غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

بوش چې منځ لاری ونه موندل، اوبامایې څنګه مومی ؟

بوش چې منځ لاری ونه موندل، اوبامایې څنګه مومی ؟

عبید، خلیل

اته کاله وړاندې چې دامریکاپه مشری  صلیبی یرغلګرولښکرو ، دافغانستان پاک ټاټوبى اشغال ، واکمن اسلامی نظام یې پکې ړنګ ، داسلامی امارت  یوشمیرمسئولین اوفوځی قومندانان اسیران اوشهیدان شول ،صلیبیانو او اجیرانویې فکروکړ،چې نوردوى خپلې موخې ته ورسیدل ، دطالبانوځواک اوغروریې اوبه کړ، واک ، اغیزاوپاکې نظریې ته یې ددوى په اټکل دټول عمرلپاره دپاى ټکى کیښود .هماغه ووچې په کابل کې یې یوه ګوډاګى اداره وتپله ،دناولې ، رټلې اوتیرایستونکې دیمکراسى دتپلوپه خاطریې په اسلامی اقدارو، اوافغانی روایاتو په ډاډه زړه ګوزارونه پیل کړل

زمونږ په یاددى چې کله داسلامی امارت  زرګونه مجاهدین دامریکاداشغال  په ړومبیو شپوکې دافغانستان په شمال کې ایساراودګلمجموملیشوپه  لاس دامریکایانوپه حکم ترقتل عام  اووحشت لاندې وواوپه یوه شپه کې  په جنګی کلاکې له زروتنوډیرطالبان اومجاهدین لولپه کړاى شول ، په هغه مهال دامریکاددفاع وزیر(رمزفیلډ) دجنګی کلادغمیزې په اړه وویل : په شمال کې ایساراواسیرطالبان هیڅکله دنړیوالوبشری قوانیو تردائرې اوعاطفې لاندې نه راځی ، دوى ټول بایدمړه اوله همدغسې  مستبدسرنوشت سره مخ شی

هو! په هغه مهال امریکایانوپه خپل ټول ځواک هڅه کوله چې  داسلامی امارت  غړی ، افراد، پیروان اویادجهاداوخپلواکى په روحیه سنبال  وګړی  له منځه یوسی اویاهم دامریکایی غلامۍ  کړئ دهغوغاړو  ته واچوی ، یانې هلته   امریکایان اواجیران یې په هیڅ بیه چمتونه وو، چې طالبان هم دبشریت په دومره لویه دنیا، بې شمیره بشری سازمانونواوقوانینوکې پټ  دژونداوچیرته دمیشتیداحق ورکړاى شی ، په هغه مهال یې له طالبانوسره خبری لویه ناروابلله ، نه یې پکې منځ لاری پیژندل اونه هم اعتدال پسندی، بلکې ټول  یې دمرګ ، شکنجې اوزولانې مستحق ګڼل !!

خوچې کله غیرتمنوطالبانودافغانستان داسلامی امارت توغ یوواربیاراپورته، رپانده اوبیرته پرې راوګرځیدل ، په اشغالګرویې  دهیوادپه لراوبرکې ګوزارونه پیل کړل  اودایې په اثبات ورسوله چې  افغانان ددې عصردفرعون په وړاندې هم دمقابلې اومبارزې  هوډلری اوپه ګونډوکول یې غواړی  اوبوش اوایجنټانویې هم ومنله  چې  داسلامی امارت  قیادت اومجاهدین سره کوشیراوکلکې مقابلې ته چمتودی ، نوبیایې داډنډوره پیل کړه ، چې طالبانوکې دوه ډلې اومفکورې شتون لری چې یوسخت دریځی اوبل منځ لاری دى اودوى له منځ لاروطالبانوسره خبروته چمتودى

هماغه وو، چې څه نمایشی ګامونه یې پورته کړل  دکابل دادارې په چوکاټ کې یې دسولې اوپخلاینې په نوم پروسې  دخپلودرباری .............. په بڼه کې په کارواچولې اوله تیرواتوکلونوراهیسې یې په دغه برخه کې خپلې هرډول حربې  وکارولې ، دزر، زور، تهدید اوتشویق  پراخ کمپاین  یې وچلاوه ،

 ولې  دلوى خداى (ج) په نصرت  هیڅ یې هم ترلاسه اوګوتونشوکړاى ، دافغانستان اسلامی امارت له اته کلنې  جهادی مبارزی  سره سره دیرغلګروددغې دسیسی په مقابل کې هم سخت مقاومت وکړ، ددرزاچولواوویشلوپه  ډګرکې یې هم  صلیبیانوته دسرپه کاسه کې اوبه ورکړی او یوه وړوکې ډلګۍ هم  داسلامی امارت په  لیکوکې  پیدانشوه چې  دجدایی ناره پورته کړی  اوڅوک وښیی چې دادى په طالبانوکی هم بیلابیلې ډلې شته !

اوهغه یوڅوتنه طالبانوته منسوب خلک چې له کوم بند اونیونې پرته کابل ته تللی اوتسلیم شوی ، ځینې وخت یې  استخباراتی  کړى اخوادې خواپړسوی،ترڅو له طالبانو سره  دخبرواترواومذاکراتونغاری پرې  وغږوی خوبیاهم تراوسه  دکابل اداره اوباداران یې  ندی توانیدلی چې کوم کنډواوتشه پرې ډکه اوپوره کړی ،  علت یې دادى چې اصلاهغوى له  لویه سره داسلامی امارت  شعوری اوبنیادی  غړی نه وو اونه هم دی ، بلکې اسلامی امارت ته هم له پخوانیوجهادی ډلوورپاتی وواوامارت هغوى ته چوکی اویولړامتیازات ورکړی و،  چې کله هغه چوکی اوامتیازات ختم شول ، هغوى بیرته دامتیازاتواوچوکی دترلاسه کولوپه لټه کابل ته لاړل اوتسلیم شول چې دغه خلک هیڅکله داسلامی امارت  دلیکې  دخیل مرکزی خلک نه وواونه هم کیدلاى شی 

اوس چې دامریکاپه قیادت کې بدلون راغلى ، دبوش ځاى اوباما، نیولى اواوبامادخپلې نوی تګلارې ترشعارلاندی نوی ګامونه اخلی ،نوفکرکوی چې  دطالبانودخپل منځی  ویشلوپه برخه کې  لکه چې له ده نه مخکینى  امریکایی ادارې چندانې کارندی کړى ، نوځکه اوباما، څوورځې وړاندې  له نیویارک ټایمزسره په خبروکې په افغانستان کی دطالبانوپه وړاندې دمخامخ جګړې  دماتی د منلوترڅنګ ، داخبره له خولې راوویسته چې دده اداره به هڅې وکړی ترڅو په طالبانوکې  تفرقه واچوی اومنځ لاری  پکې پیداکړی

خواوباما، بایدپوه شی چې ترده مخکې بوش اوایجنټانویې ددوی په اصطلاح دطالب منځ لارودموندلوپه برخه کې ډیرې لارې اوګودرې لټولی  اوهرډول لومې  یې وځغولې ،  چې هیڅ یې ترلاسه نکړل ، اوس چې اته کاله هم تیرشوی اوپه دغه برخه  کی دامریکایانویوې حربې هم کومه نتیجه نده ورکړی اوخپله دغرب دڅیړندویه سازمانونوپه راپورونوکی، دافغانستان اسلامی امارت دهیوادپه 72فیصده ځمکه واک اوحاکمیت لری ، ناټوله خپل ټول ځواک سره  دافغانستان  جګړه ناکامه ، بې فایدې اوطالبان ، نه ماتیدونکی جنګیالی بولی ، نواوس خوبلکل ممکنه نده چې اوباماطالبان سره وویشی چوکۍ خوښونکې پکې راوټوکوی  اومذاکراتوته یې چمتوکړی ،ځکه چې اوس هردعقل خاوندپوهیږی چې په افغانستان  کی فوځی  وضعه دچاپه ګټه اوافغان ولس دچاترخواولاړاوهمکاردى  

اوپه پاى کې اوباما، ته ددې خبرې یادول ضروری  دی څو پوه شی چې دطالبانواوقیادت ترمنځ یې یوه داسې  کلکه اونه شلیدونکې رشته اوتړاو شتون لری ، چې هغه دډالروپه زور، دچوکى اوامتیازاتوپه  هڅونواودګوانتانامو، بګرام اوتیروجنکی کلاووپه شکنجواوزندانونونه پرې کیږی

، نوښه به داوی چې  اوباما، له دغه ناکامې اوپرشادتمبول شوې پروژې  پرځاى  معقوله  لارغوره اوانتخاب کړی ، دافغانستان اشغال ته دپاى ټکى کیږدی اوامریکاله تل پاتې نابودى نه وژغوری !!

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد