غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

دیموکراسی هم یو رنګ شوى شغال ؤ

دیموکراسی هم یو رنګ شوى شغال ؤ 

له ریان ټکی نه په مننه                                              

 

ما یوځل د امریکا د متحده ایالاتو ته سفر کړى ؤ. هغه مهال زما په ذهن کی، دهغه هیودا د نظام په هکله په یوه کتاب (امریکای را که من دیدم) کی جوړ شوى انځور پروت ؤ. خو کله چی می په عمل کی هغه ژوند ولید او ذهنی تصویر می بیا بیا جوتیده. له ماسره دا فکر پیدا شو چی،په امرکایی (دیموکراسی) نظام کی شتمنی، ازادی، بی بند وباری، د غرایزو د اشباع اسانه لاری او نور هر څه شته خو، ډاډ نشته . د جرمونو شمیره زیاته ده. داسی وږی کسان کم ندی چی،په حکومتی مرستندویه ځایونو، ددوکانونو په مخکښی، د سړک په غاړه او د میترو په دروارزو کښی شپی ورځی سبا کوی...

په سیاست او اداره کی راته یوه مرموزه دیکتا توری ښکاره کیدله. خو ددی دیکتاتوری شکل او ډول هم نوی او ماډرن ؤ. هغه دیکتاتوری د مطلقه پاچهی، امپراتوری، کودتا یی رژیمونو، بی فرهنګه ملیشو او د کمونستانو د نړۍاو یو ګونده دیکتاتوری ته ورته نه وه. هلته دیکتاری متقابله وه. یوه لابی(ګروپ) په حکومت حاکمه وه. حکومت په خلکو حکومت درلود.

کمپنیو په سیاست کی اثر او رسوخ لاره او واړه شرکتونه د حکومت له لوری استخدام شوی وو.  ددیکتاتوری غوښتنی په حکومتی نظام کی نه.، بلکی په ټوله معاشره کی پلی کیدلی. چور راته د ګوتو تر زوره شکار شو...

خو دا چی ډیرو تبلیغاتو، په هغه نظام پره غوړولی وه. دیموکراسی د بریالی ټولنی اصل خپل کړی ؤ. ما هم څه منفی خبره پکښی کولای نه شواى .

د جهاد په دوران کی، یو افغان امریکا ته روان ؤ. ما ورته وویل: هلته په امریکا کی به، ددی ځاى د کمپ د ژوند ډاډ ونه مومی. هغه راته خورا لنډ ځواب  راکړ:( نه صاحب برداشت متفاوت است.)

رښتیا دد یموکراسی په هکله څه منفی خبره کول داسی بلله کیدله ګواکی په یوسپیڅلی حریم تیری شوی دى .

(خو هله به خبر شی چی امریکایان عراق ته ورشی)

شپی ورځی تیریدلی بهانی جوړیدلی،دروغ او رښتیا وویل شول او په پای کی، هغه مرموزه دیکتاتوری( دیموکراسی) په B-52 الوتکه کی را بار شوه. په هغو بمونو یی بی دفاع افغانان وویشتل، چی داسی بمونه تر اوسه په نړۍ کی استعمال شوی نه وو. خطا ایستل هلته ښکاره شول چی، زوی به یی د یوی الوتکی په بمب شهید شو او مور ته به یی بلی الوتکی بیسکویت را اچول . د مړو شمیره یی د کانتیرو په پیمانه وتلله شوه.

په بندیانو داسی وسایل وازمویل شول چی، تر اوسه یی چا د تخنیک په هکله څه اوریدلی نه وو. د بندی به ټول حواس له کاره لویدلی، په سر باندی به یی دروند وزن ځوړند ؤ. په سپو یی وداړل او په جنسی تعذیب یی وکړول . بده لا دا چی دا جنسی تعذیب یی قانونی جزا وبلله .

له زندانونو څخه بهر، د سیاست په ډګرکی، د بن په لوبه کی چی رښتیا هم هسی سرونه یی را ټول کړی وو. ددیموکراسی په فضا کی ښاغلی سیرت ،یوولس  رایی یووړی اوښاغلی  کرزی دوی ، خو دهغی مرموزی دیکتاتوری(دیموکراسی) چی درک شوی وه اما ښکاره کیدلای نشواى، خپل کار وکړ او ښاغلى کرزى په دوو رایو خو، د خلیل زاد په زور واکمن شو.

په لویو جرګوکی، په خپله دد ولت په اعتراف ددیموکراسی څرګندونه په ټوپکونو وشوه. اساسی قانون هم په همغسی فضا کی پاس شو.

د انتخاباتو د کارتونو د اخستلو لپاره، د محرومیت حربه کاریدله. رښتیا ددیمووکراسی الفاظ یی لا سره وشندل او په کوم رنګ چی رنګیدلی وه هغه رنګ په افغانستان او عراق کی د مظلومانو په وینو بدل شو.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد