غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

جګړه ساتی د سوله ساتو په نوم

جګړه ساتی د سوله ساتو په  نوم

 

سید شاه سقیم

  له پرلپسې  څو ساعتونو بې بریښنا تېرولو وروسته چې څنګه هم د کوټې په مېنځ کې لګېدلى ګروپ ناڅاپی روښانه شو د لیونی غوندې  می په کمپیوټر ورمنډه کړه . د لګېدلو په تڼۍ می یې زور ور وکړ تر څو روښانه شو. ها خوا پروت د ټلېفون مزى می ورپسې ژر ژر په دې موخه وتاړه چې انټرڼیټ ورباندې کنیکڼت کړم .

له  وروستیو پېښو څخه د ځان خبرولو د پاره می تر ټولو لومړى  د پژاواک خبری اژانس وېب پاڼې ته سر ورښکاره کړ .

له څو شیبې ځنډ وروسته وېب پاڼه خلاصه شوه خو چې سترګې می پرې ولګېدې ورېږدېدم تر سترګومی  ناڅاپه اوښکې توى شوې او د یو نااشنا درد احساس می وکړ .

هو د وېب پاڼې پر لومړی مخ په لومړی سر کې د یو بېګناه ، سپېڅلی ، مینناک ماشوم عکس وو . چې له څنګه یې لیکل شوی وو .

((امریکایی ځواکونو د ملی اردو دیوه افسر دکورنۍ پنځه غړی
ووژل ))

لاندې یې لیکلی وو چې په وژل شویو کسانو کې یو د اوو شپو ماشوم هم شامل دى .

له دې خبرو سره می نورد راپور ویلو توان په ځان کې وونه لید . هسې د تش کالبوت غوندې د کمپیوټر مخ ته کښېناستم . زړه می غوښتل تر څو د یاهو مسینجر له لارې پر لیکه شم او له چا څخه د چیټینګ په مرسته د پېښې په اړه نور مالومات واخلم خو په مغزو د زیات فشار له امله را څخه د خپلې ای ډی شیفرهم هېر غوندې شو . او همداسې لاس تر زنې د کمپیوټر مخ ته ناست وم .

سترګې می د راپور په سرلیک کې ښخې وې .

د خیال  اسمان می ځان  په ډول ډول وېرونکیو ورېځو کې پټ کړاو زړه می د ناهیلو کفن په سر راکش کړ .

اخېر سوله دې ته وایی ؟؟؟؟؟

ایا اوس امریکا زمونږ د هېواد د اوو شپو سپیڅلى ماشوم هم ترهګر بولی او وژل یې ځانته روا ګڼی .؟؟؟؟

زمونږ هغه مېندې چې د کور په دروازه کې د کور د سړی ټوخى واوری لا په اوومه کوټه ننوزی اوس د امریکا یی ځواکونه دا خبره رښتیا ده چې دغو ښځو په پردیو امریکایانو باندې ډزې وکړی ؟؟؟؟؟؟؟

که څه هم دغه وخت غرمه وه خو زړه می د نامېندۍ تورو لوخړو داسې په غېږ کې نیولى وو چې په کوټه کې رڼا ورځ راته توره تروږمۍ ښکاره شوه .

له کله نه می د کمپیوټر سره راشه درشه پیل شوې په دې نږدې وخت کې دا دویم ځل دى چې د راپور په لېدلو می له سترګو بې اختیاره اوښکې روانې شی .

تر دې وړاندې د رحمان بابا په مزار کې د بمی چاودنو راپور ژړولى وم او اوس  دغه راپور چې پکې د بابا د اووشپو لمسى د ترهګر په نوم شهید کړاى شو .

وروسته له ډېره وخته می ذهنی کش مکش څه کم غوندې شو د بشپړ راپور لپاره می د راپور په سر لیک کلیک وکړ .

په راپور کې ویل شوی وو چې په وژل شویو کسانو کې په دغه بې ګناه ماشوم سربېره یوه ښځه چې هغه هم ښوونکې وه ، اتلس کلنه نجلۍ چې د لېسې زدکوونکې وه  او دوه تنه نارینه هم وژل شوی

د خبر په زیاتو لوستلو می لا پسې د زړه درد ډېرېده .

لاندې بیا د امریکایی ځواکونو د ویاند خبرې وې

هغه ویلی وو چې دغه عملیات یې د قوی استخباراتی  راپور وروسته ترسره کړی دی . په لومړی سر کې پرې وسلوالو ډزې وکړې او بیا دوى په ځوابی ډزو کې  څلور تنه وسلوال ووژل چې هغه هم د حقانی د ډلې وو .

د راپور له لوستلو وروسته می لا سترګې وچې نه وې چې د لېونی غوندې  را څخه بېواکه وخندل شول . 

دې ته وایی سوله !
دې ته  وایی رښتیا !
دې ته وایی سوله ساتی .. !
او دې ته وایی زمونږ د راتلونکی تت ژوند څراغونه .

په داسې سوله خودی سر له همدا ننه اور پورې شی چې زما د هېواد هغه ماشوم چې لا یې د مور شیدې په مړه ګېډه نه وی رودلى ترهګر شی او  په داسې بېرحمۍ وژل کېږی .

د اوو شپو د ماشوم پلار کېداى شی خپل زوى لیدلى هم نه وو . چې دسولې پتنګانو یې ورباندې دیدن د حضر ( ع ) دیدن کړ 

د سولې دغه ټېکدران چې د اسمان له هاغه سره یې پایڅې رانغښتې او وایی تاسو ته سوله راولو . تاسو به هم له  دې وروسته زمونږ غوندې په ډیموکراسۍ کې ژوند تېروۍ همدې ته سوله وایی .

سوله دا ده چې زمونږ په ورا باندې بمونه وولی ؟ زمونږ د ښوونځی ښځینه ښوونکې او زدکوونکې په ټوپک وولی ؟

د سولې دغه فرښتې بیا خپله ملامتی هم نه منی او په سپینو سترګو کې وایی چې څلور وسلوال طالبان مو وژلی دی .

په پېښکې د دوو تنو وژل کېدل به لا یو څه د سړی زړه ته ولوېږی چې وژل شوی کسان به د حقانی د ډلې وو خو دغه دوې ښځې او د اوو شپو ماشوم هم د حقانی د ډلې وو . ؟؟؟؟

او بیا دا چې د ملی اردو د یو افسر کورنۍ د حقانی ډله وه ؟؟؟؟؟

په دې هېواد کې چې د ملی اردو د یو افسر د کور غړی هم د ترهګرپه په نوم وژل کېږی نو د هغو طالبانو به څه حال وی چې امریکا یې په منځلارو کې لا نه شمېری  او توند لارې یې بولی .له هغوى سره امریکا خبری لا څه کوی سلام اچول هم ترهګری بولی 

زما په خیال دوى فکر کړى دى چې  د دېرشو کالو غمیزو به د افغانانو ماغزه خراب کړی وی او اوس چې ورته مونږ هر څه وایو منی به یې .

هو مونږ مجبور یو چې منو به یې .
ډېر مجبور .

ځکه

چې مونږ په لوى لاس د هغه پیر لاسنیوى کړى کوم چې  خپله د سلو غلو یار دى .

ملی ټلواله د افغانستان له سیاسی ډګر څخه په تیښته ده؟

ملی ټلواله د افغانستان له سیاسی ډګر څخه په تیښته  ده؟

له بینوا نه په مننهمیرویس جلالزی


په افغانستان کې، د حامد  کرزی  د  تر تولو ځواکمن مخالف  سیاسی  اتحاد(ملی  ټلواله)پاشل کیدل خپل وروستی پړاو ته  رسیدلی دی.په تیره  یوه میاشت کې د جبهې دوه عمده  او له  نفوظ څخه ډکی سیاسی څیرې  هر یو  مارشال  محمدقسیم فهیم او بدنامه جنګ سالار  عبدالرشیددوستم د  دغې څپ څپاندې جبهې  له  پیکرڅخه  جلا شول او راتلونکو  ټاکنو په اړه یې خپل دریځونه د جبهې له واحد  دریځ څخه  بیل بیل اعلام کړل.هغوی راتلونکو ټاکنو ته  ځانګړی کړنلاری لری  او  ورسره ځانګړی اهداف.

((مارشال فهیم له کرزی سره اړخ  لګوی؟))

مارشال فهیم د اپریل  میاشتې  په شپاړسمه نیټه نیغ  په نیغه وروسته  له هغه له  جبهې سره  خپلی حزبی اړیکی پرې کړې چې دغې جبهې د شمالی ایتلاف  د  وژل شوی مشر  احمدشاه مسعود نژدی ملګری او د  کرزی د حکومت د  بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټرعبدالله عبدالله ولسمشریزو ټاکنو ته د خپل  نوماند په توګه  وټاکل.په  اصل کې د فهیم  دغه  دریځ د ټلوالی  له بنیادی اصولو او ژمنو سره په ټکر کې  واقع شو.مارشال فهیم وویل چې د ډاکټر  عبدالله عبدالله  له  کاندیداتورۍ سره  نه  دی،  نه  احمدضیامسعود او نه  هم جنرال دوستم  موافق  دی.د مجاهدینو د  لومړیو کرښو  دغه قوماندان په دغو نیغو خبرو سربیره  له خپل زاړه  یار (حامدکرزی) سره د هغه  په ټاکنیزو کمپاینونو کې د مرستې ټټر  ته هم سوکان ورکړل.مارشال فهیم اوس په دې باور دی او دا وایې  چې جبهې  باید په  یو بل  کاندید فکر کړی وای داسی کاندید له  که  حامدکرزی چې د افغانانو پراخ  ملاتړ ورسره دی.
 
((
محمد  محقق ،  دوستم له  ټلوالی څخه"جلا" کړ))

د جبهې د ټوکټوکیدا بل لامل د دغې  ټلوالې  د ازبکانو او شعیه  هزاره ګانو مشرانو نوی ایتلاف دی.د جنرال دوستم په پخوانۍ مشری او د نورالله  سادات په اوسنۍ مشری  د جنبش  ملی اسلامی ګوند او د محمد محقق په مشرۍ حزب وحدت  اسلامی افغانستان  هم  راتلونکو ټاکنو کې د خپل نوم آند د بریالی  توب لپاره ایتلاف جوړ کړ  او دغه دوه  تنظیمونه  نور نو د ټلوالی  سره یوه موخه  نه لری بلکې لارې یې بیلی، موخی یې بیلی او هڅی یې بیلی دی.د  تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ محمد محقق  او دوستم به  د  ولسمشرۍ  د ماڼۍ" ارگ " له اوسنی واکدار یعنی حامد کرزی څخه په راتلونکو ټاکنو کې ملاتړ وکړی.
 
محمد محقق د مجاهدینو د بریالی توب د اولسم کال د تجلیل له  مراسمو څو ورځی دمخه په خپله یوه  غونډه کې  د  کرزی د لوډسپیکرپه توګه رول ولوباوه  او په خپلو خبرو کې یې څو څو ځله د  حامد کرزی ملاتړ وکړ.زما په اند له  ملی ټلوالی څخه د مارشال  فهیم،  محمد محقق او جنرال دوستم  وتل به چې یو یې په تاجک  بلاک، بل یې  په ازبک  بلاک  او دریم یې هم په هزار بلاک پوری تړلی دی،  وکولای شی چې د  جبهې په دننه کې د هرې ورځی په تیریدو د زهرو د غړپ په څیر د ناروغۍ او مرګ فضا حاکمه  کړی.ښایې دغه مثلث ایتلاف  د جبهې د ړنګیدو وروستۍ او بریالۍ  هڅه وی.

((د مصطفی کاظمی مړینه او پر ټلوالې یې اغیزه))


د ولسې جرګې  مړ  شوی غړی سیدمصطفی  کاظمی یو له هغو کسانو څخه وو چې د ملی ټلوالی د بنسټ په ایښودلو او دغه بنیاد ته یې د مرستو په را جلبولو کې پوره ونډه لرله.له دې  څخه سترګی نه شو پتولای چې کاظمی د ایران له دولت سره نژدې اړیکی لرلی اود ایران دولت هم د ملی ټلوالی په جوړولو کې مهم رول درولود.کله  چې کاظمی نه وو وژل شوی نو د ولومړی ځل لپاره یې د  ۲۰۰۷کال د مارچې میاشتې  په ۱۳مه نیټه د جبهې  تر جوړیدو وروسته له  خبریالانو سره وکتل او د  جبهې د جوړښت او موخو په اړه یې ورته  معلومات ورکړل.جبه داسی نه وه  چې یوازی د ایران ملاتړ یې له ځان سره درلود.په دغه جبه  کې پخوانی  کمونیستان، مجاهدین، د شاهی خاندان  کسان، تیکنوکراتان او یو شمیر  د اوسنی حکومت عالی رتبه  چارواکی هم غړی ول.د بیلا بیلو فرقو دغه یاد شوی کسان په یوه ډول نه په یو ډول یا له غربی  ا یا هم له یو شمیر شرقی هیوادونو سره اړیکی لری او د هغوی له خوا اوس هم ملاتړ کیږی.داسی رپوټونه شته  کله چې مصطفی کاظمی په یوه ترهګریز  برید  کې د بغلان په ولایت کې ووژل شو له هغه وروسته د جبهې په مشرتابه کړۍ کې  لانجې را پورته شوی ، ټلواله له  مالی اړخ  څخه هم له  ستونزو سره  مخ شوه او ایرانی  چارواکو دا پیش بینی کړی وه  چې که چیرته  کاظمی  نه وی نو دغه ستونزی  متصوری  دی چې همداسی هم  وشول.د کاظمی تر مړینې  وروسته  جبهې  خپل لومړی دریځ له لاسه ورکړ او یو ډول انرشی  پکې حکم  فرما شوه.یو پر بل د ملې ټلوالی د غړو باور کم شو او یو بل ته سره غله شول.

د ملی ټلوالی کورنۍ کړکیچ
((
د ټلوالی  د پاشل کیدو خوځښت))

د  جبهې  دوهم  کورنۍ کړکیچ له دغې ټلوالی څخه د شاهی کورنۍ د مقتدر غړی مصطفی  ظاهر تدریجی لری والی دی.کله چې په ۲۰۰۸  کال  کې  ظاهرشاه ومړ نو مصطفی ظاهر د  شاهی کورنۍ د مشر وارث په توګه پاتی شو په داسی حال کې  چې نوموړی هم د ټلوالی غړی توب درلود.نوموړی د  ظاهر  شاه له  مړینی وروسته  له  ټلوالی  څخه  په  نیغه توګه نه خو په یوه  نه په یوه بهانه ځان  جلا کړ.د ۲۰۰۹ کال یعنی روان کال په سر کې له ملی جبهې  څخه د شاهی کورنۍ د تیکنوکراتانو  جلا والی  هم   د لمر  په شان روښانه شو.
  
د ملی جبهې د پاشل  کیدو دریم پړاو د شاهی کورنۍ له غړو وروسته له جبهې  څخه د یو شمیر کمونیست پلوه څیرو بیلوالی  وو.د بینوا ویب سایت محترمو لوستونکو حزب دیموکراتیک خلق افغانستان غړی هم  د ملی  ټلوالی په جوړښت کې شامل ول.حبیب منګل هغه کس وو چې د حزب دیموکراتیک  خلق  افغانستان غړی توب یې درلود  او د جبهې  له جوړیدو سره له  دغې جبهې  سره یو ځای  شوی وو خو اوس نوموړی  ولسمشریزو ټاکنو ته نوم آند دی.د حبیب  منګل  له دغه کړنی داسی ښکاری چې یو شمیر پخوانی کمونستان چې د جبهې  په ترکیب  کې  ول اوس سوکه سوکه له دغې ټلوالی واټن نیسی او ترینه په وتلو دی.

خو اوس دا روښانه  خبره ده چې د ملی ټلوالی له  مینځه  تګ خپلو وروستیو پړاونو ته رسیدلی دی.ډ ټلوالی خپل منځی شخړی، د نظرونو توپیر او د موخو بیلوالی هغه څه دی چې د جبهې د اصولو سره په ټکر کې واقع شوی او د هرې  ورځی په تیریدو د جبهې  غړی یو له بل څخه واټن  نیسی.ملی جبهه د  حامدکرزی د حکومت پر وړاندی د مخالفو سیاسی ډلو وروستی هغه  ګډ خوځښت وو چې په ۲۰۰۷  کال  کې  پیل  شو خو د دوو کلونو په تیریدو یعنی د ۲۰۰۹ کال په راتګ سره اوس د  له  مینځه  تګ واټن وهی. لیکوال میرویس جلالزی

په افغانی ټولنه کی اسلامی ارزښتونه د نابودی په درشل کی

     له بینو نه په مننه 

په نړی کى د فسق او فساد او بد اخلاقی د انتشارد مخنیوی لپاره پکار دا وه چه اسلامی  امت خپل کردار ددی سیلاب او توپان دمخنیوی لپاره تر نور امتونو وړاندی ادا کړی وى ,خو متاسفانه چه اسلامی نړی او خوصصا دافغانستان ټولنه د دی ورانوکى ټوپان ښکار شوى ده

 زمونږ په افغانی ټولنه کى ټول هغه عوامل او او لاملونه چه د ټولنه د بربادی سبب گرځی په دیر قوت سره دغزیدو په حا ل کی دی فسق ,فساد,وژنه ,ظلم, جبر, غلا, رشوت ,زنا, د بیگناه خلکو په ژوند باندی تیری او داسی نوری......... بدبختی چه دیوه اسلامی ټولنه دبربادی لامل کیدی شى زمونږد ټولنه لمن یى نیولی ده .

  زمونږ ځلمیو او ځوانانو چه د ټولنه د پرمختگ او تمدن او رفاه په هکله مسولیت لری له اسلامى ارزښتونو سره فاصله نیولی ده او وسره نا اشنا او نابلده شوى دی,د دوی تاثر له بیگانه کلچرونو څخه اوهغه سلوک چه له اسلامى ارزښتونو څخه پردی دی د افغانیه ټولنه د اساس ڇه کورنی ده زیانمنه کوی او خپله بده اغیزه ور بانددی پریږی

په افغانستان باندی تیری شوىد ریو بحرانی لسیزیو د افغانی ټولنه د بربادی اسباب برابر کړل , هغه سیاسی او اقتصادی ستونزی چه افغانستان ور سره  لاس او گریوان وا افغانان یى دی ته مجبور کړل تر څو نورو ملکونو ته د متعددو اسبابو په اساس ولاړ شى, او د خپلو کورنیو لپاره مالی مدرک پیدا کړی چه ډیری د دغو افغانانو  ځوانان وو اود ا ځوانه طبقه د زدکړی له بهیر څخه محرومه شوی وه او اکثریت یى غربی ملکونو ته  تللی دی د دوی ذهنی حا لت دپردی کلچرڅخه متاثر کیدو ته  چمتو وا نو په چټکیا سره له غربی اجتماعی عاد تو نو  څخه متاثر شول.

  او هغه سیاسی کړاونه چه افغانستان ور سره مخ شو هم خپل  اثر په نوی نسل کى پریښی ڇه د بعضو سیاسی ډلو کړن لاری وى ڇه د اسلام په نامه یى په افغانی ټولنه کى ظلم بربریت او وحشت مسلط کړی وا,دغو تصرفاتو ڇه اسلام ور څخه بری دی زموږ په ټولنه کى بد اثر پریښود, حا ل دا چه ستونزه په اسلام کى نه بلکی په هغو اشخاصو اوډلو کىد ه  ڇه داسلام په نامه خپل شخصی تگلاری  په ټولنه کی پلی کړی ڇه غا لبا ددوی د شخصی مصلحتونو په بنا وى  او اسلام ورڅخه بری دی.

له بلی خوا زمونږ په گران وطن افغانستان کى دیوه متقتدر او توانا حکومت نشته والی هم ددی لامل شوی تر څو زموږ په ټولنه کى پردى ډوډونه او رواجونه په لوړه کچه منتشر شی ,د مثا ل په توگه هندى کلچرد غزیدو په حا ل کى دی هغه هندی درامی چه زمونژ په اکثریت ټلویزونی چنلونو کى ننداری ته اښودل کیږی اوس مها ل په دیره علاقه او کشش سره زمونژ د کورنی غړی گوری ان تر دی چه زمونژه مفکره او روشنفکره طبقه  هم ددی درامو د لیدو علاقه ښیى,طبیعی ده چه لیدونکى باید څه ورڅخه  زدکړی او حتما ددی ډرامو محتوا د هندی کلچر ارزښتونه انعکاسوی,په ټولنه کى هندی لباس او هندی نومونه رواج کید ل د همدو ډرامو د ننداری پل دی , دیاد وړ ده چه د اطلاعاتو او کلتور د وزیر ورستی څرگند ونی ښه دلیل کیدی شى چه د ملک اشغال د پردیو کلچرونو په هکله یى وضاحت وکړ
 
ددی تر څنگ زمونږ هغه گاونډی چه له پیړیو څخه د افغانستان د نابودی او بربادی فکر په سر کى پالی هم په د یر قوت سره زموږد کلتور د نابودی په هکله هلی ځلی کوی او په پراخه توگه گوډاگیان یى په افغانی ټولنه کى روزلی چه  دمنظم پلان په رڼا کى خپل کلچر په افغانی ټولنه کى رواجوی.

پوښتنه دا ده چه څرنگه وکولی شو له دی حا لت څخه خپلی کورنی او خپله ټولنه وژغورو؟ که چیری خپل اسلامى  ارزښتونه  وڅیړو دی پوښتنه ته په ساده توگه ځواب موندلی شو, الله ج)وایى ایه مومنانو تاسی خپل ځان او د کورنی غړی له هغه  وور څخه وژغوری کوم چه  دسون مواد یى انسانان او کاڼی دی ,په بل عبارت له اسلامی ارزښتونو د چوکاټ څخه بهر ژوند کول باعث گرځی تر څو انسان د هغه ور د سون موا د شی  چه الله ی موږ او تاسی ورڅخه وساتی.نو که موږ اسلام  قبول کړی نو باید له اسلامى اصول او قوانینو  سرة سم ژوند وکړو نو به مو ټولنه سالمه اوپاکه له اجتماعی ستونزو څخه وی
 
نن زموږ په ټولنه کى ټول هغه ډوډونه او رواجونه په لوړه کچه رواج شوی کوم چه ټولنه د بربادی لوری ته وړی وژنه,ظلم,رشوت,زنا,شراب خوری ,سود ,قمار.................)  بلکه د اسی حا لت مسلط شوی چه که چا ته په اسلامى ټولنه کى د خپل مسولیت په هکله یاد ونه کیږی په تمسخر امیزه شکل یا ټوگه ځواب اروی چه مجاهد او طا لب د څه وکړل چه لا اوس هم له اسلام څخه خبری کیږی.بیا باید یاد ونه وشی چه ستونزه په اسلام کى نه بلکه په هغو اشخاصو او ډ لو کی ده چه له اسلامى ارزښتونو څخه یى فاصله نیولی ده, له دی دلدل څخه د وتلو لاره صرف اوصرف له اسلامى اصول سره خپل ژوند عیارول دی.الله ج د مونږ او بشریت د لارښونه له پاره  قران کریم رالیږلی دی که چیری موږد قرانکریم د احکاماتو په رڼا کى ژوند وکړو له دی حا لت څخه د وتلو لاره پیدا کولی شو قران کریم هغه چراغ دی چه انسان ته په تیاره کی رڼا پیدا کوی
لمړی باید خپل ځان او د خپله کورنی غړی د انحراف له جاده څخه را وگرځوو ځکه چه د تولنه سمون او بربادی د کورنی په بربادی او سمون کى نغښتی د ه
که چیری موږ خپل اولادونه د اسلام د ارزښتونو په چوکاټ که  تربیه کړو نو حتما به خپله ټولنه وژغورو,مونږ د مختلو کلچرونو په یرغل کى باید خپلو اولادونو ته متوجه او اسلامى ارزښتونو ته یى راوبولو تر څو د الله د بښنی او مغفرت قابل شو,ځکه چه د اولاد مسولیت د مور او پلار په غاړه اچول شوی د ى او له مور او پلار څخه به د دوی په هکله پوښتنه کیږی
رسول ص وایى که چا دری لورانی  یا خویندی او یا دوی لورانی یا خویندی لوی او په سمه توگه یى و روزلی او بیا یى واده کړی  نو به الله ج ورته جنت ورکړی. له سمه کورنی څخه سمه ټولنه او سم اولس مراد دی.خو اوس اسلامى ټولنه د افتراق تشتت ښکار شوى دی چه سمون ته یى سخته اړتیا ده    وسلام