غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

دپارلمان مستند انځور:

دپارلمان مستند انځور:

کاوون – کابل   

له بینوا نه په مننه                                                                                      

نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې پورته کړه
نه دی د ویلو هغه څه چې ما لیدلی دی

په رښتیا هم کله چې مو په خپلو سترګو کوم کار لیدلی نه وی عجیبه غوندې را ته ښکاری، ډول ډول خیالونه او فکرونه د انسان په ذهن کې ګرځی.  زه هم همداسې وم د افغانستان د پخوانی پارلمان د شان او شوکت داستانونو دومره اغېزمن کړی وم، چې د اوسنی پارلمان د بحثونو، کړنو او فعالیتونو په اړه به مې هر وخت له ځان سره سوچونه کول. که رښتیا درته ووایم دا ټول فکرونه مې هغه وخت په سیند لاهو شول چې  پارلمان ته مې دیوه ژورنالیست په توګه لاره پیدا کړه او ددوی غونډې، بحثونه او کارونه مې وڅارل.

زه غواړم درنو لوستونکو ته اول د پارلمان د غړو یو تصویر وړاندې کړم، بیا به ددوی خپلې ویناوې د نقل قول په توګه در وړاندې کړم او معامله ګرۍ خو یې هغه څه دی لکه د شهزاده په سرای کې د صرافۍ ګرم بازار.  لومړی خو د پارلمان په اړه دا خبره له هېچا سره هم ونه منی چې پلانی له پلانی سره په ګوند ډله یا نظر کې شریک دی، ځکه ډېر ځله د پارلمان داسې غړی لیدل شوی چې سبا یې خپله خبره رد کړې ده، نه کوم ځانګړی نظر لری او نه کومه خاصه ډله. ډېری کسان په کې یوازې او یوازې په دې هیله دی چې څنګه او له کومې لارې د ورځې نوې موضوع پیدا کړی او بیا له مسولینو سره پرې غوږ وجنګوی.

په پارلمان کې ډېری داسې کسان هم شته چې معمولا په جنجالی ورځو کې پیدا کېږی او هغه خلک خو په کې ډېر دی چې یوازې دومره ناست وی چې یوه کمره ورته مخامخ شی، کله یې چې تصویر واخیستل شو نور نو  دماشومانو په اصطلاح یک مشت نخود هر کس برود خانه خود. یوه بله ډله خلک هم په کې لیدل کېږی چې هغه نړیوالې معاملې کوی، دا نو د پارلمان هغه اداری هییت دی چې ولس ته یې له ځانونو سپین چرګان جوړ کړی، د پارلمان د رسمی غونډو نه چې معمولا هره شنبه، دوشنبه او چهارشنبه په ۱۰ بجو په رسمی ډول پیل کېږی وروسته ددوی خپل دوکانونه خلاصېږی، شنه سترګې او سپین سترګې ټول ددوی له غوړو خبرو خوند اخلی او دوی هم په بدل کې خرما او ثواب دواړه ګټی؟؟.

له دوی سره د بهرنیانو دغه ملاقانونه پر دې ګټور دی چې د اسونو قیضې له دوی سره دی، په اسانۍ کولای شی د ګاډۍ مخ یوې یا بلې خواته واړوی، کله چې په بهرنیانو کومه نیوکه وی او یا هم کله چې بهرنیان غواړی په کوم قانون کې د خپلې خوښې موضوعات ور ننه باسی دلته نو بیا اجنډا له شکرانې سره اداری هییت ته ورکول کېږی.

دا هغه څه دی چې ما په خپلو سترګو لیدلی او د پارلمان په غونډو کې مې اورېدلی،  د پارلمان د وکیلانو د مصونیت د کمیسیون  ریس حاجی فرید د خوست تر بمباریو وروسته کله چې اداری هییت خبره یوې او بلې خواته اړوله وویل: (غلامی سور او سپین نه وی، زه تاسې ته قسم خورم چې ترموږ بدتر غلامان نه شته، زموږ تاریخ خراب شو، موږ د خپل هېواد واک نه لرو، د تصمیم نیولو واک راسره نه شته، د دنیا عسکر د اوباما په امر راځی دلته مظلوم ولس بې ګناه وژنی موږ دومره واک نه لرو چې ددوی د قانونی کولو په اړه یوه پرېکړه وکړو).

همدا راز د فراه ولایت  استازی محمد نعیم فراهی په ښکاره ډول د ژورنالیستانو ترمخه وویل چې په افغانستان کې ډېر ناولی ځایونه دوه دی چې یو یې ریاست جمهوری دی او بل یې پارلمان، ده وویل کله چې کوم وزیر استحضا ته رالېږل کېږی نو معامله ګر وکیلان بیا له واره دوی ته دمدحې کوچنی کوچنی پرزې لېږی، تر هرې موضوع دمخه له هغه مسول چارواکی سره پر دسترخوان ناست وی او د پیسو پاکټونه خو ان د قانونی صیب په اداره کې وېشل کېږی. دا هغه خبرې وې چې د قانونی په موجودیت کې وشوې.

د پارلمان په دغه ناولی ترکیب کې چې خپله هره ورځ  د خپلو ککړتیاو په اړه نارې وهی زیاتره داسې کسان دی چې نه ضمیر لری او نه وجدان، تر پارلمان دباندې د ولسی شورا د نامه نه په ګټه اخیستلو زیات وخت تېروی، داسې فحش حرکتونه ترې راپورته کېږی چې انسان یې په یادولو شرمېږی.

اغلې ارین یون د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلی خرم د استجواب په ورځ په سرینا هوټل کې دیوه پارلمانی غړې له فحاشۍ نه پرده پورته کړه او په زغرده یې وویل : ( که چېرې نورې ښځینه غړې (اشاره یې صبرینا ثاقب ته وه) د کسټونو او ویډیوګانو د ښکاره کولو ګواښ کوی نو بیا موږ سره هم د سرینا هوټل یو ویډیویی کسټ شته).

ګران لوستونکی به تر ما پر دې ښه پوهېږی چې دغه کسټونه څه ډول کېدلای شی او کومه معما به په کې پټه وی، خو داسې ښکاری چې وکیلانو دیوه او بل حرکات څارلی، دوی ښایی دا ورځې په پام کې نیولې وې که د یوه د معامله ګرۍ یا فحاشۍ ثبوت څوک وړاندې کوی نو بل هم باید یو څه ولری.

کله کله ما ته ځینې دوستان وایی بس سیاست دی په سیاست کې دا خبرې راځی. زه وایم که چېرې ضمیر پلورل، فحاشی، هېواد خرڅول، ملت خرڅول، د ملت وینې څښل او د ملت په سترګو کې خاورې شیندل په سیاست کې راځی نو خدای دې هر مسلمان افغان ترې وساتی، ځکه دا خو هغه سیاست دی چې دهېڅ مسلمان افغان ضمیر به یې ونه منی.

په هر صورت! د پارلمان د غړو ناولی مخ هغه وخت ولس ته ډېر ښه څرګند شو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خرم یې د خپلو داخلی اصولو پر خلاف چې باید قوی دلایل یې درلودای استیضا کړ په اوله ورځ تر نیمایی زیاتو کسانو  د وزیر په مخالفت کې کارتونه پورته کړل خو کله چې د وکیلانو خوله خوږه شوه، نو بیا یې د وزیر په تایید له لاسونو سره  پښې هم پورته کړې.


د افغانستان له مسلمان ولس نه، په ځانګړی ډول هغو سترګورو نه چې د سبا ورځې تاریخ لیکی همدا هیله لرم چې د ولسی شورا ارشیف ته مراجعه وکړی، ددوی خپرونه او مطالب له ځانه سره وساتی، له ژورنالیستانو نه یې کلپونه واخلی، ځکه چې نه د شاه شجاع په وخت کې داسې پارلمان و او نه د نورو په وخت کې.

کاوون – کابل   

عامه محافظت که عامه دښمنی

 

عامه محافظت که عامه دښمنی 

له ریان ټکی نه په مننه                                                                                 

 

امریکایان او ورسره راغلی بهرنیان چی له کله راغلی دی، تر ننه یی دافغانستان لپاره کوم مثبت کار لیدل شوى نه دى، راتلل یی په زور او تذویر ، پاته کیدل یی ظلم او زور، برخورد یی دخلکو دین ، عنعناتو او ملی ګټو په خلاف ؤ. هغه کسان یی خپل کړل چی ملت او خلکو رد کړی او قى کړی وو، هغه کسان یی دښمنان وګڼل چی په طبقاتی او قومی ،سمتی او تاریخی لحاظ ددی هیواد ساتونکی وو.

اوس چی دټولو زړونه یی بدکړی دی،دملی اردو او ملی پولیسو په نوم یی په ملت کی خپل منځی دښمنې راپیدا کړه ، نه یی امنیت راوست او نه سوکالی؛ خو همدا بی وزله یی مړینی ته وتړل...

نن بیا دمحافظت عامه په پروګرام کې غواړی، خلک تر خپل منځ یو له بل سره دښمنان کړی. کلی په کلی او قوم په قوم یی سره وجنګوی او که څوک داکار ونکړی، په وازه خوله ورته وایی موږبه تاسو دمخالفینو په صف کې وګڼو.

دمیدان وردک په سیمه کې چی غلام محمد ونکړاى شواى خلک دی پروګرام ته قانع کړی، په غونډه کی، دجنرال رازق له لوری په ډاګه وویل شول :بیا به موخیر نه وی ...

امریکایان به نه پوهیږی چی په زورکلى نه جوړیږی. دوردګو سیمه دحفیظ الله امین په وخت کې دهزارګانو دځپلو لپاره وسلواله شوه،خو دی خلکو هغه وسله دکمونیست حکومت په مقابل کې استعمال کړه.

داځل هم داخلک او نور افغانان دا وسله ممکن نه واخلی ، هوښیاران په دې چی ددې پایله کورنۍ جګړه او دښمنې ده او بی تجربی خلک له هغې ویری چی په داسی وسلو خلکو خپل سرونه وبایلل ...

داتجربه روسانووکړه ، نننى دوستم دهغوى له همداسی وسله والو څخه دى چی له خپل وحشت سره ، سره چی له ملت سره یی وکړ بیا هم دملت لورى ونیو او دکمونیست حکومت په خلاف ودرید.روسانو هم په ملت کې دښمنی پیدا کول، دوروستنۍ حربی په څیر وکاروله ، خو دوى هم سرپکښې وخوړ.

امریکایان هم نن داوبو ځک ته لاس اچول کوی، دافغانستان امنیت چی له دومره بهرنیانو ،ملی اردو، ملی پولیسو او نورو استخباراتی شبکو سره خوندی نشو ، ناشونى برېښی چی په داسی پروګرامونو دی خوندی او خلک دی له امریکا او دهغوى له انډیوالانو خوښ شی .دا اودې ته ورته پروګرامونه ، د امریکایانو ماتی ، وارخطائی او ویره ښیې، داچی په همدې عبثو پروګرامونو وخت تیروی، ځانونه او افغانان نور هم دخطر کندو ته رسوی، غوره داده څو په مثبتو مسائلو فکر وکړی ، نن خو یوازی مجاهدین دی چی وسله واله مقابله کوی،که خلک وسلی اخیستلو ته مجبوریږی، نو بیا به داخلک په دی کلیو کې نه وی، هغوى به توره بوړه ، تورګان ،ګربت ،صافی غر ، شاهی کوټ او.. خپل هستوګن ځایونه وګرځوی...

وخت دا راغلى دى چی له روسانو یی زده کړی . هغوى دځان دخلاصون لپاره جینوا ته پناه یوړه او لاره یی وموندله ، وتل یی اعلان کړل او لاړل، امریکایان دې هم یوځاى ته پناه یوسی چی دوتلو ابرومنده لاره ومومی، نه داچی دابی وزله ملت دخپلو ګټو دساتلو لپاره په دښمنې اخته او نور هم وځپی.

زلمی خلیل زاد په غزنی کې کمپاین کوی؟؟؟؟

لیکوال:حمید الله برهان

له بینوا نه په مننه

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د ګوتو په شمیر اونۍ پاتې دی.

دغې سیالۍ ته د ګډون لپاره تر اوسه د یو شمیر کاندیدانو رسماْ خپله کاندیداتوری اعلام کړی خو ځینی یې غواړی په چل او ول سره خپل کمپاینونه اوس پر مخ بوزی او خپله کاندیداتوری وروسته اعلام کړی.
افغان ولس د هر بل وخت په پرتله اوس په دې پوه شوی چې څرنګه کولای شی خپل ملی زعیم غوره کړی او د کومو صفاتو درلودونکی کس د دوی د ولسمشرۍ لپاره مناسب دی.

له حامد کرزی نیولی بیا تر اشرف غنی احمدزی،  انوارالحق احدی  زلمی خلیل زاد او حتی زما په څیر بی سرپناه رمضان بشردوست پوری  په دې لټه کې دی چې د ارګ ماڼۍ ته ځانونه ورسوی خو لیکن دغه لوړ مقام ته د رسیدو لپاره باید عاقلانه تدابیر ونیول شوی او هغه لاری چاری ولټول شی چې کاندید صایب بیا د خلکو د خندا وړ و نه ګرځی داسی خندان لکه چې نن په غزنی ولایت کې په زلمی خلیلزاد باندی وشوه.


د زلمی خلیل  زاد په پلوی یو شمیر کسانو چې مشری عزیز هوتک کوله په غزنی ولایت کې د افغانستان له فرهنګی او دینی جوړښت  څخه په پوره بی خبرۍ کې نن داسی یوه ډنډوره په ځان ودروله چې د  غزنی تاریخی  ښار به یې هیڅ کله هم هیره نه کړی.


اصلی خبره خو دا وه چې نن د حمل میاشتې په
۱۳ مه نیټه  د افغانی الاصله امریکایی زلمی خلیل زاد یو شمییر  څوکۍ طلبو ملګرو د هغه په ملاتړ غونډه جوړوله خو دغه بیچاره ګان  خپلې دغې موخې ته له رسیدو دمخه هغه د  ننګرهار د غونډې  د کوربانو په څیر نا امیده شول په ننګرهار کې هم څه موده وړاندی له خلیلزاد او د هغه له امریکایی رنګه پلویانو سره ورته سلوک شوی وو.


  په ننګرهار کې  هم کله چې د خلیلزاد او ګل آغا شیرزی پلویانو په ګډ‌ه د خلیلزاد ملاتړ غونډه جوړه کړه نو خلک پرې ور توی شول او غونډه یې له خاورو سره خاوری کړه او هر څه یې په خپله افغانی  جذبه ور درهم برهم کړل.


اوس په غزنی کې هم د زلمی خلیلزاد پلویانو غوښتل ورته غونډه جوړه کړی خو دا یې هیر کړی وو چې په ننګرهار کې ورسره څه وشول چې په غزنی کې به نه کیږی ننۍ دغه غونډه د غزنی د بزازۍ بازار د ستاره هوټل مخامخ د خیام په نامه هوټل کې د جوړویدو په درشل کې وه چې په سلګونو تنه د غزنی قهرجن او په وطن او فرهنګ مین وطنوال پرې ور توی شول او د غونډی بهیر یې ګډ وډ کړ د غزنی اوسیدونکو وښوده چې دوی څومره له خلیلزاد سره مینه لری؟


هغه مینه چې د بوټونو، کاڼو او بوتلو په ویشتلو یې اظهار وشو.


د غزنی ښاریان د افغانستان د پکتیا او ننګرهار ولایتونو د با احساسه وروڼو په څیر نن هغسې د پریدو دوکه نه شی منلای او د خپلو  سپیڅلو احساساتو له مخې یې دا قضاوت عادلانه وباله چې د خلیلزاد په څیر د خرڅو شویو کسانو  د جال ښکار ونه ګرځی.


د غزنی ښار دغو معترضو ښاریانو د خیام هوټل په دننه کې د ګوتو په شمیر د راغونډو شویو کسانو د حمایت کونکی غونډې مخه ونیوله  پر هوټل یې برید وکړ، کړکۍ یې ور ماتې کړی او په هوټل یې د کاڼو او ډبرو ګزارونه وکړل.


ښاغلی خلیلزاد!
زمونږ هیوادوال ستاسو په  هغو کار کردګیو چې په افغانستان کې د امریکې سفیر واست ښه خبر دی.
ستاسو د ناکامو پلانونو او مشورو پایلې دې چې تر اوسه زمونږ خلک په بدبختۍ کې سوځی او هره ورځ د افغانستان حالت د  تیری ورځی په تیریدو خرابیږی.


ته باید په دې پوه شی چې د غزنی په څیر د هر ولایت خلګ په افغانستان کې ستا له څیرې کرکه لری او نه غواړی چې ته  د دوی ولسمشر شی.


لومړی خو تاسو جناب عالی ته افغان نه ویل کیږی دا ځکه چې د امریکې د دولت په لوړو څوکیو مو کار کړی  او د امریکې د اساسی  قانون له مخې په دغو څوکیو هغه کس د کارکولو حق لری چې پوره امریکایی او د امریکې د ګټو ساتونکی او پالونکی وی.


نو که چیرته تاسو امریکایی یاست نو څرنګه کولای شی چې د خورو اوبی وزلو افغانانو  په زخمونو مرهم کیږدۍ.
د خلیلزاد پر وړاندی د غزنی د خلکو ننۍ غبرګون د ننګرهار د خلکو د غبرګونونو سلسله ده چې همداسی به روانه وی.
ښاغلی خلیلزاد باید په دې پوه شی چې نور نو تر دې ځان سپک نه کړی او د غزنی والو دا غبرګون دا په ډاګه کوی چې افغانان د هغه له څیرې کرکه لری او په خپل سیاست بحیر کې د هغه ګډون نه شی منلای.


 د افغانستان خوار ملت چې له څو لسیزو را پدې خوا د بیلا بیلو سیاسی لوبو ښکار ګرځیدلی دا ځل یې خلګ نه غواړی د خلیل زاد په څیر  خلګ یې پر برخلیک لوبی وکړی او همدا یې لامل وو چې د غزنی با احساسه  ولس نن د هغه دکمپاین مخه ونیوله او عالی  جناب  ته یې دا ور په ګوتو کړه چې نور نو په افغانستان کې دغسی کسانو ته ځای نه شته .


ښاغلی خلیلزاد باید د افغانانو احساسات له پام څخه و نه غورځوی او که چیرته بیا هم ټاکنیز کمپاینونه وکړی نو د غزنې د خلکو احساساتو ته  د بیلګی په توګه په کتو سره دا ویلای شو چې له سختو غبرګونونو سره به مخ شی.