غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

امریکا غږ راډیو هم د کرزی پر خلاف کمپاین وکړ

  له بینوانه په مننه

سبحان الله الینګارى   

د پنجشنبې په ماښام امریکا غږ آشنا راډیو په خپله پښتو خپرونه کې د افغانستان د رسنیو پر قانون خبرې اترې درلودې چې یو تن ښاغلى هېواد دوست له اروپا څخه او ښاغلى سید داود د ارادې ورځپاڼې د امتیاز څښتن له کابل څخه ورسره میلمانه وو.
د خبرو اترو موضوع د رسنیو د قانون نه پاس کېدل وو، ډېره واضح ښکاره ده چې دا د اوسنی حکومت او ولسمشر پر خلاف تبلیغاتی کمپاین و، خو دغه پروګرام دومره به بیړه تنظیم شوى و،  چې هر اورېدونکى پرې پوهېده چې خبره څه ده؟
که څه هم د پروګرام کوربه سلیمان شاه د تل په څېر د خپرونې په پاى کې خپله غاړه خلاصه کړه چې ګواکی دا د مېلمنو نظر و د امریکا غږ رادیو او حکومت پکې غرض نه درلود، خو د پینځه څلوېښت دقیقو په اوږدو کې چې کومې مسالې راپورته کړاى شوې ډېرې څرګندې وې، د رسنیو د قانون خبره پخپله په داسې یوه حالت کې چې افغانستان له یوه پلوه په لمبو کې پروت دى، سیاسی جریانات ډېر تاوده وو، د رسنیو قانون هېره خبره راپورته کول په همدې موخه وو چې وښیی کرزى او حکومت اوس له دې نه د تبلیغاتی وسلې په توګه  کار اخلی. واقعیت هم همداسې دى، که ملی تلویزیون او رادیو د حکومت په واک که نه واى د ملکی تلفاتو او د بهرنیو ځواکونو د نورو نارواوو غږ به دومره نه و اوچت شوى چې بالاخره یې فرعونی ځواکونه دې ته مجبور کړل چې د افغان دولت اعتراض ومنی او د حل لارې ولټوی.
راځو د دې بحث ځینو برخو ته چې د نظر وړ کوربه له خپلو را بللیو مېلمنو څخه پوښتنې کولې او هغوى ځوابونه ویل، د یوه افغان په توګه ماته د کوربه پاچا صاحب سلیمان شاه! زیاتره پوښتنې داسې ښکارېدلې لکه د یوه خاص خدمت لپاره چې ګومارل شوى وی، د رهبری شویو پوښتنو ځوابونه د ښاغلی هېواد دوست لخوا ټول د ګوزارې وو، هغه د خپل وجدان او علمیت په حکم ځواب ورکاوه، خو د افسوس ځاى دا دى چې هغه د نام رستم به از رستم خبره ده، د ښاغلی حاجی سید داود پنځوس په سلو کې ځوابونه داسې وو چې هسې د چا د خوشالۍ او یا د خپلو فنډونو او ونډونو د چاغولو مساله پکې مطرح وه.
لومړى خو حاجی سید داود د یوه سابقه دار فرهنګی په توګه (ټولنیزو رسنیو) اصطلاح پنځوس ځله کاروله، اوس دا د ده د فرهنګی او ژورنالستیک علم او تبحر مصداق او نمونه وبولو که څه؟ ما خو دغه اصطلاح په رسنیو کې نه وه اورېدلې، ده چې کوم څه ته ټولنیزې رسنۍ ویل مطلب یې ډله ایزې رسنۍ وې، زه نه پوهېږم چې دا د ده خپل ایجاد دى او غواړی چې پر نورو یې هم ومنی که څه بله خبره ده. حاجی صیب ته که بې سویې ووایم امریکا غږ به هم ورسره توهین شی.
په بحث کې ځینې استدلالونه د حاجی صیب مجبوریتونه وو، دى چې له چا نه ډالر اخلی هغه خو باید حلال کړی! که د ملت هیلې او ارزښتونه پکې پایمالېږی که نه، د مثال په توګه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د رسنیو د قانون په باب وایی چې دا د بهرنیو په فشار جوړ شوى دى، حاجی داود په ډېر احساساتی ډول ځواب ورکوی چې:
متاسفانه کله چې د ځینو کسانو حزبی ګټې او یا حکومت موقف تر سوال لاندې راشی بیا پر بهرنیو انتقاد کوی، دوى دا نه ګوری چې همدغه بهرنی معاشونه ورکوی او همدغه خارجیان د دوى لپاره وژل کېږی!!
نن د افغانستان په لرې کلیو کې له هغه بې سواده بزګر او شپانه سره هم دا مساله حل ده چې خارجیان په خپلو هدفونو پسې راغلی دی، خو حاجی صیب له دومره علم او پوهې سره چې نوې اصطلاوې جوړوی او ځان عقل کل ګڼی بیا هم وایی چې خارجیان زموږ لپاره ځانونه وژنی!
نه پوهېږو چې د افغانانو په نصیب وژاړو او که د خپلو روڼاندو! په قضاوت یا د دوى په بې چاره ګۍ چې د څو ډالرو او یا کومې طمعې لپاره له جامو سره د خپل ملت په سترګو کې ورننوزی.
حاجی داود د یوې بلې پوښتنې ځواب ته فرمایی چې ملی تلویزیون د کرزی په لاس کې دى، په زیګنالونو کې یې د وزیرانو تصویرونه راځی!
د حاجی داود د دې خبرې معنا دا ده چې د کرزی او وزیرانو پر ځاى باید د بوش او اوباما تصویرونه په زیګنالونو کې راتلاى، ځکه چې هغوى ډالر راکوی!!
د رسنیو د قانون په باب د حاجی صیب خبرې د حافظ غونډاری ته ورته وې، ښکاره ده چې ده دغه متنازعه قانون نه و لوستى، دفاع یې هم په ړندو احساساتو او فرمایش وه، تر ټولو عجیبه دا چې ده په رسنیو کې ګډوډی یا د هېوادنیو ګټو خلاف خپرونې د قانونی خلا زېږنده بللې، په داسې حال کې چې د رسنیو پخوانى قانون نافذ دى، تر څو نوى قانون توشیح شوى نه وی همغه پخوانى قانون نافذ او عملی دى.
په لنډه توګه چې ما د آشنا رادیو له دې خپرونې څخه کوم پیغام واخیست همدغه و چې نور امریکا غږ رادیو هم د کرزی پر خلاف کمپاین ته را ووتله، دا چې پایله به یې د کرزی لپاره څه وی بېله خبره ده خو د افغان ولس لپاره دا یوه فاجعه ده، ځکه چې له کرزی سره د امریکا او یو شمېر لوریو مخالفت او دښمنی پردې نه ده چې ده کفایت نه درلود، بلکې پر دې ده چې پر هغوى یې توند اعتراضونه وکړل چې زما ولس بې ګناه مه وژنئ، امریکا اوس همغه هڅه کوی چې د کرزی پر ځاى داسې یو لاسپوڅى ولسمشر وی چې د حاجی صیب داود په وینا په قانون کې لاسوهنو ته ونه ګوری، ډالرو ته وګوری!
د وروستۍ خبرې په توګه زما پردې بشپړ ایمان دى چې افغان ملت به ووژل شی، نور به هم وځورېږی، نور به هم خوار شی، خو ذلیل به نشی او نه به کوم ذلیل ته سر ټیټ کړی.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځی محصل

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد