غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

د پښتنو اصل او نسب

د پښتنو اصل او نسب

 پوهاند دوکتور حبیب الله تږی  

د پښتنو د اصل او نسب په باره کې له ډیر پخوانه ډول ډول روایات او نظریات اظهار وی دی. دا روایات او نظریات دومره زیات او له یو بل نه متفاوت دی چې معروف مستشرق او پښتو پېژندونکی، هنری راورټی، وایی: (د هیڅ قوم داصل او نست په باره کې د نطریو اختلاف دومره زیات نه دی، لکه دافغانانو د اصل او نست په باره کې چې دی.) (۱)

چاپښتانه د هغوی د خپل عنعنه یی روایت په اساس بنی اسرائیل بللی او چا بیا قبطیان ګڼلی دی. چا په مغلو ورګډ کړی او چا دارمنیانو، تاتارانو، هپتالیانو او ساکانو په کتار کې درولی دی. چا بیا په عین وخت کې له راجپوتانو، برهمنانو، جټنو، یونانیانو، ترکانو، عربانو او نورو سره ګډکړی دی. خو د پښتنو د اصل او نسب په باره کې تر ټولونه عام او بېخی زوړ روایت هغه دی چې وایی پښتانه بنی اسرائیل دی. تر ټولو نه پخوانی تحریری سند چې ما د روایت پکې لیدلی هغه د ابوالفضل ( آئین اکبری ) دی چې له کال ۱۵۹۷ نه تر ۱۵۹۸ پورې لیکل شوی دی.

ابوالفضل کله دده خپله اصطلاح د کابل د سرکار د حالاتو په باره کې غږېږی د پښتنو د اصل او نسب په باره کې یوه لنډه یادونه کوی او لیکی چې ( افغانان ځانونه د اسرائیلو اولاده ګڼی ) پدې پسې وایی چې ( پښتانه پدې عقیده دی چې ډېر لرې نیکه یې چې ( افغان ) نومېده. درې زامن لرل چې هغه سړبن، غرغشت او بتن وو.) پدې پسې هغه پښتنی ستر قبایل یادوی چې وایی د نسب سلسله یې همدغو درې وو تنو ته رسیږی.

ابوالفضل په پای کې دا یادونه هم کوی چې غلځی، لودی او نیازی د یوه عنعنه یی روایت په اساس له بلې پښې نه دی. (۲)

آخوند دروېزه هم داسې یو روایت په تذکرة الابرار والاشرار کې چې د کال ۱۶۰۳ او ۱۶۱۳ تر منځ یې لیکلی، په اختصار ثبت کړی دی. دی وایی چې افغانان د مهتر یعقوب اولاده ده چې د اسرائیلو په نامه یادېږی. د اسرائیلو یو ډېر لوی مشر طالوت ؤ. له طالوت نه دوه زامن پاتې شول چې یویې آصف نومزده او بل یې افغان. د افغانانو طایفه د همدې افغان اولاده ده . خو څرنګه چې افغانان د سلیمان په غره کې اوسېدل، نو په عربستان کې سلیمنی بلل کیږی. (۳)

اما کوم اثر چې د پښتنو د اصل او نسب روایت لومړی ځل په تفصیل پکې صبت شوی هغه د نعمت الله هروی ( تاریخ خان جهانی و مخزن افغانی ) دی چې له کال ۱۶۱۲ نه تر کال ۱۶۱۳ پورې لیکل شوی دی. د مخزن افغانی د روایت نډیز دادی:

ملک طالوت د اسرائیلو پاچاؤ، خو دمخه له خپل مرګ نه یې د سلطنت امور مهتر داؤد ته وروسپارل. دی خپله وروسته له اوه څلویښت کاله سلطنت نه په یوه جګړه کې ووژل شو. ملک طالوت دوه ښځې لرلې او د مرګ په وخت کې یې دواړه امیندوارې وې. وروسته له څه مودې نه د دواړو کره زامن وشول. مهتر داؤد چې ددغو میرمنو سرپرستی ورپه غاړه وه، د یوې د زوی نوم برخیا کیښود او د بلې د زوی نوم ارمیا. کله چې د برخیا کره زوی وشو د هغه نوم یې آصف کېښود او کله چې د ارمیا کره زوی وشو دهغه نوم یې افغنه کېښود.

وروسته له مهتر داؤد نه مهتر سلیمان د اسرائیلو پاچا شو. ده د ملک د چارو د نظم او اداری کار آصف او افغنه ته وروسپاره. ددغو دوو وروڼو په تېره بیا افغنه اولاده چې په شام کې اوسېده دومره زیاته شوه چې له حسابه ووته. ورسته د مهتر سلیمان له مرګ نه داسرائیلو ورځ بده شوه. بخت نصر شام ونیو بیت المقدس یې وران کړ او د آصف او افغنه د اولادې دوه د سر سړی عزیز او دانیال یې له خپلو پیروانو سره بندیان کړل. بخت نصر وروسته د اسرائیلو دولس زره مهم خلک ووژل او پاتې یې له آصف او افغنه سره غور، غزنی، کابل، فیروزکوه او د کندهار شاوخوا سیمو ته فرار کړل. دافغنه اولاده په دغو سیمو کې میشته شوه.

کله چې خالد بن ولید مسلمان شو نو دغو خلکو ته یې مکتوب ورولیږه داسلام د پیغمبر د بعثت زیری یې پرې وکړ او د اسلام منلو یې ور وبلل. کله چې د افغنه او لادې ته د خالد مکتوب ورورسید، یو شمیر مشران یې مدینې ته روان شول. په دغو مشرانو کې د تنی افغان تر ټولو نه ستر مشر قیص نومېده چې د نسب سلسله یې ملک طالوت او ابراهیم خلیل الله ته رسېده. خالد دغه خلک د پیغمبر حضور ته وروستل.

آنحضرت له هر یوه نه دنامه پوښتنه وکړه. دبنی افغان مشر ورته وویل چې دده نوم قیص دی. حضرت پیغمبر ورته وویل :( قیص عبرانی نوم دی. څرنګه موږ عرب یو نو ستا نوم به وروسته له دې عربی او عبدالرشید وی.)

عبدالرشید له خالد سره یو ځای په یو شمېر جګړو کې په میړانه وجنګېد او خالد حضرت پیغمبر ته د هغه د مېړانې په باره کې معلومات ورکړل. حضرت پیغمبر عبدالرشید ته د بتان لقب ورکړ. بتان چې وروسته پټهان شو، هغه تیر ته وایی چې بېړۍ پرې تکیه وی. حضرت پیغمبر وروسته عبدالرشید خپل او یو میر انصارو سره یې بیرته غورته ولیږه چې په خلکو کې د اسلام تبلیغ وکړی. له قیص عبدالرشید نه چې په کال ۴۰ هجری کې په اوه اتیا کلنۍ مړ شو، درې زامن پاتې شول . یو سړبنی، بل بیټنی او بل غغشت. نعمت الله هروی په پای کې وایی، پرته له کرلاڼونه ، د نورو ټولو پښتنو اقوامو د نسب سلسله همدغو درې وو تنو ته رسیږی او ټول د همدوی اولاده جوړوی او کرلاڼی د قیص عبدالرشید ددینی له پښته دی. (۴)

له نعمت الله هروی نه را وروسته هم ډېرو نورو واقعه نګارانو او هم خپله پتنو مؤلفینو، لکه افضل خان خټک ، حافط رحمت خان، زردار خان او حتی قاضی عطاءالله خان، پښتانه تنی اسرائیل بللی دی.

خو په غربی مؤلفینو او څېړونکو کې د بنګال د شاهنشاهی آسیایی ټولنې رئیس، سرویلیم جونز، لومړنی شخص ؤ چې د پښتنو د اصل او نسب دې عنعنه یی روایت ته یې د غربیانو جدی توجه ور واړوله او په یوه لنډه کۍ تبصره کې یې داسې وښود چې کیدی شی پښتانه د یهودو له نسله وی.

په کال ۱۷۸۴ کې یوه انګرېز لیکوال و هنری و نسیتارت، سرویلیم جونز ته یو لیک و استاوه او په هغه کې یې ورته ولیکل: ( څه موده دمخه ماته داسرار الافاغنه په نامه یو کتاب لاس ته راغی چې مولوی خیرالدین تصنیف کړی او په اصل کې دهغه یوه اثر لنډ شکل دی چې حسین ولد صابر ولد خضرت شاه قاسم سلیمانی مرید...په پښتو لیکلی دی...که څه هم چې دا لیکنه دپښتنو د قومی اصالت په باره کې دواقعی تاریخ په حیث نه شی منل کېدلی خو سره له دې یې هم (انګریزی) ترجمه دراستوم او ښایی چې ستاسې ټولنې ته به په زړه پورې وی.) دونسیتارت لیک او ترجمه دواړه د کال ۱۷۸۴ د مارچ په میاشت کې دآسیایی څیړنو په دوهم ټوک کې نشر شول . کومه لیکنه چې ترجمه یې ونسیتات جونز ته ورولیږله، اساساً، دهغه روایت یو څه مختصر شکل دی چې نعمتالله هروی د پښتنو د اصل او نسب په باره کې لیکلی او موږ یې لنډیز دمخه راواخیست .

ویلیم جونز دونسیتارت په ترجمه باندې یوه لنډه کۍ تبصره ولیکله او په هغې کې یې وویل چې ( ښایی د افغانانو په باره کې دا بیان دیوه ډېر په زړه پورې کشف سبب شی....موږ ته دامعلومه ده چې د اسرائیلو لس قبیلی وروسته له یو څه مودې سرګدانۍ نه یوه وطن ته چې ارسریت نومېده ولاړې او محتملاً هلته میشتې شوې. اوس موږ ګورو چې د فارسی ژبې تر ټولو نه معتبر تاریخونه وایی چې پتانه د یهودانو له نسله دی او خپله افغانان هم همدا وایی. حتی ویل کېږی چې ددوی [افغانانو] د قبایلو نومونه هم د یهودو دی...که څه هم چې افغانانو د اسلام له منلو نه رادې خواته ډېر زیات کوشش کړی چې خپل اصل او نسب پټ کړی خو پښتو ژبه چې مایې یوه کشنری لیدلې ده له کلدانی ژبې سره ډیر زیات ورته والی لری او [افغانانو] یوه لویه سیمه د هزارې یا هزارت په نامه ډېر کلک سپارښت کوم.) (۶)

جونز ډېر لوی عالم او هغه شخص ؤ چې لومړی ځل په کال ۱۷۸۶ کې په هغه مضمون کې چې د آسیایی ټولنې یوه غونډه کې یی ولوست، له لاتین، یونانی او جرمانیکو ژبو سره د سانسکرت تاریخی خپلوی په مسلم ډول، ثابته کړه او دده دا ابتکار یوه معاصر پوه د ژبنیو څېړنو د نوی انکشاف له څلور ډېره سترو موفقیتونو نه لومړنی ستر موفقیت وباله. (۷) ځکه نو د پښتو ژبې او ادب د څېړنې په باره کې دده سپارښت ملوک الکلام په فحوا د پښتنو او پښتو څېړنې ته د ډېرو غربی څارونکو او څېړنکو توجه ورواړوله، خو په عین وخت کې د پښتنو او پښتو د اصل او ریښې د څېړلو په برخه کې د جونز خبرې هغه عنعنه یی روایت نورهم تقویه کړ چې د پښتنو اصل او نسب یې بنی اسرائیلو ته ورکش کړی ؤ.

د جونز له تبصرې نه وروسته ډېرو غریبانو کوشش وکړ دا ثابته کړی چې افغانان له اصله یهود دی. له دغو کسانو نه ځینې لکه جورج روز په خپل کارکې دومره جدی وو چې پدې باره کې یې مستقل کتابونه ولیکل. وکړې هغه الګزانډر برنزؤ.

برنز هغه انګرېز دی چې افغانانو د ( برنس ) په نامه پېژانده او په کال ۱۷۴۱ م کې له خپل ورور او یوه همکار سره یو ځای په هغې بلواکې ووژل شو چې د کابل خلکو د اشغالګرو انګرېزانو او د هغوی د لاس کوسی شاه شجاع په خلاف کړې وه. برنز د خپل هغه سفر خاطرات چې په کال ۱۸۳۲ م کې یې د هغه وخت افغانستان او بخاراته کړی، په هغه اثر کې چی ( بخارا ته سفر ) نومیږی ثبت کړی دی. دی په کابل کې د خپلو ۲یږنو په اساس دې نتیجې ته رسېدلی چې پښتانه بنی اسرائیل دی. برنز چې په کابل کې د امیر دوست محمد خان له ورور نواب جبار خان سره دهغه په خپل کور کې اوسېده لیکی: ( ماله هغو یو زیات شمېر خلکو نه چې موږ د خپل کوربه کره تل ورسره کتل ، ددې متنازع فیهامسألې په باره کې معلومات ټولول چې پښتانه له اصله یهوز دی. دغو خلکو ماته خپل کتابونه راوړل ، مګر مایې د لوستلو وخت نه لاره او ورنه غوتل مې چې شفاهی معلومات راکړی. برنز وای: ( افغانان ځانونه بنی اسرائیل یا د اسرائیلو اولاده ګڼی....او وایی بخت نصر د بیت المقدس له سقوط نه وروسته، دغور په ښار کې میشته کړی دی.....وروسته تردې چې د افغانانو عنعنه او تاریخ مې په ډېر دقت ثبت کړ، زه ددې دپاره هیڅ دلیل نه وینم چې د هغوی خبره ونه منم. ښایی چې د تاریخی وقایعو په ترتیب کې به یې څه خطاوې موجودې وی او ځینې تاریخونه به یې د تورتت له متن سره اړخ نه لګوی..[خو] د افغانانو څېرې د یهودانو دی او خپله هم وایې چې د یهودانو له نسله دی. افغانان له یهودانو سره ډیر کلک تعصب لری او پرته له یوه په ځای دلیل نه ځانونه د یهود انواولاده نه ګڼی......څرنګه چې د اسرائیلو ځینې قبایل شرق راغلی، نو ولې موږ دا ونه منو چې افغانان د هغوی اولاده ده ، خو اسلام یې منلی دی.) (۸)

برنز په کابل کې له امیر دوست محمد خان سره هم پدې موضوع غږېدلی دی او امیر هم داسې ښودلې ده چې پښتانه له اصله یهود دی.

برنز په خپل یوه بل اثر کې چې په کال (۱۸۴۳) کې د (کابل) تر عنوان لاندې خپور شوی او افغانستان ته دده دیوه بل سفر (۱۸۳۶-۱۸۳۸ م) خاطرات دی، لیکی کله چې ده له امیر دوست محمد خان نه د پښتنو او یهودانو قومی ارتباط په باره کې پوښتنه وکړه، امیر داسې ورته وویل چې (موږ د خپل ورور کونډه کوو او خپلې لورته میراث نه ورکوو نو ولې بهیهود نه یو.) (۹)

( یهودان د خپل مذهبی اصل پربنا د خپل ورور کونډه دې ته نه پرېږدی چې بل څوک وکړی او لور د میراث مستحقه نه ګڼی.)

ویلیم مور کرافڼ هم چې د نولسمې پېړۍ په اوایلو کې (۱۸۱۹-۱۸۲۵ م) د هغه وخت په افغانستان او اوخوا ملکونو کې ګرځیدلی دی، پښتانه یهودانو ته ورته بولی. دی کله چې د خیبر دپښتنو په باره کې غږیږی ، لیکی چې (ویل کیږی د خیبریانو شمېر ډېر زیات دی او عمدتاً په غرونو کې اوسیږی. دوی په غرنیو خلکو کې ډېرۍ دنګې ونې لری او څېرې یې بیخی د یهودانو دی.) (۱۰)

کله چې مور کرافټ تر دې نه لږ وړاندې دجمرود دافریدو په باره کې غږیږی، لیکی:(قاضی یې چې بیخی یهودی غوندې ښکاریده، له خپلو یو شمېر عزیزانو سره پېښور ته زموږ لیدلو ته راغلی ؤ) (۱۱)

چارلز مېسن یو بل پخوانی انګریز سیاح دی چې پښتانه یې په خپله سفرنامه کې اسرائیل بللی دی. دی وایی د پښتنو د اصل او نسب په باره کې باید هغو مختلفو عنعنو ته مراجعه وکړو چې یا دوی خپله ساتلی او یا هغو مؤرخینو ثبت کړی چې ددوی په باره کې یې څه ویلی دی.پدې پسې دی یو شمېر روایتونونه په لنډ ډول یادوی او بیا لیکی:

( یو بل روایت پښتانه د هغو یهودانو اولاده ګڼی چې د خلفاوو له یوه جنرال خالد سره ملګری شوی وو. ښایی دا خبره د خیبر د قبیلو په برخه کې رښتیا وی. دوی په داسې یوه ځای کې اوسی چې د عربستان د یوه سنګر یا موضوع [خیبر ] نوم یې ورباندې ایښی دی. ددغو پښتنو څڼې په ځیؤ لحاظونو د یهودانو څڼو ته پاتې کېږی او که یې کوم یهود ووینی نو هرو مرو به یې عزیزان وبولی.) (۱۲)

یو بل انګریز چې پښتنی سیمې ته تللی او د خپلو مشاهداتو په نتیجه کې یې داسې ښودلې چې افغانان بیخی یهودانو غوندې ښکاری، هغه یو صاحب منصب دی. دا صاحب منصب په هغه یوه لیک کې چې د کال ۱۸۵۲ م د جنوری په شلم یې لیکلی دی، لیکی: ( څنګه چې له اباسیند نه تېر شوم،نو کتل مې چې د خلکو څېرې کټ مټ [ دیهودانو وې] . نه یوازې دا چې د خلکو څېرې ( د یهودانو وې )بلکه ټول حالات سړی دې ته وربولی چې دوی [ د یهودانو ] دلسو قبیلو اولاده وګڼی. دوی ځانونه بنی اسرائیل بولی.......او افتخار پرې کوی. پداسې حال کې چې د نورو مسلمانانو دپاره تر دې نه ستر سپکاوی نشته چې یهود وبلل شی (۱۳)

اما یو له هغو کسانو نه چې د پښتنو او یهودانو اصل او نسب په باره کې یی مستقل کتاب ولیکه هغه جورج روز دی. دی پدې اثر کې چې عنوان یی ( افغانان، لس قبېلې او د شرق سلطانان) دی او په کال ۱۸۵۲ کې خپور شوی دی، کوشش کوی په دلایلو او اسنادو داښیی چې د اسرائیلو لس قبیلې ورکې شوې اوله خپلې اصلی مینې نه په بله خوا تللې دی. پدې پسې ښیی چې دغه لس قبېلې په نهایت کې افغانستان ته تللی او پښتانه دهمدغو لسو قبېلو اولاده ده . (۱۴)

روز د پښتنو او یهودو په ارتباط لومړی هغه مطالب د استشهاد دپاره را اخلی چې الګزانډر برنزد پشتنو د یهودیت په باره کې په خپله سفرنامه کې ثبت کړی دی او ځینې ټکی یې موږ د مخه را واخیستل. روز د برنز خبرې ډېرې معتبرې ګڼی او یو دلیل یې هم دابولی چې برنز له امیر دوست محمد خان سره ډېر نژدې او دوستانه روابط لرل اوپه کابل کې د امیر د یوه ورور کره اوسېده او ځکه نو افغانانو، نه یوازې د خپل اصل او نسب په باره کې دقیق شفاهی معلومات ورکړی،بلکه خپل کتابونه یې هم ور وړی دی. روز وروسته له دې چې دبرنز له سفرنامې نه هغه عنعنه یی روایت را اخلی چې پښتانه یهود ګڼی لیکی: ( پدې ډول موږ ته معلومیږی چی افغانانو برنز ته ویلی دی چې دوی تر هغه وخته یهود وو څو چې مسلمانان شول.) (۱۵)

روز پدې پسې د ترنز خبره تکرار وی او وایی که پښتانه په رښتیا هم له اصله یهود نه وی نو هیڅکله به یې ځایونه تنی اسرائیل نه وی بللی، ځکه افغانان د نورو مسلمانانو په شان له یهودانو نه ډیره کرکه کوی. (۱۶)

روز بیا یو شمېر تاریخی واقعیتونه یادوی اولیکی:

( پښتانه د یوه خپلواک ولس په توګه په هغو سیمو کې ژوند کوی چې ټول روایا یې له قدیمترینو وختونو نه د همدوی ټاټوبی بولی. دوی د فارس سلطان وو او په کلونو کلونو یې پرهندواکداری کړې ده.) ځکه نوروز وایی پدې حساب یوازې پښتانه ددې وړ دی چې هغه د شرق سلطانان وبلل شی چې د یهودانو په ډېر زاړه مذهبی کتاب کې یې یادونه شوې ده. (۱۷)

روز په نتیجه کې وایی: ( آینده یوازې خدای ته معلومه ده...خو دراټولو شوو شو اهدو په اساس ، یقین ته نږدې ګومان دادی چې افغانان داسرائیلو لس ورکې شوې قبېلې او شرق سلطان دی.) (۱۸)

روز ددې ترڅنګه د ځینو لیکوالو هغه خبری هم چې وایی پتانه بنی اسرائیل نه دی، یادوی او کلک مخالفت ورسره کوی.

روز په پای کې دژبې خبره یادوی او وایی داڅه عجیبه خبره نه ده چې پښتنو دې خپله اصلی عبرانی ژبه با یللې وی. ځکه دی وایی کله چې د یوه ولس یو څو قبیلی له خپل ملک او خلکو نه جلا او په یوه بل ملک کې د یوه غښتلی او ګڼ ولس په منځ کې میشتې شی، هلته نو بیا داڅه د تعجب خبره نه ده چې دغه قبیلی خپله ژبه بایلی. روز خبرې ته دوام ورکوی او وایی حتی یو غښتلی او فاتح قوم هم خپله ژبه په ډېره دآسانۍ بایللی ی. (۱۹)

یو بل لیکوال چې د پښتنو او یهودو داصل په مسأله یې ځانته کتاب ولیکه هغه د پښتو ژبې او پښتنی اقوامو او تاریخ څېړونکی، هنری واټربیلو،دی داکتاب ښایسته اوږد عنوان لری او هغه دادی چې( دافغانانو په باره کې یو نوی سوال یا دا چې پشتانه رښتیا هم اسرائیل دی او که بل څوک؟)

متأسفانه موږ ته ددې لیکنې په وخت د بیلو داکتاب لاس ته رانه غی.خو هغه په دوو کتابونو کې هم چې دیوه عنوان یې دافغانستان دقوم پېژندنې مطالبه ده او دیوبل عنوان یې دافغانستان طوایف دی، پدې مسأله غږېدلې دی. بیلو پدې دواړو کتابونو کې هغه عنعنه یی روایت چې پشتانه بنی اسرائیل ګڼی را اخیستې او په ضمنی او یا صریح ډول یې د تائید سرورته خوځولی دی.

بیلو پدا اول کتاب کې یو ځای لیکی چې افغانان د هغوی د خپلې عنعنې په اساس د هغو اقوامو په جمله کې راځی چې اسلام یې په خپله خوښه منلی دی او څرنګه چې افغانان په افتخار ځانونه تنی اسرآئیل ګڼی دا ددې معنا لری چې ددوی دا ادعا به غالباً رښتیا وی چې اسلام یې ددغې سیمې له نورو اقوامو نه دمخه منلی دی. ځکه ددوی اصل مذهب یهنې یهودیت، اسلام ته ډېر ور نژدې دی. (۲۰)

بیلو پدابل اثر کې هم هغه عنعنه یی روایت ته د منلو سر ځولی چې دپښتنو داصل او نسب په باره کې معمول دی او دتائید دپاره یی ځینې تاریخی ټکی هم یاد کړی دی. بیلو دلته لیکی چې افغانان ځانونه بنی اسرائیل ګڼی او وایی چې اصلاً بخت نصر له شام نه داسیرانو په حیث غور ته بوولی او هلته یې میشته کړی. دی وایی دا خبره تورات هم تائیدوی او اسرائیلو هغه لس قبیلې چې اسیری شوې وې. وروسته وتښتېدې او داسریت ملک ته یې پناه یووړه او ارسریت نننۍ دهزاره سیمه ګڼل شوې ده. بیلو داهم وایی چې په طبقات ناصری کې راغلی دی چې دغور دشنسبانی کورنۍ دواکدارۍ په وخت کې په هغه ځای کې یو ولس اوسېده چې بنی اسرائیل نومېده او ځینو یې له شاوخوا ملکونو سره ډېر زیات تجارت لاره. (۲۱)

پدی ډول بیلو هم هغه عنعنه یی روایت چې پښتانه له اصله بنی اسرائیل ګڼی تائیدوی. خو دی ځینې پښتانه بنی اسرائیل ګڼی مګر ډیر نور یې بیا په نورو طایفو مثلاً برهمنانو، راجپوتانو، جټانوو یونانیانو، هفتالیانو ، ساکانو یاسیستیانو، مغولانو، ترکانو،عربانو،ارمنیانو او نورو ورګډوی.

بیلو تر ټولو زیات پښتنی قبایل او قومونه په راجپوتانو پورې تړی. دی دراجپوتانو دو دونه، عنعنات، اخلاق او ډېر نور اجتماعی خصوصیات په ښایسته تفصیل یادوی اوله پښتنو سره یې یو شی بولی.

بیلو د پښتنو او راجپوتانو د اصل او نسب د ارتباط په باره کې دومره وړاندې ځی چې ځینې پښتنی فبایل او دډیرو قبایلو اکثره اقوام په راجپوتانو پورې تړی. مثلاً دی دبیټنی قبیلې د خرشبون پښه په څلور پنځوس قومه ویشی او بیا وایی چې ددغو قومونو د تقریباً نیمایی نومونه.( واضحاً راجپوت او یا هندی دی.) (۲۲)

ښایی چې د بیلو په خبرو کې به ځینې داسې ټکی هم وی چې د یو څه غور ارزښت ولری.مګر اکثره خبری او حکمونه یې بیخی له احتماله لرې حدسیاتو ، بعیدو قیاساتو او د الفاظو او نومونو پداسې صوتی مقایسه بنادی چې په ژبنیو مطاعاتو کې د عامیانه اشتقاق اللغه په نامه یادیږی او د اصواتو د مقایسه یی او تاریخی مطالعې له نظره دومره اعتبار نه لری. بیلو د تاریخی او اجتماعی مطالعاتو اصولو ته هم پوره اعتنا نه ده کړې. مثلاً کله چې دی د یوه پښتنی قوم نوم دراجپوتانو، برهمنانو او یاکوم بل تاریخی سابقه هیڅ بحث نه کوی او دانه ښیی چې دغه پښتنی قوم څه وخت او څنګه پدې نامه یادشوی دی.په نتیجه کې دی ډېر داسې قومونه چې اسلامی نومونه لری، په لرغونو غیر اسلامی طایفو پورې تړی او نومونه یې هم فقط د ځینو سطحی شباهتونو پر بنا ددغو اقوامو له نومونو سره یو شی بولی ، که څه هم چې پدې باره کې هیڅ دلیل او شاهد نشته چې دا اقوام به له څو سوه کاله نه پخوا پدې نومونو یاد شوی وی. علاوه پردې بیلو کله کله په اصطلاح له پچې نه پېچومی جوړوی. مثلاً دی، د طبقات ناصری په حواله لیکی چې په لوغونی غور کې یو ولس اوسېده چې بنی اسرائیل نومدېده او ځینو کسانو یې له شاوخوا ملکونو سره ډیر وسیع تجارت ؟؟.

خو کوم مطلب چې پدې ارتباط په طبقات کې راغلی دهغه په هیڅ برخه کې هم دانه دی ویل وی چې په غور کې د یهودانو کوم ولس اوسېده. په طبقات کې یوازې په یوه یهود خبرې شوې دی او لنډیز یې دادی:

په غور کې یو یهودی ؤ چې دامیر بنجی ملګری ؤ . یوه ورځ دغه یهود چې ډېر زیات ملکونه او د هغوی دواکدارانو دربارونه یې لیلی وو اوله درباری آدابو سره ډېر ښه بلدؤ، امیر بنجی ته وویل چې که زه داسې لارې چارې دروښیم چې د اسلام خلیفه هارون الرشید خوشحاله کړې او هغه ټول غور در کړی نو ماته به بیا دومره یو ځای راکړې چې یو شمېر بنی اسرائیل پکې دېره کړم. امیر بنجی له یهودی سره دا خبره ومنله. دواړه د هارون الرشید دربارته ولاړل. خلیفه د امیر بنجی له سلوک نه دومره خوښ و چې ټول غور یې ورکړ. (۲۳)

د طبقات ددې روایت په برخه کې دوه ټکی د یادولو وړدی. یو داچې دا روایت اصلاً د افغانستان په اساطیرو کې راځی او دومره ارزښت لری. بل دا چې طبقات ناصری په صراحت یوازې په یوه یهود غږیږی او وایی همدې یوه یهودی آرزو لرله چې نور یهودان هم غور ته ورولی.

هنری راورټی هم پښتانه د یهودانو له نسله بولی.دی په هغه مضمون کې چې د پښتنو او پښتو د اصالت په باره کې یې لیکلی او په کال ۱۸۵۴ کې یې د بنګال د شاهنشاهی ټولنې په مجله کې خپور کړی او بیا یې له خپل پښتو ګرامر سره د مقدمې په حیث یو ځای کړی دی، اوږد بحث کوی او لیکی چې پښتانه خپله ځانونه د یهودانو له نسله بولی. پدې پسې وایی دا مطلب د سدوزو د قبیلې په یوه تاریخ کې ، چې پدې وروستیو وختو کې دده لاس ته ورغلی دی او تذکرةالملوک نومیږی په بهترینه طریقه بیان شوی دی. راورټی وایی دا اثراته ټوکه او جمله ۶۳۰ مخه دی. د کتاب هر مخ ۱۷ سطره لری او په پښتو ژبه لیکل شوی دی . دی وایی دا کتاب ډ

ېر نایابه دی. راورټی د کتاب دیباچه او مقدمه ترجمه کړې او په همدې مضمون کې یې ځای کړی دی.

د تذکرةالملوک په مقدمه کې هغه عنعنه یی روایت په ښایسته تفصیل راغلی چې پښتانه تنی اسرائیل بولی. راورټی وروسته ددغې مقدمی له ثبتولونه وایی: (علاوه پر هغه اثر چې مایې لنډیر دلته راواخیست په ډېرو معتبرو آثارو کې دا ثابته شوې ده چې افغانان اصلاً ددغه ملک نه دی چې دا اوس پکې هست دی، بلکه [په لرغونو زمانو کې]له لوېدیځې آسیانه په ورو ورو ورته راغلی دی او دا څه ناممکنه خبره نه ده.ښایی چې مختلفو عواملو د پېرویو په تېریدلو هغوی دې ته مجبور کړی وی چې د بیت المقدس له شاوخوا سیمو نه مهاجرت وکړی) (۲۴)

راورټی وروسته د خپل پښتو قاموس په مقدمه کې په زیاتره صراحت او قاطعیت دا حکم کوی چې پښتانه بنی اسرائیل دی. دی لیکی:

( وروسته له کامل غور نه غواړم دا نتیجه واخلم: له هغه نژدېوالی نه چې ما د پښتو او سامی او ایرانی ژبو تر منځ وښود ، له هغو متعددو روایاتو نه چې پدې باره کې موجوددیو د حضرت یعقوب داولادې له هغو دودونو نه چې د یهودانو له اسارت نه پنځه ویشت پېړۍ راوروسته هم په افغانانو کې رایج دی، له دې نه چې ددوی [افغانانو ]څېره له بل هر ولس نه په قاطع ډول نوپیر لری ،ددوی [افغانانو ]له ینډی او حتی یوبل سره غدر نه ، د تجارت په کار کې ددوی له ځیر کۍ نه اوله ګټې سره ددوی له مینې او له هغو متعددو ثبوتونو نه چې موږ یې پدې باره کې لرو چې دوی په تدریج سره د آسیا له غرب نه وړاندې تللی دی -زه غواړم دا نتیجه واخلم چې افغانان د یهودانو د[لسو] قبیلو بقایا دی.) (۲۵)

د یهودانو په دایرةالمعارف کې هم راغلی دی چې پښتانه د خپلې عنعنې په اساس ځانونه د یهودو دلسور ورکو شوو قبیلو اولاده ګڼی. پدې پسې په دایرةالمعارف کې هغه مطلب په ډیره انډډول را اخیستل شوی چې بیلو په غور کې د یهودانو د موجودیت په ارتباط د طبقات ناصری په استناد لیکلی او موږ دمخه پرې وغږیدو.

د یهودانو دایرةالمعارف داهم لیکی چې ویل کیږی کوم د یهودانو معبد چې کنډوالې یې په کابل کې موجوددې دی، دهغه تاریخ د بخت نصر وخت ته رسیږی. (۲۶)

په ځینو آثارو کې بیا پښتانه قبطان او دفرعونانو له نسله ګڼل شوی دی او دابوالفضل، آئین اکبری بیا هم لومړنی لیکل شوی اثر دی چې دغه راز یو روایت پکې راغلی دی. ابولفضل کله چې دده په خپل قول د کابل دسرکار په بحث کې د پشتنو په اصالت غږیږی دا روایت یادوی خوبې اساسه یې بولی. دی لیکی:

( ځینې وایی افغانان قبطیان دی او کله چې اسرائیل له بیت المقدس نه مصر ته ولاړل، دغه خلک [یعنی افغانان] هندوستان ته راغلل..........داډیر اوږد بحث دی او زه دلته ورنه تیریږم خو یوازی دومره باید وویل شی چې دا هسې یوه خیالی افسانه ده.) (۲۷)

فرشته بیا دغه شان یو روایت دیوه بل اثر په حواله په خپل تاریخ کې ثبت کړی دی . دی لیکی:

(ما په مطلع الانوار کې چې یوه منلی مؤلف لیکلی او ماته ددکن د کاندیش په یوه ښار ګوټی کې لاس ه راغی، لوستی دی چې افغانان فوعون الاصله قبطیان دی. کله چې موسی پیغمبر هغه کافر (فرعون)ته ماته ورکړه او په سره بحیره کې غرق شو، ډیرو قبطیانو د یهودانو دین ومانه. خو نورو یې چې سر تنبه او خودارایه وو، رښتینی دین ونه مانه او له خپل ملکه ولیږدیدل هندوستان ته ولاړل. په نهایت کې د سلیمان په غرونو کې میشته او د افغانانو په نامه یاد شول.) (۲۸)

فریدالدین احمد هم په رسالهءانساب افاغنه کې وایی پداسې معیاری آثارو کې، لکه تاریخ افغانی، تاریخ غوری او نور، راغلی چې اکثره پشتانه اسرائیل دی، خو ځینی یې بیا قطبیان دی. (۲۹)

داسې ښکاری چې دانساب افاغنه یوه نسخه د معروف انګرېز مؤرخ، جان ملکم لاس ته هم ورغلې وه. دی پدې ارتباط لیکی:(زه دافغانانو دتاریخ یوه قلمی نسخه لرم. ددغه تاریخ مؤلف دافغانانو دوه نور تاریخونه، چې یو یې دافغانانو تاریخ دی اوبل یې دغور تاریخ، یادوی او وایی له دغو دوو آثارو نه داسې کاری چې افغانان قسماً ځانونهد مصر دقبطیانو له نسله بولی او قسماً داسائیلو له نسله.) (۳۰)

اما په ځینو هغو آثارو کې چې په افغانستان او ایران باندې د چنګیز له یرغل نه وروسته ددغې سیمې د حالاتو په باره کې لیکل شوی، افغانان او یو بل قوم چې جرمابلل وی او معمولاً له افغانانو سره څنګ به څنګ ذکر شوی، له مغلو سره خلط شوی دی. (۳۱)

له دغو آثارو نه یو ډېر پخوانی د محمود کتبی تاریخ آل مظفر دی چې په ځینو قلمی نسخو کې دحمدالله قزوینی له تاریخ ګزیده سره یو ځای راغلی او د تاریخ ګزیده جز بلل شویدی. تاریخ آل مطفر په کال ۸۲۳ کې تصنیف او په کال ۱۳۳۵ کې د؟؟؟په همت په تهران کې خپور شوی دی . پدې اثر کې افغانان او مغل بیخی سره ګدوشوی څه چې ډیر ځله بیخی یو شی ګڼل شوی دی ، لکه دا چی ( عمادالدین محمود.......ددار ابجرد په سیمه کې دهری طایفی عسکرو راټول کړل او اوغانی او جرمایی مغلو ته یې هم بلنه ورکړه(۳۲) یو بل ځای وایی: (پدغه وخت کې چې اوغانیانو او رومانیانو حرکت کاوه، نو روزیان چې هغوی هم مغول او دکرمان په ګرمسیر اوسرد سیر کې میشته او له دوی سره همسایه دی، هیڅکله هم خپل اخلاص پرې نه ښود او ځکه نو په ارمان پاتې شول.) (۳۳)

وروسته بیا لیکی: (اوغانیانو جالغ (۳۴) لاره او د مغلو له دود سره سم یې دهغه پرستش کاوه او دبتانو په نامه ی قربانیۍ کولی. (۳۵)

د می خواند دروضةالصفا په متن کې هم دال مظفر د پېښو د بیان په ترڅ کې افغانان او جرمایان په ډاګه له مغلو سره ګډشوی اوداسې پکې راغلی دی: (امیر محمد......کرمان ته راغی او وروسته له څو ورځو نه خبرونه راغلل چې اوغان او جرما مغولیانو دولیت په شاوخوا کې بغاوت او چورپیل کړی دی...) (۳۶)

د روضةالصفا دچاپ وې نسخې دعناوینو په فهرست کې هم افغانان او مغول سره ګډ شوی دی، خو زه پوهیږم چې دا فهرست د مؤلف دی اوکه د ناشر. لکه څنګه چې ډورن دمخزن افغانی په یادداشتنو کې راوړی دی، عبدالرزاق سمرقندی بیا څوڅو ځایه افغانان او جرمایان له ترکانو سره ګډ کړی دی. یو ځای لیکی:( امیر مبارزالدین مظفر....پدې فکر چې ښایی اوغان او جرمای اتراک به دهغه تر مظفرانه بیرغ لاندې راټول شی،دبم په لاره ولاړ او دجیرف په دښته کې یې واړول.) (۳۷)

یو بل ځای لیکی چې شاه شجاع پدې پسې شو چې دافغان او جرمای پوځ تباه کړی.(دوی ترک نژاده دی.) بیا لیکی:امیر سیور غتمش داقوی احتمال ګاڼه چې سرګردانه قبایل او ترک افغانان ورسره یو ځای شی.) (۳۸)

پدې ډول یو شمیر مؤرخینو دیوې خاصې دورې دوقایعو دبیان په ترڅ کې افغانان په وضاحت له مغولو او ترکانو سره ګډکړی دی. پدې باره کې موږ دهمدې فصل په یو دیرشم یاداشت کې یوه لنډه تبصره کړې ده. ځینې اروپایان بیا دارمنیانو په یوه عنعنه یی روایت پسې تللی دی او افغانان یې له ارمنیانو سره ګډ کړی دی. کوم اروپایی لیکونکی چې دغه روایت یې تر ټولو نه دمخه ثبت کړی هغه کروسنسکی دی.کروسنسکی چې اصلاً پولنډی دی له کال ۱۷۲۰ نه تر کال ۱۷۲۵ پوری په اصفهان کې یې د پښتنو دفتحې او دصفوی دولت دسقوط حالات په سترګو لیدلی اویاد داشت کړی دی. دایادداشتونه په حقیقت کې دهوتکو د تاریخ یوازینۍ معتبره اصلی منع ده. کروسنسکی د خپلو یاداشتونو به اوله برخه کې دافغانانو په اصل او نسب یو لنډ بحث کوی او پدې ضمن کې لیکی چې د افغانانو تاریخ (بیخی مبهم دی او دا معلمه نه ده چې دوی اصلاً دشیروان یا هه ولایت دی چې دکسپین د بحیرې په خواکې داغستان ته ور څرمه ، پروت دی او که د هغو دښتو چې له دغه ولایت سره هم سرحده او له باب البواب نه هاخوادی اوکه لرغونی کسپی دی او یاددغه ملت یوه څانګه ده. په هر صورت کله چې [ګوډ] تیمور فارس او نور ګاونډی ملکونه تالا کړل نو دغه خلک یې یوه لرې ملک ته چې د فارس او هند ترمنځ پروت دی، ولېږدول چې هم له ټولو یرغلونو نه په ارمان وی او هم نور تاوانی نه شی. ځینې مؤرخین پدې عقیده دی چې دا ولس هغه وخت له ارمنستان نه راوتی دی چې دشیروان ولایت دالبانیا په نامه یادېده او خلک یې البانیایان بلل کېدل......دشېروان او کره باغ په سیمه کې دلویو لارو ساتونکی اغوانیڅ بلل کیږی چې دارمنیانو په ژبه کې یې معنا د افغانانو مشر دی او د ګیلان په سرحد کې...ارمنیان ځانونه اغوان لیک ګڼی او پدې نامه ډېر ویاړی.ډیر امکان لری د[افغانستان] دکندهار نوم وروسته له هغه چې دوی [افغانان] پکې میشته شول، د کنډسار Kendsar له نامه نه جوړ شوی وِ او ځینې مؤلفین کنډسار هغه ماڼۍ ګڼی چې ستر سکندر جوړه کړې وه...کله چې افغانان له ارمنیانو سره اوسېدل نوبې شکه دهغوی په دود او مذهب وو. خو کله چې له خپلې اصلی خاورې نه لرې شول او له هندیانو سره ګډشول نو په ورو ورو یې اسلام ومانه. حتې په اوس وخت کې هم چې [افغانان] ډوډۍ پخوی په یوه خوایې دصلیب علامه کاږی او دا ددوی ارمنی عنعنه ده چې تر اوسه یې ساتلی ده . دوی د خپلو پلرونو او نیکونو په پیروی له چور او چپاو نه خوند اخلی او هند ته دنږدې والی له امله یې له جنګ سره عادت پیدا کړی دی.) (۳۹) د کروسنسکی د پورته عباراتو په باره کې څوټکی دیادولو وړ دی. یو داچې دا پورته مطلب ددوسغ سیو دفارس دانقلابونو په تاریخ کې چې اساس یې دهغه دلیکوال په قول دکروسنسکی خاطرات دی، په یو څه تفاوت ثبت شوی دی. بل دا چې کوم اثر چې موږ داپورته مطلب ورنه را اخیستی په هغه کې،دافغان کلمه په همدا خپل شکل یعنې افغان لیکل شوې ده.مګر ددوسغ سیو دفارس په انقلابونو کې دافغان کلمه دکتاب له سره تر پایه پورې د (اغوان) په شکل لیکل شوې ده او ښایی ددې خبرې دلیل دا وی چې کروسنسکی افغانان له اصله ارمنیان بولی او ارمنیان لکه څنګه چې وروسته به ولیدل شی، له ډیر قدیم نه د(اغوانانو)په نامه یاد شوی دی. درې یم کروسنسکی وایی چې ګوډ تیمور(افغانان)له یروان نه داسې یوه ملک ته وشړل چې دفارس او هندوستان تر منځ پروت دی. خووروسته هم په همدې اثر کې او هم د فارس دانقلابونو تاریخ کې په صراحت ویل شوی چې داځای همدا دافغانستان کندهار دی.کوم مطالب چې جورج کیپل په خپله سفرنامه کې، چې په کال ۱۸۲۴ م کې چاپ شوې ده ، راوړی دی دهغو روحیه هم داسې ده چې ګوندې پښتانه او ارمنیان په اصل او نسب سره یو شی دی. دی یو ځای لیکلی: ( دسبا ناری په وخت کې د کلی دماجت ملا راغی او په فارسی یې خبرې راسره پیل کړی. څرنګه چې ملاته معلومه شوې وه چې زه له هندنه راغلی یم نو په خاص ډول دې ته لېوال و، چې دافغانانو [یعنې هغه چا] په باره کې مغلومات ترلاسه کړی چې ده اورېدلی وو چې د هند تر ټولو نه جنګیالی خلک دی او قبېلې یې پدې افتخار کاوه چې له هغوی [افغانانو] سره له یوه نسله دی.) کیپل خبرې ته دوام ورکوی او لیکی: (دشیروان په ولایت او شاوخوا سیمو کې ځایی خلکو د خپل اصل او نسب په باره کې داسې پوښتنې رانه کولې چې په یادونه ارزی او داځکه چې له عام ذهنیت سره اړخ لګوی او هغه دا چې دلرغونې البانیا (شیروان)دیوې سیمې خلک د هند دتاتارانو هغه قبایل جوړوی چې دافغانانو په نامه یادېږی...زما په یاداشتونو کې یو مطلب دی چې له داسې یوه کتاب نه مې را اخیستی چې اوس یې نوم نه راځی.مطلب دادی..لرغونو البانیایانو خپل هیواد ترکانو ته ورخوې کړ....او دوی خپله افغانانو یا هغه ملت جوړ کړ چې ارمنیان یې خپل وروڼه بولی، البته ژبې یې اوس فرق لری. خو دادژبو فرق په ډېره آسانه پېښیدلی شی.) (۴۰)

بیلو هم یو ځای افغانان داصل او نسب په لحاظ له ارمنیانو سره تړی او حتی د (افغان) لفظ هم دارمنیانو د(اغوان) یو نوی شکل بولی. دی(دافغانستان د قوم پېژندنې مطالعه کې) دپښتنو دبېلو بېلو قبایلو او اقوامو داصل او نسب په باره کې له ډېر اوږده بحث نه وروسته وایی: پښتانه دهغوی دخپلې عنعنې په اساس له لرغونی یونانی مؤرخ هېردوتس نه تخمین یوه نیمه پېړۍ او له لرغونی یونانی جغرافیه پوه سترابونه تقریباً څلور نیمې پیړۍ پخوا په غور کې اوسېدل. خو کوم قومونه چې دغو دوو تنو یونانی مؤلفینو په خپلو آثارو کې دغور او شاوخوا او دلرغونې آریانا په نورو برخو کې یادکړی دی، موږ یې د پښتنو له اوسنیو اقوامو سره د نومونو د شباهت او مطابقت په اساس د ټولو څرک ولګاوه.مګر ددغو دوو لرغونو مؤلفینو په آثارو کې هیڅ داسې قومی نوم نه دی راغلی چې هغه دې له افغان سره مشابهت او مطابقت ولری.حتې خپله پښتنو هم په خپله قومی شجره کې دافغان په نامه کوم قوم یا ولس نه دی یاد کړی. بیلو خترې ته دوام ورکوی او وایی عربان دمخه تردې چې د خپلو فتوحاتو په لړکې افغانستان ته ورسیږی د( اغوان) یا (اوغان) له نامه سره دارمنستان دغرنیو خلکو په مفهوم، بلد وو. نو کله چې د پښتنو غرنی ملک ( غور ) ته ورسېدل،پښتانه یې هم د (اوغان )یا (افغان)یعنې غرنیو خلکو په نامه یاد کړل. خو بیلو وایی دا امکان هم ته چې د غور پښتانه خپلو ګاونډیانو د عربو له ور رسېدلو نه دمخه، (افغان) بللی وی او بیا عربانو هم به همدې نامه یاد کړی وی.

بیلیو وایی که خبره داسې وی نو سړی دې نتیجې ته رسیږی چې د غور اوسېدونکی اصلاً له ارمنستان نه راغلی(اغوانان) وو او له یهودانو او د غور له ځایی اوسېدونکو سره یې یوه ګډه او واحده ټولنه جوړه کړې وه. (۴۱)

بیلو په همدې ارتباې دپښتون او پښتونخوا په کلمو هم ښایسته اوږد بحث کوی او پدې لړکې وایی چې د پښتون کلمه اصلاً له فارسی(پشته) نه راوتې ده.دی وایی (پشته) یا غره کې د غونډۍ یا غره معنا لری. څرنګه چې پشتانه په (پشته)یا غره کې اوسېدل نو د(پښتنوـ یا غرنیو خلکو په نامه یاد شول او هېواد یې (پښتونخوا) یعنې د پښتنو ملک وبلل و.خو د بیلیو دا تعبیر دده د خپل ذهن او تصور مولود ښکاری. ځکه موږ پوهیږو چې په فارسی کې غره ته(پشته) نه وایی، بلکه (کوه) ورته وایی او په یو شمیر زړو ایرانی ژبو کې هم دا کلمه تقریباً په همدې کل راغلې ده. مثلاً په پهلوی کې دا کلمه کوفkof په اوستا کې کوفه kaofaاو په زړه فارسی کې کوفهkaufaده. (۴۲)

په پښتنو کې،البته، کوه ته (غر) وایی او دافغانستان دځینو ځایونو په نومونو کې هم د (غر) ریښه په یوه یابل شکل شه، لکه ګردیز، غرجستان یا غرشستان، غور او ښایی نور. نو که په لرغونو وختو کې د پښتنو ګاونډیانو او یاوطندارانو غوښتنی وی چې پښتانه دغرنیو خلکو په نامه یاد کړی، هرومرو به یې د کوهستانیانو یا غرستانیانو یا ګرستانیانو او یا کوم بل داسې نامه یاد کړی وی چې د (کوه) یا غر یا (ګر) ریښه به پکې وی، او دپښتنو ملک به یې هم البته کوهستان یا غرستان او یادې ته ورته یو شی بللی وی.

یو شمیر نورو غربی لیکوالانو هم دا نظریه منلې چې افغانان ارمنیان دی. (۴۳) خو ددوی ټولو خبره په هغه روایت بنا ده چې د کروسنسکی په خاطراتو کې راغلې او وایی چې پشتانه دګوډ تیمور په وخت کې له ارمنستان نه دافغانستان دکندهار سیمې ته لیږدول شوی دی.

معتبر تحریری اسناد د کروسنسکی دا خبره په قاطع ډول فسخ کوی.دا اسناد چې تفصیل یې ددې لیکنې په څلورم فصل کې راغلی دی،په بېخی صراحت او وضاحت وایی چې د تیمور دیرغلونو په وخت کې، په نننی افغانستان کې پښتانه یو آباد ولس دی او تیمور څو څو واره یرغلونه پرې کړی دی او ډیر زیات یې ورنه وژلی دی حتی یو شمېر ډیر پخوانی اسناد،لکه دبېرونی،عتبی،ابن اثیر او نورو لیکنی او دغزنویانو دوخت دځینو شاعرانو اشعار،داښیی چې پښتانه له ګوډ تیمور نه څو سوه کاله دمخه دنننی افغانستان له بېلو بېلو سیمو نه نیولې بیا داباسیند تر غاړې پورې میشته او آباددی.وروسته به وښیو چې دوی پدې سیمو کې له دومره پخوانه آباد دی چې له تیمور نه ډېر پخوا یوه ښایسته لویه سیمه ورته منسوبه او د(افغانستان)په نامه یاده شوې ده.

ځینو غربی لیکوالو بیا پښتانه دارمنیانو تر څنګه له ګرجیانو سره هم تړلی دی.یو له دغو لیکوالانو نه Clairut کلیرات دی.کلیرات وایی ده ته یوه ګرجی چې جوزف نومېده ویلی دی چې افغانان پدې عقیده دی چې د نوح پیغمبر زوی، یافث درې زامن لرل چې نومونه یې ارمن، اغوان او کردون وو او ارمنیان، اغوانان او ګرجیان په ترتیب سره د همدوی اولاده ده اواغوانان بیا وروسته له ارمنستان نه دسلیمان غرونو ته لیږدلی او دا اوسنی افغان ولس یې جوړ کړی دی. (۴۴)

دا او هغه نور مطالب چې موږ تردې ځایه راواخیستل، په اصل کې ټول یا په عنعنه یی روایاتو بنا شوی دی او یا په عادی مشاهداتو. اما کومې اصولی اودقیقې څېړنې چې دپښتنو دتاریخ،ژبې او اجتماعی خصوصیاتو په باره کې د نولسمې پېړۍ له اوایلو نه رادې خواته شوې دی، دهغو په نتیجه کې دانظریات رد شوی دی. نوې څېړنې پښتانه داصل او نسب په لحاظ آریایان او د هندو اروپایی کورنۍ دهغې سترې څانګې غړی بولی چې د هندو ایرانی په نامه یادیږی.

لومړنی غربی مؤلف چې دپښتنو داصل او نسب په باره کې یې عنعنه یی روایات په کلکه رد کړل.هغه منستورات الفنستن دی.دالفنستن معروف کتاب، دکابل سلطنت،چې آن په کال ۱۸۱۴ کې لیکل وی دی، دپښتنی ټولنې داصولی مطالعې په برخه کې، داسې دقیق او نفیس اثر دی چې تر اوسه یې ساری نه دی لیکل شوی.

الفنستن دخپل اثر یو بحث د پښتنو داصل او نسب مطالعې ته وقف کړی دی. دی پدې برخه کې لومړی هغه عنعنه یی روایت را اخلی چې پښتانه بنی اسرائی ګڼی او بیا وایی ددغه روایت دبطلان دلایل خپله په همدې روایت کې پراته دی.ځکه دی وایی دا روایت ساول (ملک طالوت) دابراهیم پیغمبر پنځه څلویښتم پښت ګڼی او قیص دساول اوه دېرشم پښت بولی.خودی وایی ددې دوو ټکو اول مقدس کتاب،تورات،سره قطعاً اړخ نه لګوی او دوهم ټکی یې منطق نه منی.ځکه یوازې اوه دېرش پښته شپاړس سوه کاله نه کیږی. (۴۵)

الفنستن همدلته دویلیم جونز هغه تبصره هم یادوی چې دآسیایی څېړنو په خپرونه کې یې دونسیتارت په ترجمه کړې او موږ په همدې بحث کې دمخه را اخیستې ده.الفنستن هغه څلور دلیلونه چې جونز دخپلې ادعا د ملاتړ دباره وړاندې کړی دی یو یو په متدل ډول ردوی او وایی:

(دافغانانو او یهودانو ددود اودستور تر منځ ډېر شباهتونه ښودل کېدلی شی. خودغه راز شباهتونه دبېلوبېلو ولسونو داجتماعی ژوند په عین مرحله کې معمول وی او که داټکی د قومونو تر منځ د عینیت دلیل وی نو بیا کېدی ی چې تاتاران، عربان،جرمنان او روسان ټول یوشی وی). (۴۶) پدې ډول، الفنستن دا نظریه چې پښتانه بنی اسرائیل دی، غوڅه ردوی.

الفنستن همدلته دانظریه هم ردوی چې پشتانه اصلاً قفقازیان دی. دی پدې ارتباط لیکی: ( له یوه نه زیاتو اروپایانو دا عقیده هم څرګنده کړې ده چې افغانان دقفقازیانو یوه قبیله او په خاص ډول دارمنیانو اولاده ده. خو خبله پښتانه هیڅکله هم ځانونه دارمنیانو له نسله نه بولی.اما ارمنیان تل دا خبره کوی.) الفنستن وروسته له یو څه بحث نه لیکی:

زه ددې دپاره هیڅ دلیل نه وینم چې افغانان له غربی قففازیانو سره وتړم. البته یوه جرمنی چې نوم یې نوم یې زړه ته نه راځی دا خبره کړې چې په تېره پېړۍ کې یې هلته افغانان لیدلی دی خو دا خبره دهیڅ شی دقبوت دلیل نه شی کیدلی. (۴۷)

جان ملکم هم دفارس په تاریخ کې هغه روایت ردوی چې وایی پشتانه بنی اسرائیل دی او لیکی:(هیڅ داسې کومه کتیبه نه ده پیدا شوې چې دا عقیده تائید کړی چې پښتانه د یهودانو له نسله دی او ددوی خپله مبهمه عنعه پداسې یوه موضوع کې د مسلم حقیقت په حیث نه شی منل کېدلی) (۴۸)

اما کوم غربی مؤلف چې د پښتنو داصل او نسب په باره کې یې لومړی ځل ډېره وسیعه او دقیقه اصولی څېړنه او په نتیجه کې یې دپښتنو داصل او نسب په باره کې عنعنه یی روایات رد کړل هغه ستر مستشرق او د بشری علومو لوی عالم برناد ډورن دی چې د خپل علمی ژوند یوه لویه برخه یې د پښتنو د ژبې او تاریخ مطالعې ته وقف کړې ده.

ډورن د خپلو ډېرو نورو کارونو تر څنګه د خواجه نعمتالله هروی تاریخ خانجهانی و مخزن افغانی په انګریزی ترجمه کړی او په لندن کې یې په کال ۱۸۳۶ کې چاپ کړی دی. ده پدې ترجمه یو لړډی پاخه او ارزښتنا که یاداشتونه لیکلی او له کتاب سره یې ضمیمه کړی دی.ډورن د همدې یادداشتونو په یوه برخه کې دهغه روایت په ارتباط چې پښتانه بنی اسرائیل بولی داسې لیکی:

( دا چې د فارسی ژبې مؤرخین پښتانه د یهودو له نسله ګڼی دا پرته له یوې خبرې نه د کوم بل شی ثبوت نه شی کیدی او هغه دا چې دا لیکوالان روایات، پرته له دې چې ماهیت یې معلوم کړی، د خپل دود په اساس، د مسلمو حقایقو په توګه ثبتوی) (۴۹)

دغه راز ډورن وایی دا چې د افغانانو او یهودانو نومونه سره یو شی دی ددې دلیل دادی چې افغانان مسلمانان دی. د مسلمانانو او یهودانو ډېر نومونه مشتر که تاریخی او قومی منبع لری، دا چې د افغانانو څېرې بېخی یهودانو ته ورته دی، دا هم ددې دلیل نه ی کېدی چې پښتانه د یهودانو له نسله دی. ډورن ددې خبرې د تائید دپاره د جان ملکم دا عبارت را اخلی چې(که ددوو ولسونو د څېرو سره ورته والی ددې دلیل کېدی شی چې هغوی دې له عین نسله وی، هلته نو بیا کیدی شی چې کشمیریان هم د خپلو څېرو له امله د یهودانو له نسله وبلل شی،ځکه یو شمیر غربیان کشمیریان هم، کټ مټ یهودانو ته ورته بولی.) (۵۰)

ډورن د هغه روایت په رد کې چې وایی پشتانه د بیت المقدس له شاوخواسیمو نه افغانستان ته تللی دی، وایی پښتانه له کوم بل ملک نه افغانستان ته نه دی تللی، بلکه لکه څنګه چې سویلیم جونز وایی (دلرغونی پارو پامیزاد (یعنی مرکزی افغانستان او شاوخوا سیمو) اصلی او ځایی اوسېدونکی دی.) ډورن وایی: (تاریخ دا ثابته کړې ده چې د غزنوی سلطان محمود دواکدارۍ په وخت کې او تر هغه نه ډېر پخوا دوی (افغان) په هغو کلاوو کې آباد وو چې تر اوسه پکې میشته دی.) (۵۱) یو شمېر معتبر اسناد چې زموږ ددې لیکنې په څلورم فصل کې راغلی دډورن ددې ادعا مؤید دی.

ډورن هغه روایت او نظریات هم ردوی چې پشتانه ارمنیان بولی او وایې که سړی دارمنی اغوانانو تاریخی سوابق دسېنټ مارټن په هغه اثر کې ولولی چې دارمنستان خاطرات نومیږی نو سمدستی به پدې قانع شی چې ارمنی اغوانان او پشتانه یا افغانان یو شی نه ،بلکه دوی بېخی سره جلا ولسونه دی. (۵۲)

ډورن دځینو غربیانو دانظر هم چې وایی پښتانه له اصله ګرجیان دی او ګرجی ژبه وایی، بېخی بې اساسه بولی او وایی چې په هیڅ غورنه ارزی. (۵۳)

ډورن په بای کې پښتانه دهندو اروپایی ولسونو دسترې کورنۍ غړی بولی مګر په عین وخت کې یې یو ځانته لرغونی ولس ګڼی. اولیکی:(زه دا خبره منم چې افغانان به دهغې سترې کورنۍ غړی وی چې جرمنیان ، هندیان ، سلوانیان او یونانیان ور پورې مربوط دی خو لکه څنګه چې موږ ددې دپاره هېڅ تاریخی ثبوت نه لرو چې وښیو یونانیان یا جرمنیان د هندیانو او لاده ده، دغه راز داهم په یقین سره نه شو ویلای چې افغانان دلرغونو فارسیانو یا هندیانو اولاده ده.) (۵۴)

پدې برخه کې دډورن او جان ملکم نظر تقریباً سره یو دی. ملکم هم وایی چې دافغانانو (له عاداتو نه داسې ښکاری چې دوی له فارسیانو، تاتارانو او هدیانو نه جلا او متفاوت خلک دی. (۵۵)

داوو هغه دیادونې وړروایات او نظریات چې دپښتنو دصل او نسب په باره کې په شرقی او غربی آثارو کې زموږ له نظره تېروی وو اودلته مو، څومره چې ممکنه وی په هغو مره مختصر خو داسې شکل راواخیستل چې په مفهوم کې یې څه بدلون را نه شی.

په بای کې باید وویل شی چې په معاصر وخت کې پوهانو دیوه ولس داصل او نسب دمعلمولو یوه ښه لار دهغه ولس دطبې داصل اوریښې دماهیت څرګندول ګڼلی اودپښتو ژبې په باره کې هم پدې ارتباط کافی څېړنې شوې دی. نو زموږ ددې لیکنې دابل فصل به دهمدې څېړنو یو اجمال وی.

داول فصل یادداشتونه:

۱) رواورټی،هنری، پښتو ګرامر،مقدمه، مخ ۴

۲) ابوالفضل،آئین اکبری،مخ ۴۰۶-۴۰۷

۳) دروېزه،آخوند،تذکرةالابرار والاشرار ،مخ ۸۳-۸۴.

۴) هروی،خواجه نعمت الله، تاریخ خانجهانی ومخزن افغانی، ټوک ۱، مخ ۶۳-۱۱۵.

۵) ونسیتارت،آسیایې څېړنې،ټوک ۲، مخ ۶۷،کال ۱۷۸۴.

۶) همدا اثر، همدا مخ.

۷) رابنز،دژبپوهنې لنډ تاریخ، مخ ۱۳۴.

۸) برنز،الګزانډر، بخاراته سفر، ټوک، ۱، مخ ۱۶۲-۱۶۴، لندن، کال ۱۸۳۴م.

۹) برنز ، کابل، مخ ۱۰۹ (لاهور ، دوهم چاپ ، کال ۱۹۶۱ اول چاپ، لندن، ۱۸۴۱م).

۱۰) مور کرافټ، ویلیم،سفرونه،ټوک۲،مخ۳۵۳.

۱۱) همدا اثر، مخ ۳۴۸

۱۲) میسن،چارلز،د مختلفو سفرونو خاطرات، ټوک۱، مقدمه، مخ ۴۱-۴۲.

۱۳) روز،جورج،افغانان،لس قبېلې او د شرق سلطانان،مخ ۷۹.

۱۴) همدا اثر،مخ ۱-۲۴.

۱۵) همدا اثر، مخ ۲۷

۱۶) همدا اثر،مخ ۳۱.

۱۷) همدا اثر. مخ ۴۲-۴۳.

۱۸) همدا اثر، مخ ۴۳

۱۹) همدا اثر، مخ ۳۵-۳۶

۲۰) بیلو، دافغانستان دقوم پېژندنې مطالعه، مخ ۱۹۰

۲۱) بیلو، دافغانستان طوایف. مخ ۱۵

۲۲)بیلو ، دافغانستان د قوم پېژندنې مطالعه،مخ ۱۳-۱۴

۲۳) منهاج الدین،طبقات ناصری، دراورټی انګریزی ترجمه،ټوک۱، مخ ۳۱۳-۳۱۴

۲۴) راورټی، دافغانانو داصل اوریښې په باره کې ځینې تبصرې، دبنګال دآسیایی ټولنې،مجله،کال ۱۸۵۴،نمبر ۶

۲۵) راورټی، پتو ؤکشنری، مقدمه،مخ ۱۱-۱۲

۲۶) دیهودانو دایرةالمعارف،مخ ۲۲۳-۲۲۴

۲۷) ابوالفضل،آئین اکبری، انګریزی ترجمه، ټوک۲ مخ ۴۰۷.

۲۸) فرشته، محمد قاسم، تاریخ فرشته، دبرګزترجمه،ټوک۱، مخ ۴

۲۹) ډورن، برنارد، دافغانانو تاریخ، یادداشتونه،مخ۶۴،حاشیه۱.

۳۰)ملکم،جان،دفارس تاریخ، ټوک ۱، مخ ۵۹۶.

۳۱) په افغانستان او شاوخوا ملکونو باندې د مغولو له یرغل او تسلط نه وروسته، دافغانستان په ګرمسیر او شاوخوا سیمو کې مغولو په یوه یابل شکل واکداری کړې او دسیمې له خلکږ سره کډ؟شوی دی اوپه خپلو پوځونو اولښکرو کې یې هم ډېر زیات محلی خلک،په تېره بیا پښتانه،ځای کړی دی. دسیمې د مؤلفینو او مؤرخینو لیکنې داسې ښی چې په ډېرو مواردو کې دپوځ دسر خلک مغول دی، خو نور پوځیان یې اکثره افغانان دی او، لکه څنګه چې برنارد ډورن اټکل کړی، په ډېر غالب ګومان همدا اختلاط ددې سبب شوی چې یو شمیر مؤلفین افغانان او دسیمې ځینې نور خلک مثلاً (جرمائییان) هم مغول وګڼی. خپله دافغانانو له اصل او نسب سره عدم بلدیت ددغو مؤلفینو قضاوت زیاتره متأثر کړی وی.

باید وویل شی چې ددې مؤلفینو په آثارو کې افغانان او جرمائییان، په پرله پسې ډول، څنګ په څنګ یاد شوی دی او ترکوم حده چې ماته معلومه ده، دجرمانئییانو داصل او نسب د حرګندولو په باره کې تراوسه هم کومه دیادونې وړڅېړنه نه ده شوې.

۳۲) کتبی،محمود،تاریخ آلمظفر،مخ ۴۴.

۳۳)همدا اثر،مخ ۳۲-۳۳

۳۴)ددې کلمې په معنی نه زه پوه شوم اونه د تاریخ آل مظفر مهتمم څه پرې ویلی دې.

۳۵)کتبی،تاریخ آل مظفر ، مخ ۳۷.

۳۶) میر خواند،تاریخ روضةالصفا ، ټوک۴،مخ ۴۷۴.

۳۷) ډورن، دافغانانو تاریخ،یادداشتونه،مخ ۶۶-۶۷(انګریزی).

۳۸)همدا اثر،همدا مخ

۳۹) کروسنسکی،دیوه سیاح خاطرات،مخ ۲۱-۲۳

۴۰)کیپل،جورج،سفرنامه ،ټوک۱،مخ ۲۰۳-۲۰۴

۴۱)بیلو، دافغاناستان د قوم پېژندنې مطالعه،مخ ۲۰۴-۲۰۷

۴۲)برهان،محمد حسین،برهان قاطع،ټوک۳،مخ ۱۷۳۹ ، ددوکتور معین په اهتمام، تهران ،۱۳۶۲.

۴۳)ډورن،مخکې یاد شوی اثر ، مخ ۷۱.

۴۴) الفنستن، د کابل سلطنت، مخ ۱۵۴-۱۵۶.

۴۵)همدا اثر، مخ ۱۵۶، حاشیه ۲.

۴۶) همدا اثر ، مخ ۱۵۷.

۴۷) همدا اثر همدا مخ.

۴۸) ملکم، جان، دفارس تاریخ، ټوک،۱،مخ ۵۹۷.

۴۹) ډورن،مخکې یادشوی اثر،مخ ۶۵.

۵۰)همدا اثر،مخ ۷۲.

۵۱) همدا اثر ، همدا مخ.

۵۲) همدا اثر، مخ ۶۶،۷۱.

۵۳) همدا اثر،مخ ۷۹.

۵۴)همدا اثر، مخ ۷۹.

۵۵)ملکم، جان ، دفارس تاریخ ، ټوک،۱،مخ ۵۹۷.

پوهاند دوکتور حبیب الله تږی

پښتانه

کرزی اوس نرمه غیږه پیل کړه

کرزی اوس نرمه غیږه پیل کړه!(دعزمت علی لیکنه    (له بینوانه په مننه)

تیره  شپه د افغانستان ملی ټلویزیون د سترې محکمې هغه پریکړه خپره کړه چې پکې د اسد  تر میاشتې پورې د ولسمشر کرزی د ولسمشرۍ موده غزول شوی ده.سترې محکمې د یوه با صلاحیته ارګان په بڼه کې حامد کرزی ته مشروعیت ورکړ چې د جوزا میاشتې وروسته هم د ټاکنو تر نیټې پوری د ولسمشر په توګه خپله دنده پر مخ بوزی.د افغانستان د اساسی قانون له مخې د جوزا میاشتې له لومړۍ  نیټې وروسته د حامد کرزی د ولسمشرۍ موده پای ته رسیږی .له تیرو څو میاشتو را پدې خوا د انتخاباتو د نیټی پر سر سخت جنجالونه د حکومت او سیاسی ډلو ټپلو تر منځ را پورته شوی ول.
 
ولسمشر کرزی په لومړی سره کې هڅه وکړه چې د خپل واک موده تر اسد میاشتې  پوری په حکومتی ادارو کې د خپل نفوظ او د نړیوالی ټولنی په ملاتړ وغزوی خو دغه کار د دی لامل شو چې یوازی سیاسی ډلی نه بلکه نړیوالی ټولنی هم په دغه کار ولسمشر تر نیوکو لاندی راوست او ځینو خو یې نوموړی په قانون ماتولو تورن کړ. کرزی که څه هم په دې ورستیو کې په خپله اداره کې د ادارې فساد د شتون او د مخدره توکو سره په مبارزه کې په ناکامۍ تورن او تر نړیوالو نیوکو لاندی دی،  وروسته تر هغه چې د انتخاباتو د نیټې په اړه فشاورنه زیات شول نو هڅه یې وکړه چې دا ځل له خورا زراکت او هوښیارۍ څخه کار واخلی او داسی ګام پورته کړی چې خپل سیاسی رقیبان وغولوی او نړیواله ټولنه هم په دې متقاعده کړی چې ګواکی ده د افغانستان د اساسی قانون درناوی کړی او نه غواړی چې د انتخاباتو لپاره اساسی قانون  تر پښو لاندی کړی.


کرزی په لومړی سر کې خپله هغه خبره بیرته واخیسته چې د ټاکنو د ځنډیدو په اړه یې کړی وه او دا یې څرګنده کړه چې ټاکنی به په خپل وخت یعنی د جوزا په  میاشت کې تر سره  کیږی

د حامد کرزی دغه کار  که څه هم د قانون څخه د هغه ملاتړ څرګندوی خو د نوموړی سیاسی  رقیبانو دا د هغوی پر وړاندی د هغه  یو غافلګیرانه عمل وبلل او هغوی یوځل بیا غږونه را پورته کړل چې ټاکنی باید په جوزا کې تر سره نه شی .په دې  وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان او د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم  په جلاجلا غونډو کې اعلام وکړ چې روانو مالی او امنیتی ستونزو ته په کتو سره په جوزا کې د ټاکنو تر سره کیدل ناشونی دی او دغه ټاکنی باید په اسد کې تر سره شی.


د څو ورځو په دننه کې د  ملګرو ملتونو د سازمان او همدا راز د انتخاباتو د کمیسیون له غوښتنی او وړاندیزونو سره سم وپتیل شوه چې ټاکنی باید په اسد میاشتې کې تر سره شی.


 
د کرزی سیاسی مخالفینو او دغو ټاکنو ته احتمالی کاندیدانو چې د خپلو کمپاینونو د چلولو لپاره د کرزی له پخوانیو پریکړو سره  خپل  مخالفت ښودلی وو دا ځل  د ولسمشر، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او ملګرو ملتونو  د دغه اقدام څخه څه نا څه خوښی وښوده او دا فرصت یې غنیمت وګّڼل چې تر اسد میاشتې پوری به دوی دا موکه ولری چې خپل ټاکنیز  کمپاینونه په ډاډه زړه تر سره کړی.


اوس اصلی مسلې ته راځو چې هغه  د جوزا  له میاشتې څخه بیا د اسد تر میاشتې پوری د دریو میاشتو لپاره دولسمشر د واک د غزیدو پریکړه ده  چې سترې  محکمې کړی ده.


دغه دری  میاشتې چې د ولسمشر کرزی د واک د نیټې له خطمیدو څخه بیا د ټاکنو د پیل  پوری رامنځ ته کیږی هغه  مسله ده چې پرې سخت جنجالونه او ناندرۍ روانی دی.


د سیاسی چارو شنونکی وایې چې د سترې محکمې دغه پریکړه که څه هم سیاست والو ته د منلو وړ نه ده خو ستره محکمه د یوه با صلاحیته ارګان په توګه په دې برخه کې د نړیوالی ټولنی ملاتړ تر لاسه کولای شی.
 
نړیواله ټولنه  او په خاصه توګه هغه ستر هیواونه چې له افغانستان سره د مرسته کونکو هیوادونو په ډله کې مخکښ ځای لری تر ډیره بریده د افغانستان د باصلاحیته ارګانونو پریکړو ته په درنه سترګه ګوری هغه ارګانونه چې د طالبانو د حکومت له ړنګیدو وروسته د دوی په تخنیکی او مالی امکاناتو جوړی شوی، او ښایې دغه پریکړه هم ورته د قناعت وړ وی خو هغه پریکړه چې  ولسمشر په زور غوښتل تر اسد میاشتې پوری په واک  پاتې شی هغوی ته د منلو وړ نه وه.ولسمشر کرزی په دې ورستیو کې  یو شمیر داسی تکتیکونه د افغان سیاست په ډګر کې پلی کړل چې ساری یې د هغه په ټوله اوه کلنه دوره کې نه وو لیدل شوی. هغه خپل سیاسی رقیبان او نړیوال متحدین په دغو چلونو حک پک کړل او هغوی یې حیران کړی دی. یو ځل یې ټاکنی  ځنډولی بیا نړیوالی ټولنی او سیاست والو مخالفت وکړ چې باید یې په خپل وخت تر سره کړی او کرزی هم د هغوی غوښتنې ته درناوی وکړ او ټاکنی یې جوزا میاشتې کې تر سره کیدونکی اعلام کړی خو بیرته سیاست والو او د انتخاباتو کمیسیون شکایت وکړ چې امنیتی او مالی ستونزو ته په کتو سره باید ټاکنی په اسد میاشتې کې تر سره شی چې کرزی بیا هم دا غوښتنه ومنله او  دا یې وښوده چې دې د نړیوالو ادارو او خپلو سیاسی مخالفینو غوښتنو ته څومره درناوی لری.اوس ولسمشر کرزی په خپل یوه بل تکتیک  باندی په حکومت کې د خپل نفوظ په مټ ستره محکمه د ځان په ګټه  وکاروله او خپله د واکمنی موده یې  د دریو میاشتو لپاره تمدید کړه. که څه هم دا کار د یو شمیر سیاسی ډلو تر سختو نیوکو لاندی راغی خو مهمه خبره د نړیوالی ټولنی قناعت دی چې ولسمشر کرزی تر لاسه کړی دی. دنړیوالی ټولنی قناعت هم یوه هغه مسله ده چې اوس په افغانستان کې د چارواکو د کاری اولویتونو د سر  مسله بلل کیږی.که چیرته نړیواله ټولنه له افغان  چارواکو سره په کوم لوی کار سلا و نه کړی نو دا نا شونی خبره ده چې هغه کار د سر ته ورسیږی که څه هم هغه کار د یوه کوچنی پلګوټی جوړول وی او یا هم د انتخاباتو تر سره کول.اوس ولسمشر کرزی وکړای شوای چې  د سترې محکمې په دغه فیصله باندی د نړیوالو متحدینو قناعت حاصل کړی .نوموړی د سترې محکمې په مټ وکړای شوای چې د قانون په رڼا کې دغه دری میاشتی هم قبضه کړی او خپله واکمنی وچلوی.ریښتیا هم چې کرزی یوازی له نړیوالو متحدینو سره نه بلکه له خپلو کورنیو سیاسی مخالفینو سره یې هم د نرمې  غیږی  نیول پیل کړی او تر اوسه دی پکې بر لاسی ښکاری خو د دغې سیالی غوڅی پایلی به د انتخاباتو وروسته  معلومی شی.

د کاندیدانو مارکیټ

                                د کاندیدانو مارکیټ (پوهندوى محمد اسمعیل یون)

 له بینوانه په مننه

 

ټاکل شوې ده، د روان کال په بهیر کې د افغانستان د جمهوری ریاست لپاره عمومی ټولټاکنې ترسره شی. طبعاً د هرو دا ډول ټولټاکنو پر وړاندې ستونزې پرتې وی. د هېواد امنیتی حالات، رقابتونه، ګډوډی، درغلی، د زر و زور استعمال، یو پر بل د تورونو پورې کول، د سپکو او سپورو الفاظو کارول، له انتخاباتو نه د ځینو کاندیدانو بایکاټ په، زور، چل او هنر د ځینو کاندیدانو ګوښه کول، د ټاکنو د نتیجو نه منل، د ځینو کاندیدانو چغې و فریاد، د کاندیدانو د پلویانو ترمنځ حق و ناحق جنجالونه، ناندرۍ او داسې نور ګڼ مسایل د ټاکنو د بهیر طبیعی ځانګړنې دی.
خو زه په دې لیکنه کې دې پورتنیو ځانګړنو یوې ته هم نغوته نه کوم، یوازې  غواړم د افغانستان د جمهوری ریاست د راتلونکو ټاکنو  لپاره د کاندیدانو ظرفیت، کفایت او اخلاقی جرئت ته د لوستونکو پام را واړوم او دېته اشاره وکړم، چې ددې ګڼ شمېر کاندیدانو د کمښت لارې چارې هم شته او که نه؟  نو تر ټولو لومړۍ دا پوښتنه مطرح کوم، چې څوک کاندیدان دی او څوک نور کاندیدېږی؟
سریزه: په مجموعی ډول د هر چا ذوق او شوق چې  پارېدلى، احساس یې په څپو راغلى، نو پرته له دې چې له عقل سره مشوره وکړی او ځان یو ځل د خپل وجدان په تله وتلی، ځان یې کاندید کړى، کومې نمونې  چې اوس یې ځانونه نوماند کړی، پر دې نمونو سربېره نورې څېرې او نمونې هم په راټوکېدو دی، چې په نږدې راتلونکی کې به یې شاهدان یو، که هغه نمونې مو ولیدلې، نو پر دې اوسنیو به شکر وکاږئ! ښه به وی، چې دلته ددې کاندیدانو پر ډلبندۍ لږه رڼا واچوو:
١- د کور و کلی کاندیدان:
دا هغه ډول کاندیدان دی، چې ان د خپلې مېرمنې او د کور د نورو غړو خبره هم پرې بره ده، د هغو ځواب هم نه شی ویلى، خپل کلی کې یې هم څوک نه پېژنی، سیمه، ولسوالۍ او ولایت خو لا څه کوې. دده لپاره، نو دا تر ټولو ښه وسیله ده، چې ځان کاذب شهرت ته ورسوی، لومړى خپلې مېرمنې ته خپل حیثیت اوچت کړی، چې دا دى زه خو هم دومره یم، چې ځان مې ان د افغانستان جمهوری ریاست ته کاندید کړ، بیا به په خپلې ټولنې، کلی او ولس کې هم په پنځو کې یاد شی، غم، ښادی، واده، خیرات او فاتحې کې به د ګډون جوګه شی او دشهرت په دې  وړیا وسیلې به دکاذب شهرت پوړیو ته ورسېږی.
٢- سیمه ییز کاندیدان:
یو شمېر کاندیدان په کې داسې دی، چې یوازې د یوې سیمې یانې د یوې ولسوالۍ د یوې برخې یو څه کسان پېژنی او یو شمېر کسان دى پېژنی، دوى فکر کوی، چې ټول افغانستان همدا دى، ځکه چې دومره خلک دى  پېژنی. ددې ډول کاندیدانو  د فکر دایره ډېره تنګه وی، دوى افغانستان په همدې  دایره کې ګوری. اصلاً د خپل هېواد له جغرافیایی، سیاسی او ملی جوړښت څخه ناخبره دی. یو وخت زموږ په کلی کې یو نداف و، خورا خدمتګاره او صادقه سړى و، خو په خپل ټول عمر کې له کلی لرې چېرته نه و تللى. د اعلیحضرت محمدظاهرشاه وخت و، یوه ورځ د کلی مشر یا خان ځان سره الینګار ولسوالۍ ته بوته، دا لومړى ځل و، چې ده الینګار ولسوالۍ لیدله، نو لومړى ځل یې د ولسوالۍ پر پنځه لس تنو عسکرو سترګې ولګېدې، چې د دېوال غاړې ته منظم ناست وو او سپینې خولۍ یې پر سرو  وې. دا د ټولې ولسوالۍ عسکر وو، چې ((قوۀ- ضربه)) یې ورته ویله. ده چې دا دومره عسکر ولیدل، نو خپل مشر ته یې وویل: ((او او باداره عسکر ګوره عسکر دا چې ما سره واى، نو ما پاچاهی نیوله...))
نو پر دې سیمه ییز کاندیدانو هم  همغه کانه شوې، چې په څو عسکرو ټوله پاچاهی نیسی، دوى د خپلې سیمې په حساب، ټول افغانستان محاسبه کوی.
٣- د ولسی جرګې په ټاکنو کې ناکام کاندیدان:
د جمهوری ریاست ټاکنو  ته  یو شمېر داسې کسانو هم ځانونه کاندید کړی، چې د ولسی جرګې لپاره په تېرو انتخاباتو کې یې ولایتی څوکۍ هم نه ده ګټلې، چې ورته ووایې هغه دې ونه ګټله، نو دا به څنګه وګټې؟ نو سم له لاسه ځواب درکړی، والله نو هلته خو ډېره درغلی وشوه، اوس خو حالاتو هم تغیر کړى، کرزی نه هم ټول خلک خفه دی، نو ځکه مو ځان کاندید کړى، نو چې ورته ووایې: کرزی نه چې خفه دی، نو له تا څخه خوشاله دی که څنګه؟ نو بیا وایی چې انتخاباتو کې د ځان کاندیدی د هر چا حق دى، موږ هم له همدې حقه ګټه اخلو او داسې  نور دلایل به بیان کړی.
٤- د ولسی جرګې په ټاکنو کې بریالی کاندیدان:
د اوسنیو کاندیدانو په ډله کې بیا یو شمېر داسې هم دی، چې اوس د ولسی جرګې غړی دی، له هرې لارې چې تللی، خو تللی او اوس د ولسی جرګې غړیتوب لری. دوى هم ځانونه کاندید کړی، ددې یوعلت دادى، چې د ولسی جرګې لپاره په راتلونکو ټاکنو کې په هېڅ وجه خپل  سیټ نه شی ترلاسه کولاى، نو په همدې پلمه ځان جمهوری ریاست ته کاندیدوی، که سبا څوک ورته ووایی چې ولې دې ولسی جرګې ته ځان کاندید نه کړ؟ نو  دى به ورته  ووایی، چې دا نو زما لپاره شرم دى، چې ځان ولسی  جرګې ته کاندید کړم، ځکه چې زه خو جمهوری ریاست ته کاندید وم. په همدې  کسانو کې زه داسې یو څوک پېژنم، چې د ولسی جرګې په انتخاباتو کې یې نږدې (٨) لکه ډالره مصرف کړل، چې ایله (٨) زره شاوخواو کې رایې پرې پوره کړی، یانې ټول مصرف شوی ډالر تقسیم دده پر وټرانو، هر وټر ته سل امریکایی ډالره رسېدل. اوس یې نو بیا ځان د جمهوری ریاست څوکۍ ته کاندید کړى دى، دې ښاغلی، د ولسی جرګې د کار په بهیر کې څو نامشروع قراردادونه ترلاسه کړل او یو څه پیسې یې اوس زېرمه کړی، غواړی په هغو د خلکو ضمیرونه  واخلی، خو له دې ناخبره چې که یوه رایه سل ډالره رانیسی، نو یو لک رایې چې د مجموعی رایو له جملې څخه په سلو کې یوه هم نه جوړوی، مجموعی  لګښت یې لس ملیونه ډالره کېږی، خو خداى دې دا وطن دومره نه ذلیلوی، چې یو لک ضمیر پلوری  په کې پیدا شی. د ولسی جرګې اوسنی غړی چې د جمهوری ریاست کاندیدان دی، نور ډېر ګڼ مرضونه او غرضونه هم لری، چې د لیکنې د اوږدوالی له امله ورڅخه ډډه کوم.
٥- د لفظی ملی ګوندونو نا ملی کاندیدان:
یو شمېر ګوندونو، چې کلونه کلونه یې په ځان پورې د ((ملت)) او ((ملی)) روستاړى تړلى و، له هغو څخه هم ځینې کاندیدان ودرېدلی دی، خو نه ګنې د ګوندونو په استازۍ، بلکې په مستقل ډول او د ((ملی کاندید)) په توګه. دلته دا پوښتنه پیدا کېږی، چې که دا ښاغلی کاندیدان رښتیا هم ((ملی)) وی، نو بیا یې په هغو ګوندونو کې غړیتوب او مشرتوب ته څه حاجت و، چې لا  ((ملی)) شوی نه دی، خو تش لفظاً ملی دی، بله خبره دا چې که چېرې ددوى ګوندونه ((ملی)) وی، نو بیا خو دې د خپلو ګوندونو له خوا ځان کاندید کړی او که چېرې یې ګوندونه ((ملی)) نه وی، نو بیا دې ترې د ((ملت)) او ((ملی)) روستاړى یا اصطلاحګانې لرې کړی. عجیب منطق دى، ګوندونه یې ملی دی، خو کاندیدان یې ملی نه دی، یا کاندیدان یې ملی دی، خو ګوندونه یې ملی نه دی، خو په الفاظو کې هر ځاى ((ملت)) او ((ملی)) لفظ او اصطلاح نه ګټه پورته کوی. دا کاندیدان هم په واقعیت کې هېڅ نه دی، هسې په اصطلاح سترګې تورول کوی، دوى  اکثره پر دې پوهېږی، چې په هېڅ ډول، انتخابات نه شی ګټلاى، خو غواړی په انتخاباتو  کې د شهرت له لارې ځان او خپله ډله مطرح کړی او بیا د تېر حکومت  په شان، چې د مضر مصلحت منفور دود پرې  واکمن و، یو ځل بیا خپل ځان او بیا خپله ډله له امتیازه برخمن کړی.
٦- بهر مېشتی افغان کاندیدان:
یو شمېر بهر مېشتو افغانانو هم د کاندیدۍ شوق کړى، په دې کې په الحادی او جهادی ډلو پورې تړلی اشخاص هم شته او همدارنګه ناپېیلی اشخاص هم، په دې کې بیا یو شمېر داسې دی، چې هسې نوم یې په پنځو کې یاد شی، هم ورته کفایت کوی، په لویدیزو او متمدنو ټولنو کې، خو د جمهوری ریاست یو کاندید، بریالى وی که ناکام، خاص موقف لری، نو دوى غواړی که ناکام هم شی، نو په افغانی ټولنه کې خو هسې هم ژوند نه کوی  او خپله دویمه ټولنه یې چې ده، په هغو کې خو به خپل موقف مستحکم کړی، په مجلسونو کې خو به یې  کله کله یادونه کېږی، چې: ((پلانکى خان د افغانستان جمهوری ریاست پخوانى کاندید...)) په دې کې بیا بله کټه ګورۍ هغه کاندیدان دی، چې په تېرو حکومتونو کې هم  د ښه شان و شوکت او دبدبې خاوندان وو، خو له بېلابېلو وجو یې په حکومت کې د کار دوام تضمین نه شو، دا ډله په ولس کې هم یو څه وزن لری، د هغې یو علت دا دى: یو زیات شمېر خلک  فکر کوی، چې د دوى تر شا امریکا ولاړه ده، که دا فرضیه رښتیا وی، نو کېدى شی دوى د حامدکرزی پر وړاندې قوی کاندیدان وګڼل شی، خو که چېرې د دوى پر سر، رښتیا هم د امریکا د لورېینې سیورى نه وی او ولس هم پر دې پوه شو، چې دوى یوازې په خپل سر راغلی، نو بیا خو د دوى په خپلو اوسنیو کمپاینرانو کې هم یو سل و اتیا درجې بدلون راتللاى شی. د دوى مثال عیناً لکه د عبدالستار سیرت په شان دى، چې له خپل علمیت او سړیتوب سره سره د ((لوى عالم او د ودانۍ د سمبول))(!) (جنرال دوستم) پر وړاندې یې سخته ماته وخوړه او له سیاسی پلوه یې ((سیرت)) ته سخت زیان ورسید. زموږ په ټولنه کې یو اوسنى ناعادلانه واقعیت دادى، چې اکثره خلک هغه چا پسې ځی، چې زر و زور ولری، شان و شوکت ولری او خلکو ته همدا اوس د یو څه د ورکړې توان ولری. یوازې علمیت زموږ د ټولنې په اوسنیو شرایطو کې د قدرت معیار نه دى، د سړیتوب معیار به وی، خو د قدرت معیار  نه دى.
٧- تنظیمی کاندیدان:
تنظیمونو بیا انډوخر جوړ کړى، خپل خپل کاندیدان یې هم ودرولی، خو له نورو قوی کاندیدانو سره هم غوږ جنګوی، د ارګ دروازې یې هم ستړی کړی او بیا لکه د غنمو  راشه چې وېشی، د وېش تله یې په لاسو کې ده.  دوى کې هم داسې د تورې سړى او کاندید نه شته، خو مقصد اورېدلی یې دی چې: ((زیارت کې بنډاره ده خورې ته هم په کې راځه...)) نو دې حالت ته چې سړى ګوری، یوه خوا په تله کې دې کاندیدانو خپل ضمیرونه ایښی او بله خوا امتیازونه، نو د تېرو  تجربو په رڼا کې چې موږ ګورو، د امتیاز په مقابل کې دا ډول ضمیرونه همېشه مات شوی دی.
٨- جبهه یی کاندیدان:
نظار شورا،اسلامی جمعیت او پخوانۍ شمالټلواله چې اوس ورته ((متحده ملی جبهه))  وایی. په واقعیت کې نه متحده ده او نه ملی، دوى تر نورو ټولو کاندیدانو،  د کاندیداتورۍ مارکیټ زیات ګرم کړى  دى، له نورو کاندیدانو څخه یې توپیر دادى، چې نورو اکثرو ضعیفو کاندیدانو د یوه، دوه یا درېو قوی کاندیدانو دروازې  ټکولی، خو دوى  د ټولو دروازې ستړی کړی دی. دوى له هر چا سره دی، خو له هېچا سره نه دی، لکه ازادۍ راډیو کې چې کله کله وایی: ((ازادی راډیو د هر چا ده، خو د هېچا نه ده.)) او یا هم د دینی متنونو ملایی ژباړه چې کله کله وایی: ((انسان نه دى پیداشوى مګر پیدا شوى دى...)) نو دوى هم، ((له هېچا سره نه دی، خو له هر چا سره دی، یا هم له هرچا سره دی، خو له هېچا سره نه دی.)) د جبهې منگى خو لا هغه وخت تصنعی ښکارېده، چې د بېلابېلو ماتو  شویو  ډلو او اشخاصو کودړی یې سره په مصنوعی پتری ټینګ کړل او د ((متحدې ملی جبهې)) په نوم یې یوسست منګى جوړ کړ، چې د یوه ګوزار تاب هم نه لری. د جبهې د منګی د همدغې وېرې له امله جبهه تراوسه پر دې نه ده بریالۍ شوې، چې یو واحد کاندید  وړاندې کړی، سره له دې چې دوو کلونو راهیسې یې  په وارو وارو  ویلی نن او سبا به خپل کاندید معرفی کړو، خو (( دا نن او سبا)) تر(ننه) راونه رسېدل.
جبهه یان د هغو  مداریانو په شان دی، چې  له سهاره تر غرمې پورې، خلک ځان سره په دې پلمه مصروف ساتی، چې زه، مار او موشخورما په جنګ اچوم، خو په پاى کې خپل څادر او کڅوړې  راټول کړی، خپل مار په کې ورواچوی او خلکو ته وایی: (( زه خو څه لېونى نه یم، چې دا په جنګ واچوم، زما ګټه خو همدا ده، چې تاسې مصروف وساتم، پیسې درنه راټولې کړم،  که دا په جنګ  واچوم، نو یو خو ضرور له منځه ځی، نو زه به بله ورځ څه  کوم؟)) نو دا جبهه یان هم همداسې دی. دوى وېره لری، پر کومه ورځ چې خپل کاندید معرفی کړی، نو جبهه چې له پخوا څخه هم چندان متحده نه وه، یو دم به وپاشل شی او خلک به یې له اصلی ماهیته  خبر  شی، نو ځکه خو متفرق او ځینې ځواکمن غړی یې د هر قوی کاندید په دروازو کې ولاړ دی او د لومړی مرستیال  د څوکۍ پر تجارت بوخت دی. په واقعیت کې د جبهې څو مطرحو غړو ټولو همدا مزی ځغلولی دی. کېدى شی یو څوک وروسته د جبهې د کاندید په نامه معرفی شی، خو هغه به په واقعیت کې د نظار شورا او یا هم اسلامی جمعیت کاندید وی؛ په دې جبهه کې نورې راټاله شوې نامتجانسې ډلې او افراد به یې ونه منی.
٩- متفرقه کاندیدان:
د پورتنیو ډول ډول کاندیدانو ترڅنګ یو شمېر نور کاندیدان هم شته، چې د جنس، مذهب او نورو نومونو په شعارولو سره یې ځانونه کاندید کړی او یا یې کاندیدوی. دا ټول د کاذب شهرت او نامشروع امتیاز په لټه کې دی، د قوی کاندیدانو په ډله کې نه راځی، خو پر انتخاباتی فضا پرازیت خپرولاى شی.
١٠- اوسنى ولسمشر حامدکرزى:
که حالات همداسې روان وی، د اساسی او قوی کاندیدانو له جملې څخه یو هم اوسنى ولسمشر حامدکرزى دى. دده تېره اووه کلنۍ واکمنۍ که څه هم ډېرې نیمګړتیاوې لرلې، خو بریاوې یې هم ډېرې زیاتې وې. د جمهور رئیس په توګه دده د واک دوام هم د انتخاباتو په معادله کې دده وزن زیاتوی.  یو تریخ او نا عدالته واقعیت چې اوس زموږ د ټولنې د سیاسی ژوندانه یو منفی دود ګرځېدلى، هغه له مشروع،  نامشروع ډلو او اشخاصو سره مثبت یا منفی ایتلاف دى، چې په افغانی ټولنه کې د سیاست لوری ته بدلون ورکولاى شی. حامدکرزى په دې ډول ایتلافونو او سازشونو کې تر نورو اوسنیو مطرح کاندیدانو زیاته تجربه لری. دى د نورو کاندیدانو په انډول خپلو ایتلافی ملګرو ته  تر حده  زیات امتیاز ورکوی، دا کار هم کېدى شی، د نورو کاندیدانو پر وړاندې دده مټ غښتلى کړی، دا پورته ایتلافونه طبعاً د عدالت پر بنسټ ولاړ نه دی، خو د ټولنې د یوه منفی واقعیت په توګه یې په پام کې نه نیول،  د انتخاباتی بهیر نا سمه ارزونه ده.
د پورتنیو مختلف الشکله او متضادو  ایتلافونو او ګڼ شمېر کاندیدانو شتوالی،  ولس  ته ګڼ شمېر اندېښنې پیدا کړی دی.  تر ټولو ستره اندېښنه د همدې ګڼ شمېر کاندیدانو  شتوالى دى، چې د ولس  د ذهنی  پاشنې اونارامۍ سبب ګرځی او هغوى نه شی کولاى،  تر ټولو غوره کاندید په اسانۍ سره په نښه کړی.
د ګڼ شمېر کاندیدانو شتوالى به ددې سبب شی، چې ټاکنې دویم پړاو ته وغځول شی او په دې حالت  کې به افغانستان له سختو قومی، شخړو، بحرانونو او ملت ضد ایتلافونو سره مخامخ شی، د ګاونډیو هېوادونو لاس به لا را اوږد شی، په ایتلافونو کې به د پیسو نقش او امتیاز لا زیات شی او په نتیجه کې به د ولس رایې په ډول ډول امتیازونو، رشوتونو او مهارتونو وتروړل شی، داسې یو حکومت به رامنځته شی، چې د ولس به خوښ نه وی، خو د ولس خوښی نظام نوم به ورکول کېږی. دغو تشویشونو ته د حل کومه لاره او یا لارې شته که نه؟
زه فکر کوم چې طبعاً هره ستونزه یوه یا څو حل لارې لری. دا اوسنۍ ستونزه هم حل لارې لری، دلته به یې ځینو ته نغوته وکړم:
١- د اساسی قانون محتویات:
اساسی قانون په خپله دوه شپېتمه ماده کې له محتوایی پلوه، جمهوری ریاست ته د کاندید دغه لاندې ځانګړنې په ګوته کړی دی:
((
١- د افغانستان تبعه، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زېږېدلى وی او د بل هېواد تابعیت ونه لری.
٢- د کاندیدۍ پر ورځ یې عمر تر څلوېښتو کلونو لږ نه وی.
٣- د محکمې له خوا د بشری ضد جرمونو او جنایت ارتکاب او یا له مدنی حقوقو څخه په محرومۍ محکوم شوى نه وی...))
دا مشخصات طبعاً اکثره کاندیدان او ان عادی افغانان پوره کولاى شی. خو ددې مادې درېیمه فقره د غور وړ ده. ایا یو څوک چې: ((د محکمې له خوا د بشری ضد جرمونو او جنایت په ارتکاب او یا له مدنی حقوقو څخه په محرومۍ محکوم شوی وی..)) هغه به ازاد ګرځی که په زندان کې به وی؟ که چېرې د محکمې په حکم له محکومیت سره سره یو څوک ازاد وګرځی بیا خو دلته نه قانون شته نه حکومت، نو ایا په داسې یوه قانونی خلا کې انتخابات، هغه هم ((قانونی  ټاکنې)) شونی دی؟ بله خبره داده، چې د روانې درې لسیزې سیاسی جګړې په بهیر کې کوم غټ جنایتکاران، محکمې په همداسې کوم  حکم محکوم کړی؟ له دې څخه معلومېږی، چې دلته هېڅ مجرم او جنایتکار نه شته، نو دا کابل بیا ((پرښتو)) وران کړى او دومره خلکو خپله ځانونه  وژلی دی؟ ستره محکمه باید ددې مادې په رڼا کې د کاندیدانو دوسیې وڅېړی او تر هغه وروسته، چې هر کاندید سپین شو، د انتخاباتو کمیسون ته دې وړاندې کړی.
یوه عجیبه انتیکه خو دا وه، چې د جمهوری ریاست په تېرو ټاکنو کې، چا چې د سترې محکمې ودانۍ په درنو وسلو غلبېل غلبېل کړې وه، نه یوازې قاضی القضات، بلکې عادی قاضیان هم په منظم ډول خپلو دندو ته، د جګړه مارو او جګړو له وېرې نه شو ورتللاى، بیا همدې سترې محکمې له همغو ښاغلو څخه سپینې او بېګناه کوترې جوړې  کړې او ټاکنو کې یې ورته د ګډون حق ورکړ. که چېرې ستره محکمه جنایتکارانو ته بیا د ګډون سپین سند ورکړی، نو دا به د افغان ولس پر وړاندې ستره جفا وی او د سترې محکمې رنګ او ماهیت ته به ډېر زیات زیان واړوی. که چېرې د دوه شپېتمې مادې محتوا تطبیق شی، نه د هغې پروسیجر یا کاغذی بهیر، نو پوره باور دى، چې یو شمېر کاندیدان به همدلته راکم شی، که ستره محکمه جرئت وکړی، نو یو شمېر کسان به اصلاً هېڅ ځان کاندید نه کړی. ستره محکمه باید ددې کاندیدانو پر وړاندې، د خلکو له خوا مستندو شواهدو او اسنادو ته هم پام وکړی او کاندیدان تر کاندیدۍ مخکې د خلکو د سمو او نا سمو ادعاوو له مخې وارزوی.
٢- د انتخاباتو قانون کې د تخنیکی معیارونو اوچتول:
د انتخاباتو قانون چې په دیارلسو څپرکو کې ولسی جرګې ته وړاندې شوى، تراوسه لا ولسی جرګې تصویب کړى نه دى. په دې قانون کې دې تخنیکی معیارونه یو ځل بیا وارزول شی. دلته کېدى شی دغه څو وړاندیزونه موثر واقع شی.
الف- د باور کارتونو یا لاسلیکونو د معیار لوړاوى:
د جمهوری ریاست په تېرو انتخاباتو کې د هر کاندید لپاره (لس زره کارتونه)  په کار وو، چې کاندید یې باید راټول کړی او د اعتبار په توګه یې د نوماندۍ لپاره وکاروی او هم پنځوس زره افغانۍ د تضمین لپاره وې.
د کارتونو شمېر او د پانګې تضمین او د هغو د کچې لوړاوى او ټیټاوى، د اساسی قانون له محتوا سره هېڅ ټکر نه کوی، دا د انتخاباتو د قانون په جزئیاتو کې راځی، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون کولاى شی دا رقم زیات او کم کړی. اوس چې د کاندیدانو انډوخر جوړ دى، نو نه یوازې یې ولس ته ګڼ شمېر ستونزې  راولاړې کړی، بلکې خپله د انتخاباتو کمیسیون ته یې هم ستر مشکلات راټوکولی دی. نو که د انتخاباتو کمیسیون، د انتخاباتو په قانون کې یوازې همدغه تضمینی معیارونه لوړ کړی، په یودم به د سلګونو کاندیدانو شمېر لسګونو ته راټیټ شی او له لسګونو به لسو ته او تر هغه به د ګوتو شمار کسانو ته راټیټ شی. دا کار به نه یوازې د انتخاباتو کمیسیون ته کار اسانه کړی، بلکې د ټاکنو په لګښت کې به هم زیات کمى راشی او ولس ته به هم د انتخاب او غوراوی شرایط ډېر اسانه کړی. د یاد وړ خبره داده، چې د انتخاباتو قانون تراوسه پورې د ملی شورا له خوا هم پاس شوى نه دى، نو دوى کولاى شی د تخنیکی معیارونو په برخه کې هر ډول تغیر راولی. د ساری په توګه که چېرې پخوانى معیار (لس زره کارته) پر ( دوه لکه کارته) واړوی، نو مشکل به سلو کې لسو ته راټیټ شی، تراوسه پورې د پخوانیو او اوسنیو وټرانو د کارتونو شمېر پنځه لس ملیونه کسان اټکل شوى، نو که موږ یې اوسط محاسبه کړو (لس ملیونه کارته) به شی. (دوه لکه کارته) ددې لسو ملیونو کارتونو په سلو کې ( دوه برخې) جوړوی، نو یو څوک چې له سلو څخه دوه برخې تش باورکارتونه نه شی ترلاسه کولاى، نو بیا به (په سلو کې پنځوس جمع یو) رایې څنګه ترلاسه کړی؟ د باورکارتونو ترلاسه کول ډېر اسانه دی، ځکه چې یو کاندید مخامخ له یو چا څخه کارت اخلی او بېرته یې ورکوی. مخامخ څوک، څوک نه خفه کوی، نو که یو څوک چاته د ډېر کم احترام وړ هم وی، کارت ورکوی، خو رایه بیا بل شى دى. هلته د وټر ضمیر او د کاندید کیفیت او نور ګڼ مسایل رول لری. نو یو څوک چې په سلو کې دوه کارته نه شی تر لاسه کولاى، نو بیا به په سلو کې (پنځوس جمع یو) وټونه څنګه ترلاسه کړی؟ دا کار به د ټولو هغو کاندیدانو مخه ونیسی، چې څوک دې څوکۍ ته د نوماندۍ لیاقت، ظرفیت او کفایت نه لری، یوازې د ځانی او دروغجن شهرت او نامشروع امتیازونو په لټه کې دی، غواړی له دې انتخاباتی بهیر څخه ناوړه ګټه پورته کړی او ځان په پنځو کې حساب کړی.
ب- د مالی تضمین د معیار لوړاوى: په تېرو انتخاباتو کې د جمهوری ریاست لپاره (پنځوس زره افغانۍ) د تضمین په توګه ټاکل شوې وې. د ولسی جرګې د هر کاندید لپاره (لس زره افغانۍ) ټاکل شوې وې. شرط داو:که د ولسی جرګې هر کاندید د همغه ولایت په ټاکنوکې د ټولو استعمال شویو رایو له جملې څخه، په سلو کې (دوه رایه) ترلاسه نه کړی، نو لس زره افغانۍ یې بېرته نه ورکول کېږې.
د جمهوری ریاست راتلونکو انتخاباتو کې هم په کار دی، چې داسې یو شرط کېښودل شی. د ساری په توګه: که هر کاندید د ټولو استعمال شویو رایو له مجموعی شمېر څخه په سلو کې (٥ رایې) ترلاسه نه کړې، نو د انتخاباتو ټول لګښت تقسیم پر ټولو ولاړو کاندیدانو، د هر کاندید لپاره چې څومره لګښت راغى، دا کاندید به یې پرېکوی او یا هم  لږ تر لږه هغه لګښت چې له نورمال حالت پرته د زیاتو کاندیدانو د ودرېدو له امله پیدا شوى دى،  همدا لګښت دې پر کاندیدانو تقسیم شی او هر کاندید چې معیار پوره نه کړ، د خپلې برخې لګښت باید وزغمی.
دلته بیا کېدى شی، د کاذب شهرت  او د نورو ډول ډول امتیازونو غوښتونکی کاندیدان له دې نظر سره مخالفت وکړی او ووایی:(( غریب کاندیدان ددې وس نه لری او دا د ولسواکۍ د اصل مخالف کار دى)) د بشر حقوقو تش په نامه سازمانونه هم کېدى شی له دې طرحې سره مخالفت وکړی او د تش په نامه سیاسی او ملی ګوندونو، بې کفایته او نا ملی کاندیدان هم ورسره سخت مخالفت ښیی. ددې ډول احتمالی مخالفتونو پر وړاندې باید وویل شی: دا ښاغلی کاندیدان، چې د انتخاباتو د لګښت د لوړاوی سبب ګرځی او په پاى کې دا بار د ولس پر اوږو پرېوزی، نو بایده دی، چې د لګښت د ټیټاوی سبب هم شی. بله خبره داده، چې اوس یو څوک دومره کمزورى دى، چې په سلو کې (پنځه) رایې نه شی اخیستلاى، نو بیا ولې ټاکنو ته  ودرېږی؟ د خپل ځانی شهرت لپاره د ولس د وخت د ضایع کېدو او د انتخاباتو د لګښت لوړاوی سبب ګرځی؟ که چېرې د کاندیدانو دا بهیر سم او مهار نه شی، نو شمېر یې کېدى شی ان تر سلو تنو پورې ورسی او که پورتنی وړاندیزونه عملی شی، کېدى شی کاندیدان تر لسو تنو هم زیات نه شی. په دې حالت کې د ووټ کارت لګښت له سلمې برخې څخه لسمې ته راټیټېږی، د صندوقو شمېر، د ټرانسپورت لګښت، د کارت کارونې او کارت شمېر  وخت، همدارنګه نور ګڼ لګښتونه تقریباً په سلو کې (٩٠) راټیټېږی، خو که  دا خبره عملی نه شوه، پر پورتنیو لګښتونو سربېره د مامورینو د شمېر زیاتون ته هم اړتیا ده او تر ټولو بده یې لا دا چې زموږ لوستو، کم لوستو او نا لوستو خلکو ته به ډېره ګرانه وی، چې په دومره ګڼ شمېر کاندیدانو کې د خپلې خوښې کاندید غوره کړی او تېروتنه په کې ونه کړی. ددغو ټولو ستونزو اصلی مسولین همغه کاندیدان دی، چې څوک یې په کلی کې نه پېژنی، خو دى د ټول هېواد د مشرتوب دعوه کوی. بل په مالی تضمین کې خو څه حقوقی نقیصه ځکه نه شته، چې دا د چا دکاندیدۍ حقوق نه سلبوی، که چېرې کاندید په سلو کې تر پنځو زیاتې رایې وګټلې نو مالی تضمین خو یې هسې هم نه سوزی، نو بیا یې مخالفت ته څه حاجت دى؟ که هر څوک له دې طرحې سره مخالفت کوی، نو له ورایه معلومېږی، چې دى پر ځان باوری نه دى، چې په سلو کې پنځمه برخه رایې به  وګټی او که ګټلاى یې شی، نو بیا خو یې طبعاً مخالفت هم نه کوی. ددې مالی تضمین ترڅنګ نور تضمینونه هم کېدى شی په دې برخه کې موثر تمام شی، خو دا دوه تضمینه: یو د دوه لکو کارتونو راټولول او پر هر شوی کاندید کېدونکى انتخاباتی لګښت، ډېر څرګند دی.
٣- د مخورو او پوهانو منځگړتوب: د کاندیدانو د کمولو یوه بله لاره چاره داده، چې  یو شمېر نېک، ناپېیلی مخور اشخاص او پوهان سره په خپل منځ کې جرګه شی او له بېلابېلو کاندیدانو سره وګوری او دسلا مشورې له لارې ځینې له خپل کاندیدۍ تېر کړی، دا کار کېدى شی یو څه  تاثیر ولری، خو ډېر تاثیر به ځکه نه لری، چې تر اوسه لا اکثره کاندیدان د خپل غرور پر نیلی سواره دی. که څه هم  همدا اوس یو شمېر لیکوال او پوهان له ځینو کاندیدانوسره  پر خبر اترو بوخت دی،  چې هغوى له خپلې کاندیدۍ منصرف کړی، خو هر یو سره چې ناست دی،  ټول من یم،  نیم منى په کې نه شته، هر یو همدا خبره کوی: چې ما شا وخوا وکتل، داسې د کار سړى مې ونه لید، نو ځکه مجبور شوم، ځان مې کاندید کړ، زه پر نورو یو څه خوبۍ لرم، عقل و پوهه لرم، بهرنیان مې پېژنی، داخل کې محبوبیت لرم، قربانی مې ورکړې، سیاسی پوهه لرم،  تر نورو یو څه زیات پوهېږم، له هر قوم سره تماس لرم او سل نورې ځانګړنې به ځان پورې وتړی، دې سره سره وایی: خوبیا هم زه ستاسو مخورو پوهانو خبرې شاته نه غورځوم،  تاسې لاړ شئ! نورو کاندیدانو سره  هم خبرې وکړئ، که تر ما مو بل غوره ، پوه، هوښیار او لایقه کاندید پیدا کړ، داسې کاندید، چې داخل او خارج کې یې خلک ملاتړ وکړی،  نو بیا به زه هغه ته، ستاسو په غوښتنه تېر شم،خو که تر نورو زه هوښیار او په سیاسی مسایلو پوه یم، بهر او داخل کې هم ملاتړ لرم، نو به بیا دا ډېره بې انصافی وی، چې تاسې ماته وایئ، چې ته تېر شه او هغه ته وایئ چې مه تېرېږه!
په دې باب ماته یوه کیسه رایاده شوه: د ولسی جرګې لپاره په تېرو ټاکنو کې په یو ولایت کې همداسې یو څوک کاندید و، چې د زور پر اس سور و،خو له عقل او منطقه پلى و، د لیک لوست له نعمت سره یې هم جوړه نه وه، پر خلکو یې د خپلې واکمنۍ یوه توره او جاهلانه دوره هم تېره کړې وه. د کمپاین پر وخت  یې د خپلې سیمې او خپل ټبر ګڼ خلک  هم راټول کړی وو، ډېر پسونه یې حلال کړی وو او خلکو ته یې ښه ډوډۍ تیاره کړې وه، کله چې د سټیج سر ته پورته شو، نو خلکو ته یې وویل:  (( او خلکو تاسو ته وایم، ښه پوه شئ، زه کاندید یم پارلمان ته! نو اوس تاسې ته وایم دلته هر سړى ولاړ دى، تاسې خو پوهېږئ، چې زه هم مجاهد یم، قومی سړى هم یم، تر نورو هم زیات پوهېږم، دا ځایونه ټول راته معلوم دی، تر نورو هوښیار یم، خو بیا هم که تاسو تر ما دلته بل هوښیار پیدا کړ، چې هم مجاهد وی، هم ښه سړى وی، هم تر ما هوښیار وی، نو تاسې هغه ته رایه ورکړئ او که نه، چې زه خو هم مجاهدیم او ستاسې خپل سړى یم، هم پوهېږم، نو بیا خو  باید ماته رایه راکړئ! د غونډې په برخوالو کې یو سپین ږیری مخور له یوه ګوټه  ګوته ورته کړه،  ویې ویل:  (( حاجی صېب قوماندان صېب!  دا خبره خو موږ نه شو کولاى، چې په دې ولایت کې به تر تا بل هوښیار سړى وی، خو خداى دې بیخ د هغه سړی وباسی، چې  په دې ولایت کې  اوسېږی او تر تا کم عقل وی))، نو دې کاندیدانو اکثرو ته هم دغسې ځواب په کار دى: خو په هر ترتیب،د ټاکنو کمیسیون کولاى شی، نورې متبادلې لارې هم وڅېړی چې د کاندیدانو شمېر راکم کړی او زموږ ولس د دروغجنو کاندیدانو له دې غالمغال او جنجال څخه خلاص کړی. د ګڼو کاندیدانو شتوالى نه یوازې ولس او عامه شتمنۍ ته یو ستر جنجال دى، بلکې د قوی کاندیدانو رنګه هم پیکه کوی، د هغوى مخې ته هم تیږې تولوی، رسنۍ هم په خپلو الفاظو ککړوی، د ښه او بد، قوی او ضعیف کاندید توپیر ګرانوی، دا ډول کاندیدان که چېرې په وروستیو شېبو د کوم قوی کاندید په ګټه تېرېږی، نو له هغوى څخه هم بیا ډېر ناوړه نامشروع امتیازونه غواړی. د قوی کاندیدانو د ناکامۍ په حالت کې به قوی کاندیدان د هغوى شوی اقتصادی لګښتونه پرې کوی او د بریالیتوب په حالت کې به له بریالی کاندید څخه د زیاتو هغو دولتی پوسټونو ورکړه غواړی، چې قوی کاندید ته به یې هم ورکړه په ګرانه او د ولس د حق د سلبېدوپه بیه تمامېږی.
په هر حال د ګڼو کاندیدانو شتوالى په هېڅ ډول هېواد ته په ګټه نه دى، د ولسواکۍ تمثیل نه دى، بلکې پر ولسواکۍ یو ډول ریشخند وهل دی. دا کار  د ولس د ذهنی انارشۍ سبب ګرځی، په سیمه ییزه کچه د دښمنۍ او نفاق یو لامل کېږی، د انتخاباتو لګښت څو  برابره لوړوی. بل پړاو ته د ټاکنو د وړلو سبب ګرځی او په لسګونو نورې ناروغۍ راټوکوی. دا ټول دلایل ددې سبب ګرځی، چې د کاندیدانو شمېر د تخنیکی دلایلو اونورو قانونی لارو چارو  پر بنسټ راکم شی، تر دې حده چې په یو مناسب او واړه کارت کې ټول قوی کاندیدان  ولس ته وړاندې شی. په دې لړۍ کې کېدى شی نورې ګڼې لیکنې هم وشی، زه هیله من یم د نظر خاوندان او ملتپال افغانان زما دا وړاندیز  پوره او کره کړی او په هر اړخیز ډول  یې وڅېړی. د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه هیله لرم، چې د رڼو، عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو هلې ځلې وکړی او د ګڼو کاندیدانو له اسارته او ناوړه مهارته هم خپل ځان او هم زموږ ولس وژغوری او د کاندیدانو پر دې اوسنی ګرم مارکیټ د منطق سړې اوبه تویې کړی.

پوهندوى محمد اسمعیل یون