غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

ترهیڅ خوهمداناوخته هم ښه دى !!

ترهیڅ خوهمداناوخته هم ښه دى !! 

 

له الاماره نه په مننه                                                                  

 

دادکانډایی ورځپاڼې (ټورنټوسن) دتیرې اونۍ دتحلیل یوه برخه وه چې دافغانستان په اړه یې دخپل هیواددړومبی وزیر، سټیفن هارپرهغه ورستی  اعتراف چی د افغانستان دا جګړه نه سی ګټل کېدای تبصره کړې وه

 هو ! تر هیڅ خو همدا ناوخته هم ښه دی .

دورځپاڼې په وینا،  هاربیا هم ځکه د ستاینی وړ دی چی حقیقت یې ومانه او کاناډایانو ته یې رښتیا وویل اواوس  پوښتنه داده ، چې که دا جنګ نسی ګټل کېدای ، نو بیا ولی د کاناډایی پوځیانو ژوند چټی له خطر سره مخامخ دی ؟ دا چی همدا شعار هلته د افغانستان پر دېوالونو لیکلی  ، نو ولی لا نور هم ځانونه د دې خطر په خوله کی ورکوو ؟ بارک اوباما هم چی غواړی نور ۳۰۰۰۰ پوځیان افغانستان ته ولیږی ، باید له ځانه همدا پوښتنې وکړی چې ددغې جګړې پاى اونتیجه څه ده ؟ ایادا پرځان دتیرشوروی لښکرودبرخلیک تکراراوازموینه نده

همدارازدالمان ددوچویل ږغ ویب  څوورځې دمخه تردې عنوان لاندې چې دیپلوماتان اعتراف کوی ولیکل :

څوتنو فرانسوی ډیپلوماټانو  چی د فرانس پرس خبری آژانس ته  د خپلی پیژندنی دنه بربڼدولو په شرط خبری کړی، اعتراف کړی چی:« موږ د خپلو هیلو درجه راکښته کړې ده.» دوى وویل: امریکایان اوس د وتلو یوه لاره لټوی، هغوی نور زیات افغانستان ته د یوستراتیژیک هدف په توګه نه ګوری. ښایی دوه کاله اویاله هغه وړاندې وخت ونیسی، خو موږ د ځان خلاصولو په لټه کی یو.

په همدې لیکه نیوزویک امریکایی مجلې په وروستۍ ګڼه کې دافغانستان دستونزو دحل لپاره بارک اوباما ته دیوه شپږنکاتی پلان وړاندیز کړی چې په هغه کې ویل شوی بارک اوباما باید اعلان وکړی چې امریکا نه غواړی په افغانستان کې دایمی اډې ولری اوکه پرسولې موافقه وشی نوپه مرحله وار ډول له افغانستانه خپل ځواکونه باسی .دنیوزویک په وینا دا اعلان به داشغال دمخالفینودا ادعا کمزورې کړی چې امریکا غواړی د دوی هیواد ونیسی .نیوزویک همداراز لیکلی چې طالبانوته دې اوربند اعلان شی

اوترټولودپام وړخبره داچې باالاخره دامریکایی واکمنوسیاستوالواوپالیسى جوړونکوڅیروپه مغزوکې هم ددې واقعیت  سوچ وګرځیداوداحقیقت یې تسلیم کړچې دافغانستان اشغال سرتنبګی اودامریکاداقتصادی ، فوځی اوټولنیزې بربادى په ماناده ، همداعلت ووچې تیره اونۍ ١٥مشهوروامریکایی برحاله سناتورانوپه یوه لیک د امریکې له ولسمشر باراک اوباما څخه غوښتنه کړې ، چې افغانستان ته د پوځونو پر استولو له سره غور وکړی . د دوی په وینا له دې پرته چې دځواکونو د بېرته  خوندی وتلو په اړه فکر وشی ، افغانستان ته د نورو پوځونو استول به سم کار نه وی . دوی سپارښتنه کړې ، چې د پوځی لارو پر ځای دې له دېپلوماتیکو لارو کار واخیستل شی

پورتنی ژوندی حقایق چې په افغانستان کې دخارجی یرغل په شکست دلالت  اوپه بطلان یې کرښې کشوی اوس په خپله د هغوهیوادونواولوړپوړوچارواکوله خولونه اوریدل کیږی اومنی یې ،  چې تیر ٧ کاله مسلسل دافغانستان داشغال حامیان اوله بوش سره اوږه پراوږه ولاړوو

خودافغانستان داسلامی امارت په مشری  دروان بریالی جهادد زړورو اوسرښندو نکو مجاهد ینو تورې ، خلوص اوداسلامی امارت باثباته اومستحکم قیادت ثابته کړه  چې ټینګ عزم ، اوپخه اراده تل په وسلې ، مادیت اومصنوعی ټکنالوجى مخکې اوغالبه وی اودادى وینوچې دلوى خداى (ج) په نصرت نور دنیواکګرو دبری تمې اوهیلې نابودې  او دافغانستان دجګړې باراوبوج ته واڼې تښتیدلی اوتنها دمنډې لورى لټوی په دی حساسوشیبوکې بایدافغانان لازیات تدبیر،ملی یووالی،جهادی یون،اودحالاتوله بدلون سره دراتلونکوجریاناتودسنبالښت  قوی پروګرام  ولری اودکړیدلوهیوادوالودغم اوتکلیف توری شپی په یوه روښانه سباون بدلی کړی

( انشاالله تعالى )

دیموکراسی هم یو رنګ شوى شغال ؤ

دیموکراسی هم یو رنګ شوى شغال ؤ 

له ریان ټکی نه په مننه                                              

 

ما یوځل د امریکا د متحده ایالاتو ته سفر کړى ؤ. هغه مهال زما په ذهن کی، دهغه هیودا د نظام په هکله په یوه کتاب (امریکای را که من دیدم) کی جوړ شوى انځور پروت ؤ. خو کله چی می په عمل کی هغه ژوند ولید او ذهنی تصویر می بیا بیا جوتیده. له ماسره دا فکر پیدا شو چی،په امرکایی (دیموکراسی) نظام کی شتمنی، ازادی، بی بند وباری، د غرایزو د اشباع اسانه لاری او نور هر څه شته خو، ډاډ نشته . د جرمونو شمیره زیاته ده. داسی وږی کسان کم ندی چی،په حکومتی مرستندویه ځایونو، ددوکانونو په مخکښی، د سړک په غاړه او د میترو په دروارزو کښی شپی ورځی سبا کوی...

په سیاست او اداره کی راته یوه مرموزه دیکتا توری ښکاره کیدله. خو ددی دیکتاتوری شکل او ډول هم نوی او ماډرن ؤ. هغه دیکتاتوری د مطلقه پاچهی، امپراتوری، کودتا یی رژیمونو، بی فرهنګه ملیشو او د کمونستانو د نړۍاو یو ګونده دیکتاتوری ته ورته نه وه. هلته دیکتاری متقابله وه. یوه لابی(ګروپ) په حکومت حاکمه وه. حکومت په خلکو حکومت درلود.

کمپنیو په سیاست کی اثر او رسوخ لاره او واړه شرکتونه د حکومت له لوری استخدام شوی وو.  ددیکتاتوری غوښتنی په حکومتی نظام کی نه.، بلکی په ټوله معاشره کی پلی کیدلی. چور راته د ګوتو تر زوره شکار شو...

خو دا چی ډیرو تبلیغاتو، په هغه نظام پره غوړولی وه. دیموکراسی د بریالی ټولنی اصل خپل کړی ؤ. ما هم څه منفی خبره پکښی کولای نه شواى .

د جهاد په دوران کی، یو افغان امریکا ته روان ؤ. ما ورته وویل: هلته په امریکا کی به، ددی ځاى د کمپ د ژوند ډاډ ونه مومی. هغه راته خورا لنډ ځواب  راکړ:( نه صاحب برداشت متفاوت است.)

رښتیا دد یموکراسی په هکله څه منفی خبره کول داسی بلله کیدله ګواکی په یوسپیڅلی حریم تیری شوی دى .

(خو هله به خبر شی چی امریکایان عراق ته ورشی)

شپی ورځی تیریدلی بهانی جوړیدلی،دروغ او رښتیا وویل شول او په پای کی، هغه مرموزه دیکتاتوری( دیموکراسی) په B-52 الوتکه کی را بار شوه. په هغو بمونو یی بی دفاع افغانان وویشتل، چی داسی بمونه تر اوسه په نړۍ کی استعمال شوی نه وو. خطا ایستل هلته ښکاره شول چی، زوی به یی د یوی الوتکی په بمب شهید شو او مور ته به یی بلی الوتکی بیسکویت را اچول . د مړو شمیره یی د کانتیرو په پیمانه وتلله شوه.

په بندیانو داسی وسایل وازمویل شول چی، تر اوسه یی چا د تخنیک په هکله څه اوریدلی نه وو. د بندی به ټول حواس له کاره لویدلی، په سر باندی به یی دروند وزن ځوړند ؤ. په سپو یی وداړل او په جنسی تعذیب یی وکړول . بده لا دا چی دا جنسی تعذیب یی قانونی جزا وبلله .

له زندانونو څخه بهر، د سیاست په ډګرکی، د بن په لوبه کی چی رښتیا هم هسی سرونه یی را ټول کړی وو. ددیموکراسی په فضا کی ښاغلی سیرت ،یوولس  رایی یووړی اوښاغلی  کرزی دوی ، خو دهغی مرموزی دیکتاتوری(دیموکراسی) چی درک شوی وه اما ښکاره کیدلای نشواى، خپل کار وکړ او ښاغلى کرزى په دوو رایو خو، د خلیل زاد په زور واکمن شو.

په لویو جرګوکی، په خپله دد ولت په اعتراف ددیموکراسی څرګندونه په ټوپکونو وشوه. اساسی قانون هم په همغسی فضا کی پاس شو.

د انتخاباتو د کارتونو د اخستلو لپاره، د محرومیت حربه کاریدله. رښتیا ددیمووکراسی الفاظ یی لا سره وشندل او په کوم رنګ چی رنګیدلی وه هغه رنګ په افغانستان او عراق کی د مظلومانو په وینو بدل شو.

تندلاری اومینځ لاری

تندلاری اومینځ لاری

م      غ      معتصم

کله چی دامریکانړیوال تجارتی مرکزدبریدهدف وګرځیدپه هغه ورځ می دخپل ژوندله یوخاص ملګری سره دخواجه رواش دهوایی ډګرپه یوه څنډه کې په خبروبوخت وم چی د  مسعودپه وژنه موله یوبل سره خبرې کولې دخبرونووخت ووراډیوته می لاس کړ په موجومی ګوتې وروهلې چی تازه دبی بی سی خپرونه مخې ته راغله د ستنې له دریدوسره می یوناشنااوحیرانونکى خبرواوریدچی دنیویارک په تجارتی مرکزدبرید خبرؤ،هوپه رښتیاحیرانونکى ؤ- ملګری می دتکبیراوماشاءالله اوالحمدلله په ویلوسره د خپلې خوښۍ اظهاروکړخوزه خپله دلږوخت لپاره دسوچونواوفکرونوپه سمندرکې ډوب شوم- ملګری می په تعجب سره راته وویل ته څنګه سړى یی دراډیوپه خبره دی سرنشو خلاص ته غوږشه څه وایی؟په ځواب کی می ورته وویل هوپوه شوم- ده راته وویل نوبیا ولی؟........؟ورته می دشهیدنصرالله منصوررحمةالله علیه هغه خبره تکرارکړه چی څوکاله مخکې یی موږته یوه مجلس کې کړېوه ویل یی چی دسره استعمارڅخه به په خدایی نصرت نجات موموخودغرب دچپاوانتظاربه باسو-

ملګری ته می هغه مشهورمتل ووایوچی چرګه می ناجوړه ده پلمه می ورته جوړه ده، زه ددې خبرې یاپه بله اصطلاح ددې زیری په پایله کې دخپل اسلامی نظام لپاره راتلونکى په خطرکې وینم له یوې خوادملل متحدمنحوسه اوکرغیړنه پالیسی دامارت په خلاف اوله بله پلوه داروپا،اوشوروی مستقل روابط چی په نظامی ډګر کې داسلامی امارت له مخالیفو سره لری اوهمدارازدبهانې په ډول دغرب هغه اندیښنې چی داسلامی نظام له ټینګښت او پایښت څخه لری خوبیاهم خیرڅه چی دخالق تقدیرلیکلی وی هغه به کیږی- له تفصیل څخه به ډډه وکړورابه شودغرب واکمنوته چی د اسلامی امارت په ضدیی خپله کرکه او کینه وښودله اوپه ډیرغروراوتکبرسره یی داسلامی امارت لخواله ډیپلوماټیکوروابطو،د خبرواترواوهرډول وړاندیزونوپه ردولوسره خپل ضرب الاجل اعلان کړ-

- په نتیجه کې یی دافغانستان اسلامی امارت شاتګ ته اړ اودځینومشروعه دلائلوله مخی یی عقب نشینی وکړه داسلامی امارت لوړرتبه اوټیټ رتبه مامورینودعفوې حق نه درلودى ،نه داآزادۍ مستحق ؤاونه یی پخلپه مورنۍ اوپلرنۍ خاوره کې دژوندکولوحق درلود بلاخره موځینی شازلمیانواتلانودشهادت جامونه نوش کړل،ځینی مودنړۍ په مختلفوبرخودکرغیړنواووحشی زندانونومیلمانه شول اوځینی دهیوادپه مختلفوسیمو کې دجهادی صبغې دبیااحیاپه موخه په غرونواورغونوکې سنګرونه ونیول ،چی غرونو ورته هم پخپلې سابقی جهادی مینې سره دمحبت غیږخلاصه کړه چی اسلامی امت ورسره تازه ساه واخیسته ،دجهادسنګرونه ګرم شول،جبهې اومحاذونه پرانستل شول،ولسوالۍ اوِِښارونه فتح شول خبره لنډوم داڅنګه چی ترپرونه په هراصل اوقانون دهرجرم مرتکب وم د بخښلوچانس می نه درلود،په نړۍ کې داسی محکمه نه وه چی زه په کې سزاشوى واى ځکه زه دداسی جرم مرتکب وم چی په هیڅ محکمه کې سزانه ورته پیداکیده خونن دعفوې او درګزردروازی موږته خلاصی دی،دافغانستان دخاوری بچی بلل کیږو،دآزادۍ حق لرو- وایی کله چی خټې ډیری شی فیلان هم ښویږی دادخداى دنصرت دوعدوهغه آثاردی چی الله تعالى پخپل کلام کی راته بیان کړى ،داداسلام اومجاهدینوحقیقت دى چی تواناذات یی پخپل  قدرت سره دنړۍ مسلمانانوته ورښی-

رسول الله صلى الله علیه وسلم فرمایی بدالاسلام غریباوسیعودکمابداء ددې حدیث تحویل زه داسی کولاى شم چی په صدرداسلام کې دمستضعفومجاهدینوپه لاس لوى خداى جله جلاله دنړۍ دوه ابرقدرتونه سرنګون کړل چی یویی قیصرروم اوبل یی کسرى فارس ؤ، هغه مدینه چی داسلام په تاریخ کې دمجاهدینولومړۍ چاوڼۍ یاقرارګاه وه –ډیردتعجب او حیرانتیاخبره دا وه چی دمدینې په انګړکې دروم اوفارس غنائم تقسیمیدل داهغه صحنه وه چی دجامعې دهرفردعقل له داسی وړاندوینی څخه عاجزؤ- نن هم دتواناذات په نصرت د ضعیفومجاهدینوپه لاس یی هغه غیرممکن ممکن وګرځاوه کوم چی نړۍ امریکادیوه لایزال په نوم نوموله اوورسره مقابله دانسان له وس اوتوان څخه دباندی بلله کیده خونن ګوروچی ددوئ په اصطلاح هغه لایزال قوت په زوال راغلى – کله دمینځ لارواوتندلاروپه نامه اوکله بیادجنګ غوښوتونکواوسوغواړواوکله په یواوبل نامه دصلح اومذاکراتوپیشنهادونه کوی- هرڅوک په دې پوهیږی چی غواتوره شیدې یی سپینې دی- دامریکایانوشکست یوه بدهی خبره ده په شف شف ویلوسره غواړی چی له افغانستان څخه دپښوسپکولولپاره یوه معقوله لاره پیداکړی- داوبامالخوادمینځ لاروپه نامه دصلح پیشنهادداپه حقیقت کی پخپل شکست اعتراف کول دی اودملت دغولونې لپاره کله ناکله داسی الفاظ کاروی-

لله لحمددافغانستان اسلامی امارت په یوقومی اومادی اسبابوولاړتحریک نه بلکې  داد نړۍ دمسلمانانودامیدونواوارمانونویوه مرجع ده اولارویان یی دپاکوسپیڅلوصفاتو خاوندان دی چی ترټولویی لوړاوسترصفت دادى چی دخپل محبوب دشریعت داقامی لپاره ددین ددښمنانوپه مقابل کې دفولادوپه شان ولاړدى- نه له مرګ اوزوبلې ویریدل اونه له تهدیداوفشارڅخه اونه ددښمن دتوطیواودسیسوله خپل سپیڅلی هدف څخه واړول او نه هم مادی طمعې اوحرص !

اشداءعلى الکفاررحماءبینهم  او ویوثرون على انفسهم ولوکان بهم خصاصه

 دا داواړه هغه صفات دی چی دمسلمانانودعزت،حریت اوعظمت تضمین کوی-

په آخرکې زه خپلې لیکنې ته په یوه تکراری جمله دپاى ټکى ږدم چی تندلاری اومینځ لاری په اسلام کې نشته موږټول دیومعتدل اسلام دلاری لارویان یوکه څوک بیاهم تندلاری او مینځ لاری ثابتول غواړی نودابه بیاپه اسلام کې دلاس وهنې معنى لری او

این خیال است محال است وجنون