدو یعنی د ۲۰۰۹ کال په راتګ سره اوس د  له  مینځه  تګ واټن وهی. لیکوال میرویس جلالزی

زه ورته حیران یم (عجایب معلومات)

 له بینوانه په مننه   

دورېښموچنجى خپل وزن په ۵۶ وروځوکی۸۶۰۰ واره کموی.

 نوې کنګورو(Kangaroo)ژوې چی پیداشی اوږدوالی ئې 2.5cmوی.

دکنګروغټ جمپ چی په یووارغورځی ۲۷ فوټه کیږی.

 دباران څاڅکى د0.5mm-2.5mm پوری وی.

 په ټوله نړۍ کی ترټولوکوچنى کب د(Trimattananus)په نامه سره یادیږی اواوږدوالى ئې 0.33دى.

جنوبی قطب په ۸۸۵۰ فوټه یخی باندی پوښل شویدى.

ستورى کب(Starfish) دهرلاس په اخرکی یوه- یوه سترګه لری.

په ټوله نړۍ کی ترټولوغټ مسلمان هیواداندونیزیاده چی دنړۍ څلورم غټ هیواداو۱۸۴ میلیونه مسلمانا پکښې اوسیږی.

دمسجدنبوی دهرې درواځې وزن ۲ ټنه دى، دالرګى دکمپیوټرپه واسطه په ۵ میاشتوکی وچ شویدى، دالرګى ئې دوچیدولپاره وبرطانې ته یووړل شو، اصلی بڼه ئې په هسپانیه کی جوړه شوه پاته جوړښت ئې په فرانسه کی تکمیل شو.

 دچیچک (Smallpox)اودشری (Measle)معلومات دلومړی ځل لپاره یومسلمان ساینس پوه ابوبکرالرازی(۹۲۵-۸۶۴) پخپل کتاب کی ولیکل خومتاسفانه ددې واکسین انعام دلومړی ځل لپاره و(Edward Jenner)اډوارډ جینرته(۱۷۴۹-۱۸۲۳) ورکول شول.

دترباټ(Turbot)کب پخپل ټول ژوندکی تخمیناً۱۴ میلیونه هګۍ اچوی.

 په ټوله نړۍ کی ترټولوغټ ګل د(Rufflesia)په نامه سره یادیږی چی ۳ متره اوږدوالى لری.

 بادهغه وخت کراردی چی سرعت ئې د1mile/hour څخه لږ وی.

دکراټې (Karate)دتوری مانا (خالی لاس) ده . څرنګه چی کراټه دلومړی ځل لپاره چینایانوشروکړه په چین کی دانګرېزانوپه خلاف اودوى خالی لاس وه.

 په ټوله نړۍ کی دکمبوډیادژبې دالفباءتوری ډېردی چی شمارئې ۷۴ توری دی.

دهوائی ژبې الفباء توری صرف۱۲ دی

 موږپه ورځ کی نیم لېټراوبه دتنفس له لارې خارجوو.

 قهوه (Coffee)چی کله وکرل شی پنځه کاله وروسته حاصل ورکوی.

کله چی انسان مړکیږی ترټولولومړى ئې باصره(دلیدوحس) کارپرېږدی اوترټولواخرئې سمع(داورېدوحس) کارپرېږدی.

 دخنداپه وخت کی ۱۲ غړی پکارلویږی.

 په هره دقیقه کی دانسان په بدن کی (۳۰۰)میلیونه حجرې(ژونکې) مړې کیږی.

 په دوړدوړکې کی دبادسرعت 300/mphدى.

 په ټوله نړۍ کی ترټولوکوچنى وزرلرونکى حشره دتانزانیاغالبوزه ده چی دکورنی مچ دسترګې څخه هم کوچنۍ ده.

 په نړۍ کی په (۴۱۸۰۶) ژبوباندې خلک خبرې کوی.

 هره ورځ دانسان په بدن کی ۱۰۰ بیلونه دوینې سره کٌرویات جوړیږی.

 کله چی یوشى زموږ سره ونښلی، خبریې زموږودماغ ته د124/mphپه سرعت کی رسیږی.

 زموږ سترګې په یوواردیومیلیون رنګونودلیدوجوګه دی.

زموږ سږی(Lungs)هره ورځ ۲ میلیونه لېټره هوااخلی اوخارجوی.

قلم دلومړی ځل لپاره حضرت ادریس علیه سلام اختراع کړئ

 ژمنځ دلومړی ځل لپاره حضرت اسماعیل علیه سلام جوره کړه

راټولونکئ :عبدالغفارجُبیر