غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

جنرال سفیر

جنرال سفیر 

له ریان ټکی نه په مننه                                                                                          

 

دایوحقیقت دى چی دامریکا متحده ایالات هیڅ نه لری .انسانی لومړنۍ فطری اړتیاوی ،اجتماعی ژوند،دین ،امنیت ،سکون اوډاډدی . خوپه امریکاکی دایوهم نشته .

دټولنیز ژوندلومړنۍ کړۍ کورنۍ ده ،هغه هلته شکیدلی ده . دپلاراوزوى ،لمسی اونیکه ،لور اومور،لمسۍ اوانا خواخوږی فقط دکال دلومړی ورځی ترسوغات پوری محدوده ده . ترنکاح بی نکاح روابط پکی ډیر دی اواولادچی یی هم په دی ماحول کی زیږی ،هغسی پردی دی . دنوروټولنو په څیر دګډی ناستی ولاړی ځایونه پکښی نه شته ،که شته هغه هم تشریفاتی اوحکومتی مراکزدی ،ټوله مشغله یی فلم اوسینما ده او...

په امریکاکی په نوم ډیردینونه شته، خوپه عمل کی ورباندی هیڅ دین سیورى غوړولى نه دى . اکثرخلک پکښی کاتولیک مسیحیان دی خودهغوى  لپاره دین یوازی دکلیسا ترتللو محدود دى .چیری چی دین نه وی، هلته سکون اوډاډنشته او...

په امریکا کی دامنیت په هکله هیڅ ډاډنشته،هلته څوک پیسی ګرځولاى نشواى ،فقط چیکونه دی چی کښته پورته کیږی اوغلاکیدلاى نشی .

دجرمونو؛که وژنه،شوکی اوغلاوی دی اوکه جسمی اوجنسی تیری، خوترټولو هیوادونو یی ریکاډلوړدى ...

امریکاچی څه درلودل،هغه ددیموکراسی نوم دى اودهغوى دټولوکارونولپاره یوبرغولى و،خوکله چی یی په افغانستان اوعراق تیرى وکړ،بی قانونه حکومتونه یی ورباندی وتپل اودهغوى لپاره دهر ډول جرم اوجنایت مرتکب شول ، هغه ددیموکراسی رنګ هم تری لاړ .په تیره چی کله دامریکایانوکړه وړه له خپلومخالفینوسره ولیدل شول چی نه یی په سر اومال ،نه یی په عزت اوپت اونه یی هم په دینی شعایرواوملی عنعناتوصرفه وکړه،ریښتیاهم ورسره دنفرت کچه دومره لوړه شوه چی ډیرو دوستانویی په ځان اودوی لعنت ووایه .

امریکا له دی سره،سره چی په ټوله نړۍ کښی په سلګونوپوځی مرکزونه لری د پوځی نظامونومرسته کوی،هرڅوک چی ددوی دنظامی ګټومخالف وی ،هغه یی دښمنان بللی دی،خوکه دددوی په پلوی هرڅومره ظلم کیږی،هغه دیموکراسی ده.

ددی ټولوکارونو،تیریواوظلمونووروستنۍ اووتلی نمونه،په افغانستان کښی دامریکایی نظامی  سفیر ټاکل دی،هغه چی په افغانستان کی نظامی قوماندان اودلته دټولووژنو،نیولواوشړلومسؤل ؤ،نن په سیاسی چوکاټ کی سفیر مقرریږی .

هغه به پرته له همداسی نظامی کړو وړوبل څه ونه لری،ځکه هغه دسیاست سړى نه دى، هغه یوپوځی جنرال دى،یوازی همدی سفارت سیاسی بڼه درلوده،هغه هم ورباندی نظامی شوه،داسی ښکاری لکه په افغانستان کښی چی امریکا اضطراری اونظامی حکومت اعلان کړى وی .

ویره داده چی همدادسفارت پوځی کیدل ،ددی لپاره مقدمه نه وی چی یوبل دیکتاتور، دبن(جرمنی)دبرخوویشونکی خلیل زاد،ښاغلی کرزى څنګ ته نکړی اوهغه ځاى هم یوامریکایی دیکتاتورونه نیسی....

 

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد