غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

کومې امریکاچې ټولې نړۍ ته پورونه ورکول اوس ....

کومې امریکاچې ټولې نړۍ ته پورونه ورکول اوس ....

حسن مومند                                                                                                       

 رښتیاده چې دنیافانی ده اوپکې هرڅه اوهرڅوک فانی دی ، دلته هیڅوک اوهیڅ شى تل ندى پاتى شوى ، دې نړۍ ته چې څه راغلی بېرته ترې خامخا په کډه شوی دی ، دلته دفرعون اونمرود په څېر ډېر ځواکمن ، ظالم اوجابر حاکمان تېر شوی دی چې په خپل خپل وخت کې هرخپل ځان دانسانانو رب باله خوبیا داسې ورک شوی دی چې نوم اونښه یې هم نده پاتې شوې ، اوکه چایاد کړی دی نویواځې دپند اوعبرت په موخه یې یاد کړی دی ، سترې سترې امپراتورۍ دلته دعروج نه پس دزوال ښکار شوې دی ، زرونه کاله وړاندې چې دفطرت کوم اصول و نن هم فطرت په هماغې اصولو روان دى ، نږدې ۷ لسیزې وړاندې برتانیه داسې یوه ستره امپراتوری وه چې برتانویانو به ویل '' زمونږ دواک په ساحه کې لمر نه ډوبیږی '' خولږه موده پس هماغه ستره برتانیه ورو ورو ورټولېده تردې چې تریوې کوچنۍ جزېرې محدوده شوه، ورپسې شوروی اتحاد په جغرافیایی لحاظ دنړۍ ترټولو ستر هیواد او په اقتصادی اوفوځی لحاظ یوستر طاقت و کابو ۷ لسیزې په همدې حالت کې پاتې شو خود ۹۰ مې لسیزې په پیل کې یې چې کله په افغانستان کې ماتې په برخه شوه نوبیا د ۱۲ نه پرزیاتو برخو ووېشل شوه اود۲ قطبیزې نړۍ پریو ستر طاقت باندې داسې وخت هم راغلو چې ولس یې د ۲ وخته ډوډۍ محتاج شو او وګړو به یې دیوې ډوډۍ دلاسته راوړلو لپاره په ساعتونو ساعتونو قطارونو کې انتظارکاوه دشوروی اتحاد دټوټه ټوټه کېدونه پس چې په یوه قطبی نړۍ کې کومه امریکا په نړۍ کې دیواځینی سترطاقت په صفت پاتې شوې وه ، پرټولې نړۍ یې په یواځې ځان دبادارۍ ارادې لرلې دټولې نړۍ دزېرمو او وسایلو غصبول یې هدف و اوددې هدف دلاسته راوړلو لپاره یې پرګڼو خپلواکو اسلامی هیوادونو یرغلونه وکړل ، ډېرودان کلی اوښارونه یې وران کړل په تېرو ۲ لسیزوکې یې د ۲ ملیونو نه زیات مسلمانان ووژل په ملیونونو یې  بې کوره اوپه سوونو زره یې په خپلو بدنامو زندانونو کې تعذیب کړل اولاهم دالړۍ دوام لری اوس حالات ، قرائن اوشواهد داثابتوی چې همدا امریکا دعروج نه پس اوس په سیاسی ، اقتصادی اواخلاقی لحاظ دزوال پرلور روانه ده اوپه زړه پوری داده چې دازوال یو اړخیز اوتدریجی ندى بلکې هراړخیز اودډېرې اوږدې زمانې دهڅو په نتېجه کې رامنځته شوى عروج اوس په دوه درى کلونو کې په زوال بدلېدونکى دى ، دلته داهم دتعجب وړ ده چې  وړاندې برتانیې اوشوروی اتحاد دافغانانو سره په جنګ کې تاریخی ماتې خوړلې اوبیا دزال ښکار شودی دی خوداځل ترتیب برعکس روان دى داسې ښکاری چې ړومبى به امریکادهرډول زوال ښکارشی اوبیا به یې دهیواد نه بهر دنړۍ په مختلفو سیموکې د ۴ سوه ۴۶ زرو فوځیانو لپاره هماغه سیمې هدیرې شی یابه په ډېر ذلت سره وشړل شی .

کومې امریکا چې ټولې نړۍ ته پورونه ورکول اوس هماغه امریکا ۱۱ ټریلیونه ډالر دنورو پوروړې ده ، تجارتی تاوان یې ۶۳۰ ملیارده ډالروته لوړ شوى دى نوځکه اوس دچین نه ۸۳ ملیارده ډالر په پور غواړی ، دامریکا ۳ ستر بانکونه اودکور اخیستلو لپاره پور ورکوونکی سترې ادارې دیوالیه شوې ، دتېر کال په وروستیو ۶ میاشتوکې په امریکا کې ۲ ملیونه وګړی بېکاره شول دموټر جوړولو سترو شرکتونو ته په ټپه دودرېدلو جدی خطرمتوجه دى ، اوباما داقتصادی بحران دله منځه وړلو په موخه دکانګرس د ۷ سوه ملیارده ډالرو منظوری واخیسته خو نه یواځې داچې اقتصادی بحران له منځه نه ولاړ بلکې حالت یې دهرې ورځې نه بلې ته خرابیږی ، دبیکارانو فیصدی چې ۷، ۶ ته لوړه شوېده مخ پرزېاتېدو ده اوخطرشته چې د ۱۰ فیصده نه هم واوړی ، په رسنیوکې دامریکا داقتصادی بحران په اړه په خپروشوو ګڼو راپورونوکې راغلی دی چې په امریکا کې غریب اوبې کاره شوی وګړی اوس له وینې نیولې ترسترګو او سږو پوری دخپلو بدنونو قیمتی اندامونه پلوری ، سږی اوسترګې په ۶ زره ډالرو پلورل کیږی  اودیوسیرم وینې بیه اېله ۲ ډالرده ، ماته ښه یادشی دنن نه کابو ۱۸ کاله وړاندې دپېښور په '' لیډی ریډنګ '' روغتون کې وینې ته اړشوم هیڅوک راسره نه و نه دګرځنده تلیفون دور وو چې څوک مې راغوښتی واى نو په پیسو وینې اخیستلوته اړشوم  ډېر کوښښ نه پس مې یوځوان پیداکړ چې د ۹ سوو روپو په بدل کې یو سیرم وینې راکولوته چمتوشو ، نودنن نه ۱۹ کاله وړاندې دپاکستان په څېر غریب هیواد کې که چاوینه پلورله نود ۹ سوونه په کمو روپو پلورلو ته یې چمتو نه و چې دهغې وخت د ۹ سوو وروپو ارزښت د ننو ۹۰۰۰ نه کم نه و، خو نن په امریکاکې یوسیرم وینه په ۲۰ ډالر پلورل کیږی چې اېله 12 سوه افغانۍ ترې جوړیږی .

یو وخت و چې دبشردحقوقو ساتنې په هکله امریکا دټولې نړۍ اتله ګڼل کېدله خودګونتنامو ، ابوغریب ، بوکا، بګرام اونورو زندانونو کې  دبندیانو سره دناانسانی سلوک اوپه عراق اوافغانستان کې دسوونو زرو بې ګناه مسلمانانو دوژلو نه پس اوس امریکا دنړۍ ترټولو وړاندې هغه هیواد دى چې دبشرحقوقو یې ترپښولاندې کړی دی ځکه خوهغه هیوادونه چې یووخت به یې د ۲ نه تر۵ % وګړو امریکا ته بدکتل اوس پکې د ۹۵ % نه زیات وګړی امریکاته دنفرت په نظر ګوری ، همدانن د کب په 22 نېټه چې دالیکنه کوم د نړۍ رسنیو داخبر خپورکړ چې سورصلیب دلومړی ځل لپاره په رسمی توګه اعلان کړه چې امریکایی فوځیانو په زندانونوکې دبشر حقوق دپښولاندې کړی دی ، بندیان یې وهلی ټکولی بې خوبه کړی دی اوپه ډېرو سړواو ډېروګرمو اوبوکې یې ورته غوټې ورکړی دی .

سورصلیب په لویدیځ کې یوه ناپېیلې اداره ګڼل کیږی اولویدیځوال یې خبره ۱۰۰ % رښتینی ګڼی نودسور صلیب ددې اعلان  نه پس به دننه په لویدیځ کې هم دامریکاسره نفرت زیات شی .

امریکااوس په اخلاقی لاحاظ ددومره زوال ښکار ده چې هرکال پکې دیوملیون نه زیات کوچنیان دجنسی تېری ښکارکیږی ، هرکال ۳۵ % کوچنیان دزنا نه پیداکیږی ، د ۵۰% کوچنیانو پالنه طلاقې شوې میندې کوی .

څه موده وړاندې دنړۍ ترټولو بډاى وګړی په امریکاکې وو خواوس دنړۍ په ۱۰ بډاى تنانوکې یواځې ۲ په امریکاکې دی پاتې ۸ په نوره نړۍ کې دی ، مسافر وړونکې طیارې پخوا ترټولو زیاتې په امریکاکې جوړېدې خو اوس یې ځاى اروپانېولى دى ،دنړۍ ترټولو لوړه ودانۍ په امریکاکې وه اوس په تایوان کې ده او په نږدې راتلونکې کې به  په دوبۍ کې وی اوتردې چې اوس دلوبو په میدان کې هم امریکا په لوړی مقام کې نده پاتې اودفلمونو جوړولو ستر مرکز چې پخوا دامریکاهالی وډ و اوس دهند بالی وډ دفلم جوړولو لوى مرکز ګرځېدلى دى .

لنډه داچې امریکا په هرډګرکې دومره شاتګ وکړ چې نوریې په اوسنی حال باقی پاتې کېدل ، ناشونی ښکاری ، ځکه خوپروفیسور ایګور یانارین خپله داوړاندوینه بیاتکرار کړېده چې امریکابه په 2010 کې په ۶ برخو ووېشل شی، پروفیسور اېګور یانارین دروسیې دباندینیو چارو وزارت لوړپوړى مامور اودبین المللی چارو نامتو شنونکى دى هغه داوړاندوینه ۱۰ کاله وړاندې په داسې حال کې کړې وه چې په ښکاره دامریکادپرمختګ په حال کې وه اودزوال هیڅ کومه نښه یې نه ترسترګو کېدله ، ۱۹۹۸ م کې داسټریا په لینز نومی ښار کې دیوجوړ شوی کانفرانس په ترڅ کې چې ۴ سوو تنانو پکې ګډون کړى ؤ وویل چې '' په ۸۰ یمې لسیزې کې په امریکا هیڅ قرض نه و خو اوس یې دنورو هیوادونو نه قرضونه اخیستل پیل کړی دی چې شاید د ۲ ټریلیونو نه واوړی چې له امله به یې په ۲۰۰۸ کې امریکا داقتصادی بحران ښکار شی اوبیا به په ۲۰۱۰ کې په ۶ برخو ووېشل شی '' .

اوس اوس ازوسستیانومې معتبرې روسی ورځپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکې کې هغه خپله زړه خبره بیا تکرار کړه او ویې ویل چې څرنګه زما داقتصادی بحران خبره رښتیا شوه همدارنګه به مې دامریکا دوېش خبره هم رښتیاشی ، دبحرالکاهل ساحلی سیموکې چینایان په ډېرې تېزۍ سره زیاتیږی دابه یو برخه شی ، په جنوبی سیموکې دهسپانویانو غلبه ده ، دابه بله برخه شی ، په تکساس کې خولا له وړاندې نه دجدایی غوښتونکو تحریکونه په زورکې دی ، نو یوه برخه به داشی داوقیانوس سمندر پرساحلی سیمومېشت وګړی خولاله پخوا دنورو امریکایانو نه ډېر دجدافکر لرونکی دی ، او دامریکا په منځو ایالتونوکې دسپین پوستو قاطع اکثریت دى اوپکې دکاناډا اغیزې زیاتې دی ، دابه بله برخه شی او الاسکا خو هسې هم دامریکا خپله خاوره نده ، بلکې په اجاره اخیستل شوې سیمه ده چې هروخت داجاره پاى ته رسېداى اوداسیمه جدا کېداى شی .

پروفیسور ایګورینارین نه عالم الغیب دى اونه پرې وحیې رانازلیږی هغه چې ۱۰ کاله وړاندې کومې وړاندوینې کولې نوحالات یې څارل او اواسبابوته یې کتل ځکه یې داوړاندوینې کولې هغه ته په ۱۹۹۸ م کې دامعلومه نه وه چې امریکابه لومړى پرافغانستان اوبیاپرعراق یرغل کوی نوځکه یې ویل چې پرامریکا به پورونه ۲ تریلیونوته ورسیږی اوامریکا به په ۶ برخو ووېشل شی، خو اوس چې دافغانستان اوعراق ۲ جګړې رامنځته شوې دی اوپرامریکا پورونه ۱۱ تریلیونوته رسېدلی دی نو امریکا به ۶ نه بلکې په ۵۱ برخو وېشل کیږی ، داهسې هوایی خبره اوتشې هیلی ندی بلکې ترشایې دلایل شتون لری اواسباب یې ورځ تربلې قوی کیږی .

دامریکا دولت هرکال دامریکا په دننه کې پدې اړه سروې ترسره کوی چې آیا امریکایان به متحدې امریکاکې پاتې کېدل اوکه دهرایالت وګړی دامریکانه دخپل استقلال طرفداران دی ؟ په ۱۹۹۰ م کې چې کومه سروې ترسره شوې وه په هغې کې ۵ % امریکایان دامریکا دوېش اودخپل خپل ایالت دآزادۍ اواستقلال غوښتونکی وو خو په ۲۰۰۸ م کې پدې اړه ترسره شوې سروې داښایی چې اوس ۲۲ % امریکایان دامریکادوېش اودهرایالت دمستقل دولت جوړېدلو طرفداران دی ، دوى وایی چې دامریکا مرکزی اداره دایالتونو نه دټیکسونو له لارې دایالتونو نه ډېرې زیاتې پیسې راټولوی خوداراټولو شوو روپو ډېره برخه دهیواد نه بهر په جنګونو اونورو بې ګټې چارو لګول کیږی اوایالتونوته ډېره کمه برخه بېرته په لاس ورځی نوکه هرایالت مستقل دولت وګرځی نو دټیکسونو له لارې خپلې ټولې شوې ټولې روپۍ به په خپلې خوښې په ایالت کې دننه مصرف کړی .جدایی غوښتونکی خپلې ویب پاڼې لری ، خپل اخبارونه ، جرېدې او ټلوېزونونه لری اوخپل فعال تنظیمونه لری دبېلګې په توګه په ۲۰۰۴  م کال کې په نیویارک کې '' مډل برى انسټیټیوټ '' په نوم تنظیم رامنځته شو ددې تنظیم غوښتنه ده چې دامریکا ۵۱ ایالیتونه دې مستقل هیوادونه وګرځی اوملګری ملیتونه دې هریو ته جدا غړیتوب ورکړی ، دواشنګټن ، برټش کولمبیا اویګن درى واړو ایالتونه دآزادۍ لپاره '' کلیفورنیز فار انډی پینډنس  پروجیکټ '' نومی تنظیم دڅو کلونو راهیسې کار کوی دجارجیا دآزادۍ لپاره د '' جارجیا لیګ آف دی ساوت '' په شمول  ۳ تنظیمونه کارکوی ، دهوائی ایالت دآزادۍ لپاره د '' فری هوایی '' په شمول  ۵  تنظیمونه فعالیت کوی ، دمین ایالت دآزادۍ لپاره '' فری مین '' او '' سیکنډ مین ملیشیا '' دوه تنظیمونه کارکوی ، دکیلی فورنیا اوالاسکا دآزادۍ لپاره '' امریکن سیشن پروجیکټ '' کارکوی چې دامریکا په آزادۍ غوښتونکو تنظیمونو کې داترټولو لوى اوفعال تنظیم دى .

همدا راز په نورو ایالتونوکې هم دآزادۍ لپاره خوځښتونه شتون لری چې دشنونکو په وینا د  ۲۰۰۸  داقتصادی بحران اوبې کارۍ نه پس داخوځښتونه په ډېرې تېزۍ سره قوت مومی .

نوځکه په امریکاکې دننه دنظر څښتنان هم اوس داحقیقت منی چې دامریکا متحده ایالات به همداسې پاتې نشی اولری نده چې امریکا هم دشوروی اتحاد په څېر ووېشل شی ، '' جیرډ ډایمنډ '' نومی امریکایی لیکوال اومصنف په خپل The Collapse نومی نوی لیکل شوی کتاب کې لیکلی دی چې د ۵ نه تر۱۰ راتلونکو کلونو پورې به امریکا هم دشوروی اتحاد په څېر ټوټه ټوټه شی ، دامریکایی پوهانو اوشنونکو په اند دامریکا ناکام اقتصادی نظام ، نورې نړۍته دواک غځول ، دامریکا نه بهر پرجنګونو لوى مصرفونه اوپه امریکا کې دننه بې انصافی دامریکا دزوال اوټوټه کېدو مهم لاملونه دی ، خو دزوال ترټولو ستر لامل یې دوى دبشریت ضد جنایتونه اواخلاقی ټیټوالى بولی .

بس دادفطرت نه بدلېدونکی اصول دی چې وروستى برى خامخا دحق په برخه وی اوپرځمکه چې دفرعونانو غرور، لویی اوظلم اوج ته ورسیږی نودقدرت له لوری بیا داسې څپېړه وخوری چې ترپېړۍ پېړیو دراتلونکو انسانانو لپاره بیا عبرت وی .

دپښتو متل دى چې د خوار ملا په آذان څوک روژه هم نه ماتوی ګینې ۷ کاله وړاندې چې امریکا پرافغانستان یرغل کاوه هغه مهال زمونږ دغریب محراب اوممبر ، زموږ دخړپړ مجاهد، زموږ حقپاله قلموال او زمونږ دهر قلندر مشر همدایو آواز و چې امریکا دې فکر وکړی ، دهوښیارۍ نه دې کار واخلی پرافغانستان دې یرغل نه کوی ګینې دروسانو نه به هم د بد برخلیک سره مخامخ شی خو هغه مهال زمونږ دغریبو داخبرې دخندا وړ ګڼل کېدې اوهیچا پرې غوږ ګرول اړین نه بلل ، اوداځکه چې دتقدیر پرېکړه به داوه چې دبرتانویانو او روسانو نه پس به لویه امریکا هم دغریبو اوباتورو افغانانو په لاس ماتې خوری . انشاء الله .

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد