غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

مظلوم فلسطین

مظلوم فلسطین 

 

 

له ریان ټکی نه په مننه                                                                        

 

تر اسلام وړاندی د فلسطین په خاوره کی کنعانیانو،فلسطینیانو اوعبرانیانو ژوند کړى دى او فارسیانو،یونیانو،نبطیانو او رومیانو په دی خاوره واکمنی درلوده . په دی ټوله زمانه کښی عبرانیانو(یهوادانو،اسرائیلو) د داود او سلیمان(علیهماالسلام) په وخت کښی  په دی سیمه حاکمیت درلود چی بیایی حکومت دوه ځایه او پسی ختم شو.

دعمر (رض) دخلافت په زمانه کښی چی دفلسطین خاوره مسلمانانو ونیوله، یوه یهودی کورنۍ هم پکښی مېشت نه وه اوحکومت یې له مسیحیانو سره ؤ. ترهغه را په دې خوا مسلمانانو ورباندی واکمنی درلوده ،تر څو دصلیبی جګړو په مهال یو دوه ځله دمسلمانانو اومسیحیانو ترمنځ لاس په لاس شو، خو سلطان صلاح الدین ایوبی بېرته هغه له مسیحیانو څخه وژغوره او دمسلمانانوحکومت پکښی جوړ شو.

دشلمی پېړۍ په پیل (١٩١٤) کښی چی انګریزانو دعثمانی خلافت دتجزیې لپاره توطیې کولی ،دعربانو په مټ یی فلسطینی خاوره له عثمانی خلافت څخه بېله او دانګریزانو تر واک لاندی راغله او په ١٩٢٢ کال دملتونو ټولنی د انګریزانو یوه لایحه لاسلیک کړه چی په هغې کی دیهودی حکومت جوړېدل او دانګریزانو سرپرستی مهم ټکی وو.

وروسته انګریزانو، یهودانو ته دازمینه سازی وکړه چی هغوى له نورو هیوادونو څخه فلسطین ته راشی، هغوى په وسله او نورو امکاناتو مجهزشی.

د١٩٤٨م کال په جون کښی چی انګریزانو د وتلو اعلان وکړ ،په هم هغې ورځ دیهودی دولت دجوړیدو اعلان هم وشو.

دیهودی اژانس له لوری دفلسطینیانو ځمکی اخستلی کیدلی اویهودی حکومت فلسطینان دی ته  اړ ایستل تر څو خپل کورونه اوځمکی پریږدی او یایې خرڅی کړی ....

دا مظالم روان وو، دعربانو نفوس کمېده او دیهودانو زیاتیده. غربی هیوادونو په تیره امریکایانو له یهودی حکومت سره هر راز مرستی کولی او په خپله کالنۍ بودیجه کی به یې ورته برخه بېلوله، په سیاسی ډګر کی چی به کله په ملګرو ملتونو کښی دفلسطین دخلکو دحق په دفاع کی کومه پریکړه کیدله ،امریکابه له خپله ناروا حق (ویتو) څخه ګټه اخستله او په دی سره دفلسطین دخلکو لومړنی حقوق تل تر پښو لاندی وو او دی...

داسرائیل ، امریکا او انګریزانو دظلمونوپه مقابل کښی فلسطینیان هم ناست نه وو او له ١٩٢٠م کال څخه یی دمظاهرو په بڼه پاڅونونه درلودل خو په ١٩٢٨،١٩٣٦ او ١٩٣٩ کلونو کښی وسله وال پاڅونونه وشول . په دې پاڅونونو کښی دشیخ قسام دملګروپاڅون مهم ؤ چی نوموړى پکښی شهید شواو دفلسطین دشهید په نوم ونومول شو.

ددی ترڅنګ د فلسطین خلکو سیاسی - نظامی تنظیمونه جوړ کړل چی مهم پکښی دالفتح تنظیم ؤ چی د یاسر عرفات او اوو تنو نورو ملګرو له لور یی په ١٩٥٨ کال بنسټ کیښودشو ، یو بل نشنلستی سازمان د جورج جش په مشری په ١٩٦٣ کال له مارکستی افکار و سره څرګند شو. همداسی نور تظیمونه جوړیدل تر څو د PLO (د فلسطین د ازادی سازمان) را منځته شو.

ددی مبارزو په لړ کښی، یو هم د ١٩٦٧ کال د عربو او اسرائیلو جګړه وه چی اسرائیلو له فلسطینی خاوری څخه علاوه د عربو نوری سیمی ونیولی او تر اوسه لا هغه خاوره له دوی سره ده . یوازی د مصر نیول شوی خاوره یی د کمپ دیوید د معاهدی په اساس  چی دمصر دواکمن ،انور السادات،دامریکا دمشر، جیمی کارتراوداسرائیلود لومړی وزیر، مناخم بیګن تر منځ لاسلیک شوه بیرته پریښودله . په دی تړون کښی د فلسطینانو لپاره د اردن د رود په لویدیزه څنډه اود غزی په تراډه کښی د کورنۍخپلواکی خبره هم شوی وه .

امریکایان غواړی تر څو فلسطینان هم یو کمزوری دولت ولری او اسرائیلو ته د حکومت مشروعیت پیدا شی ،خو اسرائیل پرته د فلسطین له ټول تسخیر څخه په دی هم خوښ نه دی . کله په همدی پاته فلسطینی خاوره بمبارد کوی . کله ټانګونه ورباندی مارش کړی، کله یی سرحدونه تړلی وی او کله نور مظالم کوی .نه فلسطینی مهاجر خپلی خاوری تر پریږدی او نه د یهودانو په میشت کولو بندیز منی .

د یهودانو وروستنی تیرى، ددی اونۍ تیرى دى چی په سلګونو فلسطینیان یی شهیدان او ټپیان کړل، بندیزونه یی ورباندی ولګول او ورباندی دځمکنی برید په  په لټه کښی دی .

اسلامی کنفرانس،د عربو اتحاد، ملګری ملتونه،اروپایی هیوادونه او نور به ترهغو کوم اقدام ونکړی ترڅو دا برید هم عملی نشی. ځکه د څه ویلو په صورت کښی به یا امریکایان ورباندی سترګی برګی کړی او یا به د ویتو حربه ورباندی  استعمال کړی .

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد