غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

نبوی ټبر او ټاټوبۍ

نبوی ټبر او ټاټوبۍ

د نبوی نسب لړۍ

له ریان ټکی نه په مننه                                                                      

                                                      

 محمد(ص) په ټبرعرب په بنواسمعیل کی دقریشودقبیلی دهاشم له کورنۍ څخه دى چی دنسب لړۍ یی داده :

محمدابن عبدالله ابن عبدالمطلب ابن هاشم ابن عبدالمناف ابن قُصَىْ ابن کلاب ابن مُره ابن کعب ابن لوی ابن غالب ابن فهرابن مالک ابن نضرابن کنانه ابن خزیمه ابن مدرکه ابن الیاس ابن مضرابن نزارابن معدابن عدنان .

له تاریخی روایاتوڅخه ښکاره ده چی له عدنان څخه ترحضرت اسمعیل(ع) پوری دڅلویښتوپلرونوفاصله ده خو،په همدی منځ کی ټول نومونه ثبت شوى نه دی .ځکه عربوبه په لری نیکونوکی یوازی مشهورنومونه یادول . هغه نومونه چی له عدنان څخه تراسمعیل(ع) پوری یادشوی دی، دادی :

عدنان ابن عدوابن المقوم ابن تارح ابن یشحب ابن یعرب ابن ثابت ابن اسمعیل ابن ابراهیم (ع).

دمحمد(ص) دموربی بی نوم، آمنه بنت وهب بن عبدالمناف بن زهره بن کلاب بن مره ؤ.

دمحمد(ع) دپلاراوموردنسب لړۍ په کلاب بن مره سره یوځاى کیږی .  

عرب

دعرب په نوم کی دوی رایی دی. یوه داچی دعرب اواعراب معنى فصاحت اوژبه ورتوب دى. داچی عربوپه فصاحت کی دخپل ځان سیالان نه لیدل،نوځانونه یی عرب اونورخلک یی عجم (ګونګیان)وبلل .

بله رایه داده چی عرب په اصل کی، عربة ؤچی، په ټولوسامی ژبوکی عربة ددښتی اوبیدیاپه معنی ده . داچی دعربودهستوګن ځاى ډیره برخه دښته اوبیدیاده، نوټول هیوادته عرب وویل شول .

عرب دری ډوله دی : بائده ،عاربه اومستعربه عرب .

بائده عرب : هغه عربی قبیلی دی چی داسلام ترظهور ډیر و ړاندی فناه شوی دی ،لکه عادیان ،ثمودیان او...

عاربه عرب : داعرب بنوقحطان هم یادشوی دی چی تربائده عربووروسته دعربی خاوری اصلی هستوګن وو،ددوی لومړنی خاوره دیمن هیواددى  .

مستعربه عرب : داسمعیل (ع) هغه اولاددى چی په حجازکی میشت اوابادوو. داعرب په اصل کی عرب نه، بلکی دعربیت قبول یی کړى دى .

پخوانی عربی حکومتونه

معینه حکومت :دی حکومت ترمیلاد(٨- ١٥)سوه کاله وړاندی په یمن کی قدرت درلود.معین یی پایتخت اوقرن یی هم یومهم مرکزؤ.

سبایی حکومت :دا دسباء دقوم حکومت ؤچی ترمیلاداوه سوه کاله پخوا اودمارب ښاریی پایتخت ؤ. دا حکو مت هم د عربی خاوری په جنوبی برخه کی ؤ.

نابتی حکومت : دحضرت اسمعیل (ع) دیوه زوى نوم نابت ؤاوددی لړۍ نسبت هم هغه ته شوی دى. داحکومت دعربی خاوری په شمالی څنډوکی ؤچی له شام سره یی پوله اوترحجا زاونجد پوری یی نفوذدرلود .

حضرموتی حکومت : حضرموت په یمن کی یوځاى دى اوداحکومت هغی سیمی ته منسوب دى .

قتبانی حکومت : قتبان په عدن کی یوځاى ؤچی اوس بیخی ورک دى . داحکومت هلته ؤ.

داووهغه عربی حکومتونه چی داسلام تر راتلومخته له منځه تللی وو.

پخوانى عربی تمدن

 دعربی یمن سیمه پخواډیره متمدنه وه . دهغه وخت دماڼیو اوکلاګانواثاریی ترډیره وخته پاته وو. عربی مؤرخین وایی چی یووخت ایران دیمن دحکومت ترنفوذلاندی ؤاوبیاوایی چی دیمن یو پاچا سمرنومیده اودسمرقندښاریی ونیو. هغه یی کندی،کندی او ویجاړکړ،پخوانی نوم چی یی هرڅه ووخوخلکو سمرکند یعنی سمروکیښ ،وباله .عربانودالفظ معرب کړاوسمرقندورڅخه جوړشو.

دیمن خندقونه هم دپخوانی تمدن شاهدی وایی .دعربی نړۍ شمالی سیمی هم متمدنی وی. دالری پرتی سیمی دنورودتمدن تراغیز لاندی راغلی وی خو، دعربواصلی خاوره له تمدن سره آشنانه وه .

عربی ژبه له دی پراخوالی سره، سره داسی الفاظ نلری چی هغه دپخوانی تمدن ښکارندونی وی، آن داچی دژوندد ډیروضروری وسایلونومونه په عربی ژبه کی غیرعربی دى .مثلادرهم دیونان له درخم څخه اخیستل شوى دى. سراج دچـــــــــــراغ مــــــعرب دى .ابریق (لوټه - بدنۍ) دفارسی ژبی له ابریزڅخه اخستل شوى دى .کاس (پیاله) دفارسی ژبی کاسه ده .دقرطق (کرتی)ریښه هم فارسی ده او سروال هم د فارسی شلواردى .

داسلام ترظهوره پوری به عربود اوړو دپاکولولپاره غلبیل نه درلود. اوړه به یی پوف کول . دښځودضرورت دلری کولولپاره یی هم داسلام ترراتګ پوری په کورکی ځایونه، نه درلودل ،هغوى به هم دحاجت درفع لپاره بهرته وتلی .

دسمساری ،کربوړی اوځنځی پوستکی اوڅرمنی به یی خوړلی .

عربی ټاټوبى

دعربوخاوره ،دسری بحیری ،دهنددسمندر،دفارس دخلیج ، دعمان دسمندرګی اودحلب اوفرات په منځ کی پرته ده. دعربو د خا وری پراخوالى دجرمنی اوفرانسی دخاوری څلوربرابره ده . دخاوری اوږدوالی یی یوزراوپنځه سوه اوسوریی شپږسوه میله دى .

دعربوډیره خاوره غرونونیولی ده چی مهمه لړۍ یی دالسرة د غرونوسلسله ده چی له یمن څخه ترشام (سوریی )پوری غزیدلی ده. پخوانی معدنی زیرمی یی سره اوسپین زر ووچی ګټه یی تری اخستله اواوس تور زر(نفت)هم ورباندی زیات شوی دی. په عربی خاوره کی ځینی برخی شنی اوسمسوری هم شته چی ښی غلی دانی پکی کیږی .  په عربی خاوره کی پخوانی ښاریوهم دمکی مکرمی ښاردى چی مبارکه کعبه پکی پرته ده .مکه دمحمد(ص) دپیدایښت ښاردى .

مکه مکرمه

دمکی پخوانىنوم بکه ده چی په قرآن کریم اوزبوردواړوکی یی یادونه شوی ده :( إِنَّ أَوَّلَ بَیْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِی بِبَکَّةَ مُبَارَکًا)(ال عمران)

"دبکه په ناوه کی دتیریدلوپه وخت، هغه ته یوه څاه ښودله کیږی چی موره (مروه)یی په برکتونوپټه کړی ده اوپه زوراوقوت سره مخ په وړاندی درومی ." (زبور-٨٤-٦)

دبطلمیوس جغرافیه چی دعباسیانو په وخت کی عربی ته راژباړل شوی ده،دمکی معظمی موقعیت دعرض البلداوطول البلدپه لحاظ داسی ښیی : دطول البلدپه"٧٨" اوعرض البلدپه"٣"درجوکی پرته ده.

دمکی په ښارکی ترډیره وخته چاکورونه نه جوړول بلکی په کیږدیوکی به اوسیدل، ځکه دکعبی له مبارکی کوټی سره یی مماثلت دهغی کوټی بی عزتی ګڼله .

 

کعبه مبارکه

 

 روایتونه خودادی چی کعبه مبارکه مخته ودانه شوی وه .کله چی ابراهیم (ع) خپل زوى اسمعیل(ع) اودهغه مورراوستل اوهلته یی میشته کړل .څه موده وروسته، ابراهیم (ع) هم راغى اودلته اوسیده چی د زوی دقربانی کولواشاره ورته وشوه .چی زوى یی له حلالولوڅخه وژغورل شو، نوابراهیم (ع) دخپل زوى اسمعیل په مرسته دیوی مکعب (څلورکُنجه)ډوله کوټی بنسټ کښیښوداوکعبه هم دمکعب له ریښی څخه ده .

دکعبی دودانۍ دجوړولوپه وخت کی، اسماعیل (ع) دابراهیم (ع) په هدایت دحجرالاسودډبره راواخسته، همداهغه ډبره ده چی اوس هم دحجرالاسودپه نوم، دکعبی مبارکی په دیوال کښی ایښودل شوی ده اوخلک دطواف پیل ورڅخه کوی .ابراهیم (ع) چی کعبه ودانه کړه دهغه وخت اندازه یی داوه :

جګوالى نهه شرعی ګزه.اوږدوالى له حجرالاسودڅخه ترشامی رکن پوری دوه دیرش،سورله شامی رکن څخه ترغربی رکنه،دوه ویشت ګزه.

دخداى (ج)داکورپه خوراساده ډول جوړشوی . نه یی چت درلوداونه هم وراوچوکاټ. دقصی بن کلاب دمشری په وخت کی، داکوټه ونړول شوه اودوهم ځلی ودانه شوه چی سریی هم دکجوروپه تختوپټ کړاوپه هغه وخت کی په ټولوکورنیوشلونه وشوه چی په هغوپیسوبه یی دکعبی مبارکی لپاره پوښ جوړاوو.

رسول الله (ص)هم یمنی پوښ ورباندی غوړولی ؤ. عمر(رض) دخپل خلافت په وخت کی یوقباطی پوښ چی په مصرکی جوړیده ورباندی وغوړاوو.

ترهغه وروسته به هم هرخلیفه دکعبی پوښ نوی کاوو.

حضرت عبدالله ابن زبیر(رض)دخپل امارت په وخت کی دکعبی مبارکی ستنی په سروزروجړاوکړی .

دعبدالملک بن مروان په وخت کی دکعبی مبارکی ددروازی چوکاټ له سروزروڅخه جوړشو...

کعبه دحضرت ابراهیم(ع) له زمانی څخه دده دیوه زوى حضرت اسماعیل(ع) داولادی قبله وه چی اوس هم دمحمدی امت اوابراهیمی ملت قبله ده. په داسی حال کی چی دابراهیم (ع) دبل زوی حضرت اسحق (ع)داولادی قبله بیت المقدس وه .

 

اسمٰعیلی لړۍ

 

حضرت ابراهیم (ع) دوه زامن درلودل:   اسحاق او اسمعیل (ع).

دحضرت اسحاق (ع) موربی بی ساره اودحضرت اسمٰعیل موربی بی هاجره نومیده .حضرت ابراهیم(ع) خپل زوى حضرت اسمعیل اودهغه مور،دمکی سیمی ته بوتلل اوهلته یی میشته کړل . دبی بی ساره تروفات وروسته، ابراهیم(ع) هم مکی ته راغى اوهلته یی کعبه بیا ودانه کړه .دخداى(ج) له لوری په خوب کی ورته وویل شول چی خپل زوى قربانی کړه .که څه هم دقربانی لفظ په پخوانیوادیانوکی په دوو معناوو راغلى دى . دڅاروی په  هکله حلالول اودانسان په هکله هغه د معبددخدمت لپاره وقف کول . خوحضرت ابراهیم(ع) اصلی معنى ورڅخه واخستله . اسمعیل(ع) یی کعبی ته راووست اود(مروه )په مقام کی یی چاړی ته پریوست . خوپرته له دی چی حلال شی، لوی خداى (ج) دابراهیم (ع) له قربانی څخه خوشحاله شو.له همدی کبله داسمعیل لقب ذبیح الله دى .

څه موده وروسته، دکعبی په خواوشاعربی قبایل میشت شول چی اسمعیل دجرهم دقبیلی دیوه غوره شخص مضاض بن عمروجرهمی له لورسره واده وکړ. له هغی څخه یی دوولس زامن پیداشول چی نومونه یی په تورات کی راغلی دی .داسمعیل اولادمستعربه عرب یادیږی . دحضرت اسمعیل له وفات څخه وروسته، دهغه زوى (نابت )دکعبی سرپرست ؤ. دهغه له وفات څخه وروسته یی دمورله خوانیکه مضاض ته همدامنصب ورسید. په دی توګه دا منصب ترډیره وخته له هغوی سره پاته شو، څوبیا د قُصی لاس ته ورغى اوبنواسمعیل بیرته دخپل حق څښتنان شول .

 

قریش

 

 قریش دیوه سمندری حیوان دنوم تصغیردى . دالقب لومړى نضربن کنانه ته ورکړل شوی دى ،خوحافظ عراقی یی دفهربولی چی قریش دهغه اولاده ده .

له نضرڅخه راپدی لوری، فهراوبیاقصی بن کلاب دډیرعزت اواقتدارخاوندان وو.

کله چی دحرم واکمن دقصی خسر،حلیل خزاعی ؤ نودمړینی په وخت کی یی وصیت وکړچی زماترمړینی وروسته دی دحرم خدمت قصى ته وسپارل شی .

قصى دخپلی مشرۍ په وخت کی، دارالندوه جوړه کړه چی ټولی ټولنیزی چاری به هلته سرته رسیدلی. نوموړی دحاجیانوداوبواو ډوډۍ درسولودانتظام بنسټ هم کښیښودچی داکاردسعایة اورفا ده  په نومونوپیل شول .

قصى دډیرخدمت کولوله امله خورامشهورشو. ځینی دقریش لقب دقصى ګڼی اووایی چی دقریش معنى جمع کول دی ،قصى هم خپله کورنۍ سره راټوله اودحرم په خواوشاکی یی میشته کړه .

له قصى څخه وروسته، دحرم دکاروبارمشری،عبدالله ته ورسیدله چی دقصی مشرزوی ؤ،خودقریشودقبیلی مشری دعبدالمناف په غاړه شوه .دعبدالمناف کورنۍ دپیغمبر(ع)اصلی کورنۍ ده. څه موده وروسته دحرم دتولیت مسئولیت هم دیوه جوړجاړی په نتیجه کی دعبدالله له اولادی څخه دعبدالمناف زوى هاشم ته نقل شو.

هاشم

هاشم هم دخپل نیکه په څیر، دحرم خدمت په ښه توګه کاوو اودخپلوسفرونوله کبله یی قریشوته دتجارت ډاډمنی ﻻری ولټولی .

هاشم دشام دتجارت په ﻻرکی دیثرب دښاردبنی نجاردکورنۍ له یوی ښځی سره چی سلمىٰ نومیدله واده وکړ . تروا ده وروسته، دشام په لاره دغزه په سیمه کی وفات شو.سلمى په هغه وخت کی امیدواره وه. کله چی یی زوى وزیږید،نوم یی شیبه ورباندی کښیښود . شیبه اته کاله په یثرب کی له خپلی مورسره پاته شو.کله چی مطلب دهاشم ورورخبرشو چی یووراره (شیبه)یی په یثرب کی دى، ورغى اوهغه یی له ځانه سره مکی ته راوست . داچی ټوله پالنه یی مطلب کوله دمطلب په مریی (عبدالمطلب )مشهورشو.

عبدالمطلب

 

شیبه (عبدالمطلب )دهاشم زوى ؤچی دهاشم ترمړینه وروسته د قریشومشرغوره شو.دعبدالمطلب د دوری مهمه پیښه دفیل دکال پیښه وه . هغه داسی چی ابرهه دیمن مسیحی رومی واکمن چی دکعبی درنښت اودخلکوورته تلل راتلل ولیدل ،نویی په یمن کی یوه کلیساجوړه کړه څوعرب دکعبی په ځاى هلته ورځی .

نه داچی څوک نه ورتلل، بلکی کوم عرب یی سپکاوی هم وکړ. ابرهه غوښتل څوکعبه ورانه کړی . له یوه لښکرسره دکعبی دورانولوپه نېت راروان شو. دلښکرپه سرکی یوفیل هم راروان ؤ.مکی ته دوه میله ورڅیرمه یی واړول .خلک یی واستول څودمکی دخلکومال ولوټی. کوم  خلګ هم چی دمکی خواوشا اوسیدل، دجنګ ځواک یی نه درلود.

ابرهه څوک مکی ته واستول . ورته وی ویل څودمکی خلک پوه کړی

 چی ابرهه جنګ ته نه دی راغلى یوازی کعبه ورانوی .که دمکی دخلکو

مشردجنګ خیال نلری ابرهه ته دی راشی .

عبدالمطلب هم ورغی ابرهه ته یی وویل :زما دوه سوه اوښان دی بیولی دی،  هغه غواړم .ابرهه ورته وویل :ته چی می ولیدلی په زړه کی می درته احترام پیداشو. خوداچی ستاسواوستاسو دپلرونودعبادت ځاى دنه ړنګولوپه ځاى مودخپلواوښانوغوښتنه وکړه راته خوارشوی .

عبدالمطلب ورته وویل :اوښان زمادی اوکعبه خپل څښتن لری ،هغه به یی وساتی . بیایی ابرهه ته وویل : دتهامی دسیمی دریمه برخه مال به درکړو خوکعبه مه ورانوه .ابرهه ونه منله اوعبدالمطلب تری ﻻړ .

کله چی ابرهه، دکعبی دورانولوپه نیت راووت .لوى خداى (ج) د ابابیل مارغان ورته وګمارل . هره یوه دری ،دری ډبری درلودې او د ابرهه په لښکریی وویشتی . هرچاته چی ورسیدله، هغه ووژل شو. دابرهه لښکرختم شو. دتاریخ په قول یوازی ابرهه اویوتن بل ملګرى یی یمن ته ورسیدل .

داپیښه په (٥٧٠- یا٥٧١م)کال کی وشوه. عربانوداکال دخپل تاریخ مبداوټاکله . رښتیادغومره مهمه پیښه هم وه .که کعبه ورانه شوی واى. دعربوتاریخ به بدل ؤ خوله دی پیښی سره دقریشووقاراوسیادت نور هم زیات شو.

دعبدالمطلب په دوره کی دزمزم څاه بیرته پیدا او وکندله شوه .

وایی عبدالمطلب زامن نه درلودل ،له ځان سره یی دا خبره نذرکړه چی که می لس ځوانان زامن ولیدل، یوبه قربانی کوم .کله چی په دی نعمت سرلوړى شو. دزامنوترمنځ یی قرعه (پچه)واچوله. هغه دعبدالله په نوم وختله .خو د اعبدامطلب لوڼواونوروخپلوانو،دهغه له قربانی کیدلوسره مخالفت کاوو. عبدالمطلب دکعبی په جوارکی دبتانوپه وړاندی په غیشودعبدالله قسمت معلوماوه .دلسواوښانوترمنځ یی قرعه (پچه) واچوله.دعبدالله په نوم وختله. داوښانوشمیریی زیاتاوو،ترڅودسلواوښانووارراغى .داځل د اوښانو په نوم د قسمت فال برابرشو.سل اوښان یی قربانی اوعبدالله وژغورل شو.

د عبدالمطلب زامن

عبدالمطلب  دوولس زامن درلودل چی ځینی یی مشهور هم وو.

- زبیر: دازوى ېې دفُجارپه جګړه کی دخپلی کورنى مشرؤ.

- ابولهب : اصل نوم یی عبدالعزى ؤ.له اسلام اومحمد(ص)سره په دښمنی کی مشهورؤ.

- ابوطالب :دمحمد(ص)په پالنه اومرسته کی یی لوى لاس درلود.له محمد(ص)سره یی ډیری ستونزی وګاللی، ان داچی دری کاله په شعب کی ورسره محاصره هم ؤ.دابوطالب اصلی نوم عبدامناف ؤ.

- حمزه (رض):په اسلام مشرف شوى دى .په احدکی شهیدشوى اوپه سیدالشهدانومول شوى دى .

- عباس (رض): نوموړی هم ایمان راوړى دى .

- عبدالله :دمحمد(ص)پلارچی دمحمد(ص)ترزیږیدنی وړاند ی وفات شوى دى .

نور زامن یی :حارث (مقوم) ،قثم،عبدالکعبه، حجل(مغیره) ،ضرار اوغیداق(مصعب)وو.

رسول الله (ص) شپږ ترندی (عمی- دپلارخویندی) هم درلودی چی یوازی صفیه پکښی په اسلام مشرفه شوی ده

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد