غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

تورپوستى، که لاسپوڅى

تورپوستى، که لاسپوڅى

 

دجنوری دمیاشتې ۲۰مه نیټه وه .سپینې ماڼۍ ته دسیاسې لوبو ګټلولپاره یوبل لوبغاړی په ډیرعزت ،رعب اودبدبه سره ننوت .ټولې نړۍ دبدلون په تمه خپل وسایل په زیاته بیامیډیاپه کاراچولی وو، ترڅو دنوې ولس مشرښیګڼې اوامتیازات په داسې ډول په نښه کړې چې ګواکې په یقینې توګه به هرڅه هم داسې وشې لکه چې دوئ یی غواړې .

که لوېدیځوال په تورلیوه باندې دښکلې زمرې څرمن واغوندې اوبیایې په خپلورسنیوکښې څرګنداو تائیدکړې نونه یې درسته نړۍ ورسره منې بلکه په نه لیدوسره یې لاهم دخپل یقینې کیدوګواښ ورکوې .دغه شانته یوه مېله داوسنی ولس مشرۍ په ټاکنوکښې وشوه چې څوک دیهودانواوددوئ داداروخوښ ووهغه یې ټولې نړۍ ته دتورپوستې په شکل کښې ورښکاره کړاو ورسره یې دمتحده ایالاتوددیموکراسۍ اوازادۍ اوازې هم اوچتې کړې .خوپه اصل کښې به له تورپوستې څخه دښه لاسپوڅې کارواخیستل شې .ولې دولس مشرۍ دکانیدید ټاکلولپاره د دیموکرات ګوندلخوادواړو کاندیدانوخپل یوځانګړی حثیت درلود.هنری کلنټن به د متحده ایالاتولومړنۍ میرمنه ولس مشره واى اواوبامالومړنی تورپورستی ولس مشرو.کله چې ددوئ دواړوترمنځ مقابله سخته وه .دهرې خوادګټلواټکل کیدواودهنرې کلنټن خوادرانه ښکاریده ولې, په امریکا کښې اوس هم که عام سپین پوستې له تورپوستوسره امتیازې چلن نه کوې نوپه ځان باندې د مشرۍ حق هیڅ کله هم نه ورکوې .ځکه هم په اوباما باندې دبریدتیاری لاسوې وه چې یې وګړې ونیول شول .خوبیاهنرې کلنټن پخپله داوباماملاتړته اړه شوه اودایې هم وویل چې که څه هم دښځنې ولس مشرې په مخ کښې خنډونه جوړنشول خوبیاهم زه داوباما ملاتړکوم .چې داملاتړدڅه خالې نه وو .

کله چې اوباماپه خپل اولنې مراسموکښې نړۍ ته دامن شعارونه ورکول ،دبدلون رواستلودعوې یې کولې، اودایې ویل دامریکاځانګړتیاوې بایدګوانتانامو،ابوغریب اوبګرام محبسونه، نه بلکه دانسانیت تعمیراوترقې  وې هغه وخت ددوئ په جوړوشویوسلاواولاسپوڅودغزې په تراډه په معصوموفلسطنیانوباندی مزائل اوفاسفورس ګیسونه پاشل کیدل . خوددته هغه ظلم نه ښکاریده اونه دهغې پالیسۍ بدلون دده په چوکاټ کښې ووچې له پنځوسو کلوراهیسې امریکې خپله کړې ده .نه ده ته تورپوستیوسره کیدونکې  ظلم وخت وریادیدؤ.بلکې دده په نزدبدلون یوازې دامریکې اوامریکائی مفاداتولپاره دی .که بدلون دنړۍ دامن اوثبات په خاطروای نوبیادعراق اوافغانستان ترمنځ څه توپیردی .که په افغانستان کې ددوئ په ویناعام وګړې نه طالبان جنګیږې نوپه عراق کښې خوهم القاعده اوایرانې شیعه ملیشې جنګیدې .که په افغانستان کښې ددوئ په وینادګاونډیانولاس دی اوله پولې آخوا جنګیالې میشت دې نوپه عراق کښې خوهم په ایران ،شام اومصرباندې تورونه لګیدل. که په عراق کښې اتومې وسیلې نه شوې پیدانوپه افغانستان کښې خوهم نه اسامه اونه یې کوم ملګری و نیول شو. نوبیاولې له عراقه فوځ وزې خوافغانستان ته لانورلیږل کیږې .خوتوپیردادی په عراق کښې مقصدونه پوره شول ،توپیردادی چې په عراق کښې یې ځایې ملیشې جوړې اوسره اخته کړې ،توپیردادی چې دوه ځایه جنګ اولګښت یې اوس نه شې ګاللای .توپیردادی چې دعراق دماتې خروښ له افغانستانه ښکل کیږې .خوچې نه که کوې حبیب څه به وکې خوارطبیب .........انشاالله .

اوبامابه دامریکې لپاره ترخپله حده چوپړوهې .اودابه دځان لپاره ویاړهم ګڼې ځکه دی به هڅې کوې چې دهېوادسره مینه او دسپین پوستیوسره یوالی څرګنده کړې .کله چې دولس مشرۍ دټاکنوورسته میرمن اوباپه یوه محفل کښې ویلې و.زه په خپل ژوندکښې نن په لومړې ځل ترټولوزیات دهېوادسره مینه محسوسوم .نوداخبره هم په ورځپاڼوکښې دسپین پوستومبصرینولخوادتبصرو اونېوکولامل شوه .نوبه اوبامادامریکې په اوږدمهاله پالیسیوکښې بدلون راولې .داهیڅ کله هم نسې کیدای .