غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

دپارلمان مستند انځور:

دپارلمان مستند انځور:

کاوون – کابل   

له بینوا نه په مننه                                                                                      

نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې پورته کړه
نه دی د ویلو هغه څه چې ما لیدلی دی

په رښتیا هم کله چې مو په خپلو سترګو کوم کار لیدلی نه وی عجیبه غوندې را ته ښکاری، ډول ډول خیالونه او فکرونه د انسان په ذهن کې ګرځی.  زه هم همداسې وم د افغانستان د پخوانی پارلمان د شان او شوکت داستانونو دومره اغېزمن کړی وم، چې د اوسنی پارلمان د بحثونو، کړنو او فعالیتونو په اړه به مې هر وخت له ځان سره سوچونه کول. که رښتیا درته ووایم دا ټول فکرونه مې هغه وخت په سیند لاهو شول چې  پارلمان ته مې دیوه ژورنالیست په توګه لاره پیدا کړه او ددوی غونډې، بحثونه او کارونه مې وڅارل.

زه غواړم درنو لوستونکو ته اول د پارلمان د غړو یو تصویر وړاندې کړم، بیا به ددوی خپلې ویناوې د نقل قول په توګه در وړاندې کړم او معامله ګرۍ خو یې هغه څه دی لکه د شهزاده په سرای کې د صرافۍ ګرم بازار.  لومړی خو د پارلمان په اړه دا خبره له هېچا سره هم ونه منی چې پلانی له پلانی سره په ګوند ډله یا نظر کې شریک دی، ځکه ډېر ځله د پارلمان داسې غړی لیدل شوی چې سبا یې خپله خبره رد کړې ده، نه کوم ځانګړی نظر لری او نه کومه خاصه ډله. ډېری کسان په کې یوازې او یوازې په دې هیله دی چې څنګه او له کومې لارې د ورځې نوې موضوع پیدا کړی او بیا له مسولینو سره پرې غوږ وجنګوی.

په پارلمان کې ډېری داسې کسان هم شته چې معمولا په جنجالی ورځو کې پیدا کېږی او هغه خلک خو په کې ډېر دی چې یوازې دومره ناست وی چې یوه کمره ورته مخامخ شی، کله یې چې تصویر واخیستل شو نور نو  دماشومانو په اصطلاح یک مشت نخود هر کس برود خانه خود. یوه بله ډله خلک هم په کې لیدل کېږی چې هغه نړیوالې معاملې کوی، دا نو د پارلمان هغه اداری هییت دی چې ولس ته یې له ځانونو سپین چرګان جوړ کړی، د پارلمان د رسمی غونډو نه چې معمولا هره شنبه، دوشنبه او چهارشنبه په ۱۰ بجو په رسمی ډول پیل کېږی وروسته ددوی خپل دوکانونه خلاصېږی، شنه سترګې او سپین سترګې ټول ددوی له غوړو خبرو خوند اخلی او دوی هم په بدل کې خرما او ثواب دواړه ګټی؟؟.

له دوی سره د بهرنیانو دغه ملاقانونه پر دې ګټور دی چې د اسونو قیضې له دوی سره دی، په اسانۍ کولای شی د ګاډۍ مخ یوې یا بلې خواته واړوی، کله چې په بهرنیانو کومه نیوکه وی او یا هم کله چې بهرنیان غواړی په کوم قانون کې د خپلې خوښې موضوعات ور ننه باسی دلته نو بیا اجنډا له شکرانې سره اداری هییت ته ورکول کېږی.

دا هغه څه دی چې ما په خپلو سترګو لیدلی او د پارلمان په غونډو کې مې اورېدلی،  د پارلمان د وکیلانو د مصونیت د کمیسیون  ریس حاجی فرید د خوست تر بمباریو وروسته کله چې اداری هییت خبره یوې او بلې خواته اړوله وویل: (غلامی سور او سپین نه وی، زه تاسې ته قسم خورم چې ترموږ بدتر غلامان نه شته، زموږ تاریخ خراب شو، موږ د خپل هېواد واک نه لرو، د تصمیم نیولو واک راسره نه شته، د دنیا عسکر د اوباما په امر راځی دلته مظلوم ولس بې ګناه وژنی موږ دومره واک نه لرو چې ددوی د قانونی کولو په اړه یوه پرېکړه وکړو).

همدا راز د فراه ولایت  استازی محمد نعیم فراهی په ښکاره ډول د ژورنالیستانو ترمخه وویل چې په افغانستان کې ډېر ناولی ځایونه دوه دی چې یو یې ریاست جمهوری دی او بل یې پارلمان، ده وویل کله چې کوم وزیر استحضا ته رالېږل کېږی نو معامله ګر وکیلان بیا له واره دوی ته دمدحې کوچنی کوچنی پرزې لېږی، تر هرې موضوع دمخه له هغه مسول چارواکی سره پر دسترخوان ناست وی او د پیسو پاکټونه خو ان د قانونی صیب په اداره کې وېشل کېږی. دا هغه خبرې وې چې د قانونی په موجودیت کې وشوې.

د پارلمان په دغه ناولی ترکیب کې چې خپله هره ورځ  د خپلو ککړتیاو په اړه نارې وهی زیاتره داسې کسان دی چې نه ضمیر لری او نه وجدان، تر پارلمان دباندې د ولسی شورا د نامه نه په ګټه اخیستلو زیات وخت تېروی، داسې فحش حرکتونه ترې راپورته کېږی چې انسان یې په یادولو شرمېږی.

اغلې ارین یون د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلی خرم د استجواب په ورځ په سرینا هوټل کې دیوه پارلمانی غړې له فحاشۍ نه پرده پورته کړه او په زغرده یې وویل : ( که چېرې نورې ښځینه غړې (اشاره یې صبرینا ثاقب ته وه) د کسټونو او ویډیوګانو د ښکاره کولو ګواښ کوی نو بیا موږ سره هم د سرینا هوټل یو ویډیویی کسټ شته).

ګران لوستونکی به تر ما پر دې ښه پوهېږی چې دغه کسټونه څه ډول کېدلای شی او کومه معما به په کې پټه وی، خو داسې ښکاری چې وکیلانو دیوه او بل حرکات څارلی، دوی ښایی دا ورځې په پام کې نیولې وې که د یوه د معامله ګرۍ یا فحاشۍ ثبوت څوک وړاندې کوی نو بل هم باید یو څه ولری.

کله کله ما ته ځینې دوستان وایی بس سیاست دی په سیاست کې دا خبرې راځی. زه وایم که چېرې ضمیر پلورل، فحاشی، هېواد خرڅول، ملت خرڅول، د ملت وینې څښل او د ملت په سترګو کې خاورې شیندل په سیاست کې راځی نو خدای دې هر مسلمان افغان ترې وساتی، ځکه دا خو هغه سیاست دی چې دهېڅ مسلمان افغان ضمیر به یې ونه منی.

په هر صورت! د پارلمان د غړو ناولی مخ هغه وخت ولس ته ډېر ښه څرګند شو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خرم یې د خپلو داخلی اصولو پر خلاف چې باید قوی دلایل یې درلودای استیضا کړ په اوله ورځ تر نیمایی زیاتو کسانو  د وزیر په مخالفت کې کارتونه پورته کړل خو کله چې د وکیلانو خوله خوږه شوه، نو بیا یې د وزیر په تایید له لاسونو سره  پښې هم پورته کړې.


د افغانستان له مسلمان ولس نه، په ځانګړی ډول هغو سترګورو نه چې د سبا ورځې تاریخ لیکی همدا هیله لرم چې د ولسی شورا ارشیف ته مراجعه وکړی، ددوی خپرونه او مطالب له ځانه سره وساتی، له ژورنالیستانو نه یې کلپونه واخلی، ځکه چې نه د شاه شجاع په وخت کې داسې پارلمان و او نه د نورو په وخت کې.

کاوون – کابل   

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد