غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

سپینه خبر

سپىنه خبر

امرىکا دافغانستان جنگ ضرور باىلی !! 

 

د یو سړی زوی   چاقتل کړی وه او هغه یو وکیل سره خبره کوله چی په څو روپیو راته د زوی قضیه خلاصولاشی؟ وکیل ورته وویل چی پنځه زره روپی به راکړی مګر د ددوسی د دروندوالی په مقابل کی دغه پیسی ډیری کمی وی نو ځکه د هلک پلار د بل وکیل سره په پنځوس زره روپیو فیصله وکړه او پیسی یی ورکړی، وکیل خپل ټول وس وکړو او تر اوږدی مودی وروسته په هلک د اعدام فیصله وکړه، د هلک پلار ولیدل چی وکیل ډیره خواری وکړه خو کامیاب نشو نو ځکه یی خپلی ګیله هم ترینه ونکړه. کله چی د عدالت په زینه باندی د هلک پلار د اخیری ځل لپاره راښکته کیده نو هغه لومړی وکیل ورته لاندی ولاړ وو، او ورته یی وویل چی دا کار ما درته په پنځه زره روپی کولو خو تا په خپله په پنځوس زره روپیو وکړ.

امریکایان چی کوم کاردڅوکلونوڅخه وروسته کوی بایدچی نن یی وکړی تر څو د خپلو ځوانانو، او هم د افغان مظلوم ملت د مرګ او درد مخه ونیسی. ځکه هغه څه چی ړیوال اووه کاله وروسته ګوری دا ترینه په ښکاره جوتیږی چی امریکا د افغانستان جنګ بایللی دی خو هغوی لکه چی الله ج فرمایلی دی دحیواناتو څخه هم بدتر دی. د امریکایانو د شکست ځینی ښکاره دلایل دا دی: ۱. د امریکایانو په وړاندی کرکه، نفرت او د افغانانو مسلحانه جهاد د هر کال په تیریدو زیات شوی دی او د امریکایانو او د هغوی د لاسپوڅو د مړینی تعداد ورځ په ورځ زایتیږی.

۲. جنګونه او بغاوتونه د غرونو څخه اوس ښارونو او حتی پایتخت ته راورسیدل.

۳. د امریکایانو اعتبار په عامو خلکو کی د صفر سره برابر شو، ځکه خلکو چی کوم امیدونه لری چی د امریکا په راتلو سره به سرکونه پاخه شی، بریښنا به هر کور ته ورسیږی، بیکاری او بی وزلی به له منځه ولاړه شی او په علمی، امنیتی، اخلاقی او صحی برخو کی به د پام وړ بدلون راشی، هغه یو هم ونشو حتی د کیفیت او کمیت دواړو له مخی نور هم د بربادی خواته ولاړو.

۴. په بین المللی ډول د امریکایانو لاسپوځی اداره په رشوت،نا اهلۍ،اداری فساد، د مخدراتو په کاروبار او داسی نورو صفاتو وپیژندل شوه.

۵. هغه ویره او ډار چی د امریکایی قواوو څخه موجود و، د خلکو له زړونو څخه وتلی او اوس خلک د زندانی کیدو او وژلو پروا نکوی، حتی د ښار ماډرن هلکان هم اوس د جهاد او د یرغلګرو سره د مقابلی حوس کوی، او په دی امید دی چی څومره ژر کیدای شی خپله ونډه ترسره کړی.

۶. د امریکا اکمالاتی لاره چې د کراچۍ څخه تر خیبره غزیدلی ده، اوس د لری پښتونخوا د خلکو لخوا تر دروند فشار لاندی ده او ناتو او امریکایان نشی کولای چی دا لاره نوره استعمال کړی. او که ددی پر ځای هره بله لاره وکاروی نو باید مالی لګښت یی څو چنده زیات شی. او دا هم ممکنه ده چی هغه لاره یی هم د تهدید لاندی راشی او پرتی قواوی یواځی د هوا له لاری اکمالات وکړی چی دا به بیا امریکا ته ډیر ژر د ماتی زیری ورکړی.

۷. امریکایان اوس غواړی په افغانستان کی اربکی جوړ کړی چی دا د یرغلګرو اخری او وروستی هڅه وی تر څو د خپلی خاوری خلک په خپلو خلکو ووژنی. دا ټول کارونه روسانو یوه لسیزه مخکی په همدی شکل سره ترسره کړی وو خو انجام یی څه شو؟

۸. کله چی هر ظالم په تندی سخت ګوزار وخوری او نور د جنګ تابیا نلری نو بیا د سولی خبری شروع کړی، که دا خبری د مسلحومجاهدینو سره وی، نو ولی دا اوه کاله مخکی نه کیدی؟ څه وشول چی دی ته رامات شول چی خبرو ته غاړه کیږدی؟ درد یی ولید، مقاومت یی ولید، د ایمان زور یی ولید او یو څو جنازی یی په کور ورننوتی.

۹. ډیر ژر به دیرش زره تازه دمه امریکایی عسکر راورسیږی او د افغانستان په مختلفو ځایونو کی به ځای پرځای شی، او هغه مخالفین چی په میاشتو میاشتو انتظار باسی تر څو امریکای کتار په ګوتو ورشی، اوس به هره ورځ او یا هره اونۍ یو ښکار وربرابریږی او په دی شان به د جنازو لړی د غربی هیوادونو په خوا تیزه شی. په نتیجه کی به غربی وګړی او په خاصه توګه د مړو شویو کورنۍ د خپلو حکومتونو سره په جنجال واوړی او پر حکومتونو به فشار راشی، په دی ډول به یو یو هیواد خپل عسکر اوباسی او امریکایان به یواځی پاتی شی، جنګی مصارف به یی لوړ شی او په هغه ویروس به اخته شی چی روسان پری اخته شوی وه.

۱۰. د افغانانو مقاومت لله الحمد په هیڅ خارجی کومک ندی ولاړ پرته د الله ج د مرستی څخه. نو ځکه دا یو دوامداره جګړه ده، او هیڅ مالی او ځانی خارجی مرستی ته اړتیا نشته، هر افغان څه ناڅه وسله لری او افغانستان دداسی میندو څخه ډک دی چی هر کال یو بچی راوړی او بیا هغه ته په کوچنیوالی کی د جهاد او شهادت درس ورکړی. ما ډیر داسی کسان لیدلی چی په زامنو د شهیدانو نومونه ږدی او بیا وایی چی زما زوی غټ شی دا به هم جهاد کوی او که خدای ته منظوره وی د شهادت مقام به ترلاسه کوی. خیر که ددی کسانو تعداد د خلکو په نظر کی کم هم وی، خو تفاوت په دی کی دی چی یوی خوا ته هغه کسان دی چی په جنګ کی مرګ خپله کامیابی او سرلوړی ګڼی او بلی خوا ته داسی کسان چی په هیڅ قیمت مرګ ته حاضر ندی او د دنیا ژوند د هغوی لپاره هر څه دی.

اوباما به افغانستان ته ډیر پوځونه راولیږی، د بش غوندی دی خپل ځان ستړی کړی، څه چی یی له لاسه پوره دی ودی کړی، خو په یاد ساتی چی ډیر ژر به ووینی چی خپله پالیسی بدله کړی او بیا به وایی چی مونږ خپل پوځونه د افغانستان څخه اوباسو او نور مونږ دلته نه پاتی کیږو، بیا به د کابل په اداره کی ناستو لاسپوڅو ته ووایی چی بس نور مو کار خپل دی او هغه وخت به بیا دا یارانه نه وی.

امریکایان خو وایی چی دا جګړه به پنځه یا لس کاله ونیسی، دا هغه څه دی چی دوی ګومان کوی چی دوی به دا جګړه تر لسو کلونو پوری پرمخ بوځی، مګر مطمین نه دی چی ددی توانایی به ولری او که نه؟ خو ددی څخه خبر ندی چی ددوی مخالفین هم یوه اوږده او نه ستړی کیدونکی جنګی ستراتیژی په نظر کی لری او هغه دا چی هغوی د سلو کالو لپاره جنګی پلان لری، ځکه چی ما داسی کسان ولیدل چی اوس اوس خپلو زامنو ته دوه دوه او دری دری ودونه کوی او هغوی ته وایی چی کوښښ وکړی چی زیات زامن وزیږوی اوبیا دآزادۍ درس ورکړی تر څو د غلیم سره قربانی ته تیار شی او په راتلونکی کی دا تحریک پر مخ بوځی.

نو زما توصیه (درخواست ندی) د امریکا نوی ولسمشر ته دا دى چی لږ په خپل ګریوان کی سر ښکته کړی او هغه فیصله نن وکړی کومه چی به په څو راتلونکو کلونو کی کوی، مګر بیا به ډیری ځوانی خاوری شوی وی او ډیری ښځی به کونډی او ډیر ماشومان به یتیمان شوی وی خو هیڅ به هم په لاس ورنشی

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد