غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

د کاندیدانو مارکیټ

                                د کاندیدانو مارکیټ (پوهندوى محمد اسمعیل یون)

 له بینوانه په مننه

 

ټاکل شوې ده، د روان کال په بهیر کې د افغانستان د جمهوری ریاست لپاره عمومی ټولټاکنې ترسره شی. طبعاً د هرو دا ډول ټولټاکنو پر وړاندې ستونزې پرتې وی. د هېواد امنیتی حالات، رقابتونه، ګډوډی، درغلی، د زر و زور استعمال، یو پر بل د تورونو پورې کول، د سپکو او سپورو الفاظو کارول، له انتخاباتو نه د ځینو کاندیدانو بایکاټ په، زور، چل او هنر د ځینو کاندیدانو ګوښه کول، د ټاکنو د نتیجو نه منل، د ځینو کاندیدانو چغې و فریاد، د کاندیدانو د پلویانو ترمنځ حق و ناحق جنجالونه، ناندرۍ او داسې نور ګڼ مسایل د ټاکنو د بهیر طبیعی ځانګړنې دی.
خو زه په دې لیکنه کې دې پورتنیو ځانګړنو یوې ته هم نغوته نه کوم، یوازې  غواړم د افغانستان د جمهوری ریاست د راتلونکو ټاکنو  لپاره د کاندیدانو ظرفیت، کفایت او اخلاقی جرئت ته د لوستونکو پام را واړوم او دېته اشاره وکړم، چې ددې ګڼ شمېر کاندیدانو د کمښت لارې چارې هم شته او که نه؟  نو تر ټولو لومړۍ دا پوښتنه مطرح کوم، چې څوک کاندیدان دی او څوک نور کاندیدېږی؟
سریزه: په مجموعی ډول د هر چا ذوق او شوق چې  پارېدلى، احساس یې په څپو راغلى، نو پرته له دې چې له عقل سره مشوره وکړی او ځان یو ځل د خپل وجدان په تله وتلی، ځان یې کاندید کړى، کومې نمونې  چې اوس یې ځانونه نوماند کړی، پر دې نمونو سربېره نورې څېرې او نمونې هم په راټوکېدو دی، چې په نږدې راتلونکی کې به یې شاهدان یو، که هغه نمونې مو ولیدلې، نو پر دې اوسنیو به شکر وکاږئ! ښه به وی، چې دلته ددې کاندیدانو پر ډلبندۍ لږه رڼا واچوو:
١- د کور و کلی کاندیدان:
دا هغه ډول کاندیدان دی، چې ان د خپلې مېرمنې او د کور د نورو غړو خبره هم پرې بره ده، د هغو ځواب هم نه شی ویلى، خپل کلی کې یې هم څوک نه پېژنی، سیمه، ولسوالۍ او ولایت خو لا څه کوې. دده لپاره، نو دا تر ټولو ښه وسیله ده، چې ځان کاذب شهرت ته ورسوی، لومړى خپلې مېرمنې ته خپل حیثیت اوچت کړی، چې دا دى زه خو هم دومره یم، چې ځان مې ان د افغانستان جمهوری ریاست ته کاندید کړ، بیا به په خپلې ټولنې، کلی او ولس کې هم په پنځو کې یاد شی، غم، ښادی، واده، خیرات او فاتحې کې به د ګډون جوګه شی او دشهرت په دې  وړیا وسیلې به دکاذب شهرت پوړیو ته ورسېږی.
٢- سیمه ییز کاندیدان:
یو شمېر کاندیدان په کې داسې دی، چې یوازې د یوې سیمې یانې د یوې ولسوالۍ د یوې برخې یو څه کسان پېژنی او یو شمېر کسان دى پېژنی، دوى فکر کوی، چې ټول افغانستان همدا دى، ځکه چې دومره خلک دى  پېژنی. ددې ډول کاندیدانو  د فکر دایره ډېره تنګه وی، دوى افغانستان په همدې  دایره کې ګوری. اصلاً د خپل هېواد له جغرافیایی، سیاسی او ملی جوړښت څخه ناخبره دی. یو وخت زموږ په کلی کې یو نداف و، خورا خدمتګاره او صادقه سړى و، خو په خپل ټول عمر کې له کلی لرې چېرته نه و تللى. د اعلیحضرت محمدظاهرشاه وخت و، یوه ورځ د کلی مشر یا خان ځان سره الینګار ولسوالۍ ته بوته، دا لومړى ځل و، چې ده الینګار ولسوالۍ لیدله، نو لومړى ځل یې د ولسوالۍ پر پنځه لس تنو عسکرو سترګې ولګېدې، چې د دېوال غاړې ته منظم ناست وو او سپینې خولۍ یې پر سرو  وې. دا د ټولې ولسوالۍ عسکر وو، چې ((قوۀ- ضربه)) یې ورته ویله. ده چې دا دومره عسکر ولیدل، نو خپل مشر ته یې وویل: ((او او باداره عسکر ګوره عسکر دا چې ما سره واى، نو ما پاچاهی نیوله...))
نو پر دې سیمه ییز کاندیدانو هم  همغه کانه شوې، چې په څو عسکرو ټوله پاچاهی نیسی، دوى د خپلې سیمې په حساب، ټول افغانستان محاسبه کوی.
٣- د ولسی جرګې په ټاکنو کې ناکام کاندیدان:
د جمهوری ریاست ټاکنو  ته  یو شمېر داسې کسانو هم ځانونه کاندید کړی، چې د ولسی جرګې لپاره په تېرو انتخاباتو کې یې ولایتی څوکۍ هم نه ده ګټلې، چې ورته ووایې هغه دې ونه ګټله، نو دا به څنګه وګټې؟ نو سم له لاسه ځواب درکړی، والله نو هلته خو ډېره درغلی وشوه، اوس خو حالاتو هم تغیر کړى، کرزی نه هم ټول خلک خفه دی، نو ځکه مو ځان کاندید کړى، نو چې ورته ووایې: کرزی نه چې خفه دی، نو له تا څخه خوشاله دی که څنګه؟ نو بیا وایی چې انتخاباتو کې د ځان کاندیدی د هر چا حق دى، موږ هم له همدې حقه ګټه اخلو او داسې  نور دلایل به بیان کړی.
٤- د ولسی جرګې په ټاکنو کې بریالی کاندیدان:
د اوسنیو کاندیدانو په ډله کې بیا یو شمېر داسې هم دی، چې اوس د ولسی جرګې غړی دی، له هرې لارې چې تللی، خو تللی او اوس د ولسی جرګې غړیتوب لری. دوى هم ځانونه کاندید کړی، ددې یوعلت دادى، چې د ولسی جرګې لپاره په راتلونکو ټاکنو کې په هېڅ وجه خپل  سیټ نه شی ترلاسه کولاى، نو په همدې پلمه ځان جمهوری ریاست ته کاندیدوی، که سبا څوک ورته ووایی چې ولې دې ولسی جرګې ته ځان کاندید نه کړ؟ نو  دى به ورته  ووایی، چې دا نو زما لپاره شرم دى، چې ځان ولسی  جرګې ته کاندید کړم، ځکه چې زه خو جمهوری ریاست ته کاندید وم. په همدې  کسانو کې زه داسې یو څوک پېژنم، چې د ولسی جرګې په انتخاباتو کې یې نږدې (٨) لکه ډالره مصرف کړل، چې ایله (٨) زره شاوخواو کې رایې پرې پوره کړی، یانې ټول مصرف شوی ډالر تقسیم دده پر وټرانو، هر وټر ته سل امریکایی ډالره رسېدل. اوس یې نو بیا ځان د جمهوری ریاست څوکۍ ته کاندید کړى دى، دې ښاغلی، د ولسی جرګې د کار په بهیر کې څو نامشروع قراردادونه ترلاسه کړل او یو څه پیسې یې اوس زېرمه کړی، غواړی په هغو د خلکو ضمیرونه  واخلی، خو له دې ناخبره چې که یوه رایه سل ډالره رانیسی، نو یو لک رایې چې د مجموعی رایو له جملې څخه په سلو کې یوه هم نه جوړوی، مجموعی  لګښت یې لس ملیونه ډالره کېږی، خو خداى دې دا وطن دومره نه ذلیلوی، چې یو لک ضمیر پلوری  په کې پیدا شی. د ولسی جرګې اوسنی غړی چې د جمهوری ریاست کاندیدان دی، نور ډېر ګڼ مرضونه او غرضونه هم لری، چې د لیکنې د اوږدوالی له امله ورڅخه ډډه کوم.
٥- د لفظی ملی ګوندونو نا ملی کاندیدان:
یو شمېر ګوندونو، چې کلونه کلونه یې په ځان پورې د ((ملت)) او ((ملی)) روستاړى تړلى و، له هغو څخه هم ځینې کاندیدان ودرېدلی دی، خو نه ګنې د ګوندونو په استازۍ، بلکې په مستقل ډول او د ((ملی کاندید)) په توګه. دلته دا پوښتنه پیدا کېږی، چې که دا ښاغلی کاندیدان رښتیا هم ((ملی)) وی، نو بیا یې په هغو ګوندونو کې غړیتوب او مشرتوب ته څه حاجت و، چې لا  ((ملی)) شوی نه دی، خو تش لفظاً ملی دی، بله خبره دا چې که چېرې ددوى ګوندونه ((ملی)) وی، نو بیا خو دې د خپلو ګوندونو له خوا ځان کاندید کړی او که چېرې یې ګوندونه ((ملی)) نه وی، نو بیا دې ترې د ((ملت)) او ((ملی)) روستاړى یا اصطلاحګانې لرې کړی. عجیب منطق دى، ګوندونه یې ملی دی، خو کاندیدان یې ملی نه دی، یا کاندیدان یې ملی دی، خو ګوندونه یې ملی نه دی، خو په الفاظو کې هر ځاى ((ملت)) او ((ملی)) لفظ او اصطلاح نه ګټه پورته کوی. دا کاندیدان هم په واقعیت کې هېڅ نه دی، هسې په اصطلاح سترګې تورول کوی، دوى  اکثره پر دې پوهېږی، چې په هېڅ ډول، انتخابات نه شی ګټلاى، خو غواړی په انتخاباتو  کې د شهرت له لارې ځان او خپله ډله مطرح کړی او بیا د تېر حکومت  په شان، چې د مضر مصلحت منفور دود پرې  واکمن و، یو ځل بیا خپل ځان او بیا خپله ډله له امتیازه برخمن کړی.
٦- بهر مېشتی افغان کاندیدان:
یو شمېر بهر مېشتو افغانانو هم د کاندیدۍ شوق کړى، په دې کې په الحادی او جهادی ډلو پورې تړلی اشخاص هم شته او همدارنګه ناپېیلی اشخاص هم، په دې کې بیا یو شمېر داسې دی، چې هسې نوم یې په پنځو کې یاد شی، هم ورته کفایت کوی، په لویدیزو او متمدنو ټولنو کې، خو د جمهوری ریاست یو کاندید، بریالى وی که ناکام، خاص موقف لری، نو دوى غواړی که ناکام هم شی، نو په افغانی ټولنه کې خو هسې هم ژوند نه کوی  او خپله دویمه ټولنه یې چې ده، په هغو کې خو به خپل موقف مستحکم کړی، په مجلسونو کې خو به یې  کله کله یادونه کېږی، چې: ((پلانکى خان د افغانستان جمهوری ریاست پخوانى کاندید...)) په دې کې بیا بله کټه ګورۍ هغه کاندیدان دی، چې په تېرو حکومتونو کې هم  د ښه شان و شوکت او دبدبې خاوندان وو، خو له بېلابېلو وجو یې په حکومت کې د کار دوام تضمین نه شو، دا ډله په ولس کې هم یو څه وزن لری، د هغې یو علت دا دى: یو زیات شمېر خلک  فکر کوی، چې د دوى تر شا امریکا ولاړه ده، که دا فرضیه رښتیا وی، نو کېدى شی دوى د حامدکرزی پر وړاندې قوی کاندیدان وګڼل شی، خو که چېرې د دوى پر سر، رښتیا هم د امریکا د لورېینې سیورى نه وی او ولس هم پر دې پوه شو، چې دوى یوازې په خپل سر راغلی، نو بیا خو د دوى په خپلو اوسنیو کمپاینرانو کې هم یو سل و اتیا درجې بدلون راتللاى شی. د دوى مثال عیناً لکه د عبدالستار سیرت په شان دى، چې له خپل علمیت او سړیتوب سره سره د ((لوى عالم او د ودانۍ د سمبول))(!) (جنرال دوستم) پر وړاندې یې سخته ماته وخوړه او له سیاسی پلوه یې ((سیرت)) ته سخت زیان ورسید. زموږ په ټولنه کې یو اوسنى ناعادلانه واقعیت دادى، چې اکثره خلک هغه چا پسې ځی، چې زر و زور ولری، شان و شوکت ولری او خلکو ته همدا اوس د یو څه د ورکړې توان ولری. یوازې علمیت زموږ د ټولنې په اوسنیو شرایطو کې د قدرت معیار نه دى، د سړیتوب معیار به وی، خو د قدرت معیار  نه دى.
٧- تنظیمی کاندیدان:
تنظیمونو بیا انډوخر جوړ کړى، خپل خپل کاندیدان یې هم ودرولی، خو له نورو قوی کاندیدانو سره هم غوږ جنګوی، د ارګ دروازې یې هم ستړی کړی او بیا لکه د غنمو  راشه چې وېشی، د وېش تله یې په لاسو کې ده.  دوى کې هم داسې د تورې سړى او کاندید نه شته، خو مقصد اورېدلی یې دی چې: ((زیارت کې بنډاره ده خورې ته هم په کې راځه...)) نو دې حالت ته چې سړى ګوری، یوه خوا په تله کې دې کاندیدانو خپل ضمیرونه ایښی او بله خوا امتیازونه، نو د تېرو  تجربو په رڼا کې چې موږ ګورو، د امتیاز په مقابل کې دا ډول ضمیرونه همېشه مات شوی دی.
٨- جبهه یی کاندیدان:
نظار شورا،اسلامی جمعیت او پخوانۍ شمالټلواله چې اوس ورته ((متحده ملی جبهه))  وایی. په واقعیت کې نه متحده ده او نه ملی، دوى تر نورو ټولو کاندیدانو،  د کاندیداتورۍ مارکیټ زیات ګرم کړى  دى، له نورو کاندیدانو څخه یې توپیر دادى، چې نورو اکثرو ضعیفو کاندیدانو د یوه، دوه یا درېو قوی کاندیدانو دروازې  ټکولی، خو دوى  د ټولو دروازې ستړی کړی دی. دوى له هر چا سره دی، خو له هېچا سره نه دی، لکه ازادۍ راډیو کې چې کله کله وایی: ((ازادی راډیو د هر چا ده، خو د هېچا نه ده.)) او یا هم د دینی متنونو ملایی ژباړه چې کله کله وایی: ((انسان نه دى پیداشوى مګر پیدا شوى دى...)) نو دوى هم، ((له هېچا سره نه دی، خو له هر چا سره دی، یا هم له هرچا سره دی، خو له هېچا سره نه دی.)) د جبهې منگى خو لا هغه وخت تصنعی ښکارېده، چې د بېلابېلو ماتو  شویو  ډلو او اشخاصو کودړی یې سره په مصنوعی پتری ټینګ کړل او د ((متحدې ملی جبهې)) په نوم یې یوسست منګى جوړ کړ، چې د یوه ګوزار تاب هم نه لری. د جبهې د منګی د همدغې وېرې له امله جبهه تراوسه پر دې نه ده بریالۍ شوې، چې یو واحد کاندید  وړاندې کړی، سره له دې چې دوو کلونو راهیسې یې  په وارو وارو  ویلی نن او سبا به خپل کاندید معرفی کړو، خو (( دا نن او سبا)) تر(ننه) راونه رسېدل.
جبهه یان د هغو  مداریانو په شان دی، چې  له سهاره تر غرمې پورې، خلک ځان سره په دې پلمه مصروف ساتی، چې زه، مار او موشخورما په جنګ اچوم، خو په پاى کې خپل څادر او کڅوړې  راټول کړی، خپل مار په کې ورواچوی او خلکو ته وایی: (( زه خو څه لېونى نه یم، چې دا په جنګ واچوم، زما ګټه خو همدا ده، چې تاسې مصروف وساتم، پیسې درنه راټولې کړم،  که دا په جنګ  واچوم، نو یو خو ضرور له منځه ځی، نو زه به بله ورځ څه  کوم؟)) نو دا جبهه یان هم همداسې دی. دوى وېره لری، پر کومه ورځ چې خپل کاندید معرفی کړی، نو جبهه چې له پخوا څخه هم چندان متحده نه وه، یو دم به وپاشل شی او خلک به یې له اصلی ماهیته  خبر  شی، نو ځکه خو متفرق او ځینې ځواکمن غړی یې د هر قوی کاندید په دروازو کې ولاړ دی او د لومړی مرستیال  د څوکۍ پر تجارت بوخت دی. په واقعیت کې د جبهې څو مطرحو غړو ټولو همدا مزی ځغلولی دی. کېدى شی یو څوک وروسته د جبهې د کاندید په نامه معرفی شی، خو هغه به په واقعیت کې د نظار شورا او یا هم اسلامی جمعیت کاندید وی؛ په دې جبهه کې نورې راټاله شوې نامتجانسې ډلې او افراد به یې ونه منی.
٩- متفرقه کاندیدان:
د پورتنیو ډول ډول کاندیدانو ترڅنګ یو شمېر نور کاندیدان هم شته، چې د جنس، مذهب او نورو نومونو په شعارولو سره یې ځانونه کاندید کړی او یا یې کاندیدوی. دا ټول د کاذب شهرت او نامشروع امتیاز په لټه کې دی، د قوی کاندیدانو په ډله کې نه راځی، خو پر انتخاباتی فضا پرازیت خپرولاى شی.
١٠- اوسنى ولسمشر حامدکرزى:
که حالات همداسې روان وی، د اساسی او قوی کاندیدانو له جملې څخه یو هم اوسنى ولسمشر حامدکرزى دى. دده تېره اووه کلنۍ واکمنۍ که څه هم ډېرې نیمګړتیاوې لرلې، خو بریاوې یې هم ډېرې زیاتې وې. د جمهور رئیس په توګه دده د واک دوام هم د انتخاباتو په معادله کې دده وزن زیاتوی.  یو تریخ او نا عدالته واقعیت چې اوس زموږ د ټولنې د سیاسی ژوندانه یو منفی دود ګرځېدلى، هغه له مشروع،  نامشروع ډلو او اشخاصو سره مثبت یا منفی ایتلاف دى، چې په افغانی ټولنه کې د سیاست لوری ته بدلون ورکولاى شی. حامدکرزى په دې ډول ایتلافونو او سازشونو کې تر نورو اوسنیو مطرح کاندیدانو زیاته تجربه لری. دى د نورو کاندیدانو په انډول خپلو ایتلافی ملګرو ته  تر حده  زیات امتیاز ورکوی، دا کار هم کېدى شی، د نورو کاندیدانو پر وړاندې دده مټ غښتلى کړی، دا پورته ایتلافونه طبعاً د عدالت پر بنسټ ولاړ نه دی، خو د ټولنې د یوه منفی واقعیت په توګه یې په پام کې نه نیول،  د انتخاباتی بهیر نا سمه ارزونه ده.
د پورتنیو مختلف الشکله او متضادو  ایتلافونو او ګڼ شمېر کاندیدانو شتوالی،  ولس  ته ګڼ شمېر اندېښنې پیدا کړی دی.  تر ټولو ستره اندېښنه د همدې ګڼ شمېر کاندیدانو  شتوالى دى، چې د ولس  د ذهنی  پاشنې اونارامۍ سبب ګرځی او هغوى نه شی کولاى،  تر ټولو غوره کاندید په اسانۍ سره په نښه کړی.
د ګڼ شمېر کاندیدانو شتوالى به ددې سبب شی، چې ټاکنې دویم پړاو ته وغځول شی او په دې حالت  کې به افغانستان له سختو قومی، شخړو، بحرانونو او ملت ضد ایتلافونو سره مخامخ شی، د ګاونډیو هېوادونو لاس به لا را اوږد شی، په ایتلافونو کې به د پیسو نقش او امتیاز لا زیات شی او په نتیجه کې به د ولس رایې په ډول ډول امتیازونو، رشوتونو او مهارتونو وتروړل شی، داسې یو حکومت به رامنځته شی، چې د ولس به خوښ نه وی، خو د ولس خوښی نظام نوم به ورکول کېږی. دغو تشویشونو ته د حل کومه لاره او یا لارې شته که نه؟
زه فکر کوم چې طبعاً هره ستونزه یوه یا څو حل لارې لری. دا اوسنۍ ستونزه هم حل لارې لری، دلته به یې ځینو ته نغوته وکړم:
١- د اساسی قانون محتویات:
اساسی قانون په خپله دوه شپېتمه ماده کې له محتوایی پلوه، جمهوری ریاست ته د کاندید دغه لاندې ځانګړنې په ګوته کړی دی:
((
١- د افغانستان تبعه، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زېږېدلى وی او د بل هېواد تابعیت ونه لری.
٢- د کاندیدۍ پر ورځ یې عمر تر څلوېښتو کلونو لږ نه وی.
٣- د محکمې له خوا د بشری ضد جرمونو او جنایت ارتکاب او یا له مدنی حقوقو څخه په محرومۍ محکوم شوى نه وی...))
دا مشخصات طبعاً اکثره کاندیدان او ان عادی افغانان پوره کولاى شی. خو ددې مادې درېیمه فقره د غور وړ ده. ایا یو څوک چې: ((د محکمې له خوا د بشری ضد جرمونو او جنایت په ارتکاب او یا له مدنی حقوقو څخه په محرومۍ محکوم شوی وی..)) هغه به ازاد ګرځی که په زندان کې به وی؟ که چېرې د محکمې په حکم له محکومیت سره سره یو څوک ازاد وګرځی بیا خو دلته نه قانون شته نه حکومت، نو ایا په داسې یوه قانونی خلا کې انتخابات، هغه هم ((قانونی  ټاکنې)) شونی دی؟ بله خبره داده، چې د روانې درې لسیزې سیاسی جګړې په بهیر کې کوم غټ جنایتکاران، محکمې په همداسې کوم  حکم محکوم کړی؟ له دې څخه معلومېږی، چې دلته هېڅ مجرم او جنایتکار نه شته، نو دا کابل بیا ((پرښتو)) وران کړى او دومره خلکو خپله ځانونه  وژلی دی؟ ستره محکمه باید ددې مادې په رڼا کې د کاندیدانو دوسیې وڅېړی او تر هغه وروسته، چې هر کاندید سپین شو، د انتخاباتو کمیسون ته دې وړاندې کړی.
یوه عجیبه انتیکه خو دا وه، چې د جمهوری ریاست په تېرو ټاکنو کې، چا چې د سترې محکمې ودانۍ په درنو وسلو غلبېل غلبېل کړې وه، نه یوازې قاضی القضات، بلکې عادی قاضیان هم په منظم ډول خپلو دندو ته، د جګړه مارو او جګړو له وېرې نه شو ورتللاى، بیا همدې سترې محکمې له همغو ښاغلو څخه سپینې او بېګناه کوترې جوړې  کړې او ټاکنو کې یې ورته د ګډون حق ورکړ. که چېرې ستره محکمه جنایتکارانو ته بیا د ګډون سپین سند ورکړی، نو دا به د افغان ولس پر وړاندې ستره جفا وی او د سترې محکمې رنګ او ماهیت ته به ډېر زیات زیان واړوی. که چېرې د دوه شپېتمې مادې محتوا تطبیق شی، نه د هغې پروسیجر یا کاغذی بهیر، نو پوره باور دى، چې یو شمېر کاندیدان به همدلته راکم شی، که ستره محکمه جرئت وکړی، نو یو شمېر کسان به اصلاً هېڅ ځان کاندید نه کړی. ستره محکمه باید ددې کاندیدانو پر وړاندې، د خلکو له خوا مستندو شواهدو او اسنادو ته هم پام وکړی او کاندیدان تر کاندیدۍ مخکې د خلکو د سمو او نا سمو ادعاوو له مخې وارزوی.
٢- د انتخاباتو قانون کې د تخنیکی معیارونو اوچتول:
د انتخاباتو قانون چې په دیارلسو څپرکو کې ولسی جرګې ته وړاندې شوى، تراوسه لا ولسی جرګې تصویب کړى نه دى. په دې قانون کې دې تخنیکی معیارونه یو ځل بیا وارزول شی. دلته کېدى شی دغه څو وړاندیزونه موثر واقع شی.
الف- د باور کارتونو یا لاسلیکونو د معیار لوړاوى:
د جمهوری ریاست په تېرو انتخاباتو کې د هر کاندید لپاره (لس زره کارتونه)  په کار وو، چې کاندید یې باید راټول کړی او د اعتبار په توګه یې د نوماندۍ لپاره وکاروی او هم پنځوس زره افغانۍ د تضمین لپاره وې.
د کارتونو شمېر او د پانګې تضمین او د هغو د کچې لوړاوى او ټیټاوى، د اساسی قانون له محتوا سره هېڅ ټکر نه کوی، دا د انتخاباتو د قانون په جزئیاتو کې راځی، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون کولاى شی دا رقم زیات او کم کړی. اوس چې د کاندیدانو انډوخر جوړ دى، نو نه یوازې یې ولس ته ګڼ شمېر ستونزې  راولاړې کړی، بلکې خپله د انتخاباتو کمیسیون ته یې هم ستر مشکلات راټوکولی دی. نو که د انتخاباتو کمیسیون، د انتخاباتو په قانون کې یوازې همدغه تضمینی معیارونه لوړ کړی، په یودم به د سلګونو کاندیدانو شمېر لسګونو ته راټیټ شی او له لسګونو به لسو ته او تر هغه به د ګوتو شمار کسانو ته راټیټ شی. دا کار به نه یوازې د انتخاباتو کمیسیون ته کار اسانه کړی، بلکې د ټاکنو په لګښت کې به هم زیات کمى راشی او ولس ته به هم د انتخاب او غوراوی شرایط ډېر اسانه کړی. د یاد وړ خبره داده، چې د انتخاباتو قانون تراوسه پورې د ملی شورا له خوا هم پاس شوى نه دى، نو دوى کولاى شی د تخنیکی معیارونو په برخه کې هر ډول تغیر راولی. د ساری په توګه که چېرې پخوانى معیار (لس زره کارته) پر ( دوه لکه کارته) واړوی، نو مشکل به سلو کې لسو ته راټیټ شی، تراوسه پورې د پخوانیو او اوسنیو وټرانو د کارتونو شمېر پنځه لس ملیونه کسان اټکل شوى، نو که موږ یې اوسط محاسبه کړو (لس ملیونه کارته) به شی. (دوه لکه کارته) ددې لسو ملیونو کارتونو په سلو کې ( دوه برخې) جوړوی، نو یو څوک چې له سلو څخه دوه برخې تش باورکارتونه نه شی ترلاسه کولاى، نو بیا به (په سلو کې پنځوس جمع یو) رایې څنګه ترلاسه کړی؟ د باورکارتونو ترلاسه کول ډېر اسانه دی، ځکه چې یو کاندید مخامخ له یو چا څخه کارت اخلی او بېرته یې ورکوی. مخامخ څوک، څوک نه خفه کوی، نو که یو څوک چاته د ډېر کم احترام وړ هم وی، کارت ورکوی، خو رایه بیا بل شى دى. هلته د وټر ضمیر او د کاندید کیفیت او نور ګڼ مسایل رول لری. نو یو څوک چې په سلو کې دوه کارته نه شی تر لاسه کولاى، نو بیا به په سلو کې (پنځوس جمع یو) وټونه څنګه ترلاسه کړی؟ دا کار به د ټولو هغو کاندیدانو مخه ونیسی، چې څوک دې څوکۍ ته د نوماندۍ لیاقت، ظرفیت او کفایت نه لری، یوازې د ځانی او دروغجن شهرت او نامشروع امتیازونو په لټه کې دی، غواړی له دې انتخاباتی بهیر څخه ناوړه ګټه پورته کړی او ځان په پنځو کې حساب کړی.
ب- د مالی تضمین د معیار لوړاوى: په تېرو انتخاباتو کې د جمهوری ریاست لپاره (پنځوس زره افغانۍ) د تضمین په توګه ټاکل شوې وې. د ولسی جرګې د هر کاندید لپاره (لس زره افغانۍ) ټاکل شوې وې. شرط داو:که د ولسی جرګې هر کاندید د همغه ولایت په ټاکنوکې د ټولو استعمال شویو رایو له جملې څخه، په سلو کې (دوه رایه) ترلاسه نه کړی، نو لس زره افغانۍ یې بېرته نه ورکول کېږې.
د جمهوری ریاست راتلونکو انتخاباتو کې هم په کار دی، چې داسې یو شرط کېښودل شی. د ساری په توګه: که هر کاندید د ټولو استعمال شویو رایو له مجموعی شمېر څخه په سلو کې (٥ رایې) ترلاسه نه کړې، نو د انتخاباتو ټول لګښت تقسیم پر ټولو ولاړو کاندیدانو، د هر کاندید لپاره چې څومره لګښت راغى، دا کاندید به یې پرېکوی او یا هم  لږ تر لږه هغه لګښت چې له نورمال حالت پرته د زیاتو کاندیدانو د ودرېدو له امله پیدا شوى دى،  همدا لګښت دې پر کاندیدانو تقسیم شی او هر کاندید چې معیار پوره نه کړ، د خپلې برخې لګښت باید وزغمی.
دلته بیا کېدى شی، د کاذب شهرت  او د نورو ډول ډول امتیازونو غوښتونکی کاندیدان له دې نظر سره مخالفت وکړی او ووایی:(( غریب کاندیدان ددې وس نه لری او دا د ولسواکۍ د اصل مخالف کار دى)) د بشر حقوقو تش په نامه سازمانونه هم کېدى شی له دې طرحې سره مخالفت وکړی او د تش په نامه سیاسی او ملی ګوندونو، بې کفایته او نا ملی کاندیدان هم ورسره سخت مخالفت ښیی. ددې ډول احتمالی مخالفتونو پر وړاندې باید وویل شی: دا ښاغلی کاندیدان، چې د انتخاباتو د لګښت د لوړاوی سبب ګرځی او په پاى کې دا بار د ولس پر اوږو پرېوزی، نو بایده دی، چې د لګښت د ټیټاوی سبب هم شی. بله خبره داده، چې اوس یو څوک دومره کمزورى دى، چې په سلو کې (پنځه) رایې نه شی اخیستلاى، نو بیا ولې ټاکنو ته  ودرېږی؟ د خپل ځانی شهرت لپاره د ولس د وخت د ضایع کېدو او د انتخاباتو د لګښت لوړاوی سبب ګرځی؟ که چېرې د کاندیدانو دا بهیر سم او مهار نه شی، نو شمېر یې کېدى شی ان تر سلو تنو پورې ورسی او که پورتنی وړاندیزونه عملی شی، کېدى شی کاندیدان تر لسو تنو هم زیات نه شی. په دې حالت کې د ووټ کارت لګښت له سلمې برخې څخه لسمې ته راټیټېږی، د صندوقو شمېر، د ټرانسپورت لګښت، د کارت کارونې او کارت شمېر  وخت، همدارنګه نور ګڼ لګښتونه تقریباً په سلو کې (٩٠) راټیټېږی، خو که  دا خبره عملی نه شوه، پر پورتنیو لګښتونو سربېره د مامورینو د شمېر زیاتون ته هم اړتیا ده او تر ټولو بده یې لا دا چې زموږ لوستو، کم لوستو او نا لوستو خلکو ته به ډېره ګرانه وی، چې په دومره ګڼ شمېر کاندیدانو کې د خپلې خوښې کاندید غوره کړی او تېروتنه په کې ونه کړی. ددغو ټولو ستونزو اصلی مسولین همغه کاندیدان دی، چې څوک یې په کلی کې نه پېژنی، خو دى د ټول هېواد د مشرتوب دعوه کوی. بل په مالی تضمین کې خو څه حقوقی نقیصه ځکه نه شته، چې دا د چا دکاندیدۍ حقوق نه سلبوی، که چېرې کاندید په سلو کې تر پنځو زیاتې رایې وګټلې نو مالی تضمین خو یې هسې هم نه سوزی، نو بیا یې مخالفت ته څه حاجت دى؟ که هر څوک له دې طرحې سره مخالفت کوی، نو له ورایه معلومېږی، چې دى پر ځان باوری نه دى، چې په سلو کې پنځمه برخه رایې به  وګټی او که ګټلاى یې شی، نو بیا خو یې طبعاً مخالفت هم نه کوی. ددې مالی تضمین ترڅنګ نور تضمینونه هم کېدى شی په دې برخه کې موثر تمام شی، خو دا دوه تضمینه: یو د دوه لکو کارتونو راټولول او پر هر شوی کاندید کېدونکى انتخاباتی لګښت، ډېر څرګند دی.
٣- د مخورو او پوهانو منځگړتوب: د کاندیدانو د کمولو یوه بله لاره چاره داده، چې  یو شمېر نېک، ناپېیلی مخور اشخاص او پوهان سره په خپل منځ کې جرګه شی او له بېلابېلو کاندیدانو سره وګوری او دسلا مشورې له لارې ځینې له خپل کاندیدۍ تېر کړی، دا کار کېدى شی یو څه  تاثیر ولری، خو ډېر تاثیر به ځکه نه لری، چې تر اوسه لا اکثره کاندیدان د خپل غرور پر نیلی سواره دی. که څه هم  همدا اوس یو شمېر لیکوال او پوهان له ځینو کاندیدانوسره  پر خبر اترو بوخت دی،  چې هغوى له خپلې کاندیدۍ منصرف کړی، خو هر یو سره چې ناست دی،  ټول من یم،  نیم منى په کې نه شته، هر یو همدا خبره کوی: چې ما شا وخوا وکتل، داسې د کار سړى مې ونه لید، نو ځکه مجبور شوم، ځان مې کاندید کړ، زه پر نورو یو څه خوبۍ لرم، عقل و پوهه لرم، بهرنیان مې پېژنی، داخل کې محبوبیت لرم، قربانی مې ورکړې، سیاسی پوهه لرم،  تر نورو یو څه زیات پوهېږم، له هر قوم سره تماس لرم او سل نورې ځانګړنې به ځان پورې وتړی، دې سره سره وایی: خوبیا هم زه ستاسو مخورو پوهانو خبرې شاته نه غورځوم،  تاسې لاړ شئ! نورو کاندیدانو سره  هم خبرې وکړئ، که تر ما مو بل غوره ، پوه، هوښیار او لایقه کاندید پیدا کړ، داسې کاندید، چې داخل او خارج کې یې خلک ملاتړ وکړی،  نو بیا به زه هغه ته، ستاسو په غوښتنه تېر شم،خو که تر نورو زه هوښیار او په سیاسی مسایلو پوه یم، بهر او داخل کې هم ملاتړ لرم، نو به بیا دا ډېره بې انصافی وی، چې تاسې ماته وایئ، چې ته تېر شه او هغه ته وایئ چې مه تېرېږه!
په دې باب ماته یوه کیسه رایاده شوه: د ولسی جرګې لپاره په تېرو ټاکنو کې په یو ولایت کې همداسې یو څوک کاندید و، چې د زور پر اس سور و،خو له عقل او منطقه پلى و، د لیک لوست له نعمت سره یې هم جوړه نه وه، پر خلکو یې د خپلې واکمنۍ یوه توره او جاهلانه دوره هم تېره کړې وه. د کمپاین پر وخت  یې د خپلې سیمې او خپل ټبر ګڼ خلک  هم راټول کړی وو، ډېر پسونه یې حلال کړی وو او خلکو ته یې ښه ډوډۍ تیاره کړې وه، کله چې د سټیج سر ته پورته شو، نو خلکو ته یې وویل:  (( او خلکو تاسو ته وایم، ښه پوه شئ، زه کاندید یم پارلمان ته! نو اوس تاسې ته وایم دلته هر سړى ولاړ دى، تاسې خو پوهېږئ، چې زه هم مجاهد یم، قومی سړى هم یم، تر نورو هم زیات پوهېږم، دا ځایونه ټول راته معلوم دی، تر نورو هوښیار یم، خو بیا هم که تاسو تر ما دلته بل هوښیار پیدا کړ، چې هم مجاهد وی، هم ښه سړى وی، هم تر ما هوښیار وی، نو تاسې هغه ته رایه ورکړئ او که نه، چې زه خو هم مجاهدیم او ستاسې خپل سړى یم، هم پوهېږم، نو بیا خو  باید ماته رایه راکړئ! د غونډې په برخوالو کې یو سپین ږیری مخور له یوه ګوټه  ګوته ورته کړه،  ویې ویل:  (( حاجی صېب قوماندان صېب!  دا خبره خو موږ نه شو کولاى، چې په دې ولایت کې به تر تا بل هوښیار سړى وی، خو خداى دې بیخ د هغه سړی وباسی، چې  په دې ولایت کې  اوسېږی او تر تا کم عقل وی))، نو دې کاندیدانو اکثرو ته هم دغسې ځواب په کار دى: خو په هر ترتیب،د ټاکنو کمیسیون کولاى شی، نورې متبادلې لارې هم وڅېړی چې د کاندیدانو شمېر راکم کړی او زموږ ولس د دروغجنو کاندیدانو له دې غالمغال او جنجال څخه خلاص کړی. د ګڼو کاندیدانو شتوالى نه یوازې ولس او عامه شتمنۍ ته یو ستر جنجال دى، بلکې د قوی کاندیدانو رنګه هم پیکه کوی، د هغوى مخې ته هم تیږې تولوی، رسنۍ هم په خپلو الفاظو ککړوی، د ښه او بد، قوی او ضعیف کاندید توپیر ګرانوی، دا ډول کاندیدان که چېرې په وروستیو شېبو د کوم قوی کاندید په ګټه تېرېږی، نو له هغوى څخه هم بیا ډېر ناوړه نامشروع امتیازونه غواړی. د قوی کاندیدانو د ناکامۍ په حالت کې به قوی کاندیدان د هغوى شوی اقتصادی لګښتونه پرې کوی او د بریالیتوب په حالت کې به له بریالی کاندید څخه د زیاتو هغو دولتی پوسټونو ورکړه غواړی، چې قوی کاندید ته به یې هم ورکړه په ګرانه او د ولس د حق د سلبېدوپه بیه تمامېږی.
په هر حال د ګڼو کاندیدانو شتوالى په هېڅ ډول هېواد ته په ګټه نه دى، د ولسواکۍ تمثیل نه دى، بلکې پر ولسواکۍ یو ډول ریشخند وهل دی. دا کار  د ولس د ذهنی انارشۍ سبب ګرځی، په سیمه ییزه کچه د دښمنۍ او نفاق یو لامل کېږی، د انتخاباتو لګښت څو  برابره لوړوی. بل پړاو ته د ټاکنو د وړلو سبب ګرځی او په لسګونو نورې ناروغۍ راټوکوی. دا ټول دلایل ددې سبب ګرځی، چې د کاندیدانو شمېر د تخنیکی دلایلو اونورو قانونی لارو چارو  پر بنسټ راکم شی، تر دې حده چې په یو مناسب او واړه کارت کې ټول قوی کاندیدان  ولس ته وړاندې شی. په دې لړۍ کې کېدى شی نورې ګڼې لیکنې هم وشی، زه هیله من یم د نظر خاوندان او ملتپال افغانان زما دا وړاندیز  پوره او کره کړی او په هر اړخیز ډول  یې وڅېړی. د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه هیله لرم، چې د رڼو، عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو هلې ځلې وکړی او د ګڼو کاندیدانو له اسارته او ناوړه مهارته هم خپل ځان او هم زموږ ولس وژغوری او د کاندیدانو پر دې اوسنی ګرم مارکیټ د منطق سړې اوبه تویې کړی.

پوهندوى محمد اسمعیل یون


نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد