غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

غوټـــــۍ

پرمادی څــه کړی دی خدایه چی نوردی گل کړل زه غوټۍ ولاړه یمه

یاغیستان

یاغیستان  

    له ریان ټکی نه په مننه                                                                       

 

قومونه عروج اوزوال لری ،دتاریخ پاڼی تری ډکی دی.مهمی نمونی یی  رومیان اوفارسیان دی،خو دهغوی اونوروحال د اوریدلو ترحده دى چی، په کتابونو کی درج دى .دعروج اوزوال څرګندی اونوی نمونی اتحادشوری (وارسا) اومتحده ایالات (ناټو)دی.زموږ په ژوند کی همدا دواړه قومونه ،بلاکونه، سمتونه (شرق اوغرب) مفکوری(سوسیالیزم _کاپتیالیزم)هم پورته شول اوهم دی ځوړ ته ورسیدل.

دیوه بلاک نقشه خو ورکه شوه،په فلسفه او سیاست، اقتصادی روش اوهرڅه یی دبطلان کرښه تیره شوه، نوم اونښان یی ورک شو .

دبلې هم دعظمت برجونه ونړیدل، ماڼۍ یې   د لړزې په حال کې کږه،وږه ولاړه ده. وروستنۍ ضربه یی معلومه نه ده چی له دننه به وی اوکه له بهرڅخه،خوړنګیدل یی حتمی او اسباب یی چمتو دی.

روسانود اتحاد جماهیر شوروی په مارک  او نښه ،د وارسا په چوکاټ او دسوسیالستی مرستی په بڼه "د نړۍ کارګرانو سره یوشئ!" په شعارپه افغانستان بریدوکړ. عقیده، عنعنات  او زموږ  هرڅه یی دښمنان وبلل. د ټول افغانستان خلک یی په دوو لفظونو،دوست او دښمن سره وتلل. دوه صفونه یی جوړ کړل، اول یی دښمن وواهه او بیا یی په دوست مخه ور وګرځوله، خو دښمن یی دهغوى خوله ماته کړه،سرونه یی ورته وګرځول، اعصاب یی ورته خراب کړل او زلزله یی پری ګډه کړه ،چوکاتونه یی ورته مات او رښتیا هم :

               لا تر اوسه یی  ماغزه په قرار نه دی

                                                    چا چی ما سره وهلی سرپه سنګ دى

د امریکایانو هغه هرڅه هیرشول ،د روسانوماتی یی پردۍ تجربه  وبلله او په خپله یی ځان ته د ازموینی ډګرچمتو کړ. په افغانستان یی تیرى وکړه. خو ددوست او دښمن په ځاى یی دتروریستی او دیموکراسی توری خپل کړل. قومونه یی سره بیل کړل،جنوب او شمال یی چی یوه روسی  اصطلاح وه، په عمل کښی څرګند کړل. اقلیتونه او اکثریت یی چی یوه روسی توطیه وه ،په عمل کښی سره مقابل کړل او د یوه لوری په هیچا یی صرفه ونکړه...

ماته به داخبره ډیره تعجبه وه. رښتیاهم نه پوهیدم؛ کله چی کمونستان په افغانستان مسلط شول، روسانوتیرى وکړ، امریکایانو نه کوم کروز راویست، نه یی کوم ځاى بمبارد کړ او نه یی هم کوم پوځی فرد راغى...

خو د طالبانو او بهرنی مجاهدینو چی هغه هم خورا کم او ټول بی وسلی او بی توښی وو، په مقابل کی امریکایانوهغه څه وکړل چی انسان یی توجیه کولاى نه شواى.

امریکایانو ته روسان او وارسا، په عمل کښی دښمنان وو، خو دا مجاهدین بالقوه دښمنان وو.

ترڅومی په دی شپو ورځی کښی یو کتاب تر سترګو شو، چی ومی کوت وپوهیدم چی امریکایانوولی دومره ژراور واخیست؟ ولی یی مشرق، جنوب اوجنوب غرب په نښه کړل؟ ولی یی ازاد قبایل وکړول؟ ولی یی د ټولو بین المللی قوانینو او اخلاقی چوکاټونوپه خلاف، په همدی خلکونژدی ٣٠-٣٥ ځله دبی پلوټه الوتکو بمباری وکړه...

د کتاب له منځه وپوهیدم چی دا سیمه رښتیا هم په تیر تاریخ کښی،دامپراطوریو هدیره جوړه شوی وه . انګریز له دومره زور اوشورسره ورباندی قبضه ونکړه.دانګریزپه مقابل کښی همدلته تحریک پیل شو. په دی سپیرو غرونو کښی د استعمار په خلاف څومره منظم کارونه وشول.له دی ځایه ترترکی  عثمانی خلافت، چین او جاپان، سعودی او کابل، د هلی او تهران پوری تعلقات پراخ شول. دموقت حکومت پلان جوړشو او ...

په پاى کښې افغانستان ازاد اودهند له خاوری هم انګریز وتلو ته مجبور شول .

همداسیمه وه چی دانګریزانوپوځونه پکښې ختم شول. د دیورند شمال او جنوب ؤ چی یو داکتر برایدن  پکښی له یوه پوځ څخه ژوندى راووت.

ددی سیمی د خلکو  د الله اکبر شعار ؤ چی انګریزان یی مجبور کړل تر څو ووایی:

ترڅوپه دی خلکوکې قرآن او کعبه وی ،بریالی کیدل ورباندی ناشونى دى.

 همدا سیمه وه چی انګریزان یی د چیغی ډوهل حیران کړی وو. هغه مهال دخبرتیا ساده وسیله د چیغی ډوهل وچی خلک یی خبرول،دچیغی د ډوهل  معنى  داوه چی فرنګیان راغلل او د حملی قومانده یی د الله اکبر په ملکوتی غږ وه.

ددی غرونو په برکت او ددی خلکو په همت، د اسلامی خلافت  تحریک همدلته پیل شو .د ترکی عثمانی خلافت حمایه له دی ځایه کیدله او له اسلامی نړۍ سره تعلق له دی ځایه جوړیده. د هند دنیمی وچی دمجاهدینود پناه ځاى همدا د زمرو ځاله وه.

اوس هم ددی سیمی تحریک دومره ساده نه دى. ددی شاته د تیروتحریکونو تاریخ پروت دى. د نړۍ د مسلمانانو ورته هیله ده او د هغوى ورسره مرسته.

اوس پوه شوم چی امریکایان پوهیږی چی روسان مات شول خوداخلک نه ماتیږی.ورځ په ورځ غښتلی کیږی،غږیې ترعربی نړۍ او منځنۍ آسیا ورسید او ټک به یی په امریکا او اروپا کښی خیژی . ځکه هرڅوک هڅه کوی چی خپل دښمن یی په خپله خاوره کښی ووهی.

په هرحال کتاب په اردو ژبه مولانا سید محمد میا ترتیب کړى او نوم یی (تحریک ریشمی رومال) ؤ. لومړى چاپ یی اکتوبر ١٩٩٩  او دریم چاپ یی فبروری ٢٠٠٤ ء دى .

دا تحریک اصلاً د شیخ الهند دتحریک په نوم شهرت لری.

په کتاب کښی داسیا اواروپا اجتماعی حالات په لنډه توګه بیان شوی دی .د اروپایانو ظالمانه کړه،وړه یی تر میلاد وړاندی د روم اوبیاوروسته په مذهبی تعصب کښی بیان کړی دی، اخر هم صلیبی جګړو او د نړۍ نیولو ته د اروپایانو حرص ته کتنه  شوی ده. خو اصل موضوع همدا تحریک دى چی د هند په نیمه وچه کی د انګریزانو په مقابل کښی را پیل شوى و.

ددی تحریک په هکله معلومات له هغولیکونو را اخیستل شوی دی، چی انګریزې استخباراتو د همدی تحریک په هکله  د هند انګریزی مشر او یا خپل مرکزی دولت ته ورکړی دی.

په دی تحریک او دی کتاب کښی، د پښتنو سیمه یاغیستان بلل شوی ده چی، هیڅکله هم انګریزانو ته تسلیم شوی نه ده. په کتلو یی د انسان ذهن ته د شکیب ارسلان هغه خبره رسیږی چی ویلی یی دی:که په ټوله نړۍ کښی داسلام نبض ودریږی،د هندوکش په لمنو کښی به ژوندى وی.

همدا یاغستان ددی تحریک د عمل ډګرؤ او تعلق یی تر ټولی اسلامی نړۍ رسیده.په کتاب کښی یومکتوب په دی مشخصاتو راغلى دى.

بلکل خفیه- استغاثه- ملک معظم شهنشاه هند- بنام عبیدالله وغیره. دفعه ١٢١ الف ضابطه فوجداری هند.

بیان استغاثه سپرډنټډ پولیس.

په دی مکتوب کښی ویل شوی دی چی د ١٩١٣ کال دجنوری له لومړۍ نیټی د١٩١٧کال دجنوری ترلومړۍ نیټی پوری د بریتانوی هنددننه اوبهر،یوسازش روان دى چی غواړی انګریزی حکومت (شهنشاهی) له اقتدار څخه بی برخی کړی.

په دی مکتوب کښی ٥٩ تنه د همدی تحریک ارکان معرفی شوی دی او دوه نورعنوانونه ورسره دی  :

١- د سازش مقاصد: د هیز مجستی( د ده ښاغلی) د پوځونو په

 خلاف جنګ کول،په جنګ کښی مرسته کول اوهغه ښاغلى (دانګریزی حکومت هندی واکمن) له قدرت څخه بی برخی کول.

٢- طریقه اومنصوبه : د هند په مسلمانانوکښی (دانګریزانو په ژبه )د قرآن د غلطو تاویلاتو او نورو طریقو سره مذهبی تعصب راپورته کوی،په سرحدی قبایلو اوافغانستان کی د بریتانیا (انګریزانو) خلاف احساس را پاروی. دهمدی هیوادونو خلک  دانګریزانوپه خلاف جنګ ته چمتوکوی.له ترکی سلطنت (خلافت) څخه نظامی وسایل ترلاسه کوی. د همدی لپاره مرسته ټولوې او په پاى کښی دا اراده لری چی کله له بهر څخه د پوره مرستی یقین ورته پیداشی. په هند کښی د بریتانوی (انګریزی) حکومت په ضد پاڅون کوی.(همدا کتاب ٢٤٥مخ)

یو بل مکتوب را نقل شوى دى چی همدی مجاهدینو د ترکی خلافت مسئولینوته استولى دى او دایی څرګنده کړی ده چی مجاهدینوپه یاغیستان(قبایلو)کښی مهاجرواوانصــارود حزب الله په نوم یوګوند جوړ کړى دى چی د شیخ محمود حسن تر سرپرستی لاندی کار کوی....

د هند او افغانستان تر منځ یوه پراخه سیمه چی له وزیرستان څخه ترکشمیر پوری غزیدلی ده،ازاده سیمه ده.دا دزړورو حنفی مذهبه افغانانو(پښتنو) هستوګن ځاى دى. دی بهادرو او غیرت منو له پیل څخه لا خپله سیمه د انګریزی حکومت له تسلط څخه ازاده ساتلی ده. موږ له ١٣٣١ هـ کال څخه له مهمندو ترکشمیره پوری د خپلی مبارزی  مرکزونه  جوړ کړی دی.

ترمکتوب لاندی د ترنګ زویو د حاجی صاحب ،د ملا صاحب بابړه، د مولوی فضل ربی مهاجر او د مولوی عبدالعزیز مهرونه لګیدلی دی.

د مکتوب د پاسه مهر دى، لیکلی دی :

(١٣٣١ هـ    الا ان حزب الله هم الغالبون)

(ددی کتاب ٢٤٣ مخ)

افغانستان اوعراق ته دبانک مون نمایشی سفر!

افغانستان اوعراق ته دبانک مون نمایشی سفر!  

له الاماره نه په مننه  

تیره اوونۍ ، دملګروملتونو! سرمنشی (بانک مون) افغانستان اوبیاوروسته عراق ته دجلاجلاسفرونوپه ترڅ کې ، ظاهراً اوپه تبلیغاتی میدان هڅه وکړه ، ترڅوثابته کړی چې دغه دوه هیوادونوهم دملګروملتونودپاملرنې  اوخواخوږۍ ترسیوری اودرحم کرم  په دایره کې  راځی اواداره یې  په دغوهیوادونوکې  دانسانی حقوقوپالنې اوپرمختیاته ژمنه اووفاداره ده ، ولې په عمل اودویناووپه حاشه کې یې هیڅ داسې کوم ټکى اوپه اصطلاح ګام ونه ځلیدچې هغه په رښتیاهم دعراق او افغانستان دمظلومو ولسونودهغو روانو بشری  ناورینونواوانسانی فاجیعود کمی اومخنیوی برخه کې چې روان بهرنی اشغال هلته زیږولی  مرسته اوکومک وکړاى شی

بانک مون ، په ځانکړی ډول په افغانستان کې په هغوورځنیوډلییزوقتل عامونو، شکنجو، ویروَنواوبشری اختناق چې خارجی اشغالګرې قواوې  اوپه سرکې یې امریکایی عسکرمرتکبین دی ، په ړندواوناترسه بمباریوعام ولسی وګړی نښه ګرځوی ، په وچواوپوچوتورونوافغانان نیسی ، زولانه اوشنکجه کوی یې ، هیڅ رازغوږ ونه خوځاوه اوافغانانوته یې داسې کومه ژمنه ورنشواى کړاى چې په راتلونکی کې به دغه ډول وحشت اوبربریت نه ترسره کیږی ، بلکې هسې څونمایشی خبرې یې وکړی چې  ملګری ملتونوپه افغانستان کې دولسی وګړوپه مرګ اوژوبلې اندیښمنه ده؛داچې عاملین یې څوک دی اوڅوک بایدله ګریوانه راونیسی چې په کوم جرم په خپل کوراوټاټوبی کې مظلوم افغانان وژنی اوکړوى یې ،البته  دملګرو ملتونوسرمنشی صیب په دې لوری هیڅ کوم تمایل اودلچسپی ښکاره نکړه ، بلکې په ټولودغوجرمونویې خروارونه خاورې واړولې اوسترګې یې پرې پټی کړی ، ځکه  چې بیابه ارو مرو دسرمنشی صیب په تمویلونکو اوحکم فرمامرجع پړه راتله  !

پرځاى خبره اوحقیقت خوداووچې ملګروملتونودنړۍ دیوې انسانی ټولنې په حیث اودانصاف ددعویدارې مرجع په توګه پرافغانستان اوعراق دامریکا اونیواکګر ایتلاف دظالمانه یرغل په وړاندې کلکه دریدلې واى اوددې مجال اوموقع یې امریکایانوته په لاس نه  واى ورکړې چې دخپلواکواسلامی هیوادونوملی خپلواکى هضم اوزرګونه وګړی یې دمرګ اوشکنجوکومی ته و سپاری ، ولې ولیدل شول چې ملګروملتونوهیڅ رازناپیلتوب اوبې طرفی ونه شواى ساتلې، بلکې له تیرو اتوکلونوراهیسی په خاصه توګه په افغانستان کې ددغه سازمان رول ، هڅې اودریځ کټ مټ امریکایی اودامریکادجنګی اونامشروعومنافعوپه خدمت اوچوپړکې استخدام ،مصروف  اوددغې ناروااوانسان ضدتګلارې  تاییدونکى وو

همداعلت دى چې ملګروملتونوپه تیرواتوکلونوکې دافغانانوفریادونوته هیڅ رازغوږ کینښود، یواځې یې دمړودشمیرولودنده سرته رسوله ، ولې قاتلو اوغاصبو لښکروته یې یوه ورځ هم په کومې اعلامیی کې  ونه ویل چې کندهار، روزګان ، ننګرهار، کونړ، لغمان ، غزنی ، نورستان ، تګاب هلمند، شنیډنډ پکتیا،خوست اونورسیموکې موپه خروارونوبمونه دافغانانودخوښیواودینی مراسمو محافل اوجونګړې  ولې لولپه ،واړه ، زاړه ، ځوانان ، تورسری اوسپین سری موپه وینوولړل

بانک مون ، په خپل ورستی ، امریکاخوښی سفرپه ترڅ کې یواربیادې حقیقت ته قوت اونورثبوت وباښه چې دملګرو ملتونوسازمان دانصاف اوناپیلتوب ، نارې اوشعارونومحدود، منحصراوترهغه ځمکې اوبریده  داجراوړدى ، ترکومه چې دامریکااوهمنواهیوادونوګټې اومصالح خوندی اومصئونې وی ، له دې پرته دنوروخلکواوهیوادونواوپه ځانګړی ډول اسلامی امت لپاره ګرانه اوناشونی ده چې دغه سازمان  دخپل شعاراومنشورله مخې دهغوى کړاوونواوناورینونوته دپاى ټکى کیږدی  په  غم اودردیې غمجن اوپه خوښیویې خوشاله شی ،همداسببونه  اوواقعیتونه دی چې ملګروملتونوپه اسلامی امت کې خپل  ځاى  بایللی ، اواسلامی امت  ددغه سازمان په پریکړواوقضاوت  هیڅ ډول باوراواعتمادنلری

کرزی څه غواړی، زور که زور؟!

 له بینوا نه په مننه

 

کرزی څه غواړی، زور که زور؟!

لیکوال: ډاکټر حبیبی

افغان ولسمشر ښاغلی کرزی د شنبې په ورځ ( د ۲۰۰۹ مېلادې کال دفیبروری دمیاشتې په ۲۲ تمه چې دکب یا حوت دمیاشتې د۱۰ نیټې سره سمون لری)، دیوه فرمان په صادرولو سره حکم وکړ چی  د جمهوری ریاست  ټاکنې دی د اساسی قانون سره سم دروان میلادی کال دمۍ یا  اپریل په میاشت کې تر سره شی.ښاغلی کرزی خپل هوډ په ناببره توګه په ډاګه کړ، چې له امله یې داوباما ځوانه اداره له یوشمیر ننګونو او جنجالونو سره مخ کړی ده.تردې وړاندې دټاکنوخپلواک کمېسون دروان میلادی کال دجنورۍ په میاشت کې اعلان وکړچې په هېواد کې د امنیتې حالت د نه ډاډمن توب او لوژیستیکې سامان آلاتود نشتوالې  له امله دوې اړ دی چې راتلونکې ولسمشرېزې ټاکنې دزمرې دمیاشې په ۲۹ تمه چې داګست دمیاشتې دشلمې نیټې سره برابره ده ترسره کړی. د ټاکنو خپلواک کمیسون دغه نیټه له ښاغلی کرزی،  نړیوالې ټولنې او نورو سره په سلامشوره ټاکلې وه.

 

ښاغلی کرزې په خپل همدغه فرمان سره خپل سیاسی حریفان اوسیالان په ځانګړی ډول د باراک حسین اوباما اداره چې لاله وړاندی یې دښاغلې کرزې په ادارې نیوکې کړې وی دوخت څخه په استفادې او د اساسی قانون  ترعنوان لاندی داسی کارترسره کړ چې امله یې واشنګټن د یوشمیرکشمکشونو او جنجالونوسره مخ او وارخطا کړی دی. دلته پوښتنه راولاړیږی چې آیاکرزې پدی پوهیږې چې داوباما اداره غواړه دده پرځاې داسی یوڅوک  دواک په ګدۍ کښینوی چې هم امریکا اوهم نوروته دمنلو وړ وې او لدې لارې ځانته د خټویوه پوزه جوړه کړې اوسی؟ آیا کرزې په خپل ځان دومره متکې نه  دې چې ده او دده ادارې په دا تیرو اوو کلونوکې څه ترسره کړې ملت ته یې ځواب ورکړی، اوپه راتلونکو ټاکنو کې په میړانه اوشهامت سره ځان راښکاره کړی، که واقعاً ښاغلی کرزې په خپل ځان باور لری چې خیانت یې ندې کړې او نه یې  دچا حق خوړلې نومیدان ته دې راودانګی  او خپل ملت نه دې دباور را یه ترلاسه کړی. او که خبره بل څه وی نو بیا تشې په خوله د دیموکراسې ناری وهل او دخلکوپه سترګوکې دخاورې اچول ندی په کار. لکه چې وایې "څه چې کرې هغه به ریبې"...

دلته له خلکو سره په ذهن کی یو شمیر پوښتنې راولاړیږی چې آیا کرزې به په خپل وروستې فرمان داوبا نوې او ځوانه اداره ترفشار لاندی راولی، او څه تری غواړی؟ آیا دکرزی وروستۍ وینا دهغه په سیالانو په راتلوونکو ټاکنو کې څه اغیزه درلوداې شی؟ او که غواړی چی په زور او جنجال له ارګ څخه ووځی؟ دا هغه څه دې چې په ورسته کی به ترې پرده لیرې او  حقیقت به ټولو ته څرګند شی.

دسیاسی شنونکو او نظردخاوندانوپه وینا دټاکنو د ترسره کیدولپاره ډاډمن  امنیت لومړنې بنسټ جوړوی که چیرې په یوه سیمه کې ډاډمن امنیت نه وی نودهغې سېمې وګړی به څرنګه وکولای شې په ټاکنوکې ګډون وکړی ترڅو لدی لاری خپل روښانه راتلوونکې وټاکی. څه موده وړاندې دهېواد دکورنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر په دی خبره اعتراف کړې چې دهیواد په شاوخوا ۱۷ ولایتونو  کې ورانکارې ډلې اوټپلې شته چې امله یې دهماغه سیمې امنیت له ګواښ سره مخامخ دې، خو ځېنې امریکایې او غربې ادارې بیا دغه شمیره یوڅه لوړه په ګوته کوی او وایې چې دهېواد ۷۲  په سلو خاوره کې طالب اورپکی  فعالیت ترسره کوی.که چیرې دکورنیو چارو د وزیر ښاغلی اتمر او غربې ادارو وینا په غور واورو او ورته ځیر شو نو په اوسنیو شرایطوکې د ټاکنو ترسره کیدل له امکان څخه لېری بریښې.د کرزی ددی فرمان په صادریدو سره کورنی او بهرنې غبرګونونه رامنځ ته شول، د ځینو په اند ښاغلې کرزې غواړې په دغه کارسره دخپل واک موده پسې زیاته کړی.او یا هم په یوه جنجال دولسمشرۍ له دندی څخه ګوښه شی.

خو دښاغلی کرزی له دغې فیصلې وروسته، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په بیړه  اعلان وکړ چی د منصفانه او آزادو ټاکنو لپاره مناسبه نېټه د اګست میاشت ده،  کومه چې دټاکنو خپلواک کمیسون لا له وړاندې په ګوته کړی. بل لورې ته د ازادو او عادلانه ټاکنو بنیاد" فیفا" د ولسمشرحامد کرزی له فرمان سره سم د ټاکنو ترسره کېدل ، ناشونی بللې دی . فیفا په خپله یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی: "د رئیس جمهور په فرمان کې چې د کومې نېټې یادونه شوې ده ، په هغې کې د ټاکنو ترسره کېدل ناشونی برېښی او د ټاکنو رواوالې ، روښانتیا او عادلانه ترسره کېدو ته په کې سخت زیان رسیږی . فیفا زیاته کړې چې د ټاکنود قانون د ٣٣مې مادې له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه له ټاکنو ١٤٠ ورځې مخکې اعلان کړی، خو د ولسمشر دغه تازه فرمان کېداى شی هم کمېسیون او هم د ټاکنو نومآندانو ته لوژستیکی بهېر ستونزمن، او لازمو شرایطو او یوشان فرصتونو ته دلاسرسی زمینه محدوده کړی .

 دځینو سیاسې شنونکو له انده دټاکنو دمهال ویش مسله او اړې ګړې کورنې اړخ هم لری. له یاده باید ونه ویستل شې کله چې دټاکنوخپلواک کمېسیون دټاکنو نیټه داګست دمیاشتې  شلمه (۲۰) په ګوته کړه نو په حکومت کې دننه او پارلمان کې دښاغلې کرزې مخالفان (په خاص ډول دشمال ټلواله او ملی جبهه) په دغه موده کې دکرزې مشروعیت او روا والې ترپوښتنې لاندې راوست، دکرزې ټولو مخالفو ډلو او ټپلو په یوه خوله چیغې جوړی کړی. ځکه دوې پوهیدل چې که داساسی قانون پربنسټ ټاکنې دغبرګولې دمیاشتې څخه وړاندې ترسره شې نو په داسی حال کی چې دهیواد په ختیځ او سویل کی ناکراری ډیره ده ، د دوې کاندید به هرومرو زیاتې رایې ترلاسه  او بریا به یې په برخه شی.خو اوس چې کرزی دټاکنو ترسره کیدل داساسی قانون سره سم دخپل یوه فرمان له مخې اعلان کړل، همدغه ټلواله بیا نیوکی کوی. خیرپدی هرڅوک پوهیږی چې غوا توره ده او شېدې سپینی کوی، خو ددی صاحبانو غوا کله کله څه چې هروخت دسپینو شېدو پرځاې توری شېدی کوی.

 

اوس پوښتنه راولاړیږی په داسې شرایطو کې چې روښانه ‎،شفافې، ولسواکې  او عادلانه ټاکنې څنګه ترسره کیدای شی؟ که چیرې دهیواد امنیتې حالت ته وکتل شی دافغانانو دغه حق چې دخپل روښانه راتلوونکی لپاره په خپله خوښه رهبر یا ولسمشر وټاکې له منځه ځی. خو خبره داده چې دلته هرڅوک اوبه خړوې او ماهیان نیسې، دې ته نه ګورې چې دچا حق خوړل کیږې او که نه؟ ټول دی له یوې مخې په ژرنده دل شی خو د ده خپله چاره پکې وشی .پدی ځاې کی باید دی ټکی ته هم اشاره وشی چې اوس مهال ټولنه دځان ځانۍ په لور د روانیدو په حال کې ده . په هرحال که چیرې ټاکنې ترهغې چې په ټول هیواد کې امنیت نه وې رامنځ ته شوی ترسره شی نو پایلې به یې دافغانستان او افغانانو لپاره ډیرسختې وی اویوځل بیا به هیواد دکورنی اړودوړ  په اور کې لمبه او وسوځی