غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

د ازل بندیوان

د ازل بندیوان 

د پسرلی یوه ښایـــــــــسته سهـــار کـــــی

له شنه اسمانه پـــــــــلوشــــــــــې را اوری

زه په کوټه کی یم فـــــــــــــکرونـــــــو وړی

پر کتابونو د لمر وړانــــــگی ښـــــــــوری

د کړکۍ شاته می لـــــه ونـــــــو څــــــــخه

د مـــــــرغــــکیـــــو آوازونــــــــــــه راځـــی

راتــــــه د تېر پسرلی یــــــــــــاد راولـــــی

راته د تېر عمر خیـــــــالـــــونـــه راځــــــی

پر خپلو سپینو وېښتو  لاس تــــېـــــــروم

زړه ته یو یو زلـــــــمی کـــــــــلونــــه راځی

نامرادی ورځــــــــــی می پر زړه را اوری

لکه تیاره کـــــــــــــــــی  چی ږغونه راځی

گوره چی څـــــــــــو پسرلی مخکی دلته

پــــــر شنو ښـــاخونو مرغکۍ ناسته وه

لکه له قــــــافـــــــــــــه راوتـــــلې پـــــــری

په ځان غره لکه بدرۍ نــــــــاســـــــــته وه

د فرشتو د نور له گــــــوتــــــــــــو جـــــوړه

په رنگ رنگینه نـــــاوکـــــۍ  نـــــاسته وه

پر شـــــنو ښــــــاخــــــــلو یې ترانې اوډلې

پر سرو گلونو یې نغـــــمــــــې شیندلـــــې

د حــــــال پــــــه ژبـــــه یـــــې د لاری کیسې

دانه دانه راته په خـــــولـــــه پـــېیــــلـــــــی

څـــــــــه د زړې ځــــالـــگۍ نــکل په خوله

څه یې دنــوی کـــــور کیسې کـــــــولــــــې

زه په هغه توره کوټه کـــــــی نــــــــاست یم

زه لــــــــــــه هغې کــــــړکــــۍ برگونه وینم

هغه د سرو گلونو تـــــاندی لـــــښــــــــــتی

هغــــــــه د گـــــــلو امېلونــــــــه ویــــــــــــنم

 د کړکۍ شاتـــــه پسرلی تېــــــرېـــــــــــږی

د مــــــرغکیـــــــــو کـــــــاروانــــونه ویـــنم

په هرکاروان کی  د مرگی هنگــــــــامـــــه

د خزانونو یــــــــــرغـــــلونــــــــــــه ویــــنـــم

هغه مرغۍ چی یې نـــغمې کـــــــــرلــــــــې

چی ترانــــــــې چــــــی یـــــې کیسې پېیلې

ورک به یې چېــــــری وی وروستی ږغونه

پر کوم ولات بـــــــــــــــــــه وی خزان وهلې

بل پسرلی بــــــــــــه  وی  هم ځای  ورکړی

نـــــــــوی ځـــــــالــــۍ ته به وی هم راغلې

کــــــــه بـــــــه د منگولــــو  د خزان نیولې

یا بــه ژلــــــۍ د پـــسرلــــــــی وژلــــــې

اوس له هغې نغمې کلونه تېـــــــــر دی

اوس پر هغې شېبې عمرونــــه تېر دی

پسرلی ښخ ســـــــول د خـــــزان پر لمن

پر لحدونـــــــو یـــــــې وختونه تېر دی

زما  د کړکــــــــۍ شاته تېرېږی زمان؟

کـــــــــه زه هم مـل یم د همدغه کاروان

نه می خپل سیوری  نه می پل ولیدی

نــــــه پــــــه دې  لار کی چا لیدلی روان

چا بــه د عــمــر قـــــافـــــله بـــــــلــــلــــې

نه یې هی هی نه یې ښکارېږی ساروان

چــــــی لا بــــــه څونه برېښنا وپړکېږی

چــــــــی لا به څونه وغړومبېږی اسمان

څومره گلونــــــــه بـــه  لا وویـــــــــنــــمه

څونه به  وینم لا  د  پــــــرخــی بــــــــاران

څونه به واورمه اشنــــــا ږغـــــــــونــــــه

څونه به ونـــــــاڅــــــی بــــــلبل ته گلان

څومره به یاد کم لــــــه زلمیو ســـــــــــره

د ځوانۍ خوب د مستۍ تللی داستان

چی لا به څونه پسرلی وشمــــــــېرم

لا څه بادونه به راځی د خــــــــــــــزان

لـکه چی ماته را یــــــادېـــــږی تللی

ما به هم یاد کی پاته سوی یــــــاران

خو دغه سر به راته نه ســــــی معلوم

دا حقیقت بــــه راتـــه نــــه سی عیان

چی په لـــــحد کی به بندی اوسېږم

که پـــــه ژوندون یم د ازل بندیوان

راته ښکارېږی چی بندی پیدا دی

د مور له غېږی ترقیامته انسان.

ویرجینا

۲۰۰۴/۵/۱۰

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد