غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

لیلام،لیلام

لیلام،لیلام  یوکلى په سل ډالره 

 

له ریان ټکی نه په مننه                                                                                         

رښتیا خبره ده چی هر انسان د خپلی ژبی شاته پټ دى، ترڅو چی څوک خبره ونکړی، نه معلومیږی چی (په ویرانه کی خزانه ده) او که (نادان خوش لباس) یو حکومت،نظام،تنظیم او مفکوره هم کله چی په عمل کښی پیاده شی معلومیږی چی څومره کفایت لری.انسانیت ته څومره نیک مرغی را وړلاى شی او یا یی څومره د بدر مرغی کندی ته رسوی.

کمونیزم یوه مفکوره وه، د  حاکمیت ساحه یی په تړلی سیمه کی وه خو چی سوړه یی وکړه،په الوتکو او ټانګونو کښی افغانستان ته را ورسیدله. معلومه شوه چی هغه د وحشت او بربریت یوه ټولګه وه چی تر اوسه یی لا په وحشت کی شهیدان شوی او ټپیان شوی شمیرل شوی نه دی

دیموکراسی خو ډیروخلکوته  د جنت د ژوند یو بل نوم ؤ، خو چی په الوتکو کښی را والوته ،د ټانګونو په ورا کښی راغله ،بمبارد او وژل تړل یی بیلګی وی ،په بن (جرمنی) کښی خطا ایستل ،بی ریښو خلګ را ټولول او بیا د یوه هیواد په برخه لیک لوبی کول یی ولیدل شول ، معلومه شوه چی هغه هم شیطانی جال او تمثیل کووونکی یی ستر شیطانان وو.

لویه جرګه،انتخابات  او نور هرڅه یی زر،زور او تزویر وو

د ریاست جمهوری لپاره په انتخاباتو کی، ددیموکراسی د تمثیل لپاره یی د ډالرو کڅوړی خلاصی کړی.لکه د افغانستان د اشغال په مهال چی د قومندانانو بیه معلومه وه ، لوړه یی پنځوس زره ډالره وه چی ورباندی د هیواد داشغال د جواز وثیقی لاسلیک کیدلی.په لس زره ډالرو تنظیمونه جوړ او بیا د امریکایانو په چوپړ کښی ودریدل....

په هر حال خبره د انتخاباتو وه ،د کارت اخستلو لپاره تبلیغ وشو، له بازارونو او روغتونونو څخه په ممانعت خلک تهدید شول. د خلکو، په تیره ښیځنه وو په غیاپب کی کارتونه ور کړل شول او بیا د خیالی رئیس جمهورانو په صندو قونو کی هم د یوه شخص په لاس د یوه کلی کارتونه را غونډ او په هغی سیمه کښی د مسلط خیالی جمهور رئیس په صندوق کښی ولویدل.

کره خبره ده چی دیوه کلی د نارینه او ښځینه وو کارتونه د سل ډالره په اخستلو یو ځاى صندوق ته لویدل.

اوس بیا انتخابات را روان دی، تبلیغ او تهدید ورته کیږی. خو دا ځل به یی ممکن کلیو ته په بیه کښی فرق راغلی وی، ځکه هغه مهال لا ځینی بی تجربی خلکو څه هیله در لوده. ددولت وسله وال مخالفین هم په اوسنی موقف کی نه وو.نن سبا نه دخلکو داهیله ده چی دولت ،حکومت اوخارجیان به خدمت را ته وکړی او نه وسله وال مخالفین یی  دومره کمزوری دی چی انتخابات تهدید نه کړاى شی. دا چی کابل مصؤن نه دى، په ولایتونو کی خو د امنیت هیڅ څرک نشته. نوزما خیال دى چی دا ځل به د کارتونو بیه لوړه وی.خو که هر څومره لوړه شی، ایا په دی ارزی چی یا د خپل وجدان په خلاف، په داسی حال کښی چاته رایه ورکړل شی چی په هغه سره نورو بمباریو ،تلاشیو او وژنو ته مشروعیت ورکړی او یا د یوی رایی په ورکړه د سر تهدید په ځان ومنی.

زما په باور به داځل که ورته ورسیدل، د انتخاباتو پایله تر تیر وار خورا ورانه او ټول دار میدار به یی په غولولو ،دروغو او دوکو وی.

اوس چی اعلانونه کیږی ،په فلانی ولایت کښی دومره کسانو کارتونه واخستل او د میرمنو فیصدی پکښی تر ٣٠-٤٠ زیاته ښیی،ایا څه فکر کیږی د ښځو د کارتونو د اخستلو یو فیصد امکان شته.

ماته چی وضع معلومیږی خو دا امکان نه لیدل کیږی ،داسی کیدلاى شی چی هسی چاته  د وهمی اوخیالی نومونو په درج ،کارتونه وسپاری او بیا یی دډالرو په بدل کښی بیرته هغسی سر جم واخلی...

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد