غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

ډیلی تیلیګراف: ناټو یو ناکامه سازمان دی

له بینوانه په مننه

سرچینه: بریټانوۍ ډیلی ټیلیګراف ورځپاڼه


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د بریټانیی ډیلی ټیلګراف ورځپاڼی د ناټو سازمان د تشکیل شپیتمې کلیزې ته کتنه کړی او په اړه یې یو تحلیلی مطلب لیکلی.
 
ورځپاڼی د بریټانیی له لوی درستیز او هوایی مارشال څخه  په حواله په ناټو نیوکه کړی چې په افغانستان کې د دغه سازمان ماموریت د نه همغږی پالیسې له کبله د هرې ورځی په تیریدو له نویو چلینجونو سره مخ کیږی.ډیلی ټیلګراف له دغه جنرال څخه په حواله لیکی چې ناټو یو ناکامه سازمان دی نو ځکه یې مقتدر غړی لکه آلمان، فرانسه، هسپانیا او بریټانیا افغانستان ته د اړتیا وړ سرتیری نه استوی.که څه هم بریټانیا اوس یوازی د اتو سوو نورو سرتیرو استول افغانستان ته منظور کړی خو دغه بریټانوی جنرال په روانو حالاتو کې افغانستان ته د لږ شمیر سرتیرو استول یوه ناورین ته ورته کار بولی.د هوایی مارشال ناټو سازمان هغه ارګان ته ورته وبلل چې پر وینا یې د خپل منځی اختلافاتو ښکار ګرځیدلی نو ځکه د افغان ماموریت په اړه په یوه خوله نه دی.ډلی ټلیګراف د دغې ناهمغږۍ یوه روښانه بیلګه افغانستان ته د ناټو د مقتدرو غړو له خوا د ستریو له استولو څخه د هغوی انکار دی.ډیلی تیلیګراف ورځپاڼی د بریټانیې له لوی درستیز څخه په  نکل  د  ناټو د جوړښت شپیتمه کلیزه د دې سازمان د بربادۍ د لمانځلو ورځ بللی ده.

تبصره

د ناټو سازمان چې د  امریکې له خوا په افغانستان کې پراخ ښکیل شوی په دې ورستیو کې په ریښتیا هم په بیلا بیلو مواردو کې له سختو ستونزو او هغو کړاونو سره مخ شوی چې رسنیو ته یې په اړه له ډیر څه ویلو ډډه کوی ځکه چې د دغو نیمګرتیاوو او تبعیضونو یادول به د سازمان د ټوکټوکیدو لامل وګرځی.د بیلګې په توګه که چیرته د ناټو سازمان د سرتیرو د ژوندانه حالاتو ته پام وکړو نو دا به له ورایه ومومو چې په دې سازمان کې د بریټانوی، امریکایی او د بی وزلو ملکونو لکه مسدونیا او پرتګال د سرتیرو د ژوندانه او امتیازاتو تر منځ څومره لوی توپیر شتون لری.په افغانستان کې د  ناټو د غړی هیواد ترکیې د یوه معمولی سرتیری معاش ۷۰۰ امریکایی ډالرو ته رسیږی په داسی حال کې چې د امریکایی او بریټانوی سرتیرو معاش له ۵۰۰۰ امریکایی ډالرو څخه پیل کیږی او هان تر ۱۲۰۰۰ امریکایی ډالرو ته رسیږی.په کابل کې د دفاع وزارت  په پخوانی عسکری کلوپ کې  د ناټو د مرکزی قوماندانۍ په دننه کې د یوه بریټانوی او یا هم امریکایی سرتیری لپاره د ورځی ۱۱۰ ډالره چې شاوخوا له اتیا یورو سره برابره ده د دریو وختونو د خوړو لپاره د اعاشې په  توګه د یوې ورځی لپاره ورکول کیږی په داسی حال کې چې په همدې قوماندانۍ کې یوه مسدونیایی او یا هم ترکې سرتیری ته چې هیوادونه یې د ناټو مقتدر غړی نه بلل کیږی حتی د څښاک د معدنی اوبو بوتل هم په شمیر ورکول کیږی او دا په ثبوت سره ویلای شو چې د مسدوړنیا هیواد د ناټو سرتیری اوبه په سطلونو کې څښی  په داسی حال کې چې امریکایی د ناټو سرتیری اصلاْ د اوبو هیڅ  کومه ستونزه نه لری او له ډول ډول نوشابو کار اخلی.یوه بله مسله دا ده چې په کابل کې د ناټو په قوماندانۍ کې د سرتیرو لپاره د سپورټ په کلپ ( جیم) کې د مقتدرو هیوادونو لکه امریکې، بریټانیا،  آلمان او داسی نور د تمریناتو حق لری په داسی حال کې چې د مسدونیا، پرتګال او ترکیې سرتیری په دغه جیم کې د تمریناتو حق نه لری.د بینوا ویب پاڼی درنو لوستونکو د پوځی تجهیزاتو په برخه کې هم د ناټو په دننه کې ستر توپیر موجود دی، د بیلګې په توګه په افغانستان کې د مسدونیا، ترکیې، پولنډ او داسی نورو فقیرو اروپایی هیوادونو سرتیری له دوهم او یا هم دریم لاس روسی کلاشینکوفونو څخه کار اخلی په داسی حال کې چې امریکایی او بریټانوی سرتیری په  پرمختللو ماشین ګڼو او سپکو وسلو ثمبال دی.دا هغه بیلګې دی  چې په ریښتیا هم  د ناټو سازمان په دننه کې ستر تبعیض ښیی او په لوړه کچه هم د دې سازمان د مقتدرو او غیر مقتدرو هیوادونو تر منځ د امتیازاتو او صلاحیتونو تر منځ ستر  توپیرونه شتون لری چې په ریښتیا هم د دغه سازمان د بربادۍ لامل ګرځی.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد